نظم (خبریال یمه، انسان یم)
خبریال یمه، انسان یم
چې سهار له خوبه پاڅم
د مسلک له مجبوریته
باید خپل وټس اپ چېک کړم
او ایمېل ته سر ښکاره کړم
چې پیغام نه وي راغلی،
بیا چاودنه نه وي شوې
یا سیلاب نه وي راوتی
کوم توپان نه وي الوتی
زلزله او ټکر نه وي
او یا بیا په سیاست کې کوم دوه بیا ښکر په ښکر نه وي
***
بیا ټوېټر او فېسبوک څارم
چې څه شومه نه وي پېښه
یا لوېدلې ټکه نه وي:
چا سکرین شاټ وي رالېږلی
چا ښکنځلو کې ټېګ کړی
چا پیغام کې یم ګواښلی
چا د خدای په تېره توره یم د زړه په سر وهلی
چا مې مور وي راښکنځلې
چا مې خور ته زیاړې کړې
چا مې ښځه سپکه کړې
چا مې خاورو نه د مړه نیکه هډوکي رایستلي
چا ټاپې د کفر، شرک او ارتداد په ما وهلي
وایي دا خبر دې دروغ دی
پروپاګند دی، دسیسه ده
ته جاسوس یې، ته خنځیر یې
ته غلام یې او تړلی د ډالرو په زنځیر یې
***
زه یې ورشمه اکاونټ ته
چې دا څنګه انسانان دي
پښتانه دي؟ مسلمان دي؟
که روباټ دي یا بُتان دي؟
خو چې ګورې یې مخونه یې د سم دم بنیادم دي
درودونه یې لیکلي
حدیثونه یې پاشلي
دعاګانې یې وېشلي
او په نورو یې چوف کړي
چا بیرغ له ځانه تاو دی
د ګاندي کیسې یې کړې
باچاخان ته سلامي دي
د *غني کیسې یې کړې
او چا خپل پروفایل لاک دی
نه پوهېږم چې دوښمن دی،
او که نه، زما تربُور دی
او یا دوست دی په پوستکي کې مې پټ راته ناسُور دی
***
بیا راپاڅم ځان تیار کړمه
لمانځه او اوداسه ته
ړنګ دفتر ته، لمر خاته ته
له ځان تېښتې، بېلتانه ته
او سکروټې ژوندانه ته
***
بیا رپوټ دی، مرکه ده
بیا د دوو لورو جګړه ده
یو یې یو ته وایي ګرم یې
بل یې بل ته وایي خورم دې
ما د دواړو نظر واخیست
خپرونه کې مې ووې
پر ټوېټر، فېسبوک مې خپور کړ
خو تازه جګړه شروع شوه
هغه دوه د خلکو هېر شول
ټولو زه راونیولم
چې ته داسې ولې وایې؟
یا ته هاسې ولې وایې؟
چا ټوپک راپسې واخیست
چا راکټ راپسې واخیست
څوک کمنټ کوي لګیا دي
د لفظونو شاجور پیي
په لفظو باندې مې وژني
دوی ته لوستي ویل کېږي
کلمو باندې مې وژني
***
زما زړه له وینو ډک شي
چې انسان هم دومره سپک شي؟
څوک وهلی دومره جک شي؟
نه نو دومره ځان نه ورک شي؟
***
د ډوډۍ وقفه کې ناست یم
پخواني “مسېجان” لولم
یو غږیز پیغام راغلی
چې مننه خبریاله
ستا رپوټ نه وروسته زموږ د کلي ړنګ کارېز اباد شو
سږ مې فصل دومره شوی چې خیرات مې و نن کړی
او ثواب مې حق حلال ګرانه په تا پسې بښلی…
ما ته سخته ژړا راغله
او یو بل پیغام مې پرانیست
یوه مور ده، لړزېدلی ویډیویي کلېپ یې راغلی
راته وایي محترمه!
د مورکۍ غوندې دې یمه
زوی مې ورک و، مرور و
له خپل پلار سره په شر و
نشه یي شو، پوډري شو
له ښې ووت، عملي شو
ستا رپوټ مې اورېدلی و چې دوی څنګه رغېږي
په روغتون کې شاملېږي
او له دې بلا خلاصېږي
زوی مې شکر دی اوس جوړ دی
پلار یې هم په خېټه موړ دی
دا ویډیو مې د همدې بچک موبېل نه درلېږمه
نن څلوېښت ځلې یاسینِ شریف کور کې ختمومه
خدای ته سر سرتورومه
او دعا درته کومه
***
ما نه اوښکې د موبایل پر سکرین پرېوتې روان شوم
د ډوډۍ وقفه مې هېره شوه، زړه موړ شو، بېرته ځوان شوم
Comments are closed.