د تقدیر پرېکړه 

ليکنه: زينت نوري

792
د شپې نهه بجې شوې وې خو لا مې ورور له کاره نه وو راستون شوی، مور په جانماز ناسته او دعا یې کوله چې، يا الله ته مې زوی روغ او سلامت کورته راورسوې، سړه سیلۍ هم مه پرې راولې، یا الله تاته مې زوی امانت دی، ته یې راته وساتې.
کشري وراره مې غورځنګ خپل دواړه لاسونه د مور له غاړې تاو کړل او په غلي غږ یې ورنه وپوښتل !
ادې پلال نه آژي ؟
مور مې غورځنګ په تندي ښکل کړ او ورته یې وويل رازي بچی اوس به راشي او تاته به بسکیټ هم راوړي .
غورځنک د هېواد سره په لوبو اخته شو ، مور مې ماته مخ راواړاوه او ویې پوښتل اوس هم موبایل نه اوچتوي ؟
د نه په دود مې سر مې وخوزاوه چې نه .
وریندار مې هم لکه تش کالبوت د کوټې دروازې ته نېږدې ناسته وله او اندېښنه یې په څېره کې له ورایه محسوسېدله .
لا به څو شېبې نه وې تېرې شوې چې د کور مبايل لومړی ولړزیده او وروسته یې غږ پورته شو ورېندار په بېړه ورپورته شوله ، موبايل یې راواخیست ویې کتلو ، سترګې یې زموږ په لور ونیولې او ویې ويل ، نابلده نمبر دی .
مور موبایل واخیست بسم الله یې وويل او بلې یې وويل .
د مقابل کس اواز نه وو مور په بېړې وويل بلې اورې هلو زما غږ درزي؟
مقابل کس له لږ ځنډ وروسته وويل اورم مورې ، زه شریف یم د روهید همکار .
مور په بېړې ترې وپوښتل شریفه زویه روهید چېرته دی ولې موبايل نه ځوابوي ؟ هاااا
شریف وويل مورې هېله ده اندېښمنه نه شې روهید ښه دی اوس مهال موږ روغتون کې یو .
شریف همدومره وويل او نور غلی شو .
د مور له لاسه موبایل ولوېده او په ژړایې پیل وکړ
ويل یې !
آآآه زما ګرانه زویه ، زما د‌ زړه ټوټې په تا څه وشول؟ ستا ټول درد دې په ما وي زویه .
موبایل مې راواخیست او بلې مې وويل
شریف وويل آورم
ما وويل شریفه وروره په روهید ورور مې څه شوي دي ولې روغتون کې یاست ؟
شریف وويل ما نه غوښتل په دې شپه کې تاسو ته خبر درکړم ، خو نه پوهېدم ښایې ستاسو به هم اندېښه وله ، روهېد غرمه مهال له زینو ولوېده ښي لاس یې مات شوی دی .
ومې پوښتل کوم روغتون کې یاست ؟
ویې ويل رويال روغتون شهر نو کې یو .
ومې ويل سمه ده موږ هم اوس درزو .
ټول له کوره راووتلو او په يو ساعت کې مو ځانونه تر روغتونه راورسول ، شریف همالته ولاړ وو ، غورځنګ یې په غېږ کې ورپورته کړ ، او موږ ته یې وويل چې ما پسې رازئ .
څلورمه ورځ په تېرېدو وله خو لا هم ډاکټرانو سپینه خبره نه وه کړې ، د مور حالت مې نو نور بیخي له زغملو وتلی وو ، په هماغه روغتون کې مې مور هم بستر وله ، سبا ورځ د ډاکټر کتن خونې ته ورغلم او ومې پوښته چې ستونزه څه ده ولې هیڅ نه وایې ؟
ډاکټر سوړ اسویلی وکړ او ویې ویل ! لورې د ورور دې ښي پښه او ښي لاس دواړه مات دي ، او د‌ ملا دوه هډوکي یې هم ترسېدلي دي .
ډاکټر پخپله لاره لاړه ، زه لکه بې روحه جسم هیڅ مې پخپلو غوږونو باور نه راته ، زما يواځینی ورور او د شپږ کسیزي کورنۍ د هیلو او امېدونو غر ،
آآآه څومره هغه شېبه سخته وله ، هیڅ نه انځورېږي داچې ورور د خور لپاره څه ارزښت لري ددې لپاره هیڅ الفاظ نشته چې زه یې اوس دلته ولیکم .
د ورېندار حالت مې هم هغه وچ لرګي ته ورته وو چې د سيند ناترسه څپې یې په يوه او بل لوري وړي .
پنځلس ورځې تېرې شوې خو لا هم روهېد له روغتونه نه وو رخصت شوی ، ټوله هستي او نیستي مو چې درلودله د روهېد او مور په درملنه لاړلې ، زموږ له ګاڼو نېولې د کور تر قیمتي توکو پورې مو ټول وپلورل خو دې هم بسنه نکوله ، ماما مې هم چې هرڅه په وسه پوره وو ویې نه سپمول خو هغه هم وويل چې خورزې اوس باید بله لاره ولټوو پیسې نشته راسره نورې .
تش په نوم کاکا مې چې هرات کې ژوند کاوه هغه ته مې زنګ وکړ ټوله کېسه مې ورته وکړه ، د پیسو د نشتون په اړه مې ورته وويل خو هغه ډېر په سپین سترګۍ بښنه وغوښته او موبایل یې راباندې بند کړ .
هیڅ چاره او لاره مې نه درلودله ، زما هغه شپه اوس هم یاده شي چې د شپې تهجدو ته راپاڅېدلم او د خپلې بې کسۍ او بې وسۍ په اړه مې الله ته وويل ، د خپلې ناروغې مور او يواځني ورور په هکله مې ډېرې چغې وکړې خو د الله بل څه خوښه وله .
ورځې تېرېدې او روغتون هم خپل مصارف غوښتل ، ماما هم ورک وو نور خپلوان که وو هم له بدو بتر وو ، له هرې خوا راتنګه شوله نپوهېدلم څه وکړم ، مازدیګر مهال کورته راغلم ګورم چې ورېندار مې کور کې نشته اندېښنه مې شوله زر بهر ووتلم د ګاونډي ماشوم کوڅه کې تېرېده ترې ومې پوښتل چې هېواد دوی چې چېرته دي ؟
 يواځې د کلي جومات خواته اشاره وکړه او بیا خپل کور ته ننووت .
په بېړې د جومات دروازې خواته لاړم ، آآآه کااااااش دا صحنه مې په ټول عمر کې نه وای لیدلې ، کاااش ددې حالت د لېدلو وړاندې مې روح له تنه وتلی وای ، زه به هیڅکله هم هغه شېبه له یاده ونه باسم چې ورېندار خپل تور ټیکری د سوال لپاره د جومات مخې ته هوار کړی وو ، او هغه کوچنی او نازولی غورځنک په خړه خاوره پروت ويده ، ای هی خداېه
ته لېدونکی او مهربانه یې خو دا به دې خوښه وله .
ورېندار مې راپورته کړه غورځنګ مې هم په غېږ کې راواخیسته او کورته راغلو ، ورېندار يواځې همدومره وويل چې کور کې د خوړلو لپاره هیڅ نشته ماشومان وږي دي .
