د ښاغلي خادم ژوند او فن ته ځغلند نظر

امان الله نصرت

706

ما ټيټ ورته لېمه کړل خو مې سر نه ټيټېده
شايد چې محبت کې هم افغان پاتې کېدم
حمزه شينواری

په دې وروستيو وختونو کې په کابل کې د برهان الدين رباني پوهنتون افغان سکالر محمد جواد تېموري د امجد علي خادم ژوند او ادبي هڅې په عنوان د پروفېسر ډاکټر عبدالجبار څپاند په نګرانۍ کښې د ماسټرۍ تيزيس ليکلی او په خپله دغه مقاله کې ېې د پښتو ادب د ليکوال او نوموتي صحافي په ژوند، ادبي کار او زيار او د پښتو ژبې په بېلابېلو خدمتونو ژور تحقيق او څېړنه کړې ده۰ په دې مونوګراف کې د خادم په ادبي، ثقافتي، صحافتي او نورو فعاليتونو او هلو ځلو رڼا اچول شوې او هغه ېې ستايلي او ځلولې دي۰ زه د استاد برهان الدين رباني د پوهنتون د ماسټرۍ د دورې د محصل محمد جواد تېموري دې نوښت او ابتکار ته د قدر په سترګو ګورم او تمه لرم چې به راتلونکې کې به هم د لر او بر پښتانه ليکوال او شاعران يو تر بل د خپلې مينې او دوستۍ پيوندونه همداسې ژوندي او خوندي ساتي او خپلې د ورورولۍ او پښتونولۍ اړيکې به سړېدو ته نه پرېږدي۰
يوه شاعر څه شه ويلي دي چې:
د خيبر دره ېې لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کې افغان يو دی
يا داچې
ما حمزه ته يثربي باده خاونده
په اغلې پيمانه کې د افغان را
په رښتيا هم چې خادم صيب يو ښه انسآن، دروند صحافي، خوږ ژبې شاعر او حق پرست ليکوال دی چې پښتو ژبې او ادب ته ېې کارونه او خدمتونه د هيچا له سترګو پټ نه دي او د تاريخ په پاڼو کې ېې نوم په رنګينو او زرينو کرښو ليکل شوي دی۰
شاعر او ليکوال او اديب او صحافي د ټولنې يو حساس، سترګور او باشعوره غړی دی چې د خپل ژوند او د وخت حالات او واقعات له نږدې نه څاري او د چاپېريال بېلابېلې پېښې اوعيني واقعيتونه له نورو نه ډېر او زر محسوسوي۰
شاعر او ليکوال د يوه عکاس او انځورګر په توګه هغه څه چې په خپله ټولنه کې ګوري او پېښېږي هغه تمثيلوی، ژبه ورکوي او او د شعر او ادب رنګينې غېږې ته ېې سپاري۰ ښه او کره شعر هغه دی چې ژور تخييل ولري، شعريت پکې وي او د شعر د منل شوو اصلو او مقصد دواړو خيال پکې ساتل شوی وي۰ ښه شعر د ښه پيغام درلودونکی وي، ښه مضمون ورته ټاکل شوی وی او د مناسبو او موزونو الفاظو درلودونکی وي۰ بريالی او تکړه ليکوال او شاعر هغه دی چې ولس سره د ولس په ژبه خبرې وکړي، د ولس دردونه او غوښتنې په خپل ليک او وينا کې انځور کړي او د ټولنې عينې پېښې او حالات د خپل مضمون په لمن کې راونغاړي۰ د يوه سنجيده ليکوال ليکنه بايد بايد تشې خبرې او شعار نه اوسې بلکه ټولې فني او هنري غوښتنې، ارزښتونه او ښکلا ېې بايد په پام کې نيول شوی وي او د فن او مقصد دواړو له پلوه بډای او غښتلی وی او سنتي ځانګړتياوې ېې ژوندۍ او خوندي ساتل شوې وي۰ د پښتو ژبې د ډيری شاعرانو او ليکوالانو په ويناوو او ليکنو کې د څو لسيزو راهيسې د غمونو، دردونو ساندو او مرګونو سيوری غوړېدلی ځکه د وخت او وطن حالات داسې تاوجن او ويرجن دي چې که شاعر يا ليکوال ېې وغواړي که نه دده په شعر به اغيز کوي او په شعوري يا غير