د افغانستان، تېلو او غازو کې پانګونې ته د چینایانو لېوالتیا

397
محمد اسماعیل شاکر- دویچه ویله

22 ساعتونه مخکې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، یو چینايي شرکت د افغانستان کاني زېرمو کې پانګونې ته لېواله دی. خو آیا د افغانستان کاني زیرمو کې د چینايي شرکتونو پانګونې ته امکانات برابر دي؟

د طالبانو ادارې د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ددغه وزارت چارسنبالي شهاب الدین دلاور د جيو جيد پيټروليم (Geo-Jade Petroleum) په نوم د یوه چینايي شرکت له استازي سره خبرې کړي.

سرچینه زیاتوي: «یاد شرکت د افغانستان د کانونو په ځانګړي توګه تیلو او غازو کې پانګونې ته لېواله دی او په دې برخه کې یې د کانونو او پټرولیم وزارت همکاري غوښتې ده.»

د کانونو او پټرولیم وزارت خبرپاڼې د ښاغلي دلاور له قوله لیکلي: «ټول قراردادونه باید د نړېوالو معیارونو سره سم وي او پروسس یې په کور دننه ترسره شي.»

د طالبانو د کانونو وزارت بیا ددغه چینايي شرکت څخه د پانګونې برخه کې د هغوی وړاندیز یا «پروپوزل» غوښتنه کړې.

د مالوماتو له مخې، د «جیو جیډ پټرولیم» شرکت په ۱۹۸۴ میلادي کال کې په چین کې جوړ شوی، چې تر ډېره د تیلو او غازو په اکتشاف او استخراج پانګونه کوي.

خو آیا چین د افغانستان په کاني زیرمو کې پانګونې ته ژمن پاتې شوی؟

سره له دې چې طالبان وايي، کانونه د افغانستان د خلکو پانګه ده او دوی له دې لارې د عوایدو ډېریدو خبره هم کړې خو منتقدین وايي، دا ډله د سرچینو د مدیریت پرځای د ناسمو تبلیغاتو په مټ ذهنونه مدیریت کوي.

اقتصادي شنونکي او د کانونو او پټرولیم وزارت یوه پخواني سلاکار عبدالقدیر مطفي دویچه ویله ته وویل، چین هیڅکله هم په قراردادونو کې خپلو ژمنو ته وفادار نه دی پاتې شوی.

«چینایانو سره په سترو قراردادونو کې مونږ پخوانۍ تجربې لرو، خصوصا د مس عینک په څېر قرارداد کې چې په هغه کې تر قرارداد وروسته د شرایطو د تطبیق مسئله وه، یا هغه شرایط چې د مس عینک کان په قرارداد کې د چینایانو لخوا منل شوي ول په سمه توګه تطبیق نه شول.»

ښاغلی مطفي زیاتوي په افغانستان کې د سرچینو ارزښت په هغه ډول چې باید مطالعه شوی وای، نه دی مطالعه شوی: «مخکې له دې چې مونږ سترو قراردادونو ته ولاړ شو  باید یو میکانیزم رامنځته کړو ترڅو د ټولې نړۍ هېوادونو سره په اړیکو کې انډول یا بیلانس وساتلی شو، په دې مانا چې سترو سیاسي او اقتصادي قدرتونو ته باید دا زمینه برابره نه کړو چې هغوی زمونږ په هېواد کې خپلې سیاسي او اقتصادي سیالۍ په داسې شکل ترسره کړي چې مونږ د ګټې پرځای زیان وکړو.»

سیاسي ثبات

دغه پخوانی چارواکی زیاتوي چې افغانستان کې د کاني سرچینو د غوره مدیریت پروړاندې بل ستر خنډ د یوې ملي سیاسي اجماع نشتون دی.

دغه راز، که چېرې افغانستان نړېوال سیاسي مشروعیت ترلاسه نه کړي او په اوسنیو شرایطو کې په سترو زیرمو د قراردادونو په لور ولاړ شي نو نړۍ سره په تعامل کې به بیا هم افغانان ستر زیان وکړي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.