بله لاره نه وله خپل موبايل چې ما د‌خپلې استادۍ په پیسو اخیستی وو هغه مې د خرڅ لپاره يوړ ، او په مناسب قیمت مې وپلوره ، ځانته مې یو بل کوچنی موبایل ، څه اندازه وچه ډوډۍ او نور خوراکي توکي مې له ځانه سره راوړل . غورځنګ ويده وو خو هېواد په ډېرې بېړې سره ډوډۍ خوړله او اوبه یې ورسره څکلي ، هغه هم غلی وو هېڅ یې نه ويل ښایې هېواد هم د تقدېر دې پرېکړې ته حیران وو چې څنګه په پنځو ورځو کې د وچې ډوډۍ وږی شومه .
وږي نس ، مات او ګوډ ورور ، ناروغې مور ، په زړه سورۍ ورېندار ، خپلې بې کسۍ او بې وسۍ په يوې شېبې کې د ډېرو کارونو کولو ته مجبوره ولم .
موبايل مې راواخیست زما د ښونځي ټولګيواله نیلوفر چې په قوم تاجکه وله او په مزار شریف کې یې د خپلې کونډې مور سره په يوې توليدي کارخونې کې مزدور کوله زنګ وکړ .
ډېره خوشاله شوله ښه ګرم روغبړ یې راسره وکړ ، پوښتنه یې وکړه زینووګګ څه کوې په څه اخته یې ؟
ما هم خپله ټوله کیسه ورته وکړه او د حل لارې غوښتنه مې ترې وکړه ، شېبه غلې وله راته یې وويل چې ! ګوره زه نپوهېږم په تابه ښه ولګیږې او که بد خو ستاسو پښتانه نارینه دا بد ګڼی چې له کوره بهر یی ښځې په مزدوریو پسې ووزي خو که زما منې مزار ته راشه او دلته موږ سره کار کوه زه دا درې کاله کیږي چې دلته د مسافرۍ او تنګلاسۍ ورځې او شپې تېروم خو چاره څه ده ؟
پیسې به یې ډېرې نه وي خو د خپلو وږو وریرونو لپاره به يو څه وکړې .
دلته نورې ښځې هم شته دي له نورو ولایتونو راغلي دي او په شریکه مو يو کور کرايه کړی دی هیڅ د اندېښنې څه نشته .
په هیڅ نپوهېدلمه پرته له سوچ او فکره مې ورته مې وويل چې سمه ده سبا یا هم بل سبا درزمه .
موبایل مې بند کړ په ځای کیناستمه ما په لومړي ځل داسې يوه پرېکړه کړې وه چې له ډېرو بدو حالاتو سره هم مخ کیدای شوای ، خو بله چاره نه وله ما بايد دا سرښندنه کړې وای ، د خپلې کورنۍ لپاره .
سهارمهال مې ورېندار سره يوځای روغتون ته لاړمه مور مې لږ څه ښه شوې وله خو همدا به یې ويل !! زویه دا پتا څه وشول آآآه زما بې کسه زويه ترڅنګ دې هیڅ خپل هم نشته ، هی بې کسۍ .
مور ته مې وويل چې هرڅه به سم شي مورې هېله کوم خپل ځان دې سمبال کړه ورور مې هم اوس ښه دی ، خو د مور زړه وو کله ارامېده .
غرمه مهال یې روهېد هم په يوې تذکېرې کې رخصت کړ کورته راغلو هیڅ نه وو ، کور سپېره ښکاېده زما يواځنۍ اندیښنه د روهېد درمل او د کوچنیو ورېرونو وږي نسونه وو ، مور مې ماما ته زنګ وکړ او د پیسو غوښتنه یې ترې وکړه خو د هغه هم خپله کورنۍ او خپل ژوند وو بښنه یې وغوښته .
شپې لس بجې ولې مور ته مې د مزار د تګ او هلته په توليدي کارخونه کې د کار کولو وويل ، غوسه شوله زیاته یې کړه چې ! سوال به وکړم د خلکو خیرنې جامې او غوړ لوښي به ومینځم خو دا اجازه نه درکوم ، مورته مې وويل چې مورې !!
زه پوهېږم له کوم څه چې ته ډار لرې زه یې هم لرم خو بله چاره نشته د ورور درمل ، د کور کرایه ، د‌برق بل او اړینه دا چې دخپلو وږو نسونو مړول ، په کالو وینځلو او لوښو پاکولو به کله وشي ؟
هېله کوم نیلو وويل چې دلته موږ ټولو ښځو يو کور کرایه کړی هیڅ ستونزه نشته .
مور وويل شاېرې خپلوان او تربوران به مو څه وایې؟
ومې ويل مورې ته د کومو خپلوانو او تربورانو خبرې کوي ؟ ورور مې د مرګ سره لاس او ګرېوان دی ، په کور کې د خوراک لپاره آن وچه ډوډۍ هم نلرو ، خو کومه دي هغه زموږ خپلوان زموږ خپل تره هم تراوسه زموږ خبر وانه خیسته ، هېله کوم اجازه راکړه .
مور وويل ! هغوی یواځې خبرې کوي ، تور پورې کوي ، نوم بدي جوړوي ، نور یې زموږ له تنګلاسۍ سره څه .
ومې ويل ! مورې دوی چې هرڅه وای ودې وایې کېسه کې نه یمه د هرچا حساب د هغه له خپل رب سره دی ، هېله کوم په ما باور وکړه .
مور هیڅ ونه ويل په جانماز کېناسته او په لمانځه اخته شوله ، زه مې د ورور کوټې ته ورغلم ورېندار مې تړمې اوښکې تويولې او د خپل تقدیر په کړې پرېکړې داهم راضي نه وله .
ورور ته مې وکتل سپین ښاېسته مخ یې تک زیړ وو هغه ښکلې غټې سترګې یې وړې او ننوتې ولې ، ورټیټه شولم په تندي مې ښکل کړ او تور ښاېسته وېښته مې یې په ګوتو ورسم کړل ، هیڅ مې ونه ويل راووتلم ، شپې مې له نيلوفر نه ټول معلومات واخیستل او سباني سفر ټولې لارښونې یې راته وکړلې ، ماهم خپل ځینې توکي سره جوړ کړل او ددې نابلده او له هیبته ډک سفر په اړه په سوچ کې شومه ، زه کومه نالوستې ، ناپوهه او بې زړه نجلۍ نه وم خو يو ډار مې په زړه کې ریښې ځغلولې او ډارولم به یې ، خو بله چاره مې نه وله ما باید د خپل ناروغ ورور او وږو ورېرونو لپاره دا د زهرو ګوټ ترستونې تېر کړی وای .
شپه ورو ورو سپینېدله او لمر هم دکابل د هسکو ودانيو په رڼو ښیښو لګېده او بېرته به منعکس کېده ما مې له موره په ډېرو زاریو او خواریو اجازه واخیسته او د کور ترغټې دروازې راورسېدلم ، ورېندار ولاړه وله او ژړل یې یواځې یې همدومره وويل چې ! شاېرې کوم څه چې ته کوې پرې پوهېږې ته دې له خپل عزت سره لوبې کوي ، مکوه له ولږې به نه مرو سوال به وکړو الله به یوه چاره وکړي ، خو مه زه .
