یو ملې، اسلامی مترقي نظام ته د رسیدو په طرحه کی د وړ وطن پالو افغانانو د ونډی بلن لیک 

803

د نومبر ۲۱، ۲۰۲۲ ع

یو ملې، اسلامی مترقي نظام ته د رسیدو په طرحه کی د وړ وطن پالو افغانانو د ونډی بلن لیک 

قدرمند/ قدرمندې  (  ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ) اسلام علیکم.

د افغانستان مثبت بدلون نهضت د دی افتخارلری چې د اولین ځل لپآره په هیواد کی د یوه ملې، اسلامې مترقی نظام د را منځته کولو طرحه هیوادوالو ته وړاندی کوی.  تر څو پری د هیوادوالو پراخه نظریات راټول او په طرحه کی شامل کړای شی.

ویاړو چې په همدی هدف د سل ګونوو نورو هیوادوالو په لړ کی تاسو ته هم د هیواد د یوه کره عالم او ملې شخصیت په توګه دا طرحه در استوو.  هیله ده چې پدی اړه به د طرحی د غوښتنو مطابق د خپل افغانی مسؤلیت په اداکولو سره به دا طرحه  په پوره حوصله مندی او دقت ولولئ او خپل ملاحظات او وړاندیزونه به پری له موږ سره شریک کړئ، تر څو ستاسو نظر زموږ په ارشیف کی ثبت . شی چی د امتیازاتو نه یی هم برخمن شی٬ او د بیا کتنې په وخت کی ستاسو منل شوی ملاحظات هم په نظر کی ونیول شی.

زه، داکتر تاج الدین ملت مل، د دغې طرحی د تکمیلونکې کمیسون د مسؤل په توګه د ځان او د نهضت د مشرتابې له خوا پدی اړه ستاسو د همکاریو نه مخکی له مخکی مننه کوم.  هیله مند یو چې د طرحې په تطبیق کی به هم خپله همکاري د یوه پوه وطنپال او بامسؤلیته افغان په توګه دریغ نه کړئ.

په درناوی

داکتر تاج الدین ملت مل

د طرحی د تکمیلولو د کمیسون مسؤل

بسم الله الرحمن الرحیم

د ملت او با ثباته نظام جوړولو ملي طرحه

د افغانستان مثبت بدلون نهضت [امن] وړاندیز

د ( امن) ملي طرحه

( ۶۰ – د پښتو اخری اصلاح شوی متن)

 

یادوونه: لیکنه یو څه اوږده ده؛ اما هغوی ته چې په رښتیا هېواد ګران وي د دی لیکنې مکمل او په ژوره توګه لوستل ورته بی ګټئ نه وي.

سرلیک: په افغانستان کې له ډېر وخت راهیسې د حقیقي اسلام او هېواد ژغورلو لپاره د یوه سالم ملي اسلامی زعامت او سمې علمي او عملي برنامې تشه موجود وه او ده. اوس د استقلال برسېره زموږ دین او ملي مذهبي افتخارات هم د افراطیت او سؤ تعبیراتو د جدی ګواښ سره مخ دي. موږ د افغانستان مثبت بدلون نهضت (امن) د مشرتابه غړي د دې زعامت ادعا نه کوو؛ خو د هېواد له ټولو هغو پوهو مشرانو نه مننه کوو، چې دغه سترمسؤلیت (د سالم ملي زعامت د را پیداکولواو د یوه سالم سیاسي سیستم د منځ ته راوړلو) د تر سره کولو ویاړ یې موږ ته راپرېښود. موږ دغه ستر خدمت تر سره کول خپل ویاړ بولو. دغه کار د افغانستان د هر ملیت، قوم، قشر، دین مذهب، ژبې او سیمې وړ کسانو ته اړتیا لري. تاسو هر یو رابولو چې د خپلو خلکو، سیمو او اقشارو په نمایندګۍ زموږ په ملتیا او لاس نیوي سره خپل مسؤلیتونه ادا او اړوند مستحق صلاحیتونه تر لاسه کړئ، تر څو دغو سترو اهدافو ته ژر ورسېږو.  د دې طرحې دری او انګلېسي متنونه هم دلته کتلای شئ.

