29 دقیقې مخکې
خو په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي دویچه ویله ته تایید کړه چې فضل محمد حقاني به په تهران کې د افغانستان د سفارت د مشر په توګه خپله دنده پیل کړي.
همدارنګه په هرات ولایت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت استازي مولوي شیر احمد عمار مهاجر دویچه ویله ته وویل: «په ایران کې د افغانستان د سفارت د تسلیمیدو له پاره ټول چمتووالی د دیپلوماسۍ له لاري نیول سوی او ښاغلی فضل محمد حقاني به په ایران کې د افغانستان د سفارت د مشر په توګه معرفي سي.»
په ايران کې د افغانستان سفارت چې تر اوسه پورې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له خوا د نومول شويو ډيپلوماټانو له خوا يې چارې پرمخ بيول کېږي، په رسمي ډول يې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوه ډيپلوماټ ويلي دي چې د دغه سفارت ډيپلوماټانو او کارکوونکو د طالبانو اداري سره د کار کولو هوکړه نه ده کړې.
په تهران کې د افغانستان په سفارت کې دغه ډيپلومات چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل سي زياته کړه چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت له خوا د يادې موضوع له خبرتيا وروسته دوى پرېکړه کړې ده چې د راتلونکې اوونۍ د يکشنبې په ورځ به دغه سفارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري.
دغه دیپلومات وویل: «د همدې اونۍ د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت موږ ته وویل چې د طالبانو یو استازی د افغانستان د سفارت د مشر په توګه معرفي سوی او دا پریکړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ومنلې ده.»
څو ورځې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کناني په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د بدلونونو په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: «د یوه دیپلومات د ماموریت پای ته رسول او د سفارت د چارو سپارل د همدې سفارت څخه بل دیپلومات ته د هغه سفارت په قانوني حیثیت کې د بدلون په معنی نه دي.»
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د څرنګوالي په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت په دریځونو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د طالبانو اداره چې تر اوسه پوري د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې، هڅه کوي چې له هیوادونو سره د تعامل له لارې خپل ډیپلوماټان د افغانستان په سفارتونو کې وروپېژني، تر اوسه پاکستان، چین او روسیې د طالبانو دیپلوماتان منلي دي.
*********************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.