زما هم اوښکې نه تم کېدلې یواځې مې همدومره وويل چې ! بله لاره نلرو تاسو یواځې ماته دعا کوئ
په ټولو پام کوه په الله مو سپارم .
زه له کوره ډېره یواځې بهر وتلې وم خو دا لومړی ځل وو چې پښې مې رېږدېدلې او دتلو یاري راسره نه کوله ، خو زه باید تللې وای ، هو باېد تللې وای .
سل زړونه مې یو کړل او ددې نابلده سفر په لور مې لومړي قدمونه واخیستل او له کوره لرې د کوڅې بل سرکې موټر ته پورته شوم او د چمن نومي سیمې مخې ته له موټره ښکته شوم ، ځان مې د مزار ته تلونکو لويو موټرو تر هډې ورساوه ، موټر کې یواځې پنځه کسه کم وو اخري سیټ کې دیوې زړې ښځې په کډون درې ښځې ناستې ولې ، کلینر مې مخې ته ودرېده ویل یې ، خورې يواځې یوې تورسرې ځای تش دی اخري سیټ کې هلته نورې ښځې هم ناستې دي ، زه هم ورپورته شوم ددوی ترڅنګ کېناستم ټولو راسره ستړي مشي وکړه ، دري ژبې ولې او دوی هم تر مزاره تللې .
موټر خپله لاره په دومره تیزۍ سره وهله چې په اسانۍ سره مې لاندې تور سرک هم نشو سحي کولی له ښېښې بهر مې نظر وو او د خپل تېر خوشاله ژوند په فکرنو کې ډوبه وم ، د ښونځي ښکلې او جالبه دوره ، ملګرو سره چکر وهل ، د کانکور ازموینه ، پوهنتون ته بریالي کېدل ، دوه کاله پوهنتون ويل ، د لیلیې ژوند او ۔۔۔
خو دا ټولې جالبې او خوښۍ یواځې په یوې مېاشتې کې بدرنګه شولې ، لکه يو خوږ خوب چې ترې راپاڅول شوې یمه .
مازدیګر لمر په پوره ډول سره له سترګو پنا شوی وو او تیاره ورو رور ویروونکې او زیاتېدله ، نیلوفر ته مې زنګ وکړ او ورته مې وويل چې له موټره ښکته شوم ته چې چېرته یې ؟
هغې وويل چې لس دقو کې دررسېږم صبر وکړه ، زه همالته ولاړه وم یخ شمال لګېده له ونو رالوېدلې پاڼې یې په يو اوبل لورې ورسره وړلې ، زړه مې درزېده نابلده ښار ، نابلده خلک ، نابلده هوا او يو نابلده سفر ، ایة الکرسي مې وويله او الله نه مې دعا غوښتله ، نیلوفر هم راورسېدله او په ډېرې مېنې یې په غېږ کې ونېولم او ګرم روغبړ یې راسره وکړ ، يوه بالاپوش ( کورتۍ ) زما لپاره هم راوړې وله زما په اوږو یې واچوله او روانې شولو ، د دوو موټرو د بدلولو وروسته د یو زوړ کور مخې ته پیاده شولو نیلوفر ويل رازه نازولې جلۍ کور لږ زوړ دی خو ستا په راتلو به ډېر ښکلی شي ،
په دې کور کې درې غټې غټې کوټې ، درې تشنابه ، مناسب انګړ ، د اوبو څاه او زړه څلور ديوالي یې وله هره کوټه کې پنځه یا شپږ ښځې ولې ځینې یې دهمدې ولایت وې او ډېرې یې له نورو سیمو راغلې ولې .
يوه اونۍ تېره شوله سهار به ملا آذان پورته کېدلو او ماذدیګر قضا به خپلې دې زړې جونګړې ته راتللو
په اول کې د کوټې نظم سم برابر نه وو لډو ، پرې ( قطې ) سیګریټ د لمونځ نکول ښه پکې پرېمانه وو ، خو دا هرڅه مې په لومړۍ اونۍ کې بدل کړل پخپل وخت لمونځ کول ، تلاوت کول ، دلډو او پرو ورکول ، د کوټې نظم ساتل او ۔۔۔
آمنه خاله چې په اصل کې د جوزجان او له ټولو مشره وله ماته به یې ملا ويل چې موږ دې ټولې بدلې کړو .
مور سره مې هره ورځ خبرې کولې ډاډ مې ورکاوه خو هغې به تل ژړل ، د ورور حالت مې هم ورو ورو مخ په ښه کېدلو وو خو ډاکټرانو به ويل که ښه هم شي خو د پخوا پڅېر به نه وي ، له درنو او سختو کارو یې منع کړی وو ، چې هيڅ وخت به یې نکوې .
وخت لکه روانې اوبه پرمخ روان وو ، مزار ته زما د راتګ يوه نيمه میاشت مخ په پوره کيدلو وه ، ستړيا ، وختي له خوبه پاڅېدل ، ناوخته ويده کېدل ، له کوره لرې والی ، زړه تنګون هغه څه وو چې زما رنګ يې په دې لږ وخت کې بدل کړ ، هېره دې نه وي چې زموږ ددې زوړ کور ترڅنګ ډېر شتمن خلک اوسېدل او وروسته له ماښامه مې ددې کور دوه نجونو او دريو کوچنيو هلکانو ته د ښونځي ساینسي مضامين هم تدریسول ، زه له کوره په پیسو پسې راوتې وم نو هر ممکنه کار چې پیسې پکې وي پرته له دې چې خپلې ستړيا ته وګورم کاوه به مې .
ټولو به ويل چې د څېرې روښنایې او ښکلا دې کمزورې شوې ده ، خو اوس زما لپاره زما کورنۍ لومړیتوب لاره ، که څه هم په زړه کې ورته زورېدلم خو چاره نه وله.
غرمه مهال وو بهر ښه شړکنده باران اورېده او هوا هم یخه وله ، زه د کار ځای څخه د ستړیا د‌لرې کولو په موخه بهر برنډې کې ناسته ومه او د‌باران ننداره مې کوله ، د کارخونې په دفتر کې د ماشومانو شور وو لوبې یې کولې ، نارینه غټ غږ مې تر غوږو شو چې ويل ېي ! بیا مو ولاکه راولم زه مو تر دوه سپېږمو راوستم ، زه لا ناسته وم چې منشي راغږ کړ هله باید کار ته دې دوام ورکړې رخصتۍ ته دې لږ وخت پاتې ، ددې‌ځای مالک به ډیری وخت نه وو په میاشت کې به يو ځل راغی منشي سره به وغږېده او بېرته به لاړه ، زه هم پورته شوم دکار په لور تللم خو په همدې کې یو نري غږ چې ماته یې‌ خاله زینت ويل ودرولم ، ترشا مې وکتل ، شکلې نجلۍ چې په ځان یې ښکلې او ګرمې جامې ولې ولاړه وله ، په زیر مې ورته وکتل هیڅ مې باور نه راته ، دا‌زحل وله هغه کوچنۍ زحل چې يو کال وړاندې‌ په کابل کې زموږ دېوال شریک او خواږه ګاونډيان وو ، په منډه راغله غېږ یې راکړه ، په تندي مې ښکل کړه ، په دواړو لاسو مې یې مخ ونيوه او ترې ومې پښتل ! دلته څه کوې ؟ هغه چې له ډېرې خوښۍ یې سترګې ځلېدلې ويې ويل ! دا خو زموږ کارخونه ده زه او کوچني ورونه مې له پلار سره راغلي يو .
