د افغان میرمنې ږغ

اسحاق امانزی

429
خوله مي ګنــــډلې څه ویـلای نشم د خپل زړګي فریاد ایستلای نشم
ایسار په کورکي بنــــدۍ ناسته یمه حق د تعلیم ځانته غـوښتلای نشم
۰۰۰۰۰۰۰۰۰
محکوم انسان ته ازادي غـــواړمه دې تورو شپو ته روښنایي غواړمه
 ته یې رنځور زړه ته شــفا مالـکه سترګو ړندو ته بینـــــــایي غواړمه
                      قــــناعت ځانـــته ورکـــــولای نشم
                     خـــوله مي ګنــــډلې څه ویـلای نشم
په ګـلورنګ ښایستې دنیا ته ګوره دپسرلي ښکلي هـــوا ته ګــــوره
هـــرڅه تازه او معــطردي بیرون زه ترې محرومه دې فتـــوا ته ګوره
                       غـــم مي میلمه ترې بېليدلای نشم
                       خوله مي ګنــــډلې څه ویـلای نشم
بلـــبل لاښه دی پروازونـه کوي پورته او کښته به ریزونه کوي
د زړه او فکر ازادي ورســـره په مینه مست جګ اوازونه کوي
                        اسیـــربندي بیرون وتـلای نشــم
                       خوله مي ګنــــډلې څه ویـلای نشم
نړۍ پیدا ده د انســان لــــپاره دانس وجنس هـــرزنده جان لپاره
اختیاردهربشرپه لاس کي د ده زندان ماحول دی دحیوان لــــپاره
                        د ازادئ چيـغي وهــلای نشـــــــم
                        خوله مي ګنــــډلې څه ویـلای نشم
وایي نړۍ اوس پوهیدلې ډیره په ساینس تخنیک ده سمبال شوې ډیره
خو یوملا لا په خبر هم نه دی مـــــــورا خاله ده ځـــوریدلې ډیــــره
                          په دې انصاف زه پوهـیدلای نشم
                         خوله مي ګنــــډلې څه ویـلای نشم
هرماشوم باید ښوونځئ ته لاړشي بیـــــــله تــــوپیره پوهنځئ تــه لاړشي
ځه امانزیه تــــــن تقـــدیرته سپاره پریږدئ چي ښځي خپلواکئ ته لاړ شي
                       بې عــلمه چا ته څــــه ښودلای نشم
                      خـــوله مي ګنــــډلې څه ویـلای نشم
 امانزی
ناروي ۰۸ مارچ ۲۰۱۶

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.