بې وسي او افسوس

ناصر خان ځاځی

636
زه لوړې زده په نړېوالو اړيکو او سياست کې کوم ، دا مې په پاکستان کې دريم پوهنتون دی چې زده کړې په کې کوم.
په دی دومره اوږد مزل کې مې ډېرې خبرې د خپل وطن افغانستان په اړه واوریدې، زده مې کړې، خو بعضی خبرې مې به هيڅکله هېرې نه شي، ټول عمر به مې په زړه داغ وي، ځکه مونږ بی وسه يو، بدون د افسوس او فرياد نور هيڅ نشو کولائ.
نن مې په War & Intervention پريزينټشن وو،
آخر کې استاد محترم پوښتنې شروع کړې.
اول ئي وپوښتل چې د غازي امان الله باندې چا د کفر فتوا ورکړه ، هغه کس نوم ووايه؟
دوهم ، ثور انقلاب شاته ملاتړئ څوک وو ، هغه د مين اکټر شخص نوم ووايه؟
دريم ئي وويل چې د سردار داود څخه تر نجيب الله او داسې نور… دغه کسان چا مړه کړل؟
دغې پوښتنې سره ئي په کړس خندا ويل..
تاسو خو هسې هم خپل مشران وژنئ ، تاسو د وژنو ډېر ښکلی مهارت لرئ.
بيا ئي مخ ټول صنف ته کړلو ، ويل تاسو پوهېږئ چې افغانان د خپلو مشرانو وژلو سخت مهارت لري.
ويل که هر څه وي ، خو د وخت خپل مشر خامخا وژني.
زما پر مخ د بې وسۍ او افسوس څخه نور هيڅ نه وو.
ځکه چې استاد محترم بيخي سمه خبره کوله ، چې مونږ همداسې ياستو 😢

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.