خو ته دلته څه کوې ؟ غلې شوم نپوهېدم څه ورته ووایمه ، بیا یې وپوښتل ستاسو کور خو کابل کې دی دلته څه کوې ؟ ما هم ورته وويل چې دلته کار کوم ، او دوه میاشتې کیږي چې راغلې‌ یمه ، ويل یې ! ولې موږ کره نه رازې ؟ زه به پلار ته ووایمه چې زینت دلته ده سمه ده ورته مې وويل چې نه پام کوه دا خبره دې زموږ ترمنځ وي کور کې به هم چاته نه وایې نه دې مورته ، نه دې اناجانې ته اونه دې هم پلار ته سمه ده لاندې‌ کتل غلې وله ، له زنې مې ونېوله او ورته مې وويل سمه ده ؟ د هو په دود یې سر وخوزاوه او روانه شوله .
موږ ډوډۍ ته ناستې وو چې د کور دروازه په زوره زوره ووهل شوله ، ټولو مو يو بل ته وکتل ، نیلوفر پورته شوه ويل یې زه یې ګورم ، دوه دقې وروسته په انکړ کې شور شو دنیلوفر غږ وو ويل یې !
پخیر راغلې مېرمنې ، رازئ مهرباني ډوډۍ تیاره ده ،
زه هم ورپورته شوم چې دهلیز ته ووتلم د یوې ښځې غږ مې تر غوږ شو چې ويل یې ! زینت دلته ده ؟ نیلوفر ورته ويل هو خو تاسې رازئ کوټې ته ډوډۍ تیاره ده اوزینت هم کوټه کې ده .
بهر انګړ ته ووتمه په زحل مې سترګې ولګېدلې ، پوهه شوم چې کور کې یې ټولو ته ويلي دي ، د‌زحل مور او انا هم انګړ کې ولاړې ولې ، مخې ته یې ورغلم عافیه خاله (‌ دزحل انا ) چې سترګې‌ یې له اوښکو ډکې ولې غېږ کې‌ یې کلکه ونېولم او په سلګو شوله ، زما هم زړه ډک وو په لوړ غږ مې ژړل ، عافیې ترور په سر ښکل کړم اوښکې ېی راپاکې کړې ، سر مې ښکته نیولی چې فریده ( د زحل‌ مور ) مې مخې ته راغله او ستړي مشي یې راسره وکړه ، د کور ټولې ښځې حیرانې ولاړې ولې اوددې صحنې ننداره یې کوله ، د عافیې ترور او فریدې په سترګو کې ډېرې پوښتنې وې ، خو ماورته د ډوډۍ ست وکړ ، عافیې ترور ويل هله رازه چې زو کورته .
ته زما په شتون کې دلته ولې اوسېږي ؟ هله زر کوه .
که څه هم کابل کې موږ او عافیې ترور دوی څلور کاله دېوال شریک او د مېنې ډک وخت تېر کړی وو خو دا پرېکړه هم زما لپاره سخته وله چې دوی کره لاړه شمه ، زه لا همدې کشمکش کې وم چې فرېدې له اوږو ونېولم ویې پوښتل ! زینت ته مې داسې غلې او بېچاره کله هم نه وې لېدلې ، ته مې د خور په څېر یې ، او امان دې هم د ورور پڅېر دی ، هیله کوم رازه چې کورته لاړ شو ، عافیې ترور له لاسه ونېولم او مخکې روانه شوه ، څوقدمه وړاندې لاړلو چې چې آمنه ترور مخې ته راغله ، ویل یې زینت کومه ستونزه خو نشته کنه ؟ دوی سره پېژنې ؟ د هو په دود مې سر وخوزاوه ، امنې ترور په تندي ښکل کړم ويل یې ورزه لورې سبا به بیا کار ځای کې وینو .
پنځلس دقېقې لاره مو په موټر کې ووهله ، ټول غلي ناست ول هیچا هم څه نه ويل ، ټول وجود مې لړزېده ، د خپلې بې وسۍ او بې کسۍ ژوند مې لکه د غره په څېر تر مخ وو ، ما په لومړي ځل ځان دومره بېچاره او بې څوکه محسوس کړ ، د ورور په شتون کې مې ځان بیا هم بې وروره حس کاوه ، او لکه لوېدلې پاڼه ځان راته بې ارزښته ښکارېده .
د موټر د دروازې د خلاصېدلو سره سم فرېدې له لاسه ونېولم ، د ماڼۍ په څېر يو ښکلي څلور پوړیزه کورته ننوتلو ، هرڅه پکې ښکلي ، نوي او منظم وو .
يوې لویې کوټې ته ننوتلو په سرو ، اوږدو او ښکلو توشکو کیناستلو امان ورور ( د زحل پلار ) هم راننوتو له دروازې یې ستړې مشې راته وويل او په مېز ایښي تلویزیون سره نېږدې کیناست ، عافیې ترور چې اوښکې یې له سترګو بهېدلې ویې پوښتل چې !! ولې ؟
د ولې ځواب ډېر سخت وو ، لکه ټوله نړۍ چې مې په اوږو ایښې وي ، عافیې ترور ته مې وکتل خپله مور مې سترګو ته ودرېدله ، سلګيو يو بل ته وار نه ورکاوه ، له سره تر اخره مې ټوله کېسه ورته وکړله امان ورور هم نارینه غیرت کلک نیولی وو له کوټې بهر ووت ، خو سترګې یې ډکې ولې .
 ډوډۍ تیاره وله ټول ورته ناست وو خو هیچا هم په مړه ګېډه ونه خوړله ، سهار لمونځ مې وکړ عافیه ترور راغله او ويل یې چې امان زي کابل ته ، ومې ويل ولې ؟
 ويل یې چې ! هغه پرون شپې چې ستا کیسه واورېدله غوښتل یې چې همغه شپه تللی وای خو فرېدې پرې نه ښوده ، اوس غواړي چې د روهید پوښتنې ته ورشي .
څه مې ونه ويل ، خو دومره ارمان مې وکه چې کاش له دوی سره نه وای مخ شوې ، عافیې ترور ته مې وويل چې ترورې امان ورور ته ووایه چې زما په اړه دې هلته هیڅ نه وایې .
لس بجې به ولې د عافیې ترور له ډېر ټینګار سره سره بیا هم خپل کار ته لاړم ، او یوځل بېا همغه ستړې ورځ پیل شوه .
دوه اونۍ وروسته مې دفتر کې امان ورور وليده ، پوهه شوم چې له کابله راغلی دی ، د روهید په اړه خواشینی وو خو ويل یې چې اوس یې روغتیا ښه وله ، خو داچې د پخوا پڅېر به نه وي پرې خفه وو ،
ماته یې ډاډ راکړ چې هرڅه ته چې یې اړتیا لرله ورته مې پوره کړل او ته نوره اړتېا نلري چې دلته کار وکړې ، که غواړې بېرته خپل کورته تللی شې ، ما ترې مننه وکړه خو کورته تګ مې ورسره ونه مانه ، ځکه نه مې غوښتل چاته اړ واوسو ، پیسې یې لږې وي او که ډېرې خو همدې کار ته مې غاړه اېښې وه .
