د طالبانو د بشري حقونو سرغړوني بايد تعقيب شي

440
34 دقیقې مخکې

د بخښنې نړيوال سازمان د ملګرو ملتونو پر غړيو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو مخ پر خرابيدونکي وضعيت ته په کتو سره د لاس په کار کيدو غږ کړی دی.

 ايمنستي انترنيشنل يا بخښنې نړيوال سازمان چې په لندن کې مقر لري، د دوشنبې په ورځ له نړيوالو وغوښتل چې د طالبانو معافيت بايد له منځه يوړل شي.

د دې سازمان مشرې اګنېس کالامارد وويل: «اوس یې وخت دی چې نړيوال خپل تکراري عامه بيانونه په عمل کې تعقيب کړي.» هغې زياته کړه: «په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت په چټکۍ سره د خرابيدو په حال کې دی.»

کالامارد په خپلو خبرو کې زياته کړې چې طالبانو هره ورځ «بې رحمه» [له بشري حقونو] سرغړونې کړي دي.

نوموړې وويل چې دغه ډله نه هم د دې توان لري او نه دې ته چمتو ده چې په خپلو ليکو کې د بشري حقونو څخه ترسره شوې سرغړونې تعقيب کړي. د هغې په خبره له همدې امله بايد په افغانستان کې يوه خپلواکه د کنترول مرجع رامنځته کړل شي.

له هغه وخت راهېسې چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې طالبان په دويم ځل واک ته ورسېدل، ايمنستي انترنيشنل د ښځو د حقونو د فعالانو، ژورناليستانو او په پنجشير ولايت کې د ملکيانو د نيولو او په درو ولايتونو کې د هرازګانو د ډله ایزو وژنو رپوټونه مستند کړي دي.

د دې سازمان له خوا زياته شوې چې طالبان نیول شويو کسانو ته د قانوني مرستې ترلاسه کولو او له خپلو خپلوانو سره د تماس نيول اجازه نه ورکوي.

دویچه ویله

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.