جيوپوليټيکس او د نړۍ روان سياسي حالت

ليکنه: محمد سليم سليمان

876

له هرڅه لومړی به د جيوپولوټيکس له کليمې او تعريف سره اشنا شو چې څه شي ته وايي؟ د جيوپوليټيکس ډېر تعريفونه شوي دي او د تاريخ په بېلابېلو پېرونو کې سياست پوهانو ډول ډول تعريف کړی دی. جيوپولوټيکس په يوناني (Γη+Πολιτική) کې د جيو (ځمکې ) او پوليټيکس د (سياست) په مانا راغلی دی او د نړيوالو سياسي اړيکو هغه ښاخ دی په کې دا واضح کېږي چې څه ډول جغرافيا په سياست باندې اغېز درلودلی شي. د جيوپوليټيکس په څانګه کې د سياسي لوبغاړو، اشخاصو، سازمانونونو، ادارو، شرکتونو او ملي حکومتونو  د سياسي، اقتصادي او مالي فعالیتونو تعامل يو له بله سره څېړل کېږي.

 په بل تعريف کې راځي چې :د جغرافيايي نهادونو د کنترول پر سر په نړيواله کچه مبارزه او د دا ډول جغرافيايي نهادونو څخه د سياسي منافعو لپاره کار اخيستل د جيو پوليټيکس موضوع ده.

بل تعريف کې وايي : جيوپوليټيکس يا سياسي جغرافيا د دولتونو پر اړيکو د جغرافيايي عواملو د اغېزو بررسي ته ويل کېږي، دا چې څه ډول يوه سيمه په يوه مکاني موقعيت ، اقليم، طبيعي منابعو، نفوسو او يوه ټوټه ځمکه کې چې يو دولت پرې حاکم دی شوی دی  په خپله ساحه کې اغېز درلودلی شي او دا ساحه څومره مهمه ده دا د جيو پوليټيکس موضوع ده.

بل تعريف کې بيا وايي : په سياست او نړيوالو اړيکو باندې د ځمکې د جغرافيا (انساني وي، او که فزيکي) اغېز ته جيوپوليټيکس ويل کېږي.

نو اوس چې د جيو پوليټيکس په تعريف لږ و ډېر وپوهېدو اوس به د نړۍ د روان سياسي حالت په رڼا کې ددې کليمې شننه وکړو:

د اوکراين – روسيې د جګړې په پيل کېدلو سره نړۍ  لومړی ځل له داسې په اصطلاح بې اتفاقه او ګډوډ سياسي حالت سره مخ ده او د زبرځواکونو تر منځ لانجې او مشکلات وروستي حد ته رسېدلي دي، نړۍ په سياسي لحاظ بې نظمه شوې ده ، نوي بلوکونه او نړيوال سياسي قطبونه د جوړېدلو په حال کې دي  نو په دې انډوخر کې مخ پر وده هېوادونه او هغه هېوادونه چې اقتصادي حالت یې ښه نه دی خپل جيوپوليټيکس ته په کتلو غواړي چې د خپلو ملي ارزښتونو او اقتصادي ګټو په رڼا کې له هغه بلوک سره يوځای شي چې د دوی ګټې خوندي کولای شي ، اقتصادي حالت یې ورسره ټيکاو پيدا کولای شي او په نړيوال سټېج سياسي ملاتړ ترلاسه کولای شي.

په دې اوسنۍ نړيواله سياسي نړۍ کې انرژي، زيرساختونه، مهاجرتونه، معلومات او اقتصادي توانمندي ټولې د وسلې په توګه کارول کېږي.  د اوکراين او روسيې تر منځ جګړې او د اروپا او متحده ايالاتو لخوا يې بې خرته ملاتړ او د  اور په لمبو باندې تېل اچولو هرڅه ډېر متزلزل حالت ته رسولي دي ، يقيني ده چې ددې حالت  اغېزې به تر کلونو کلونو په نړۍ باندې پاتې وي چې که حالات داسې روان وي لکه دي چې نو د اروپا د لویې وچې اقتصاد به ضعيف، حالت به یې ترينګلي او ګټه به يوازې متحده ايالات وکړي.

