زه، زما پلار او بختانی صاحب

ډاکټر محمد فرید بزګر

1,079

زه، زما پلار او بختانی صاحب

هغه څه چې د مرحوم بختاني صاحب په اړه به مونه وي آوريدلي!

عبدالله بختانی مې د پلار عبدالقيوم بزګر خورا نږدې دوست وو، په ژوند کې خلک ډیر ملګري لري، چې په هغو کې یې ډيری د سلام او پوښتنې ملګري وي او يو څو يې ډير نږدې دوستان چې حال احوال يې سره شريک وي چې بختانی صاحب يو له همدې نږدې دوستانو يې وو. د دوی دوستي ما ته له خورا کوچنيوالي معلومه وه. پلار مې په کابل کې دنده درلوده او موږ په کونړ کې وو. په کونړ کې مې د پلار يو څرمي بکس چې موږ څرمي صُندق باله وو، په دې صندق کې مې د پلار عکسونه، اسناد او نور مهم څېزونه خوندي وو. موږ به چې هم کله بل کار نه درلود د پلار دا صندوق به مو پرانیست، په هغه کې يو بنډل ليکونه وو چې له لوستلو وروسته بیرته هر يو په خپل پآکټ کې ايښودل شوي وو، دا ټول هغه ليکونه وو چې بختانی صاحب مې د پلار د ليکونه په ځواب کې د هغه وخت له شوروي اتحاد (فکر کړم تاشکند) څخه رالېږلي وو. په دې ليکونو کې د بختاني صاحب عکسونه هم وو چې د يو نيم ليک سره يې مل له شوري اتحاده رالېږلي وو. دغه ليکونه ما ټول لوستي خو يوه خبره چې مې د هغه وخته په ياد ده، هغه د يو چره ايز ټوپک غوښتنه وه چې زما پلار له بختاني صاحب نه کړې وه، هغه وخت روسي چريز ټوپک په افغانستان کې ډیر مشهور وو. او بختاني صاحب يې په ځواب کې ويلي وو چې محصلینو ته د چره یزو ټوپکو د راوړلو اجازه نشته.
زموږ کور په کونړ کې کله چې کمونستان په افغانستان حاکم شول، د هغه وخت په اصطلاح مجاهدينو په همهغه لومړيو کلونو کې لوټ کړ، سره له دې چې پلار مې په ۱۳۷۵ کې دولتي کار پرېښود، مشر ورور مې د اخواني په نوم بندي شو، خلقیانو مو ځمکه په دهقانانو وويشله، او په دغه لوټ کې زموږ کوچنی کتابتون، دغه د پلار بکس مې او نور څه مو چې درلودل ټول لادرکه شول.

د ظاهر خان او داود خان په وختو کې به موږ په اوړي کې کله چې به په کونړ کې ښوونځي رخصت شو کابل ته راتلو، يوه ورځ مې مازيګر د پلار سره د هغه ملګري کوټې ته چې د شاه دو شمشيره زيارت اړخ ته د کابل د پخوانيو تعميرونو په دوهم پوړ کې وه لاړم، چې دا د بختاني صاحب کوټه وه، هلته مې ورسره پلار خپلې ټوکې ټکالې کولې او ما د کړکۍ بهر د کابل سيند او سړک ننداره کوله، د راوتو پر وخت يې يوه دانه نشباتۍ/ناک راکړ چې په لاره يې وخورم.
کله چې زه د کابل په حبيبې ليسه کې وم، موږ د انګلیسي ژبې امريکايي او هندي استادان درلودل، چې انګلیسي ژبه په دې ښوونځي کې نسبتاً ښه تدريسېده، په يولسم ټولګي کې ووم چې خلقيانو د حکومت واګې په لاس کې ونيولې، بختانی صاحب د هېواد اخبار ريس شو، د هېواد اخبار د رياست لاندې درې مجلې هم خپرېدې چې يوه يې د ننګرهار يوه يې د پکتیا او يوه يې فکر کوم د کندهار په نامه وه. دغه وخت زموږ اقتصادي حالت هم ښه خراب ځکه وو چې په کونړ کې ځمکې يې را څخه واخيستې، پلار مې بيکاره وو. يوه ورځ مې پلار د بختاني صاحب دفتر ته وليږلم چې هلته ورشه د ژباړې لپاره به څه درکړي دا ۱۳۵۷ کال وو، ورغلم هغه ته مې پلار له مخکې ويلي وو. په انګلیسي ژبې د يوې روسۍ مجلې نه يې يو دوه قیچي شوې ورقې راکړې او را ته يې وويل چې دا وژباړه اساني دي، د اصل سره يې بيرته ما ته راوړه. د المپيک د لوبو اړوند وو چې يوه چکسلواکۍ جنۍ په کې اتله شوې وه. ورقې مې واخيستې خو په ډیره مشکله مې وژباړلې، په څه چې به پوه نه شوم د ځانه به مې يو څه وليکل، هغه وخت مې نه انګلیسي دومره زده وه چې ژباړه دې وکړای شم او نه مې پښتو ليکل دومره کره وو چې ليکنه يا ژباړه دې په وکړای شم. اوونۍ وروسته مې ژباړه پرته له اصله بختاني صاحب ته ورکړه، د اصل پوښتنه يې وکړه ورته مې وویل ورکي شوي دي! هغه ژباړه چاپ شوه او ما لومړۍ حق الزحمه واخيسته!

