د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال امیر حبیب الله خان

طایر ځلاند

571

د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د امیر حبیب الله خان په دربار کې تاوده بحثونه
………………………
د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال انګلیستان هڅه کوله افغانستان د یو بې طرفه هیواد په توګه پاتې شي او ددې له پاره یې امیر حبیب خان سره د یو شمېر نغدي مرستو ژمنه هم وکړله. همدا ډول انګلیس جاسوسانو خپلو چارواکو ته سپارښتنه هم وکړه چې د امیر میرمن علیا بیګم ته ځینې ځانګړې شاهي ډالۍ هم وړاندې کړي.
امیر حبیب الله د انګلیس د یو متحد په توګه تر ډيره هڅه وکړله چې په نړیواله جګړه کې خپله بې طرفي وساتي خو په کورنۍ کې د یو شمير اختلافونو له امله سختو نیوکو او فشارونو سره مخ و.
د امیر حبیب خان ورور نصرالله خان چې قران یې هم په یاد زده و د انګلیس سره کلکه دښمني درلوده او ښه یې نه ایسیدل، همدا ډول د امیر حبیب الله خان مشر زوی عنایت الله خان هم د پلار په پرتله خپل کاکا ته ډير فکري تمایل درلود.
دا هغه مهال و چې له ترکیې او جرمني هم یو پلاوی کابل ته را رسیدلی و او په دې هڅه کې و چې افغانستان کې د ځان له پاره خواخوږي پیدا کړي او په دې توګه له دې لارې په برتانوي هند برید وکړي.
کله چې امیر حبیب الله خان د ترکي او جرمني ګډ پلاوي له راتګ خبر شو لومړی خو یې بې تفاوتي ښکاره کړه خو له هغوی څخه د راز معلومولو له پاره یې د هغوی مخ ته د هر کلي ډلې هم ولیږلې.
د ترکیې او جرمني پلاوي نیت څه نور و خو کله چې د بابر بڼ ترڅنګ کابل ته را دننه کیدل او خپل تود هرکلی یې وکتلو، ویې لیدل چې خلک ورته د بلیو پر غاړې ناست دي او لاسونه ورته خوزوي او ځای پر ځای ځینې داسې ډلې هم لیدل کيږي چې ترکي خولۍ او لباسونه یې پر ځان یې نو د خوښۍ احساس یې وکړ او هیله من شول چې دلته تر مراد رسیدلی شي.
انګلیس جاسوسانو ته د ترکي او جرمني پلاوي هرکلي او ورسره د امیر چلند خوند ور نه کړ او په ټکه یې مسوول چارواکو ته شکایت وکړ هغوی هم په بیړه خپله اندیښنه له امیر سره شریکه کړه او خپل احسانونه او مرستې یې ور په یادې کړې.
امیر د خپلې وفادارۍ ژمنه تازه کړه خو په څنګ کې یې د ځینو مرستو غوښتنه هم وکړه.
د متحدينو او متفقینو ترمنځ جګړې زور اخیستی و او ترکیې هم د جزیرو تر لاسه کولو له پاره ایتالیا سره اړیکې خړې شوې وې.
کله چې ترکیي او جرمني پلاوي وکتل د امیر په دربار کې د نړیوالې جګړې په اړه نظرونه ویشل شوي نو دا یې فرصت وباله او خپل فعالیتونه یې پراخه کړل.
د امیر په دربار کې د هغه او کورنۍ ترمنځ یې کړکیچ تر دې بریده ورسید چې ترکي او جرمني پلاوي له خپلو هیوادونو د وسله والو غوښتنه وکړه او دا یې ګټور مهال وباله چې په امیر له کودتا وروسته د افغانستان له لارې په برتانوي هند حمله وکړي.
ترکیې او جرمني پلاوي ځکه د افغانستان له لارې په برتانوي هند د جګړې له پاره زړه ښه کړی و چې انګلیستان خپلې بیړۍ د هند له سمندري غاړو لرې کړې وې او د لښکرو د بیرته راګرځېدو تر مهال دوی په اسانۍ کولی شول چې ځانونه خپل هدف ته ورسوي.
بلخوا په هند کې هم ځینو ډلو د انګلیسي په خلاف بغاوتونه پیل کړي وو او د ډيورند د فرضي کرښې اخوا هم انګلیس مخالف خوځښتونو فعالیتونه پیل کړي و.
ترکي او جرمني پلاوی د هغې ورځې له لفظۍ شخړې هم خبر شوی و چې د امیر او د هغه د نزدې کسانو ترمنځ رامنځ ته شوې وه او غږونه یې سره لوړ شوي و.
د دربار یو لوړپوړي مالي مامور چې نصرالله خان ته یې نږدې افکار لرل او د ترکي اشغال یې د اسلام له منځه تلل بلل وویل، چې دی چمتو دی د کوهدامن له لارو د لسګونه زرو وسله والو په راټولولو سره د اسلام دفاع ته ورودانګي.
امیر حبیب الله خان چې دا هرڅه و ارزول په دې پوی شو چې وضعیت مخ په خرابېدو دی نو له شته وضعیت څخه په ګټه اخیستو یې غوره وګڼل چې له انګلیس څخه دوه جدي غوښتنې مطرح کړي.
یوه غوښتنه یې دا وه چې ګونګوسې وې د نړیوالې جګړې په اړه د سولې یو نړیوال کانفرانس جوړيږي، امیر غوره وبلله چې په دغه نړیوال کانفرانس کې د یو بې طرفه هیواد په توګه برخه ولري.
دویمه غوښتنه یې له هغه مرستو چې انګلستان له امیر سره یې ژمنې کړې وې د څلور لکو هندي کلدارو غوښتل وو.
د امیر د لومړۍ غوښتنې په اړه امیر منفي ځواب تر لاسه کړ، انګلستان په دې نظر و چې یو وړوکی هیواد او هغه هم بې طرفه ددې ارزښت نه لري چې هغه د یو مهم او نړيوالې جګړې اړوند د سولې د کانفرانس برخه شي.
د دویمې غوښتنې په اړه د انګلیس چارواکو نظر مثبت و او دا یې د امیر له خوا د دوی ازموییښت بللی و.
د شته وضعیت له امله امیر حبیب الله خان تر سختو فشارونو لاندې شو او سخت ذهني تکلیف نه تیریده.
دربار یې جوړ کړ او د بیلا بیلو قبیلو خلک یې را وبلل او خلکو ته یې په وینا کې وویل:
( په همدې مناسبت مې دربار جوړ کړی دی چې تاسو پر دې پاندې پوه کړم چې په شاوخوا هیوادونو کې څه روان دي، دا په دې خاطر چې له پېښو د خبرېدو وسیلې نسبت له تاسو ماسره زیاتې دي او تاسو ته د کومې واقعې د پيښېدو د مخه خبر درکوم چې بیدار و اوسۍ او د هر هغه شيه په مقابل کې ودریږۍ چې نورو ته خطر پيښوي. )ما امر کړی چې دغسې دربار ونه په نورو ولایتونو کې هم جوړ شي او د هرې قبیلې خلکو او استازو ته د وضعیت په اړه دقیق معلومات ورکړي او له شته خطرونو یې خبر کړي.
امیر حبیب الله خان راغلو استازو او قومي مشرانو ته وویل په داسې شرایطو کې چې غونډه نړۍ اور په غیږ کې نیولې که مونږ یو موټي او یوه خوله نه شو او وړه تیروتنه هم وکړو نو په داسې حال کې به مونږ د یوې لویې جګړې سره مخ شو چې یواځې د کابل ښار د روښانه کولو له پاره هم د خاورو تیل نه لرو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.