شاه صنمي

نقیب احمد قریشي

510

وخت راغلی هم قلم وهم، هم توره

شاه صنمي! د وطن آدې ده بوره

لېونی باد رالوتی پر ښارونو

ويني څاڅي د وطن تر اندامونو

پر سپېره مېنه عشقي کابل آباد دي

پنځوسم کال دی راوځي له اورونو

ننګرهار اوس د ګلونو سیمه نه ده

ټول کورونه دي ودان، تش له سرونو

راځه! دواړو په ژړا سره امېل سو

شاه صنمي! را جلا به له زي_خېل سو

خوست لا هاغسي “له عشقه عبارت دی”

کندهار خو دي خالي له محبت دی

مکتب بند دی پر سازونو بندیزونه

پر سرودونو هم بندیز ته وا قيامت دی

قیامت دی پر ژوندیو قیمتي ده

چي ارزانه دی، هغه د سر قیمت دی

مزه تللې ده له ټولو غزلونو

شاه صنمي! توبه ګار له شرابونه

هغه نه یم چي پخوا وم، زړه مي تنګ دی

شاه کلاني د قلم رنک مي بې رنګ دی

د ښوونځيو کتابونو یې سوځلي

دروازو یې له کلو وهلی زنګ دی

فکر ولاړئ فکر یووړئ و فکرو ته

په سلګيو د مهدي حسن آهنګ دي

دربارېږمه وجود مي در سپارمه

شاه صنمي! لا یې نور هم را تراوشمه

٢٣ نوامبر ٢٠٢٢/کندهار

نقیب احمد قریشي

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.