نکریزې

ښاپیرۍ

917

زه به درته سرې نکریزې راوړمه

کومې جینۍ ته چې به يې نکریزې وکړې، لاسونه او پښې به یې له سوروالي تورې واوښتې، نو نورو ښځو به ویلې، چې دا خپل مېړه ته ډېره ګرانه ده. معلومه نه ده، چې دا به څومره حقیقت ولري، خو د یو فال په توګه تر اوسه منل کېږي.
نکریزې زموږ په هېواد کې له پېړیو، پېړیو راهیسې رواج لري، ځکه څه د پاسه څلور پېړۍ وړاندې خوشحال بابا وايي :
نه به سپیــن لاسونه ســره کړم په نکـریزو
نه به نور په ږمنځې ساز د سر وېښته کړم

حمیدبابا هم د نکریزو یادونه کوي :

هسې زړه زما وکاږي له ګوګله
لکه اخلي له نکریزو په منګول رنګ

نکریزې د سینګار سربېره د درملو په توګه هم استعمالیږي. په ډېرو اسیایي هېوادونه کې نکریزې کرل کېږي. په پښتو کې ورته نکریزې، عربي کې حناء، په فارسي کې ورته هم حناء، دري کې ورته خینه او په اردو کې ورته مهندي وايي. خو علمي نوم یې (lawsonia inermis) دی. د وترنرانو له انده د باکترویاو ضد، د بډوډو د درد، تبې او د پوستکي د نرمښت او ساتنې لپاره استعمالیږي. د نوو زیږیدلو ماشومانو دبدن کومه برخه چې ولګېږي، میندې هلته نکریزې اچوي، چې سوخت یې ارام شي. له نکریزو څخه په ځينو کریمونو او تیلو کې هم ګټه اخېستل کېږي. نکریزي یخ خاصیت لري، چې زموږ بزګران یې د ګرمۍ په موسم کې په خپلو سرونو لګوي. زما یادیږي کله به چې په چم ګاونډ کې څوک ملاریا شول نو میندو به ورته په سر او پښو نکریزې اېښودې. زرغونه محمدي په خپله یوه لیکنه کې وایي:
(( اوس بازار ته یو ډول مصنوعي نکریزې راغلي چې یو ډول کیمیاوي مواد لري، چې استعمال يې د پوستکي د خرابوالي لامل ګرځي، د سرطان د پېدا کېدو وېره هم شته.))
په هندوستان، مراکش، چین، پاکستان او زموږ هېواد کې نکریزې ډېر کارول کېږي. زموږ هېواد کې له پخوا راهیسې نکرېزی په اخترونو، ودونو او نور د خوښیو په مراسمو کې استعمالېږي. زموږ په کليو او بانډو کې به د واده په شپه به ښاوی (شاوو) به په تخت کېنول شو، یاران او خپلوان به یې راټول شول نایي به د هلک په ورغوي او خچی ګوتې نکریزې کېښودې، ورپسې به یې د ملګرو خچۍ ګوتې په نکریزو سرې کړې. د تړلو لپاره یې ځانګړې ګنډل شوي ټوټې وي، چې په هغې به یې د هلک او د ملګرو ګوتې وتړلې او د کلي نايي به ترې خپلې پیسې واخیستې، چا به سل ورکړې او چا به تر زرو پورې .
کلهدچې به دا پروګرام په خلاصیدو شو د زوم د کورنۍ لخوا د شپې مهال نکریزې د ناوې کورته وړل کېدي. نکریزې په ځانګړي طرز او سلیقې سره تیاریږي. د برکت لپاره په کې شمعې بلوي او بیا د نجونو، پیغلو او د زوم د کورنۍ د ښځو او نارینه وو لخوا وړل کېږي. د نکریزو شپه په ځانګړي ډول لمانځل کېږي. په همدې شپه د زوم کورنۍ ناوې ته د واده کمیس هم وروړي او سندرماري ښځې دا سندره د داریا سره وايي :

جوړې مې راوړې
چې چا غوښتلې ما ډېرې راوړې

خو بیا بله ښځه ورپسې داسې وايي :