پاملرنه: موږ په افغانستان کې اوس کوم حزب نه لرو او نه دا د کوم سیاسي حزب، جبهې، یا کوم اجتماعي جوړښت مرامنامه ده؛ بلکې دا زموږ د خدایي زېرمو ډک هېواد په یوه سوله مند او ابرومند هېواد د بدلولو، او د اسلام مقدس دین او نورو مقدساتو د ژغورلو په خاطر، د افغانستان د تاریخي ستونزو د دقیق پېژندلواو د هغوی د بنیادي حل لپاره د عملې مکانېزمونو د پیدا کولو یوه وړاندې شوې مجموعي ملي طرحه ده. له پېړیو راهیسې زموږ په هېواد کې بدلونونه بې له دې چې موږ یی بدیل جوړکړی وي، منځ ته راغلل، چې زموږ ستونزې یې لا زیاتې، پراخه او ستونزمني کړې. نور باید موږ افغانان له بدلون څخه د مخه خپل ملي افغاني بدیل جوړکړو، تر څو بدلونونه زموږ د ملت په ګټه تمام شي۔

افغانان باید د هر نظام (ولو که ډیر خراب نظام هم وي) تر ړنګولو وړاندې د هغې نه داسې یو ښه بدیل پیدا کړي، چې د هغه نظام د ځای ناستي توان ولري. موږ باور لرو، چې دا طرحه په افغانستان کې د با ثباته سالم نظام د راتګ، ساتلو او پرمختګ یوازینۍ لاره ده او کولای شي، چې زموږ هېواد په یو با ثباته، ابرومند او نړۍ سره سیال افغانستان بدل کړي چې مؤسسین به یې د هېواد او اسلام راتلونکي تاریخ یوه ویاړلې برخه شي، نو راځئ د دغو سترو اهدافو په لاس ته راوړنه کی با مسؤلیته ونډه واخلئ او دا ویاړ خپل کړئ.  د طرحې تفصیل زیات دی؛ خو موږ یې دلته مختصره یادوو. هیله ده دا طرحه د سمونو، نیوکو یا وړاندیزونو په خاطر په دقت او پرته له تعصبه ولولئ او نظريات مو له موږ سره شریک کړﺉ. که مو طرحه خوښه شوه، په کې با مسؤلیته او با صلاحیته ونډه هم واخلئ.

زموږ د څېړنو د پایلې لنډیز:  زموږ دری کلنو څېړنو د یو شمیر نورو ستونزو تر خوا په عمده توګه دا لاندې څلور بنیادې ستونزې تشخیص کړي دي:

۱ – افغانستان اوس (جنوری ۲۰۲۰) د امریکا د یرغل تر خوا د یوه سپین یرغل (د اسلام په جامه کی د پاکستان یرغل) سره هم د ((۴۸)) کلونو راهیسې لاس او ګرېوان دی. دا تجاوز د اسلام نه د دفاع په نامه راغلی، نو تر نورو ټولو تجاوزونو ډېر خطرناک او پر وړاندې یې مبارزه هم ستونزمنه ده.

۲ – د افغانستان بنیادي ستونزه، چې د نورو ټولو ستونزو سبب شوی، د دې هیواد په تاریخ کی د یوه عادل، ولسواکه، ملي ګټو او ملې ارزښتونو ته د ژمن نظام (چې تر دې وروسته به ور ته ملي، اسلامي مترقي نظام ویل کېږي) نه لرل دي، چې دا نورې ټولې ستونزې د همدې له امله پیدا شوي دي.

۳ – د افغانستان د سیاسی بې ثباتۍ، مکررو یرغلونو او بې اتفاقۍ اساسي عامل د یو لړ مهمو بنیادونو(لکه د ولسواکۍ، د ملي یووالي او نوروبنیادونه) نه شتون دي.

۴ – په سیاست او سیاستوالو د خلکو د نه باور دلیل د غلطو صادرشوو نظریو، د سیاسیونو سهوې، پردي پالنه او تر ډېره حده په سیاسي تصمیمونو کې د خلکو نظر او ونډې ته ارزښت نه ورکول او په ولس د خپلو وابسته سیاسی نظریو تحمیلول دي.

عمده اهداف:  

۱ – د هېواد د استقلال، د اسلام د مقدس دین او له نورو ملی او دینی ارزښتونو نه د دفاع او د یو ابرومند افغانستان د جوړولو په خاطر د یو ملي، اسلامي مترقي او ولسواکه نظام جوړول.

۲ –  د ملت جوړونې، ولسواکۍ، ملي یووالي، سیاسی ثبات او انتقالي عدالت په خاطر د څو مهمو بنیادونو او د یوه نوي، پاک ملي مترقي حزب جوړول.

۳ – د دې بنیادونو په جوړښت، د نظام انتخاب او نورو مهمو سیاسي تصمیمونو کې د ولس پراخه، با صلاحیته او با مسؤلیته ونډې ته لاره خلاصول.

