سوالګره

بریال وزیروال

501

وړې ماشومې شونډې بوڅې کړې پۀ ډکه خولۀ یې ورو وویل!
تۀ وږې نۀ یې؟
نۀ!
ولې؟
ښځې سترګې ور ورته کړې شونډې یې ویړې شوې مړه اوښکه یې پر رخسار را لویدۀ،
ورو یې خپل خوار لاسونه ور وغځول ماشومه یې تر ډنګرو ولو ونیوه کلکه یې له خپلې سینې سرۀ ولږوله،یو دم یې رڼې اوښکې پر خړ مخ راماتې شوې
په ژړغوني غږ یې وویل!
اخ ادې،
دې ځار وړې، ما خپله برخه خوړلې
د ماشومې وړې ژامې وکړپیدې په لاس کې له نیول شوې کلکې ډوډۍ یې وړه ټوټه پر وړو غاښونو ور بیله کړه پۀ خوند یې وویل!
کله؟
بیګا،
نو بیګا خو زمونږ ډوډۍ نۀ وه،
وه کنه،
چرته؟
په شکرۍ کې،
ما خو شکرۍ څو ځلې وکتله بیخي خالي وه،
نا وخته یې راوړه کنه،
چا؟
ګاونډيانو مو،
کومو؟
دا زمونږ تر څنګ یې چې کور دی،
ښااا ښاااا
دا سپین موټر چې لري؟
هو،
هن رښتیا را یاد مې شو ادې،
څه شی؟
سلمه دې ښیې؟
هو کنه،
نه ادې د هغې پلار څومره سخت سړی دی،
ولې؟
پرون یې له کور راوشړلم،
ځار نو تا بۀ ورانی کړی وي،
اففف ادې!
ما نو کله ورانی کړی؟
بیا یې نو ولې را وشړلې؟
ما له سلمه سرۀ لوبې کولې چې دې وخت کې یې پلار کور ته راننوت،
وار له واره یې پر ما رابړچ وهل ویل یې ناولې مرضۍ تۀ بیا دلته راغلې یې؟
تېر ځل دې هم سلمه په ریزش ناروغۍ اخته کړې وه،
بیا یې له کور را وویستلم،
ادې!
هن!
دا ریزش څه شی دی؟
لورکۍ ریزش مرض دی
څنګه مرض؟
دا له یو کس نه بل ته ورځي مونږ ورته زوکام وایو،
ښااا
خو لورې!
ګوره چې بیا هلته ور نه شې
سمه ده نه ورځم خو زۀ زوکام نۀ وم د سلمه پلار د مالټو ډکه خلطه راوړې وه،
زۀ یې ځکه له کور را وویستم،
ادې!
هن لورې!
دا رحم څه شی وي؟
مهرباني،
په چا؟
په هر چا که انسان وي یا حیوان پر ټولو باید مهربان اوسو،
ولې؟
ثواب لري کنه،
ګوره لورکۍ که یو څوک وږی وي ډوډۍ ورکړو که تږی وي اوبۀ ورکړو دې تۀ مهرباني ویلی شو.
مهمه نۀ ده چې وږی یا تږی انسان دی کۀ یا حیوان.
ښااا،
دا رحم هر څوک لري؟
خو ډېری خلک یې لري مازې کم یې نۀ لري،
نو مونږ خو دوه ورځې هم وږي ؤ دا د رحم ولا ولې مونږ ته ډوډۍ نۀ راوړي؟
ځار لورې راوړي یې،
نه کنه،
ادې زۀ بیګا ویښه وم چې تا ژړل ویل دې خدایه مونږ نن بیا په نهره ویدۀ کېږو،
ښځه ور ټیټه شوه خرپ شو د ماشومې له کوچني غمبوري یې کوکۍ واخیسته،
په غمجنې مُسکا سرۀ یې وویل!
بیا وروسته هغوی ډوډۍ راوړه کنه،
وړوکي پیشوکي میو کړل،
ماشومه یو دم پورته شوه د مور له غیږې را ولاړه شوه ورو یې وخندل،
ادې!
هن لورې!
دا پیشونګوری وږی دی
کړپ شو د وچې ډوډۍ ټوټه پۀ ځمکه پریوته پیشوکي ټوپ کړل تر برنډې ووت،
ادې!
هن،
زۀ غواړم چې غټه شم مهرباني را پۀ کې ډېره وي،
ادې!
هن،
خفه خو نۀ یې؟
په څۀ شي؟
زما په پوښتنو
نه،
زۀ ډېرې پوښتنې کوم؟
نه،
ښاا،
ځو،
چرته؟
سړک ته،
د څه لپاره؟
ولې سوال بۀ نۀ کوو؟پرون هم چا روپۍ رانۀ کړې ناوخته وتلې ؤ،
ماشومه ور ولاړه شوه د کړکۍ پرده یې لږ چلوه کړه بدن یې ورپیده ورو یې وویل!
ادې نن سخت یخ شمال لګيږي زما چمپر او څادر هم نۀ شته
د ښځې سترګې را ډنډه شوې مرۍ یې بنده شوه یو دم یې اوښکې پر مخ لکه د تم شوي سیلاب چې بند یې نړولی وي راماتې شوې..
پای..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.