دا يې لېور ورته اخستی قیمتي ده
ور وا یې چوئ شنه بنارسي ده

ناوې ته به پیغلې نکریزې ږدي. ناوې لاس موټی کړی وي. په اسانۍ خپلې همزولې نه پرېږدي، چې ورغوي کې ورته نکریزې کېږدي، خو همزولي یې خواري کوي، چې لاس یې خلاص کړي بیا نو له نکریزو مخکې د مشهدۍ روپۍ چې اوس د هغې په ځای ورته د سرو ګوته په ورغوي کې ږدي او وروسته بیا ورته نکریزې ږدي. دا همزولې ورته ناستې وي. ټوکې ټکالې وې. ټوکې ټکالې چېرته وې بس د زړونو ټولې خبرې سره کوي. داسې نه چې ناوې ته خوب ورشي او د نکریزو نقش خراب شي نو داسندره به يې همزولو د چمبې او چکچکو سره ویلې:
سترګې ورته تورې کړئ نکریزې ورته پورې کړئ
اوس به یې په سره جوړه کې بل کلي ته وړینه
جینۍ اوښکې تویوینه، جینۍ اوښکې تویوينه

ښځینه د دې شپې لپاره ځانګړې جامې
( افغاني ګڼډ ) اغوندي.
لکه ښاپیرۍ نغمه چې وايي:

دا افغانۍ کمیس په غاړه ګرځومه
مورې مه کوه بانه بنجاره راغلی دی .
په دې کمیس کې کله باتو او یو ډول چرمې لګیدلي وي، لکه دې لنډۍ کې چې وايي:

تر افغانۍ کمیس دې جارشم
چرمه کاري سدرۍ دې اور رالګوینه
ځینو ورسره ګیبي پرتوګونه او پاڼي هم کړي وي.

ناوې به په پالنګ ناسته وه، ښځو به د چمبې سره دا سندره :
( شپه ده د نکریزو جینکۍ تمبل وهینه
خلک له هر خوانه په واده راغلي دینه )
ویلې او ځینې مستې چټې به د نکریزو له قاب سره ګډېدې.

نکریزې ګډېدې
سینګار دې جوړیدو
سلګۍ مې اوریدې اوربل دې خوریدو

یا : نن شپه د واده شپه ده
نکریزي دي میله ده
سبا د نه شي د خوشحالی دا شپه هېڅکله

یا : سبا به یې یوسې تورې سترګې سره لاسونه
د نکریزو شپه ده سره په نکریزو یې لاسونه

خو په دې وروستیو کې بیا چې کله واده ته یوه اوونۍ پاتې شي. د زوم ملګري نکریزي راوړي، چې اوس د نکریزو لپاره ډېر ښکلي زرزري پليټونه جوړ شوی، چې مینځ کې يې نکریزې او په غاړو کې شمعې لګیدلې وي. دا نو د واده تر شپې پورې دوام لري.دوی سندرغاړي هم له ځانه سره راولي او په ګډا، ګډا ځانونه ښه واسکټ واسکټ کړي،
د نکریزو څخه د ویښتو شامپوګانې هم جوړیږي، چې د وېښتو د تویدو مخنیوی کوي.
په کلیوالي ژوند کې د اختر په شپه انجونې سره راټولیږي او د نکریزو شپه جوړوي. په نکریزو یو بل وهي او یو بل ته مخونه په نکریزو لړي. همداسې زموږ اوسني ځوانان هم د نکریزو په شپه داسې پېښې کوي، خو دوی د نکریزو پر ځای زري یا زرک چې ورته وایي یو پر بل یې شیندي. د واده هلک خو دومره پرې لړل کېږي، چې مخ او سر یې داسې ابلق شوی وي، چې د هندوانو هولي میلې به در په یادې شي. همداسې د هلک نژدې خپلوانې هم د نکریزو شپه جوړوي او لس دولس ښځې د هلک کورته ځي،
نکریزې د ښځینه وو ډېرې خوښېږي، که هغه پیغلې دي، زړې دي که وړې، دا ځکه چې نکریزې د ډول او سینګار ترڅنګ د پښو او لاسونو د چاودیدو مخه نیسي. زموږ په دود کې بیا کونډو ته اجازه نه شته، چې په رنجو سترګې تورې کړي او لاسونه په نکریزو سره کړي، ځکه بیا کونډې ته په یو بل نظر کتل کېږي، لکه خوشحال بابا چې وايي :
یایې نیت د کاسیرۍ، یا د میړه وي
هره کونډه چې لاس سره کا سترګې تورې
د امام ابوحنیفه رح په نزد د ویښتانو سره کول په نکریزو مستحب دي، خو د نارینه وو لپاره په لاسونو او پښو د نکریزو لګول ځکه مکروه ګڼل شوي، چې ښځینه وو سره مشابهت ونه شي.
زموږ په هېواد کې د لعلپورې نکریزې ډېرې مشهورې دي. د نکریزو تخم له کرلو څخه درې ورځې د مخه د اوبو څخه ډک بوتل یا سطل کې اچوي بیا یې کري.
د نکریزو فصل په څلورو میاشتو کې رسيږي. فصل چې تیار شي، پټي ته اوبه ورکول کېږي او د نکریزو بوټې له بېخه ویستل کېږي او پاڼې یې راټولېږي او بازار ته وړاندې کېږي. اوس د نکریزو په لګولو کې یو بدلون راغلی چې انجونې اوس په لاسونو او پښو کې ګلونه او نقشونه رسموي. په ډېر مهارت او هنر سره دا چاره ترسره کوي. اوسني مینان (پیغلې او ځوانان )په خپلو ورغیو کې د خپل د یار د نوم لومړی توری په نکریزو رسموي. یو وخت داسې و چې په څنګلو کې به یې په ستنو یا په پتریو سره د یار نوم لیکلو، خو اوس يې په نکریزو سره لیکي .
نوځکه ممتاز اورکزی وايي:

یا به دې ورغوی ښکلوم تمامه شپه
یا خو دې اترنګ راته په جام کې واچوه

جلال امرخیل په یو بیت کې د نکریزو یادونه کوي

زما په سرو وینو به رنګ شي ستا د لاس نکریزې
کټ دې درټول کړه د رڼا د لګیدلو وخت شو

مصطفی سالک يې د یار د قدمونو لاندې د اوښکو په زور راشنه کوي.

شنې به دې نکریزې په هر پل اوسي
اوښکې بارانونه شکر، ښه وشول

خو اباسین یوسفزی یې په طنزیه بڼه وايي:
زما سره په نه خبره نښلې بیا به څه کړې
نکریزي دې په ښپو لاسو تړلي بیا به څه کړې

دا نو داسې حالت دی چې انسان په کې ولچک او زولانه وي.
رښتیا هم په نکریزو سره لاسونه خوند کا، يوه لنډۍ ده چې:

د نجلۍ سرو لاسونو وسوم
خاونده وران کړې د نکریزو دوکانونه

که څه هم د پیغلو نکریزې خوښېږي، خو په خپل جانان احسان کوي او له نازه وايي:

یار مې په سرو لاسو مین دی
زه به نکریزې په خپل کور کې شنې کومه

په پښتو کې د نکریزو په اړه متلونه او ګړنې هم شته، لکه
چې اختر تېر شي نکریزې په دېوال وتپه !

نو له دې معلومیږي، چې اخترونو کې د نکریزو کول اړین ګڼل کېږي او دا دود د پېړیو پېړیو موږ ته پاتې ده، چې ښځینه وو په اخترونو کې لاسونه سره کوي، لکه یوه لنډۍ ده ، چې:

ته د اختر په سبا راشه
زه به در وځم تورې سترګې سره لاسونه

خو موږ دې څو لسیزو جګړو دومره وځپلو، چې په روماني حالاتو کې هم سوله غواړو. بې له سولې ژوند تېریږي خو ژوند کول ستونزمن دی، ځکه د نن دور زلمی وايي، چې:

زه به درته سرې نکریزې راوړمه
ته دې په ورغوي سوله ولیـکه!

خو ارواښاد قدیم به د زړه له سوخته دا سروکی ویلو، تاسو یې هم د هغه په څېر زمزمه کړئ، لږ به د مینې له سوخته او ګدازه خبر شئ:
*پسې ور جګ که سره لاسونه
*لنډ کړه دټیکۍ مزې دې خال به دې وران شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.