وخت خپله دنده په بوره ژمنتیا سره ترسره کوله ، پرته له دې چې چاته وګورې ، د چا خبرو ته غوږ کېږدي ، په پوره چټکۍ سره پر مخ روان وو ، تورې یخې شپې رڼېدېلې او رڼې یخې ورځې به تورېدلې ، ژمی هم ښه په مستيو کې وو ، د ځمکې مخ به هروخت د واورو له کبله سپین وو ، واورین موسم ډېر ښکلی وو خو زموږ د ژوند هغه ښکلا اوس نه وه ورور مې مات په کټ پروت ، مور مې د ناروغۍ په بستر پرته د زړه په رنځ اخته ، وریندار له خپل تقدیره خفه ، کوچني ورېرونه مې د نامعلوم او تور برخلیک سره مخ ، او زه د اوبو په يو داسې ګرداب کې ګېره چې نه یې ساحل درلوده او نه یې ډوبولم .
ژوند ډېر بې رحمه دی نه له چاسره خپلوي پالي ، او نه د چا مجبوریت ته ګوري ، پخپله خوښه پرمخ زي او موږ یې له ناچارۍ په لمن کې رغړو .
خو دا ژوند زموږ پښتنو د خپل ځان لپاره دومره راتنک کړی چې هیڅوک د بغاوت کولو جرأت نشي کولی ، هغه ډېر ښه وایې چې !!!!
الله یې وینې خو پرده اچوي او انسان هیڅ نه وينې خو چغې وهي .
زه بیا دا وایم چې !!! پورته خبرې کټ مټ د پښتون نارینه ذهن انځور کړی ، پښتون نارینه ذهن او فکر زما لپاره یواځې بې ځایه غیرت ، لنډ او محدود فکر ، ژوند پخپله خوښه تېرول خو خپلو ښځو ته د داسې یو حلقې جوړول چې ترې بهر کېدل یې د سر سودا وله ، تاسې زما په دې خبرو مه خفه کیږئ ، که تاسې زما دا کیسه ولولی ښایې ماهم درک کړی ، چې تر يوه حده په حقه یمه .
مزار ته زما د راتګ دوه میاشتې او دولس ورځې شوې ولې ، عجیبه او له حیرانتیا ډکه خبره زما لپاره داوله چې مور او ورور موبایل مې دا دوه ورځې وشولې بند وو ، مور کله هم داسې نکول پیسې به یې له شبکې قرض کولې خو زما احوال به یې د ورځې دوه ځلې اخیسته ، خو نن دوهمه ورځ هم په ختمېدلو وه چې موبایل یې بند وو ، زما اندېښنه هم ډېرېدله خو چاره څه وله ؟ پرته له چې په تمه اوسم .
امان ورور هم نه وو ، پخپل تجارت پسې تللی وو ګاونډي ملک ته ، زما لپاره نوره د زغملو نه وله موبایلونه بند وو ، هیڅ نپوهېدم ولې ؟ د ورور حالت به سنګه وي ؟ په مور مې څه شوي دي ؟ او که کومه بله خبره ، عافیې ترور سره مې خبره شریکه کړه او ورته مې وويل چې نوره زمه کورته ، هغې به څه ويل زما خوښې ته یې کتل ، ماهم د تللو پرېکړه وکړه .
نیلوفر او د کوټې ښځو سره مې هم خبره یاده کړله ټولې غلې ولې آمنې ترور ويل چې ! لورې که زموږ په وسه څه وي پرته له فکر کولو یې درته کوو ، خو دا داسې یوه موضوع ده چې موږ هم حیرانې یو .
له ترور مې مننه وکړه او سبا ته مې ځان کابل ته د تللو لپاره چمتو کړ .
ټوله شپه په يو او بل اړخ اوښتلم خو خوب نه وو اندېښنه مې ورو ورو ډېرېدله ، تر دې چې د شپې سکون او ارامي د جوماتونو هسکو منارو او د کورونو لرې او نېږدو چرګانو د اذانونو په پورته کېدلو سره ماته شوله .
پوهېدم چې دا درې میاشتې زما لپاره د ژوند ترټولو سختې او بدمرغې شېبې ولې ، خو له دې زړې چاردیوالۍ او پکې ددې شته بې وسه او بې کسو انسانانو نه بېلېدل هم لکه خپل نوکان ویستل وو ، دا خلک د مادي شتمنۍ له پلوه په هیڅ حساب وو خو تاسو باور وکړئ کومه مینه ، يو بل ته درناوی ، صمیمیت ، درک کول ، عاجزي ، معنوي ښکلا ،
 او ۔۔۔
چې ددې خلکو ترمنځ شتون لري ساری یې په هیڅ ځای کې ما ونه لېده دې بد مرغه ښځو د نورو د بدیو کفاره ورکوله ، دوی له مجبوریته په دې زړو او بوی ناکو کوټو کې دا سختې شپې او ورځې تېرولې ، کونډې چې خاوندان یې بدمرغې جګړې ورسه وړي وو ، بې وروره خوېندې چې دخپلې زړې مور او کوچنیو خوېندو وږو نسونو تردې ځایه راسولې وې ، د روږدو معتادینو خوېندې ښځې ، دې هرې تور سرې خپله د ژوند دردناکه کیسه لرله خو زما له انده د دلیکلو لپاره لپاره یې الفاظ نه لرل ، دا خلک زما لپاره هم کورنۍ او هم ښونځی وو ، زما ملاتړي ول ، زما قوت وو .
خو هغه شېبه هم راورسېدله چې له دوی بېلېدل هم باید وزغمم ، سخته وله ډېېره ، په سرو سترګو او ماتو زړونو سره جلا شو .
نیلو که څه هم زما سکه خور نه وله ، او نه یې هم کوم مسؤلیت زما پروړاندې لرلو خو هغه مې له سکه خور تر شا ولاړه وله ، هغې زه له لوېدلو ژغورلم ، هڅولم یې ، او د ژوند له سختیو سره یې د جنګ کولو مهارت راښودلو ، هغې ورور نه درلوده او پلار یې هم بدمرغې جکړې ترې اخیستی وو ، خو هغې کله هم له خپل ژونده شکایت نه کاوه ، ما چې له هغې سره له کومې ورځې پیژندلي دي هغه لکه د حوصلې او زغم غر داسې وو ، هغې خپل ټول عمر د خپلې کورنۍ د وږو نسونو په مړولو تېر کړی وو ، هغې به ويل غربت دا نه دی چې په نس وږي شو اصلي غربت دادی چې د وږو نسونو د مړولو لپاره ځانونه ناګاره واچوو هغه که خپل وي او که پردي .