له ښوونځي فارغ او د کانکور ازموينه مې ورکړه، د طب او انجنرۍ مې نومره لوړې وې، نو نوم مې د ممتازو محصلينو په لیست کې وو چې بهر ته يې د زده کړې لپاره استول، موږ ته يې وويل چې بورسونه هند او پولند ته دي. د انګلیسي شهادتنامې يې د درې کلنو نومرو سره راکړې او تګ ته متظر وو چې څو میاشتې وروسته يې وويل چې بورسونه شوروي ته دي. هره رشته هر پوهنځی چې مو خوښ وي. دغه وخت نه موږ د شوروي سره په جګړه وو، نه مې خپله زړه کېده نه مې کورنۍ غوښتل او نیمه کورنۍ مو لا د پځوا پېښور ته کده شوي وو. بهر ته د نه تګ عريضه مې د امتحاناتو کميټې ته وکړه، د پوهنتون ريیس د کونړ يو خلقي وو چې ښځه يې زموږ څه لرې خپلوانه وه، کور ته يې سهار وخته د واسطې سره ورغلو فکر کړم په زړو مکرويانو کې يې کور وو. ريس د سهار چای پر مهال را ته وویل: ولې نه ځې؟ ورته مې وويل: ما بورس نه وو انتخاب کړی، کورنۍ ستونزې لرم.
ویې ويل سږکال چې موږ بورس ته ګوندي ملګري نه دي انتخاب کړي ټولو ته مو چانس ورکړی بیا تاسې نازونه کوئ. په هر صورت عريضه يې لاسلیک کړه او ويې ويل چې انګلیسي شهادتنامه او نومرې به دې بیرته تسليم کړې، چې دا يې هم په عريضه ليکلي وو.اصول داسې وو چې څوک بورس ته نه تلل هغه به يې لومړي انتخاب ته ورکاوه، چې زما لومړی انتخاب انجنري وه، کله چې انجنرۍ ته ورغلم را ته يې وويل چې دوه درې میاشتې له درسونو تیرې شوي، تا کال ته د ناکام محصل په نوم نيسو، که کال ته ناکام شوې ډراپ کېږې. نو بیا مې عريضه وکړه او بل کال ته د طب محصل شوم، دا کال بیکاره ووم. بیا مې پلار بختاني صاحب ته ولېږلم، هغه په ننګرهار مجله کې مقرر کړم. ننګرهار مجله فکر کوم په څلورو میاشتو کې يو ځل چاپېده. زما پښتو ليکل همهغلته کره شول. لومړی ځل يې د میافقيرالله جلالبادي کنفرانس ته د کتابونو د ویشلو لپاره ولېږم، چې لومړی ځل مې کانټینټال هوټل له نږدې وليد او لومړی ځل مې په يو ستر کنفرانس کې ګډون وکړ. د پښتو ژبې د زده کړې او ليکنې لارښود او مربي مې استاد عبدالله بختانی دی. له دغه ستر انسان څخه مې ډير څه زده کړي دي، د دوستۍ پالل، پښتو ليکل، مرسته کول، لاس نيوی، ملګرتیا.

بختانی صاحب مو په خيرخانه کې لرې ګاونډی وو، پلار به مې مازيګر چکر د هغوی کور ته ورته، هغوی او که موږ به کله په کور کې سابه سوکړک (هوسانه) پاخه کړي وو، یا به مې يې پلار ته ويل چې ورشي او يا به هغه زموږ کور ته راته. د هغه زوم مې کوڅه وال او ملګری وو، نو دا بل لامل وو چې سره مو ډير ليدل، ټول زامن يې زما دوستان وو، خو اوس يې يوازې د عبدالرحمن خدمتګار بختاني سره يو څه په اړيکه کې يم.

وروستی ځل مې د ښاغلي عبدالغفور ليوال صاحب په دفتر دهبوري کابل کې وليده، ورته مې وويل چې هره ورځ مې زړه غواړي چې درناوي ته مو درشم، را ته يې پخپل انداز وخندل او ويې ويل همدا سبا راشه، داسې نه شي چې بیا نه يم او ته راشې، او همداسې وشو…

زما د ۱۳۵۹ کال عکس کله چې په ننګرهار مجله کې کار کاوه، د مرحوم پلار عکس مې کله چې په مشرانو جرګه کې د پښتو ژبې د پراختیا مدیر وو او بل د ارواښاد بختاني صاحب عکس

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.