د طرحې ځينې ځانګړنې:

۱ – دا یوه سوچه افغانې او ملي طرحه ده، چی په تخیيلاتو، افسانوي نظریاتواود پردو په اشارو او امکاناتو ولاړه نه ده؛ بلکې د یو شمېر خواخوږو، وړ او با مسؤلیته افغانانو د درې کالو علمي، سیاسي او اجتماعې څېړنواو پنځوس کالو راهیسې په سیاست کې د ناسمواو ناکامه تجربو نه د زده کړې اود هغوي د سموونې په رڼا کې په رښتینې توګه د اسلام او سالم افغاني کلتورسره برابره جوړه شوې طرحه ده. دا طرحه په لومړي ځل افغانانو ته د دوی بنسټیزستونزي او د هغوی اساسي حل لارې په ګوته کوي او په افغانستان کې د حقیقي اسلام د ژغورلو، ملي یووالي، سالم، عادل او ولسواکه نظام، سولې، ازادۍ، امن، ترقۍ او عدالت د سم را منځته کولو، ساتلو او پالنې لپاره د داسې یوه سیستم په جوړولو راڅرخي، چې کولای شي دا ملت په اشخاصو له اتکا نه خلاص او په یو داسې منظم سیاسي سیستم متکي کړي، چې هر غړی یې ابرومند او له نړۍ سره سیال ژوند ولري. افغانان نور باید تکراراً په هغه سوله اوازادۍ قرباني ورنه کړي، چې ساتلای یې نه شي.

۲ – تر هغه ځایه چې د نورو ډلو طرحې زموږلاس ته راغلي او په دقت مو لوستي او یا مو اورېدلي دي، نورې ټولې طرحې اقتدار ته د رسېدو او په ځانځانۍ ولاړې دي او هېڅ یوه داسې طرحه نشته چې د دغه اساسي مشکل (سالم ملي اسلامي مترقي نظام) پکی د هدف په توګه او د هغی د راوستلو مکانېزم په کې تشریح شوی وي. اما زموږ دا طرحه د نهضت نه شروع او د یوه اګاهانه، داوطلبانه، عادلانه او با مسؤلیته واقعاً ملي یووالي له لارې د یو واقعي سالم ملي او توانمند حزب جوړول او بیا د هغه حزب له لارې د یوه ملي اسلامي مترقي حکومت تر لاسه کول او د دې دولت ټول وظایف په کې روښانه تشریح او بیا د ملي، اسلامي مترقي نظام د را منځته کولو ټول موضوعات تر لويي جرګې پوری په کې روښانه ذکر شوی او د امن مشرتابه دا وعده هم کړي، چې په داوطلبانه توګه به هیڅ لوړ مقامونو ته کاندید نه شی.

۳ – په دې طرحه کې په افغانستان کې د یوه سالم، باثباته، عادل، قانونمند، ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته د ژمن نظام (ملي، اسلامي مترقي نظام) او د حقیقی اسلام ژغورنې په نشتوالی او د هغوي د جوړولو په ضرورت، په هیواد کی د څو مهمو بنیادونو د نه شتون او د هغوی د جوړولو او د یوه نوي، توانمند او واقعي ملي مترقي حزب د جوړښت وړاندیز شوی. دا حزب به په ټوله معنا له نورو پخوانیو حزبونو څخه توپیر ولري. دا یو سترهدف او د ټول ملت مشترک ارمان دی او زموږ د یووالي او د هېواد د بنيادي ستونزې (چې هغه په هېواد کی د یوه ملي، اسلامي مترقي نظام نشتوالی دی) چې د نورو ټولوستونزو بنیاد تشکیلوي، د دایمي حل وسیله کېدای شي.

۴ – اسلام د افغانانو یو منل شوی اصل او یو لوړعقیدوي ارزښت دی، چې همېشه د یرغلګرو پر وړاندې د دفاع د یوه ښه اصل په توګه ترې مثبته ګټه اخستل شوې ده؛ خو بد بختانه بیا د وطن د پرمختګ د مخنیوي لپاره د وطن او اسلام د دښمنانو له خوا همېشه د همدغه پاک دین نه د یوې بدې وسیلې په توګه خطرناکه منفي استفادې شوي او کېږي. بدبختانه اوس د استقلال برسېره زموږ دین هم افراطیت او سؤتعبیراتو له سختو ګواښونو سره مخ دی. نو د اسلام د مقدس دین او نورو ارزښتونواو افتخاراتو د ژغورلو په خاطر، دا به ښه خبره وي، چې د هرچا دین، مذهب او عقیدې ته درناوی وکړو او سیاست باید د اسلام د خدمت او پرمختګ وسیله شي، نه دا چې د اغیارو په لارښوونو دغه سپیڅلی دین د خلکو د غولولو، سیاسی قدرت ته د رسېدو، د هېواد د پرمختګ د مخنیوي لپاره د یوې وسیلې په توګه استعمال شی.  وېره دا ده، چې د اسلام تر نامه لاندې دغه جنایتونه او بې دلیله د خلکو د تکفیراو د افغان وژنې له امله به زموږ دین بدنام او د ځوان نسل په فکرونو کې به د شک او تردید سره مخ شي.

