د مطالعې لپاره مناسب وختونه

جمعه خان عابد

508

‎• د سهار له ۴تر سهار ۶بجو، ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰سلنه کار کوي
‎• د سهار له شپږو تر ماښام ۷بجو پورې؛ دغه وخت کې مغز ۵۰سلنه کار کوي
‎• د شپې له پلوه مغزه ۲۰سلنه کار کوي

‎په صنف یا ټولګي کې په لومړۍ څوکۍ کې کیښنئ، تر څو درباندې د استاد ډیر پام وي او درس هم له نیږدې زده کړئ .دغسې زده کوونکي چې په اول صف کې کیښني تر ډیره پرې د استادانو نیک پام وي او ممکن ښې نومرې هم واخلي

‎له ۳۰تر ۵۰دقیقو لپاره مطالعه وکړئ، په منځ کې یې د ۱۰دقیقو دمې سره که داسې مو وکړل نو درس به مو په مغزو کې ښه کیښني.

‎که چیرته غواړې چې یو لغت یا هیر څه شی رایاد کړې، نو د لاس پنجه مو موټی سره راټول کلک کړئ په دې سره مغز لا ډیر فعاله کیږي او دا فعالیدل حافظه تقویه کوي چې په پایله کې به هر څه ښه او ژر رایاد کړئ.
‎په یو وخت کې په یوه کار تمرکز وکړئ .کله چې مطالعه کوئ نو ښه ده چې نور کارونه لکه تلویزون لیدل، او خبرې کول پریږدئ .همدارنګه ذهن مو هم یوازې پر لوست متمرکز کړۍ او نور سوچونه بل وخت ته پریږدئ.

‎په ټولو ټولنیزو رسنیو کې له مزاحمت کوونکو کارونو ځان وساتئ، ډیر زیات یې هم مه استعمالوئ، یوازې په خپله اندازه او هغه هم د زده کړې، ساعتیرۍ او اړتیا لپاره.

‎کله چې امتحان ته ځئ یا پارچې ته کیښنئ، مثبت ذهنیت سره ورشئ او کیښنئ، تیر هغه هیر کړئ چې په کوم مضمون کې ناکام شوي یاست، بلکې دې ته مو مثبت فکر واوړوئ.

‎هغه څه چې مو په اسماني رنګه خط لیکلي وي،
‎دهغه خط په نسبت چې په تور رنګ لیکل شوي وي، ژر یادیږي
‎د نوي او له دې مشخص کتابه بهر څه شي لیکل او لوستل ډیر غوره دي،یوازې په یوه درس مه پاتې کیږئ.
‎کله چې په یوه مشخص کتاب کې مطالعه کوئ، داسې فرض کړئ چې تاسې به ددې مواد وروسته تدریس کوئ .دا کار ددې لامل کیږي چې لا ډیره پاملرنه وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.