معجزه (نظم)

نورګل شفق

754
دا نظم مې هغه کال د شش درک پېښې شهیدانو خبریالانو او احمدشاه خان ته لیکلی و چې په هماغه ورځ یې خوست کې شهید کړی و. وایي، نن د خبریال ورځ ده خو کلونه وشول چې ورځ نه لري:
معجزه (نظم)
اسرافیل وخته مرګی راباندې چوف دی
دې وطن کې ژوند خو هسې تصادف دی
داسې خاوره کې پیدا یو چې لمبه ده
اور نه ځان پکې ساتل نو معجزه ده
چې سهار سړی ژوندی له کوره وځي
شک یې دا وي چې ژوندی به بیا *نوځي؟
***
ښار کې درز اورېدل شوی، خلک مړه دي
د لښتي پر غاړه ګڼ کسان پراته دي
په جېبو کې موبایلونه یې شرنګېږي
خو دوی غلي، نه څه اوري، نه غږېږي
د دوی منځ کې یو ژوندی خپل ځان ته ځیر دی
لاس یې نشته د مور زنګ ورته په ویر دی
***
کورنۍ ټي وي ته ناسته، مازدېګر دی
په یوې کوژدنې بیا دا دی اختر دی
د کوټې شاته کړکۍ نه ورته ګوري
خبریال یار یې بې درېغه په زړه ووري
زړه یې درز وکړ، د سر خبر یې دا و
وژل شویو کې ها یو د دې اشنا و
***
یو ټپي عسکر نه مړ دی نه ژوندی دی
په سجده دی، بس یو خدای دی او یو دی دی
د خپل پلار هغه خبره ور یادېږي
چې په بدو دې هېڅوک نه در رسېږي
ناقبولو دعاګانو ته حیران دی
خدای به رحم وکړي؟ دا ورته ګمان دی
***
پر سړک په وینو سرې کامرې پرتې دي
په مرمۍ سورۍ سینې نه، سېپارې دي
وینې نه، ترې څڅېدلې کلیمې دي
او لیکلې یې د خدای ټولې نامې دي
خو پر دې نومونو څوک پاسه ختلي
او بوټانو سره نېغ جنت ته تللي
***
چا د کفر او اسلام تر منځ ولاړ یو
قیامت شاته دی، موږ مخکې ورنه لاړ یو
هوس اړ یو چې له حورو میندې ځار کړو
په غلمانو پسې خویندې مو سنګسار کړو
جنتي ژوند ته مو اور وراچولی
او دوزخ ته مو خپل ورور وراچولی

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.