۵ – زموږ ستر هدف د خپلې خاورې، د اسلام د مقدس دین او ټولو افغاني ملي او اسلامي ازرښتونواو ملي ګټو نه دفاع اوهېواد مو د دوامداره جګړو نه د خلاصون او تلپاتې ازادۍ اوسولې ته رسول او له نړۍ سره سیال کول دي. موږ یوازینۍ مستقله افغاني ډله یو، چې اسلام د سیاسی دسیسو نه د ژغورلو او د ملت، سالم او باثباته نظام جوړونې ضرورت روښانه کوو او په اړه یې افغانانو ته د مسؤلیت اخيستنې غږ پورته کوو.

۶- دا ملي طرحه د لاندې بنیادونو د ځانګړو طرحو مجموعه ده [- د ملي، اسلامي مترقي نظام طرحه، ۲- د افراطیت او غلطو روایاتو نه د اسلام ژغورنې طرحه، ۳ – د ملي یووالي طرحه، ۴- د سیاسي ثبات طرحه، ۵ – د انتقالي عدالت طرحه، ۶ – د ملي ستراتیژۍ طرحه، ۷ – د یوه نوي، سالم، واقعا افغان شموله ملي مترقي حزب د جوړولو طرحه، ۸- همدا راز د مختلفو مسلکونو (اساسي قانون، محاکمو، طب، زراعت، اقتصاد، اونورو) طرحې].

۷ – دا ملي طرحه هر افغان ته د دولت او سیستم د هراړخیزه انتخاب، کنټرول او سمونې دوامداره او مساویانه صلاحیت، اقتدار او مسؤلیت د پورته اړونده بنیادونو د جوړولو له لارې ورکوي. دا اساسات زموږ دین، دولت، ملي یووالی، ازادي، سالم نظام، سیاسي ثبات، ولسواکې، سوله او امنیت حقیقي، سم او با ثباته کولای شي. د دې بنیادونو طرحې باید د افغان شموله اړونده متخصص کمیسونونو له خوا د هېواد، سیمې او نړیوالو واقیعتونو او زموږ د ټولنې د عیني او ذهني شرایطو مطابق، د علمي تحقیقاتو په بنیاد په دقیقه توګه، او د افغانانو د پراخه ګډون له لارې په  څلورو ټاکلو مرحلو کې تکمیل شي. د مثال په ډول، زموږ له نظره حقیقی او باثباته  ملي یووالی هغه دی، چې د یوې مسلکي لیکلې شوې طرحې په اساس، چې په هغه کې د ټولو افغانانو ګډ ارزښتونه، ګډې ملي ګټي، ملي کلتور او نور مشترکات په داسې دقیقه او مناسبه توګه تشریح شوې وي، چې د هر قوم او قشر لپاره د منلو وړ وي او پرې توافق وکړي؛ نو په دې صورت کې به دا ملي یووالي اګاهانه، داوطلبانه، عادلانه اومسؤلانه توګه را منځته او منل شوی وي. د دې نه پرته به د ملي یووالي خبره خیالي او بې معنا وي.

۸- د نورو سیاسي ډلو برعکس، د هېواد او سیمې سیاسي بحران ته په کتو، موږ د ازادۍ، سولې، دیموکراسۍ، سالم نظام د رامنځته کولو، ساتلو، پرمخ بيولو، نظارت، کنټرول او سمونې لپاره د داسې يوه نوي، پاک، ملي مترقي حزب جوړول ضروري ګڼو او پیشنهادوو یې، چې مرامنامه یې د اسلام د مقدس دین او سوچه افغاني ملي کلتور، ملي ګټو او ملي ارزښتونو په بنیاد ولاړه وي، او د افغانستان د یوه زیات شمېر خلکو سره مخکې له مخکې شریکه شوې وي او د هغې په جوړښت کې مو خلکو ته د نظر ورکولو او د مشرتابه د دیموکراتیک انتخاب لازم فرصتونه او اختیارات برابر کړې وي.