نېلو زه د موټرو تر تم ځایه بدرګه کړم ، د وروستي خدای په اماني پر مهال یې یواځې د کیڼې سترګې څخه د اوښکو يو غټ څاڅکی پر ځمکه ولوېده او دایې وويل ، زینت پخپله ښه پوهېږې خو دا واوره چې د وږو هدیرې نه دې جوړې شوي ، خدای چې زموږ خولې سورۍ کړي دي نو د مړولو لپاره یې ډېرې لارې پرانیستې دي ، ته باور وکه چې ژوند ډېر اسانه او ښکلی دی ، خو د هغو خلکو لپاره چې په ځای ناست دي او ژوند‌ ته له تنګې زاویې ګورې نو بیا په رېښتیا هم ژوند سخت دی ، ژوند ددې ډول خلکو لپاره دریاب ګرځي او په بې رحمۍ یې خپلې تورې او له وحشته ډکې خېټې ته کوزوي ، هااغه مخامخ غر وګوره چې سپینو واورو پوښلی دی ، له لرې ښکلی او ځلېدونکی بریښې خو منځ یې له تورو او کلکو ډبرو ډک دی ، توپیر یې زموږ له ژوند سره یواځې دومره دی چې !!
زموږ ژوند ټول د واورو غر دی ، یواځې لاره پکې جوړل غواړي ، نور ټول سکون دی .
د نیلو يوه يوه خبره يو يو کتاب وو ، زه یې په ګاډي کې کېنولم او پخپله په چټکو قدمونو د سرک بلې غاړې ته واوښتله ، او تر هغې مې پسې کتل چې له سترګو پنا شوه .
لمر په پوره ډول د ځمکې هرګوټ روڼ کړی وو ، هر سا لرونکی په خوځښت وو او زما اندېښنې هم يو ځل بیا راوېښې شولې ، ورور به سنګه وي ؟ مور مې ولې زنګ نه وهي ؟ څه خبره به شوې وي ؟ خو نپوهېدلم .
موټر يو ځل بیا د خپلې موخې په لور په دومره تیزۍ روان وو چې اندازه یې نکېدله ، سپین غرونه د خپل عظمت او لوي والي سره اوږده غزېدلې خاموشه پراته وو ، ونې او بوټي د سپرلي په رانېږدې کېدلو سره مسک مسک کېدل ، او الوتونکو هم په ډېرې خوښۍ د هوا زړه څېره او نڅېدل به .
الله چې هرڅه دخپل بنده په نصېب کې لیکلي وي همغه ور رسي ، او زه ناخبره خپل تقدیر ليکلو کرښو ته ورنېږدې کولم .
له دریو میاشتو وروسته ما بیا هم د کابل په زړه خپل قدمونه کېښودل ، هوا هماغسې سړه وله ، زه‌ د خپل کور په لور رهي شولم ، څه وخت وروسته د خپل کور د کوڅې په سر کې ولاړه وم ، زړه مې په زوره زوره درزېده ، ټول وجود مې لړزېده ، پښو مې سستي کوله نری شمال لګېده خو ما داسې حس کوله لکه يو بد خبر چې تر ما رارسوي .
د دروازې لاستی مې تاو کړ خو دروازه له داخله بنده وله ، دروازه مې ټک ټک کړله ، شېبه ونه وتله چې د دروازې لاستی تاو شو ، ورېندار وله له حیرانۍ یې نېږدې سترګې بهر راووزي ، خوله یې خلاصه پاتې وه ، ستړي مشي مې ورسره وکړه ، سر په سر مې همداسې پوښتنې ترې کولې د ورور په اړه د مور د هېواد او غورځنګ په اړه ، ویل یې ټول ښه دي خو !!!
زه مې د‌ورور او مور لیدو ته تږې وم ، انګړ ته ننوتلم خو ورېندار مې له لاسه کش کړم او د مېلمنو کوټې ته یې بوتلم ، ومې ويل غواړم ورور ته مې ورشم ، مور مې چېرته ده ؟ ورېندار ويل صبر وکړه زه مور ته غږ کوم .
مور په داسې حال کې چې اوښکې یې له سترکو بهېدلې په غېږ کې یې کلکه ونېولم ، په سلګو وله ، دومره یې وژړل چې اندازه یې نکېدله ، د اسمان مخ هم ویروونکو وریځو نیولی وو ، او په چپتیایې زموږ ننداره کوله ، مور ويل چې !!!
ما خو درته وويل لورې خو تا نه منل ، خپله خوښه دې وکړه ، تا دې خپل فرض ادا کړ ، تا هغه څه وکړل چې میړني او غیرتي خلک یې هم نشي کولی ، تا دې خپل کوچني ورېرونه له ولږې وژغورل ، ته دې دخپل ورور د ملا تیر جوړه شوي او له مرګه دې وساته ، تا دې خپله زړه مور د نورو د خیرنو جامو او غوړو لوښو له وينځلو وساتله تا دې خپله ورېندار له سوال او ګدايۍ کولو وساتله خو خو ، دا خلک اوس غواړي چې په ډېر بد ډول یې بدله درکړي ، آآه زما زړه ورې لورې ، نپوهېږم ته یې لکومې خاورې جوړه کړې یې ، زه ستا غیرت ستا په دې بېغرته او کم اصله خپلوانو نه ورکوم ، زه څه نشم کولی خو هو ته یې کولی شې ، لکه څنګه دې چې خپله کورنۍ وژغورله اوس دې باید ځان وژغوري .
هیڅ نپوهېدلم چې مور څه وایې او مطلب یې څه دی ، ورېندار ته مې وکتل دهغې سترګې هم له ژړا سرې وې ، مورته مې وويل مورې څه خبره ده ؟ څه شوي دي ؟ ولې داسې وایې ؟
ورور مې سنګه دی ؟
مور ويل ! ورور دې شکر اوس ښه دی ، خو ترونه او د تره زامن دې ستا له تللو خبر شوي دي ، ټول راغلي وو احمد ، سنکین او رشاد تاپسې مزار ته درغلي دي خو نپوهېږم چې ته سنګه تردې ځایه راورسېدلې ، ما خو په مړو کې شمېرلې وې ، هغوی درته بدلمنې وایې ، دوی وایې چې پېغله نجلۍ په کیلو مټرو کیلو مټرو لرې په بل ولایت کې مزدوري کوي ، د شپې او ورځې ورکه وي ، الله خبر چې سه به کوي ؟۔ لورې ما خو درته وويل چې دا خلک يواځې نوم بدی جوړوي ، خو ته دې د خپلې کورنۍ په غم کې دومره ورکه وې چې دا هرڅه دې هیر وو .
مور ته مې وويل چې !!!
مورې هېله کوم داسې مه وایه ، زه یې کېسه کې نه یمه ، دا خلک موږ ته هیڅ نشي ویلی ، پریږده چې هرڅه وایې وایې دې ، زه الله ته معلومه یمه ، بس چې ورور مې ښه وي او اړینه دا چې دې خلکو ته يواځې همدومره ووایې چې ستاسو یې زما له خور سره هیڅ کار نشته ، بیا یې زه په علاج پوهېږم ، دلته قانون شته ، دولت شته ، هرڅه به سم شي .
مور ويل چې ! زینت ورور دې په داسې حالت کې نه دی چې دا فرعونيان یې خبرې ومنې ، دا وګوره .
مور مې خپل لستوڼی پورته کړ اوفففف خدايه د مور مټې مې تکې شنې ولې ، ومې ويل دا ولې ؟ مور يواځې ژړل ، د اوښکو څاڅکو یې یو بل ته وار نه ورکاوه ، آآآآه خدایه تا هرڅه لیدل ، ته په هرڅه قادر او برلاسی وې خو د ظالمانو د ظلم کولو پرمهال چپ وې ، د مور مټې مې ښکل کړې اوښکې وچې ولې ، نه انځوريږي هغه شېبه د لیکلو الفاظ ورته نلرم ، کااااش ژوندۍ نه وای راغلې .
