نېږدې زر ورځې کېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري

67

نېږدې زر ورځې کېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري

د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان، “UN WOMEN “وايي چې افغانستان د هغو میلیونونو افغان نجونو لپاره د هيلو په هديره بدل شوى چې له ښوونځي څخه بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ، په خپله ایکس پاڼه کې د معلوماتو ، ارتباطاتو او ټېکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د رهبرۍ په تړاو يو پوسټ کې زیاته کړې چې نه به افغان نجونې او نه هم موږ په دې برخه کې له مبارزې لاس واخلو.

دغې ادارې ټینګار کړى چې د زده کړو د حق د تر لاسه کولو مبارزه کې د افغانو نجونو تر څنګ ولاړ دي.

شاوخوا درې کاله مخکې کله چې طالبان بیاځلي په افغانستان کې واک ته ورسېدل له شپږم ټولګي څخه پورته يې د نجونو پر مخ د ښونځيو دروازې وتړلې چې په کوردننه او بهر د پراخو غبرګونونو سره سره د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه خپله پرېکړه بېرته نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې يو شمير هغه نجونې چې له ښونځيو بې برخي دي ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وويل چې هيله لري د ښونځيو دروازې یې بېرته پر مخه پرانيستل شي.

د کابل ولايت اوسېدونکې او د اتم ټولګي زدکونکې چې د طالبانو حکومت د بنديزونو له امله نه ده توانېدلې زدکړو ته دوام ورکړي او د امنيتي ستونزو له امله د نوم له څرګندولو ډډه کوي وايي:

” ما غوښتل چې په راتلونکي کې ډېره پياوړې ډاکټره شم خو له بده مرغه تر اوسه د ښوونځيو برخليک نه دى معالوم درې کاله شول چې ښوونځي بند دي او د علم زدکړه خو د مونږ شرعي حق دى او دا حق خداب پاک را کړى دا حالت به تر څه وخته دوام وکړي؟”

يوه بله له زده کړو پاتې زده کونکې کبرا هم ورته غوښتنه لري:

” له اسلامي امارت نه مو غوښتنه ده چې نور مونږ خسته شوي يو نور نه غواړو چې په کور کې پاتې شو او اسلامي امارت هم دا بايد و مني چې نشي کولى مونږ له خپلو انساني او اسلامي حقونو منع کړي”

د یادونې ده چې طالبانو نجونې یوازې له منځنیو زده کړو نه دي راګرځولي؛ بلکې پوهنتونونو ته له تګ یې هم منع کړي، په ډېرو دولتي او نا دولتي ادارو کې یې کار ته نه پرېږدي، پارکـونو اوورزشي لوبغالو ته په تګ یې بندیز لګولی او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه شي کولی.

که څه هم طالبانو په وار وار ادعا کړې چې دوی د شریعت په چوکات کې د ښځو حقونه تامین کړي خو دا ادعا افغان مېرمنو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.