ممکن تاسو او نورو لوستونکو ته به دا پروسه سخته، پېچلې، وخت اخيستونکې او قیمتي په نظر ورځي او فکر به کوئ چې دا  طرحه به د خارجیانو له ملاتړ نه بغیر ممکنه نه وي؛ خو برعکس، خوشبختانه موږ په اطمینان او ژمنتیا سره دا ډاډ درکوو، چې د دې ستر کار لپاره امن داسې یوه علمي، عملي او ابتکاري پروسه پیدا کړې، چې د هغې په واسطه به دا ملي طرحه په لږ وخت کې په تخصصي او مسلکي ډول جوړه او اقلآ د ۱۰۵،۰۰۰ (یو لک او پنځه زره) صاحب نظر افغانانو سره شریکه او د هغو موافقه به مو پرې تر لاسه کړې وي. د کره محاسبو پر اساس که موږ افغانان همت وکړو دا کار په خپلو پاکو مالي امکاناتو، په لږ وخت (۴ – ۵ کلونو) کې په دقیقه، سمه او مسلکي توګه ترسره کولای شو. دغه ملي، اسلامي مترقي نظام په درېيو (۳) پړاوونو کې تر لاسه کېدای شي او په هر پړاو کې مختلف اجرآت باید په ترتیب سره تر سره شي.

اول پړاو – ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍د ټولو ضروري بنیادونو د طرحو تکمیل او د یوه ملې مترقي حزب جوړول: –   د دی لپاره چې لوستونکی مغشوش نه شی، موږ دمخه ویلی وه چې (امن) کوم حزب ندی، اما دا مو هم ویلی دی چې یوه ملی مترقی حزب جوړول سخت ضرورت دی.  نو اوس یی دا وخت دی چې د داسی یو سالم، نوی ملی مترقی حزب په جوړښت کار وکړو چې د هغی د مرامنامی او تشکیلاتو په جوړولو کی تاسی شامل اوسی.  دا برخه تر ټولو سخته او زمانګیره ده، په دې برخه کې د ټولو طرحو تکميل، د ملي یووالي تامین او د یوه ملي حزب جوړښت شامل دي.  په دې پړاو کې دا لاندې کارونه تر سره کېږي:

۱- د دی طرحی د کارونو د څارنې او سمون په خاطر د یو ملي مترقي نهضت را منځته کول (چې د افغانستان مثبت بدلون نهضت (امن) په همدې هدف جوړ شوی دی. ۲- د یوې محدودې افغان شموله کاري شورا جوړول ۳- د اړونده څېړنو او د دې پروسې د تکمیل لپاره یو علمي څېړنيز مرکز جوړول ۴- د ټولو بنیادونو د جوړولو لپاره د ځانګړې طرحې تخصصي کمیسیونونو اوڅو نور ضروري (اداري، مالي، غړیتوب، نظارت او ارزیابی د اړیکو او لوژستیکي) کمیسیونونو جوړول.  دا ملې طرحه به د ټولو طرحو د اړوند تخصصي کمیسیونونو له خوا جوړې او د هېوادوالو د پراخه نظر ورکولو له  لارې په لاندې څلورو مرحلو کې تکمیلېږي.  اوله مرحله کې د دغو مسلکي کمیسیونونو له خوا د اړونده ټولو طرحو اول متن بشپړول، – په دویمه مرحله کې د اول متن د محدودو خلکو) (پنځه سوه) صاحب نظر افغانانو) سره په داخل او خارج کې شریکول او پرې د هغوی نظریات راټولول او د هغې نه په ګټه اخستلو سره د دغې ملي طرحې اول متن په دويم متن بدلول؛ درېیمه مرحله – د دویم متن  په پراخه پیمانه د خلکو سره شریکول: په دې مرحله کې به دویم متن د ۵۰۰۰ (پنځه زره) صاحب نظرافغانانو سره په داخل او خارج کې شریک او د هغو هر یو نه به غوښتنه وشي، چې دا طرحې په خپل اړونده محیطونو کې اقلآ له ۲۰ تنو نورو وړو اشخاصو سره شریکې کړي او پرې د هغوي ملاحظات راټول او دغه مرکز ته راواستوي، چې په نتیجه کې به یې دا ملي طرحه د یو سل او پنځه زره ( ۱۰۵۰۰۰)  عالم او په ټولنه کی اغیزمن وړ افغانانو سره شریکه او پرې د هغوی نظریات راټول او ځای پر ځای شوې وي، او په دی ډول به د دغې ملي طرحې دویم متن به په درېیم متن بدل شي؛ ۸ – څلورمه مرحله کې د یوه مخامخ مجلس ترسره کول: د یوې ځانګړې پروسې له لارې به د ۱۵۰۰ شا او خوا د ډېرو پوهو او اغېزمنو شخصیتونو تعین او د ټولو طرحو درېیم متن به اقلآ ۲۵ ورځي د مخه ور واستول شي او هغوی به دغه مجلس ته په یوه مناسب ځای کی ( ترجیحآ په هیواد کې دننه) او یا هم په یوه بل مناسب هېواد کی دایر او په دغه مخامخ مجلس کې به ټولې طرحې نهایي شي او د ملي مترقي حزب مرامنامه به هم تصویب او د دغه ملي مترقي حزب اولینه مشرتابه به هم د امن د یوې ځانګړې دیموکراتیکې پروسې له مخې په همدې مجلس کې د مجلس د غړو نه انتخاب او دا  څلورم پړاو به د ټولو طرحو په تکمیل او د دغه ملي مترقي حزب په جوړولوسره  تکمیل شي.