اروپا عملآ د امريکا لخوا د نانځکې په ډول کارول کېږي او د اوکراين جنګ ته ورو ورو پسې ور داخلېږي، د اروپايي هېوادونو اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېږي په زرګونو سترې کمپنۍ يا سقوط شوې او يا یې هم د ښه راتلونکي لپاره امريکا ته ولېږدول شوې. په ميليونونو مهاجر چې له اوکراين ، سوريې ،افغانستان او نورو هېوادونو  څخه اروپا ته تللي او يا روان دي د اروپا لپاره يو بل سرخوږی دی ،په داسې حال کې چې له جرمني ماسوا چې اقتصادي حالت یې تر اوس مهاله ښه دی نور اروپايي هېوادونه ورځ تر بلې خراب معيشتي حالت خواته روان دي ، د اوکراين له جنګ سره د اروپايي هېوادونو په ميلياردونو مرسته، نظامي ملاتړ بيا بله مسئله ده چې اروپآيي هېوادونه له اقتصادي پلوه خرابوي، د روسيې لخوا د انرژي پرې کېدل لا پسې سرباری دی او  د اروپا لپاره يوه مهمه حياتي مسئله انرژي ده چې چې اروپا یې بدترين حالت ته رسولې ده او له بېلابېلو مشکلاتو سره یې لاس و ګريوان کړې ده.

له چين سره د تايوان پر سر د امريکا ورځ تر بلې خرابېدونکې اړيکې د نړۍ لپاره يوه بله ستونزه ده چې د نړۍ په اقتصادي حالت خورا بد تاثير لرلای شي. له چين سره د تقابل خبره ان بارک اوباما په ۲۰۰۹ کې کړې وه چې په ۲۱ پېړۍ کې به موږ له اطلس سمندرڅخه خپله توجه د ارام سمندر خواته واړو، د چين له نورو شاوخوا هېوادونو لکه، تايوان، سويلي کوريا، جاپان او نورو … سره د امريکا ګرمې اړيکې او له هغو سره پوځي او نظامي مانورونه او ارتباطات پراخول چينايي حکومت څاري او په مقابل کې به چين هم يوه ورځ عکس العمل ته مجبور کړي.

هند، ترکيه، برازيل، سويلي افريقا او نور هغه هېوادونه چې غواړي خپل اقتصاد له غورځېدلو وساتي په نړيوالو اړيکو کې  د تلې سر ته ګوري هرچېرته چې  د دوی ګټې وې او د دوی اقتصاد خوندي وي هغه طرف ته ورمايله کېږي ، دوی د خپلو اقتصادي او سياسي ګټو په رڼا کې له هر بلوک سره ښې اړيکې ساتي او خپلې جغرافيا ته په کتلو په نږدې اقتصادي بازارونو او ارزانه انرژي پسې ګرځي.

شاوخوا یوه لسیزه وړاندې په ۲۰۱۰ کې چې د عربو پسرلي په نامه انقلابونه، مظاهرې ، لاريونونه او خوځښتونه راوټوکېدل او تر ۲۰۲۰ پورې یې په جنوب غربي اسيا او شمالي افريقا کې دوام درلود. ددې اعتراضونو له امله په عربي هېوادونو کې  بېلابېلې واکمنۍ نسکورې، ځينې يې ادلون بدلون ته مجبورې او ځينو نورو ته يې شديدترين ټکانونه ورکړل، ددې پسرلي په ترڅ کې په مصر، ليبيا، تونس او يمن کې حاکم دولتونه وپرځېدل، په بحرين، او سوريې کې حالت لا تراوسه ترينګلي دي او په سلګونه زره خلک پکې ووژل شول،  په الجزاير، عراق، اردن ، المغرب، سوډان کې پراخې مظاهرې وشوې او په لبنان، موريتانيا، عمان، سعودي، او غربي صحرا هېوادونو کې جزيي لارينونونه ترسره شول. که څه هم په لومړيو کې داسې فکر کېده چې ممکن ددې پسرلي له امله به د يادو هېوادونو د خلکو په ژوند کې ښه والي راشي، ډيموکراسي به پلي  او د خلکو د ستونزو حل ته به لارې چارې وموندل شي خو برعکس یې د لسګونو زرو کسانو مړينې، ويجارويو او ميليونونو کسانو مهاجرتونو او سياسي ناکراريو ته لاره هواره کړه ، په سلګونو ميليارده ډالر تاوانونه یې دې سيمې ته ور واړول او بې له وراني او لا ډېرو ستونزو زېږولو یې هيڅ هم نه درلودل. دا ډول لاريونونه تر يوه بريده د هغو کسانو له خوا رهبري او ترسره کېدل  چې له خپل حاکمو دولتونونو څخه په تنګ راغلي وو خو يوه زياته اندازه بيا دا خوځښتونه او لاريونونه د هغو کسانو لخوا کنترول کېدل چې د غرب ، متحده ايالاتو او ځينو نورو هېوادونو لخوا ورته لارښوونه کېدله.

