ګیله
تر کومه وخته چی ژوندی ومه، هیڅ شی نه ومه
کله چی مړ شم ، همنفس د زاړه ځوان به شمه
چی تری نه لاړ شم او بیده شم ابدی خوب باندی
نو به ژوندی شی خاطری ورته جانان به شمه
د ایینی او د الماس په قدر ځان پوه کړی
کله چی مات شمه پوهیږم چی فغان به شمه
۱۲/۲۸/۲۰۲۲
************
داسی نه وم
بیده ښه یم چی بیده وم بی خبر وم
چی راویښ شمه د ځان سره په شر وم
سترګی پټی هسی ښی دی چی وی پټی
خو چی ویښی شی له اوښکو ګربیان تر وم
لیونی چی لیونتوب کړی بد خو نکړی
کله کله خپل ماضی ته زه اوتر وم
دا څه ګورم دا څه مخکښی می تیریږی
زه پخوا خو داسی نه، پرهر پرهر وم
دا څه وشول دا به څه او دا څه کیړی
زه یو وختی لوی فاتح او لوی محشر وم
نه د درد نه د ژړا اوس څوک لرمه
زه غښتلی وم پخوا تل په ظفر وم
انسانیت او ادمیت دلته ورک شوی
باور وکړی کله ځانی زه منکر وم
بی وسي یم، زه اوس داسی زبون کړی
زه پخوا د ټولو خلکو جان جیګر وم
قاسم باز، ۱/۸/۲۰۲۳
////////////////////////////////////////////////////////////////////////
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.