د امن د نهضت او راتلونکي ملي مترقي حزب یو اصل به دا وي، چې (د نهضت او حزب هرغړي به په ممکنه لارو تل د ولس خدمتګاران وي). نو د نهضت او راتلونکي ملي مترقي حزب ټول غړي به په دوامداره توګه د شرایطو مطابق په ښکاره او پټه د ولس د امن او ټولنیز خدمتونه د اشر په توګه ترسره کوي. نو دا حزب به په ټولنه کی ځان د یوه واقعآ رښتینې ملي مترقي حزب په څېر تثبیت او د سالم سیاسي عمل له لارې به د سیاست او حزب په اړه د خلکو منفي ذهنیتونه په مثبت ډول تغیر کړي.

دویم پړاو- د ملي اسلامي مترقي حکومت او دولت جوړول: په دې پړاو کې د دغه ملي مترقي حزب اساسي مسؤلیت دا دی، چې د مدني لارو (د وخت حاکم دولت) انتخاباتو ته مجبورول او د انتخاباتو ګټل او د یو ملي مترقی حکومت او دولت جوړ کړي. په دې مرحله کې لاندې کړنې شاملې دي. (۱ – په اړونده سیمو کې د حزب د غړو له خوا د خلکو سره ممکنه امنیتي، او ټولنیزي همکاري ۲ – د حزب هر اړخیزه پراختیا اوغښتلتیا،  ۳- حزب ته د افغانانو او نړيوالو پلوي او سالمو مرستو راجلبول ۴- د حزب دننه د ولسواکۍ د تحکیم او په حزب باندې د غړو او نورو خلکو د باور د لوړېدو لپاره اولین حزبي تشکیلاتي انتخابات تر سره کول ۵ – د نورو سالمو سیاسیونو په همکارۍ د یوه سالم توانمند ملي او مثبت اپوزیسون جوړول او برحال حکومت انتخاباتو ته مجبورول، ۶ – د انتخاباتو ګټل او د اولین ملي اسلامې مترقی حکومت، او دولت جوړول.)  چي دا ملي حکومت به لاندې چارې د یوبل پسی په ترتیب سره او کله همزمان پرمخ وړي.  الف – د سرتاسري امن تآمینول د سرحداتو د جدي کنټرول او څار له لارې، او که ضرورت شي د مکلفیت دورې دوباره را منځته کولو له لارې  ب- په امنیتي، مالي، عدلی،تعلیمي او نورو ادارو کې بېړني اساسي مثبت تغیرات راوستل. ت- د خلکو اولي ضرورتونه، خدمات او بشري حقوق تآمینول. ث – د اداري سیستم هر اړخیزه سمونه  پ – د حزب دننه دوباره حزبي انتخابات او یوه واقعآ دیموکراتیکه سیاسي حزبي رهبري را منځته کول. ټ  – د ټولو جنګیالیو بېرته راستنول او په ټولنه کې په یوه ښه او عملي طریقه ځای پر ځای کول ج  – د تېر ۴۵ کلن جنګ د دواړو خواوو د ټولو شهیدانو، کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره د یوې پخې او توانمندې ادارې تاسیسول.  ح – په لوړو ادارو کې د تقرر لپاره د ملي باور د پروسې جدي تطبیقول. خ – په بهر کې د ټولو افغان متخصصینو او پانګه والو ته د پانګونې او د خدمتو د بهترتیا لپاره بلنه ورکول، او دوی ته د هر نوعه وظیفوي، تولیدي او صنعتی پراختیا او پریمانتیا اسانه شرایط برابرول. چ –  د مهاجرینو بېرته راستنول او په هېواد کې په داسې اغېزمنه او تولیدي توګه ځای پر ځای کول چې د ملي یووالي، خپلواکۍ او سیاسي ثبات لپاره ګټور وي،  څ – د هر اړخیزه شمېرنو (احصایو) او انکشافي پلانونو تکمیلول، ځ –  د الکترونیکي تذکرو وېشل ، د –  د یوې تخصصي ملي ستراتېژۍ جوړول  ذ –  د ځوانانو او عامو خلکو د فکري روښانتیا لپاره یوه ښه اغېزمن ملي، علمې، مدني اسلامي تعلیمي نصاب جوړول، ډ –  د یوه نوي هر اړخیزه ملي اسلامی دیموکراتیک نظام راتګ ته تیاری. ر – د امنیتي، حقوقي، تعلیمي، اقتصادي انتخابي بنیادونو او د نوي نظام لپاره د اساسي قانون مسوده او د اړوند بنسټونوتیارول شامل دي)  زـ د یوې فوق العاده لویې جرګې نیټه، ځای، ګډونوال او مؤضفین ټاکل، او هغوی ته دا ټولې طرحې تر جرګې شپېته (۶۰) ورځې وړاندې استول او له رسېدو نه یې اطمنان تر لاسه کول، چې هغوی دا مواد په دقت ولولي او د خپلو نورو اړونده خلکو سره هم پرې خبرې وکړي، تر څو لویې جرګې ته پوره اماده راشي.   ړ –  د لویې جرګې رابلل دي.