ورېندار ويل ! شاېرې دا پنځلس شل ورځې کیږې چې قاسم او فېروز ( دوی زما د پلار تره زامن وو ) راغلي ول ستا له تللو خبر شول ، له ډېرې غوسې نپوهېدل څه وکړي ، هغه بد الفاظ او نارواوې یې ویلې چې په خوله یې درته نشم ویلی ، ويل یې چې دا بدبخته خلک موږ ته نوم بدی جوړوي ، دې جلۍ چې ښونځی ولوسته او پوهنتون ته لاړه سترګې یې وشکېدلې ، ته ددې جرأت ته وګوره چې اوس دومره لرې په پیسو ګټلو پسې تللې ده ، نور به دې څه سر خوږوم د کور موبایلونه نه یې له موږه واخیستل ، چې خبر درنکړو ټول راټول شول او په دې صلاح شول چې تا همالته له منځه يوسي او دا خبره همداسې غلې پاتې شي ، کله دې چې مور ورته وويل ! چې مخکې چېرته وو ستاسو دا غیرت ، هغه مهال چې زما زوی د مرګ سره لاس او ګرېوان ، هغه مهال چې زما اینګور د جومات مخې ته سوال کاوه چېرته وو ستاسې غیرت ؟ موږ چې کله دخپل کور ټول سامانونه او ګاڼې وپلورلې ، زما لمسي چې له ولږې په شپو شپو نهاره ويده کېدل چېرته وو ستاسې دا ناولی غیرت ؟ که تاسې زموږ لاس نیولی وای او د خپلوانو په توګه زموږ ترڅنګ درېدلی وای اوس به زما لور په کور کې وای ، هغې به ولې په ښځو باندې مزدوري کوله ، هغې دا هرڅه ددې لپاره وکړل چې ورور یې په کټ پروت او کوچني وریرونه یې له ولږې سم په لاره نشول ګرځېدلی .
هغې خو تاسې ته هم وويل چې په کور کې وچه ډوډۍ هم نلرو ، خو تاسې ته هغه مهال دا سترګوته ونه درېدل چې دا هم زموږ غیرت او ناموس دی . ددې ټولو خبرو نه وروسته هغه يو سترګي قاسم مور په ډېر بد ډول ووهله ، کله چې زه ورمخته شوم زه یې هم په څپېړه دومره کلکه ووهلم چې له غوږه مې وینې راوبهېدلې ، شاېرې ورور دې له ځایه نشو پاڅېدلی ، هغه اوس هم په ځای پروت دی ، آن سمې خبرې هم نشې کولی ، کله چې ستا له تګه خبر شو رنګ یې بدلون ومونده ، هغه هره شپه په پټه د بې وسۍ اوښکې تويوي ، خو په خوله هیڅ نه وایې .
آآآه خدایه !!!
څه ووایم ؟ څه ولیکم ؟ نپوهېږم وژاړم ؟ او که وخاندم ؟ دا شو زموږ غیرت ، د‌ خدای لپاره ما دې هريو ته پخپله زنګ وکړ ، له ټولو حالاتو مې خبر کړل ، د ورور له حالته ، دمور له حالته خو دوی زه ځواب کړم ، تو لعنت دې وي په داسې غیرتقد او ناموس ، لعنت دې وي .
مور په داسې حال کې چې لاندې یې ځمکې ته کتل له ځان سره یې ويل ! هغوی دې وژنې ، نه دې پرېدې ، که نن نه سبا ، که سبا نه بل سبا .
مور مې پخپلو لاسونو کې زما مخ ونيوه په سرو او غړېدلو سترګو یې وويل !
ستا په سترګو کې اوښکې ښې نه ښکاري لورې ته دې باید ځان له دې داړونکو خنزیرانو وژغورې ، هو ته باید لاړه شې ، زموږ کېسه کې مه اوسه موږ به يوه چاره وکړو خو ته له دې ځایه لاړه شه .
مور ته مې وويل چې ! مورې هیله کوم داسې د‌لېونیو په څېر مه غږېږه ، دا زموږ کور او زموږ ژوند دی هیڅوک حق نلري او نه دا اجازه چاته ورکوم چې موږ ته په لوړو سترګو وګوري ، زه چېرته لاړه شمه ؟ ، چاکره او چاته ورشمه ؟ ترکومې به تښتمه ؟ ما هیڅ نه دي کړي او نه له چا ډارېږمه .
زه نه دوی باید‌وتښتي رازه همدا اوس د پولیسو حوزې ته زو خپل ټپونه دې وروښایه ، هرڅه سمیږې اندېښنې کولو ته هیڅ اړتیا نشته .
وریندار ويل چې ! نه مور دې سم وایې دا خلک په پخپلې ناپوهۍ کې دومره غرق دي چې نه قانون پېژنې او نه دولت ، دوی خپلې دې بیغرتۍ د‌غیرت نوم ورکوي او د ناموس په نوم هرهغه ناشونې شونې کوي چې هیڅ د تصور وړ نه وي ، شاېرې هیله کوم زموږ خبرې ومنه ، زما د ورور کورته لاړه شه ، خو دلته مه اوسه هغوی هروخت راتللی شې .
ورور او د خپلې کورنۍ غم يوه لورته او ددې خلکو دې ډول ذهنیت او فکر بل لورته ، حقه حیرانه په ځای کېناستم ، لکه تش کالبوت هیڅ مې فکر کار نکاوه ، مور ته مې وويل چې غواړم ورور مې وګورم ، خو هغې ټينګار کاوه چې ورور دې په پوره ډول خواشینی دی ، خپل درد او ددې خلکو کړنې یې بس دي که تا وګوري ښایې ویې نشي زغملی .
خو دمور خبرو ته مې غوږ کېنښوده او سیده د ورور کوټې ته ورغلم ، زما يواځینی ورور هماغسې بې سېکه او درد من پروت وو ، مخې ته یی ودرېدلم ، په تندي مې ښکل کړ ما مې خپل ورور په لومړي ځل ولیده چې له سترګو یې د ناچارۍ اوښکې بهېدلې ، ورته ومې ويل چې ! هېله کوم وروره هیله کوم ته زموږ قوت او توان یې که ته داسې وکړې نو موږ به څه کوو ، هیله کوم ته د چا کېسه کې مه اوسه ، د ورور اوښکې مې ورپاکې کړې ، ورور مې مخ بل لورته واړاوه پوهېدلم نارینه غیرت یې داورسره نه منله چې پېغله خور یې له کوره بهر شپه او ورځ په مزدورۍ پسې وتلې وي ، خو دا یې بايد منلې وای مور مې دورور په مخ کې هم زما د تللو وويل چې د‌ورېندار پلارګنۍ کره لاړه شمه ، ورور مې هم د هو په دود سر وخوزاوه چې یعنې باید لاړه شمه ، ما بیا هم نه منله خو مور مې مجبوره کړم .
