روژه والې لنډۍ/ دویمه برخه

راټولونکی: ګل آغا احمدي وردګ

552

اوس مې دې پلار سرسایه ورکړي

بله روژه به زه د یار په څنګ کې یمه

اول روژه او بیا اختر وي

په بېلتانه پسې وصال دی را به شینه

آخر روژه پسې اختر دی

د دیدنونو وار به راشي سیل به وینه

آخر کې ډکی ورنه جوړ شي

چې په نهاره هره ورځ څوک روژه وینه

آذان په وخت وکړه طالبه

زه به روژه د یار په کوکه ماتومه

آشنایه شونډې مې شکرې

په رمضان کې پېښه مه کوه مینه

بې له ادکې پړشمی دی

ډوډۍ بې خونده، اوبه زهرو غوندې دینه

بې له ادکې ماښامی وو

په روژه ماتي کې سلګو نیولی ومه

بېکاري، لوږه دواړه راغلل

له دغو دواړو به روژه څه خیر کوینه

بېګا رانغلې کبرجنې

په روژه ماتي کې مې ډېر ژړلي وونه

بېلتون په شان د روژې راغی

له خیره یار به د اختر په شان راځینه

بیا په وطن کې روژه راغله

قاریان د ختم په مستۍ راغلي دینه

بیا د روژې ماښام را خور شو

خواران روژه په وچه ټکله ماتوینه

پاڅه آذان را باندې وشو

خوږو شېبو د پړشمي نه وویستمه

پاس په سینه دې آموخته کړم

اوس په روژه کې ما ته نه راځي خوبونه

پراټې واخله رانه لاړ شه

زما روژه خوره یاره څه درشوي دینه

پردی وطن، پردی ماښام دی

د روژه ماتي پکې نشته دي خوندونه

پړشمي خوب راڅخه واخیست

د نن روژه به خدایه څنګه تېرومه

د پاملرنې وړ: لنډۍ د ملت اېجاد دی او مالکیت یې د پښتني ولس په فرد فرد پورې اړه لري. د روژه والو لنډیو دریمه برخه به ژر خپره شي، له موږ سره اوسئ…

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.