درېیم پړاو:  د ملي اسلامي مترقی نظام جوړونه:  د دې ملي، اسلامي مترقي دولت اخري مهمه وظیفه د لویې جرګې رابلل او انتظام دی.  دا دولت به د پورته کړنو نه پس به د رښتیني ولسواکۍ په رڼا کې یوه واقعآ افغاني ملي لويه جرګه راوبولي. دا لويه جرګه به د ټولو طرحو په سموونه او تصویبولو سره د طرحو د جوړښت پنځم پړاو تکمیل او د ملي اسلامي مترقي نظام ټول بنیادونه به د نوي اساسي قانون په شمول اصلاح، منظور او تصویب کړي او حکومت ته به دنده ورکړي، چې د نوو انتخاباتو له لارې اولین ملي، اسلامي مترقي نظام د دغه نوي اساسي قانون او اړونده بنیادونو پر اساس انتخابات وکړي او په هېواد کې د سیاسي پلورالیزم (محدود ۲-۳ نور برنامه لرونکې احزاب) په نظر کې نیولو سره به یو نوی حزبي ملي اسلامي مترقي نظام منځته راوړي، چې تر دې وروسته به راتلونکي حکومتونه او دولتونه خپل ټول اجرآت به د همدغه نظام په بنیاد او د نوي اساسي قانون او ولسواکۍ په اساس  پرمخ وړي. دا جرګه به د نوي حکومت او دولت ته د قدرت د انتقال د پروسې او د بیا انتخاباتو د نظارت لپاره یو ځانګړی کمیسون انتخاب او توظیفوي.

مالي امکانات او اټکلي تطبیقی موده:  که موږ افغانان او افغاني پانګه وال، په سمه او جدي توګه دې طرحې ته کار وکړو او هر یو په میاشت کې دوه تنه نوي غړي دې نهضت ته جذب کړو، او صرف د نهضت هرغړی په خارج کې لس دالره او په هېواد او سیمه ایز هېوادو کې سل افغانۍ میاشتینۍ ونډه په منظمه توګه مالې مرسته ورکړو، د کره محاسبو له مخې د پروسی ټول مصارفات به پوره او دا ټوله پروسه په ۴-۵ کلونو کې په سمه او تخصصي توګه تکمیلیدای شي.

بلنه: موږ ټولو هېوادوالو ته بلنه ورکوو، چې دا طرحه په غور ولولي او په اړه یې خپل تکمیلونکي نظریات، وړاندیزونه او انتقادونه ټول د دغه نهضت مرکز ته راواستوي، ترڅو په راتلونکې کې د لا ښه اصلاحاتو په خاطر په  نظر کې ونیول شي. که ستاسو له نظره دا طرحه نیمګړې او یا نا سمه اوعملي نه وي، نو دا طرحه اصلاح، تکمیل او یا رد کړئ؛ اما په مقابل کې باید خپل وړاندیز هم ولرﺉ. او که دا طرحه مو خوښه شوه، نو هیله مو دا ده چې د یوه بامسؤلیته افغان په توګه د دې طرحې په شریکولواوعملي کولو کې د خپل توان او شرایطو مطابق جدي، پراخه، دوامداره، داوطلبانه، با مسؤلیته او ټاکونکې ونډه واخلئ، او د دغه تاریخي ویاړیوه برخه شئ. یو متل دی چې وایی: (تر ټولو بدتر خلک هغه دي، چې بدلون غواړي؛ خو نه خپل ځانونه او نه هم خپل خویونه بدلوي، او نه د یو چا د ښه بدلون ملګرتیا کوی.) په دې برخه کې لوی خدای پاک هم د هېڅ هغه قوم حالت نه بدلوي، چې تر څو د هغه قوم خلک ځان او خپل نیتونه بدل نه کړي.