شعوري ډول به ېې په هر شعر او ليکنه کې سا اخلي او ځان به راښکاره کوي۰ د چاپېريال همدې غملړلو او دودونکو پېښو او ترخو او بدو ورځو زمونو له شاعرانو د شوخيو، مستيو، بېباکۍ، ساقي او خمارونو، زلفو او شونډو، او بالاخره د سازونو او سرودونو او نشو او تماشو نغمي خبرې هيرې کړي او هغوی ېې د ساندو، ويرونو او غمونو پر ټغر کښېنولي دي۰ ښاغلی امجد علي خادم زمونږ د وخت له هغو تاندو او هڅاندو شاعرانو او ليکوالانو څخه دی چې له خپلې مورنۍ ژبې پښتو او پښتو ادب سره ډېره ژوره او ټينګه مينه لري او همدې سرشارې مينې او ملې جذبو دې ته اړ کړی چې قلم راواخلي او د خپل ولس او قام د شعور د بيدارۍ، يووالي او يو موټي کېدو ترانې او کالمونه وليکي او د جرس په څير ويده او له ځان نه ناخبره پښتانه له درانه خوبه راپاڅوي۰ ۰ امجدعلی خادم په ۱۹۷۳ کال د رځړو چارسدی د هشنغر په پښتون پاله او غيرت پروره سيمه کی د ميا محمد ولی په کور کی زېږېدلی دی نيکه ېې اسرارالدين ولد حافظ علم الدين په قام درويش خيل دی او تر شپاړسم ټولګي ېې زده کړې کړي دي۰ خادم صيب د خپل ژوند ډېره برخه ادبي سرګرميو او فرهنګي چارو او هلو ځلو ته وقف کړی او شپه او ورځ لګيا دی د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ او پياوړتيا لپاره کار کوي او دپښتو د شعر او نثر ميدانونه ېې ګرم او تاوده سالي دي۰ ښاغلی خادم په دې باور دی چې د خپل ولس د ويښولو او د هغوی د سياسي او ملي شعور د بيدارولو لپاره رسنۍ، کتابونه، اخبارونه او صحافت له ټولو نه اغيزمنه او ګټوره وسله او وسيله ده همدا لامل دی چې د وحدت په پښتو ورځپاڼه کې ېې دنده غوره کړې او د خپل قام او ولس فرهنګي او ادبي خدمتونو ته ېې اوږه ورکړې ده چې د نوموړي دا ستر او نه هېرېدونکي خدمتونه د پښتو ادب او صافت په پاڼو کې په زرينو کرښو ليکل کېږي۰ خادم صيب هڅه کوي چې خپل ولس د وخت او حالاتو له نزاکتونو خبر کړي ځانونه د علم او پوهې په ګاڼه سينګار او د نړۍ د نورو پرمختللو ولسونو په څير پښتانه هم د پرمختګ او سوکالۍ رنګينو پړاوونو ته ورسېږي او روانو بدبختيو او اورورينو حالاتو او ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي۰ خادم په خپله شاعرۍ او نثري ليکنو کې کوښښ کړې چې د خپل ولس د زړه غږ د نړيوالو غوږونو ته ورسوي او هغه څه چې په ټولنه او خلکو تيرېږي د شعر په ژبه د تاريخ په پانو کې وليکي او د وطن او ولس د مينې او خدمت پور ادا کړي۰ ښاغلي خادم د ملي فکر، ټولڼيز احساس او انساني نظرېې خاوند دی او همدغه فکري او نظرياتي تړون او عواطفو نوموړی دې ته مجبور کړی چې د خبلې ژبې او قام د خدمت او مبارزې لپاره ملا وتړي او څه ېې چې په وس او توان کې وي په دې سپېڅلې لاره کې ترې کار واخلي۰ خادم صيب د يو ويښ ضمير او حساس زړه خاوند دی او په فکر او فن ېې د ولس د خواخوږۍ اود پښتو ژبې د بې کچې مينې د اغيز سيوری غوړېدلی او همدغو انساني او ملي تاندو جذبو او ځوانو ولولو د نوموړې وينا خوږه او له پاکو موخو او سپېڅلي هدف نه ډکه کړې ده۰ د خادم شاعري د هنر او ښکلا د عطرو په خم کې لمبېدلې او