استاد څنګه بریالی کیدای شي

بورجان همراز

276

استاد هغه وخت بریالی کېدای شي، چې پۀ لاندې ارونو برابر وي:

۱- استاد باید پۀ درسي موضوع او مضمون باندې واکمن او حاکم وي، ښۀ او پوره مطالعه پۀ نوموړې موضوع کې ولري.

۲- د درس او تدریس پۀ ټولو میتودونو باید خبر وي، کافي مالومات د میتود تدریس پۀ برخه کې ولري.

۳- خپل زده کوونکي باید پۀ دقیقه توگه وارزوي او مطالعه کړي، چې څوک څومره وړتیا لري، او څنگه تدریس ورته وشي، لایق او نالایق زده کوونکي باید ورته مالوم او جوت وي.

۴- استاد باید د افهام او تفهیم لۀ اصولو خبر وي، او درس باید داسې تشریح کړي، چې تر وروستي زده کوونکي پورې ټول پرې پوه شي.

۵- استاد باید لۀ خپلو زده کوونکو سره د خپل ورونو او بچیانو پۀ څېر لۀ مهربانۍ ډک چلند وکړي، باید دومره مهربانه او عاطفي وي، چې هر زده کوونکی پۀ ډېرې اسانۍ پوښتنه ترې وکولای شي.

۶- استاد باید پۀ دوامداره توگه د زده کوونکو لۀ کورنیو سره پۀ اړیکه کې وي، د ښوونځي پۀ داخل کې د هغوی چلندونه باید تعقیب کړي او لوفرو او لوچکو سره یې له ناستي او تگ راتگ څخه منع کړي.

۷- استاد باید خپل زده کوونکي سپک نۀ کړي، که کومه تېروتنه ترې کېده، بښنه ورته وکړي او پۀ مهربانۍ یې وپوهوي.

۸- استاد باید عادل او انصافدار وي. او له هر زده کوونکي سره پۀ عادلانه توگه چلند وکړي.

۹- استاد باید ذهین او ځیرک وي.

۱۰- استاد باید پۀ ټولنه کې محبوبیت ولري، او د ښو اخلاقو څښتن وي.

۱۱- استاد باید ځانگړی شخصیت او ځانگړی کردار ولري، او پۀ ځانگړي انداز خبرې وکړي.

۱۲- استاد باید ځانگړی خوی او عادت ولري، او د خپل همدې خوی/ عادت له کبله پۀ ټولنه کې ځانگړی ځای پیدا کړي.

۱۳- استاد باید هر اړخیزه مطالعه او مالومات ولري، او د پوهې او مالوماتو کچه یې پراخه وي.

۱۴- استاد باید خاص رول ولري، او خپل کرکټر ثابت وساتي.

۱۵- استاد باید حوصله ناک، او د پراخې سینې څښتن وي.

۱۶- استاد باید د هرې خبرې، پوښتنې او ځواب زغم او حوصله ولري.

۱۷- استاد باید ثابت دریځ ولري.

۱۸- استاد باید د جراآت خاوند، او په لوی غونډو/ د ډېرو وگړیو پر وړاندې د خبرو کولو جراآت ولري.

۱۹- استاد باید خپلو وطنوالو او زده کوونکو ته اسلامي او وطني روحیه ورکړي.

۲۰- استاد باید اسلام پال، هېوادپال، او انسان پال وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.