اړیکي:  افغانستان: ـ – – –

امریکاـ محترم خطیب صاحب نجیب الله جبارخېل T: 702-485-0864 E- najib_jabarkhil2004@yahoo.com

اروپا: محترم داکتر صاحب ایمل مسعود صافی: Tel: 44-759-7223242 E-Mail:  hefd.emal@gmail.com

منځنې اسیا: محترم شمس الدیبن امین صاحب:   Tel:996 (507) 398 – 730 Email: amin_s@aol.com

کاناډا:محترم خا نولي عادل Tel: 93-774809913      Email: khanwali.adil@yahoo.com       –

په افغانستان کې د یوه ملي اسلامي مترقي نظام د را منځته کولو مرحلوي پلان

1.      د یوه ملي مترقي نهضت جوړونه

2.      د یوې افغان شموله کاري شورا جوړونه

3.      د یوه تحقیقاتي مرکز جوړونه

4.      د سیاسی ثبات د اړونده طرحو لپاره متخصص کمیسونونه جوړول

5.      د طرحو لومړی متن جوړول

6.      د طرحود لومړی متن مختصره شریکونه له (۵۰۰) وړ کسانو سره

7.      د طرحو دویم متن پراخه شریکونه د ۵۰۰۰  او بیا د یو لک کسانو سره

8.      په یوه براخه حضوري غونډه کې د دې طرحو دریم متن نهایی کول

9.      د نوي ملي مترقي حزب اولینه رهبري په یوه خاصه طریقه انتخابول

10.   دحزب رسمی کول

 

۱ـ د حقیقی ولسواکۍ او سیاسي پلورالېزم په مرسته د هېواد له پولو (سرحداتو) څخه جدي څارنه، د ولس د امنیت تآمین او هغوی ته اولیه مرستې په ښه توګه رسول

۲ –  د اداري سیستم هر اړخیزه رغونه، سمونه او تخصصي کوونه

۳ – د نړیوالی ټولنیاو نړیوالو سیاسی ډلو او مؤسساتو  سره هر اړخیزه ارتباطات او تعاملات

۴ –  د احزابو قانون سمول او په جدي توګه د هغی تطبیق او څارنه

۵- د جنګیاليو بیرته راجذبونه، فکري احیا اود ښه  ټولنیز ژوند برابرونه

۶ –  د هېوادوالو (زړو او ځوانانو) د فکری رغوونې لپاره د ملت پالنې په بنیاد یوه ملي اسلامي تعلیمي او تحصیلي نصاب تیارول

۷ – د ۴۵ کلن جنګ نه د راپاته شوو شهیدانو د کورنیو، معلولینو، يتیمانو او کونډو ته د ښه اوهر اړخیزه خدمتونو لپاره د یوې خاصې او توانمندې ادارې جوړول.

۸ –  د نړیوالو په مرسته د مهاجرینو بېرته داوطلبانه راستنول او په هېواد کې په داسې یوې خاصې طریقې سره ځای پر ځای کول چې د سولې، اقتصادي پرمختګ، ملي یووالي او په راتلونکي کې د هېواد په ژغورنه کې مؤثر رول ولري.

۹ – په دقیقه او شفافه توګه د هېواد هر اړخیزه شمېرنو سر ته رسول

۱۰ – د نوي ملی ، اسلامی مترقی نظام لپاره د اساسي قانون مسوده او د نورو بنیادونود طرحو او تشکیلاتو جوړول او د لوی جرګی لپآره هر اړخیزه تیاری

۱۱- د لویی جرګې دایرول- د ټولو جوړو شوو طرحو تصویبول،  او د نوي ملي اسلامي مترقي نظام د بنیادونو جوړول او د نوي ملي اسلامي مترقي نظام اړونده تشکیلاتو تصویبول

۱۲- د نوي ملي مترقي نظام د بنیادونو او قوانینو په اساس نوي انتخابات تر سره کول

۱۳ –  نوی ملې ، اسلامی مترقی نظام ته د صلاحیتونو او مسؤلیتونو انتقال

 

۱۱ – د نوې ملي، اسلامي مترقي حکومت،‍ دولت او نظام جوړېدنه

۱ – د ملي مترقي حزب پراخوونه او پیاوړی کول

۲- د ولس د خلکو سره د حزب د غړو له خوا هر نوعه امنیتی او اجتماعی مرستي

۳ – د نورو سالمو سیاسي ډلو په مرسته د  یوه سالم ملي اپوزیسیون جوړونه

۴ – له مدني لاروحاکم دولت انتخاباتو ته مجبورول

۵ – انتخابات دایرول او ګټل

۶ – د ملي مترقی حکومت او دولت جوړول

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.