د رنګينو خيالونو او لوړو فکرونو په څپاند درياب کې ېې غوټې خوړلي دي ځکه خو ېې ګلاليو رنګونو او سندريزو نغمو د پښتونخوا ګوډ ګوډ ته غزونې کړی ، خوږې وږمې ېې په لر او بر کې خورې شوې او هرې دېرې او تپې ته رسېدلي دي۰ خادم صيب د نثري ليکنو ترڅنګ غزلونه او نظمونه دواړه ليکي او په ليکنه او وينا کې د موضوع او فني غوښتنو دواړو خيال ساتي او څه چې ليکې په ډېر پام ېې ليکي، په تول پوره ېې ليکي او له ټولو ادبي اصولو او معياراتو سره سم او برابر ېې ليکي۰ نوموړي د وحدت په ورځپاڼه کې د شعر او ادب برخه خورا توده او پياوړې ساتلې او د پخو او ښو ادبي او ذوقي مطالبو په راټولولو او خپرولو د ادب د مينه والو تنده خړوبوي او د ځوانو استعدادونو د روزلو دنده او کردار ادا کوي۰ امجد علي خادم په خپله ټولنه کې د پوهې او شعور پلوشې خوروي او د قلم رڼاګانې ېې د وختونو په تروږمو کې د بلو مشالونو او ځلانده ډېوو کار کوي چې د خپل کاروان د لارې تياره کنجونه روښانوي او منزل ته د رسېدو نښې ورته ښايي۰ خادم صيب کوښښ کړی چې درياب په کوزه کې ځای کړي او داسې ښکلي او زړه راښکونکې لفظونه په خپلو شعرونو کې وکاروي چې ځلا ېې چاپيريال ته رڼا ورکوي او سره له دې چې ژبه به نه لري خو له لوستونکو سره د هنر په ژبه خبرې کوي دخادم صيب په شاعرۍ کې ځای ځای د خپلې خاورې او ولس د ژوند په بدو ورځو او دردونکي حالت اوښکې توېې شوی او هغه په زوره زوره د خپل ځپلي ولس په غمځپلي حالت ژړېدلی دی: هر يو کور په وينو سور دی سور په وينو هر يو چم دی قبايلو کې اور بل دی په باګرام کې هم ماتم دی قيامت خېزه شان فضا ده انسانان دي چې قتلېږي دلته هم بريدونه کېږي هلته هم جوړ شوی غم دی د خادم صاحپ په شاعرۍ کې ملي او قومي رنګ ښه جوت، ښکاره او ځلاند ښکاري او ډېر شعرونه او مضمونونه ېې ملي پيغام او پښتون رنګ لري۰
د ښاغلي خادم دا کتاب ( تاريخ سره خبرې ) چې زمونږ په لاسونو کې دي يو ګټور او ارزښتمن اثر دي چې د پښتو ژبې او ادب په ميدان کې ېې لويه زياتونه او شتمني ګڼلی شو او زه باور لرم چې د پښتنو ليکوالانو د ډېرې ښې پاملرنې او استفادي وړ به وګرځي او د پښتو ادب لاروي به ترې پوره ګټه واخلي۰
مونږ بايد په ژوند د هغه چا خدمتونه او کارونه وستايو چې د خپل ولس د خير ښېګڼې او د خپلې مورنې ژبې او ‎ ادب د پرمختګ او پراختيا لپاره کار او هلې ځلې کوي چې په همدې لړ کې د ښاغلی خادم صاحب د کار او زيار او ستړياوو ستاينه او ځلونه د نوموړي حق ګڼو او د درناوي ترڅنګ ورته د ژوند ټولې ښکلاوې او رنګونه غواړو ۰
زه په تلو تلو کې ګران خادم ته ددغه ( تاريخ سره خبرې ) په زړه پورې اثر د چاپ مبارکي وايم او هيله لرم چې د خوشال بابا د خاورې دا په پښتو او پښتونواله مين شازلمی به
په راتلونکي کې هم لکه د تير په څير د پښتو ژبې او ادب د خدمت ميدان سړېدو او بې کسۍ ته پرېنږدي او په دې لاره کې به خپل قلم په ډېره مينه او خلوص ژوندی او ګړندی وچلوي ۰
د پښتو ژبې او ادب د لا غوړېدنې او خپرېدنې په خوږه هيله
مينه او درناوی

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.