د جهالت پیړۍ

رحیم الله روښان

1,001

د جهالت پېړۍ د ښاغلي کریم حیدري کتاب دی چې په خوږه پښتو ژبه لیکل شوی، ۳۵۲ مخه کې چاپ سوی دی، زه په باور سره وایم که دغه کتاب کوم بهرني لیکوال لیکلی وای شاید د کال غوره کتاب وای، د دې کتاب محتوا د وروسته پاتې دورې پورې اړه لري، چې په يو ځنګل کې ډېر له تمدونه پاته خلک اوسي، هغه ځای مالت نومېږي، په ټول مالت کې څوک لیک او لوست نسي کولای.
د خلکو خوراک يې خامه غوښه ده، اور سره نه دي بلد.
د پرمختګ عامل یې دوه کسه دي یو د اوستا په نوم او بل يو سوداګر دی چې د بل ښار نه راغلی او دوی سره يې شناخت پيدا سوی و…
سوداګر له دوی سره راشه درشه کوي د مالت خلکو ته به یې چاقو، تبر او وچه ډوډۍ ورکوله او په بدل کې له دوی د حیواناتو څرمني اخيستلې.
اوستا بیا د مالت څخه تللی وي، ۴۰ کاله وروسته بیرته خپل مالت ته راځي، د اول ځل لپاره په مالت کې د ښونځی بنسټ ږدي او خلکو ته د زده کړې په ارزښت غږېږي… اوستا له راتګ مخکې هم د مالت خکو لږ پرمختګ کړي وي…
د جهالت پېړۍ متوسط کتاب دی، خو له پنده او خونده ډکه کیسه ده، زه تاسې په ډېره مينه د جهالت پېړۍ لوستلو ته رابولم.
په کتاب کې د ژوند، وحشت، مینې او د انسانیت فلسفه ده…
تاسو ته د کتاب د متن څو بيلګې ښايم:

۱- (وحشت د ځناورو خصلت دی ترحم تمه ترې نه کیږي. خو د انسان وحشت بشر تباه کوي)

۲- (د انسانانو ښه او بد، د طبیعت ښکلا او بدرنګي د انسان له فکر او چاپېریال نه پوهې رامنځ ته کېږي. انسان هېڅکله بشپړ ښه والی یا بدوالی تر لاسه کولای نشي. تر ټولو ښه انسان هم بد اړخ لري او تر ټولو بد سړی بیا ښه بڼه درلودی شي)

۳- (کله چې انسان یو کس ووژني دوهمه او دریمه وژنه ورته اسانه شي. بیا که سل هم ووژني پروا یې نه لري. خو زه نور انسان وژنه نشم زغملی.)

۴-(ستا سره د دنیا هر ګوټ ته حاضره یم چې لاړه شم. ډودۍ مه راکوه خو یوازې مینه دې رانه مه اخله.)

۵-( انسانان کله په خپله پوهه دومره ډوب شي چې خپله بې وسي ترې هېره شي. یوازې په کړاو کې پوهیږي چې څومره عاجز او بې وسه دی… خوځښت که هرڅو کرار او لږ وي، تحول رامنځ ته کوي. په مړو ویر مکوه، هغوی له دې نظامه وتلي، ستا سره یې تړاو پرې شوی. هېڅکله خپل خالق مه هېروه. په یوازېتوب کې خبرې ورسره وکړه.)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.