اوسمهال يوځل بيا د نړۍ ځينې سیمې د عربي پسرلي د تکرار له خطر سره مخ دي چې کیدای شي د ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا پر هیوادونو کې دا سناريو تکرار شي.  لکه يوه هڅه چې د ايران د حاکم رژيم پر وړاندې د خلکو لخوا (په ځانګړي ډول د مېرمنو لخوا) په ټول هېواد  کې د مهسا اميني له وژلو وروسته ترسره شوه او تر اوسه پورې لا خال خال دا مظاهرې روانې دي، ډېرو هېوادونو یې لاس نيوي او مرستې ته راودانګل او په ايران کې د لاريونونو ملاتړ یې وکړ. همدارنګه  له روسيې سره هم کېدای شي ورته چلند هڅه وشي او دا به  له روسیې څخه د هغو  تللو کسانو له په وسيله وي چې د تېرکال راهيسې له روسيې څخه وتلي دي.

 شاوخوا ۷۰۰ زره روسان له روسيې څخه د تېرکال د بندیزونو او د روسیې د واکمن دولت څخه د ناراضايتي له امله وتلي دي او د روسیې د چارواکو له پالیسۍ سره موافق نه دي. دغو کسانو په خپل وطن کې د مظاهرو هڅه وکړه  او اوس په بهر کې فعاليت ته دوام ورکوي. دوی د روسیې په وړاندې د لویدیځ لخوا د پیل شوي تبليغاتي جګړې وسيله کېدونکي دي.

  حتی په بې طرفه هیوادونو کې هم د هغه هېوادونو چارواکي د روسیې د مخالفينو ملاتړ کوي – دې کسانو ته سرپناه، خواړه او پیسې ورکول کیږي.

  دا ډول اقدامات د اروپا او اسیا هېوادونو د ځايي اوسیدونکو ترمنځ د ناخوښۍ لامل کیږي. د اروپايي اتحادیې په هیوادونو کې لاریونونه روان دي، اوسیدونکي یې د اوکراین په مسئله کې له خپلو چارواکو د بې طرفۍ غوښتنه کوي. ورته حالت اوس په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې هم پسې پراخېږي ځکه د نړۍ حالت ورځ تر بلې ترينګلي خواته روان دي او د روسيې او اوکراين د شخړې د سوله ييز حل غوښتنې په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دي.  د روسیې سره د هغه د مخالفو هیوادونو چارواکي د داسې کسانو چې د اوکراين د مسئلې د سوله ييز حل غوښتنه کوي غږ نه اوري.

 روسیې درګرده لګيا ده د بې طرفه هیوادونه او ملګرو هېوادونو  په پيدا کولو پسې ګرځي له هغو سره سياسي او اقتصادي اړيکې پراخوي او خپل نفت او غله جات پرې په ارزانه بيه پلوري او هغه اقتصادي کسر جبرانوي چې له اروپا څخه ورته رسېدلی دی. له بله پلوه د هغو هېوادونو لپاره چې په اقتصادي ستونزو کې راګير دي او ملتونه یې له خراب زيست و ژواک سره مخ دي روسيه ښه انتخاب دی لکه د ترکيې، منځنۍ اسيا ، هند او چين لپاره چې له روسيې سره یې تجارتي اړيکې تر بل هر وخت پراخې شوې دي، او په ارزانه بيه د روسیې بازارونو ته لاس رسی لري، پاکستان هم هڅه کوي چې د انرژي او غله جاتو په برخه کې له روسيې سره اړيکې دوامداره وساتي  او له موقع څخه اعظمي استفاده وکړي ،په اصطلاح دا هېوادونه په بحران کې د فرصت په لټه دي.

افغانستان د خپل ځانګړي جيوپوليټيک موقعيت د درلودلو او د زبرځواکونو (چين، روسيې او امريکا) او سيمه ايزو هېوادونو (ايران، هند، سعودي عربستان او پاکستان) د نړيوالو او منطقوي ګټو تر منځ پروت دی. د تاريخ په اوږدو کې ډېر وخت ددې هېوادونو ګټې له دې ملکونو د باندې د يو بل په مقابل کې واقع شوې دي.

نو د افغانستان حساس جغرافيايي موقعيت ته په کتلو چې په يوه څلورلارې کې پروت دی بايد د افغانستان حاکم رژيم  د سياسي او ملي ګټو په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو تر منځ  په مدبرانه فکر او هنرمندانه انډول وساتلی شي او خپله پاليسي داسې تدوين کړي چې هم د هېواد ملي ګټې خوندي کړي او هم د دوی تر منځ په تقابل کې واقع نشي او د يو بل دکش وګير ميدان ترې جوړ نشي.  دا هېوادونه خصوصا (نږدې زبرځواکونه) چې خپلې او يا د خپلو متحدينو  ګټې په خطر کې  وويني، بيا نو طبيعي ده چې  يو د بل  په مقابل کې په عکس العمل لاس پورې کوي او له خپلو سرحدونو بهر يو د بل پر وړاندې درېږي. نو د داسې  هېواد لپاره چې لا خپله په پښو سم نه دی درېدلی مشکل او ستونزې هم په دننه او هم له هېواد د باندې ستر سرخوږی جوړولی شي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.