ټوله شپه وېښ ناست ولو د ورور سر ته ناسته وم ، ای خدایه ای‌قهار او غفاره ربه ، څه ډول مینه او محبت دې دخوېندو په زړونو کې دورونو په وړاندې اچولی دی ، اندازه یې نکیږي .
دا بدمرغه شپه دومره اوږده شوله چې هیڅ نه سبا کېدله ، نپوهېږم کله او څه ډول به ویده شوې وم چې ، يو وخت مې مور په تندي ښکل کړم او د لمانځه لپاره یې راپورته کړم .
هی هغه رېښتیا وایې چې !!!
غر به درپه سر کړم خو طاقت به یې درکړم ، هغه سهار يو ځل بیا راغی چې زه له کوره راوتلم ، ورور مې له ناچارۍ تر اخره پورې ماته ونه کتل ، او مور مې بې هوښه په کټ پرته وله ، يواځې ورېندار ، کوچنی غورځنګ او هېواد تر دروازې پورې راسره راغلل ، او زه په داسې حال کې چې هیڅ نپوهېدم څه کوم ، چېرته ځم ، چاته ځم د سرک په لورې راغللمه ، له ځانه مې کرکه وشوه ، دومره مې خپلې بې وسۍ ته غوسه راتله چې آن د اسمان لورته مې هم په غوسه کتل ، زه ددې ځمکنیو خدايانو دې ډول انصاف ته حقه حیرانه وم ، دا نو کوم ډول غیرت شو ؟ دا کوم ډول وجدان شو ؟ خو لکه لاسونه مې چې تړلي وي هیڅ مې په وسه پوره نه وو ، زه دومره اندازه په پښو تللې وم چې نوره مې سا تنګه شوله ، او پښو مې درد پیدا کړ ، خو دا چې چېرته به ځم ؟ چاکره به ځم هیڅ نپوهېدلم ، موټر ته پورته شوم يو وخت مې فکر شو د دارلامان لوی سرک ته راورسېدلم ، ستاسو به هیڅ باور نشي چې زه له سهاره څه په پښو او څه موټرو کې ټوله ورځ وګرځېدلم ، تر دې چې لمر هم نور زما له ستړي حالته ستړی شو اوخپلې وړانګې یې ورټولې کړلې .
هوا تیاره کېدله ، ګروپونه ورو ورو روښانه کېدل ، او خلک خپلو کورونو ته ستړي روان ول .
زه دومره له هرڅه بې پروا وم چې هیڅ مې د تورې تیارې له خورېدلو وېره نه وله ، حال دا چې ددې هېواد په ښارونو ، بازارونو او کوڅو کې وروسته له ماښامه د انسانانو په څېره وحشي او داړونکي ځناور راخورېدل ، ورو ورو روانه وم د موټرو ګڼه ګوڼه بیخي ډېره شوې وله ، دومره ستړې وم چې هیڅ د تللو سیکه راکې نه وله ،
اية الکرسي مې وويله ، په ځان مې چوف کړه ، لکه چا چې لاس نیولې موټر ته پورته کړې اوسمه ، زه یو ځل بیا د‌خپل کور په لورې روانه شوم ، هو هماغه کور چې د مرګ جلاپانو پکې زما د مرګ هوکړه کړي وله ، او زما ورتګ ته یې‌شېبې شمېرلې ، لکه داړونکي لیوان چې ټپي هوسۍ ته څک غوږونه ناست وي ، او د‌ ورنېږدې‌کېدو‌ شېبې ورته شماري ، دوی هم همداسې زما په تمه ووو ، ما هیڅ داسې کار نه وو کړی چې د خپلې کورنۍ عزت ته مې زیان رسولی وي ، که زما جرم زما د کوچنیو ورېرونو د وږو نسونو مړول وو ، که زما جرم خپلې زړې مور او ټپې ورور ته درمل او ډوډۍ راوړل وو ، که زما جرم خپله ورېندار له سوال کولو راګرځول وو ، بیا زه مجرمه يمه ، هو زه دا جرم منمه ، خو دویو غوښتل ماته دداسې جرم سزا راکړي چې کول یې څه چې آن مایې په اړه فکر هم نه وو کړی ، خو زه دومره سخت زړې او ډارنه نشوم کیدای ، مامې خپل مات او ګوډ ورور ، خپل کوچني لارورکي ورېرونه ، خپله ناروغه مور او يواځینۍ وریندار يواځې نشوای پرېښودای ، نه ما خپله کورنۍ يواځې نشوه پرېښودای ، ددوی یواځینۍ هیله زه وم ، ددوی د‌ غړیدونکو سترګو يواځینۍ اسره زه وم .
 زه يو ځل بیا هم د خپل کور د کوڅې سرکې له موټره راښکته شوم ، په رېږدېدونکو قدمونو ، پیکه خړې څېرې ، او درزېدوکي زړه سره مخ په لمرخاته د کور خواته رانېږدې کېدلمه .
ما لا د خپل کور د دروازې لاستی تاو کړی نه وو چې يو اشنا غږ مې غوږونه څک کړل ، کوڅه کې د لګېدلي ګروپ په روښنايۍ کې مې لږ مخکې دويم پوړ ته وکتل ، روزبینې د لاس په اشاره وروغوښتلم ، ستړې وم ، ماته وم ، هیڅ سیکه راکې نه وله ، هرقدم راته لکه د غره پڅېر دروند او سنګین ښکارېده ، خو روزبینه د خپل کور تر دروازې هم راوتلې وله ، او په چټکو قدمونو زما خواته را روانه وله ، له لاسه یې ونیولم او خپل کورته یې په زور کشولم ، لاس مې ترې خلاص کړ ، ورته ومې ويل چې ! روزي څه خبره ؟ ولې مې لاس کشوې ؟
هغې مې زنه ونېوله ويل یې !! شاېرې هېله کوم مه زه کورته دي ، رازه موږ کره مور مې درته غږ کوي ، ومې ويل چې ! اوس خو ناوخته دی سبا ته به د راضیې ترور پوښتنې ته درشمه ، خو روزي مې لاس کشولو او په زور یې دکور تر دروازې ورسره بوتلمه ، راضیه ترور هم ولاړه وله ، ژړل یې ويل یې ! رازه لورې دننه راشه ، ومې ويل !! ترورې اوس خو ناوخته دی سبا رازمه ژمنه ده .
خو راضیې ترور ويل ! ته د کوم سبا خبرې کوې لورې ؟ هغه سبا چې وار له مخه تیاره شوی دی ، هغه سبا چې هیڅکله به یې لمر پخپلو سترګو ونګورې ، رازه دننه راشه ، روزي ويل ! چې رشاد ، ۔۔۔۔۔۔ او ۔۔۔۔۔ تاپسې مزار ته درغلي وو غرمه مهال کورته راغلل ، د ماښام تر اذانونو پورې ستاسې له کوره شور او چغې راوتلې ، د مور ، وريندار او د وريرونو د ژړا اوازونه دې هم ورسره وو ، هغه ړوند تره دي يواځې همدا ويل چې !! دا بد ذاته او بدکاره نجلۍ چې ونه وژنم زړه مې ارام نکوي ، دې جلۍ زموږ د ټول ټبر او قبیلې نوم وشرماوه ، که په ځمکه ژوندۍ ننوتې هم وي ترې راباسم يي او پخپلو لاسونو يې وژنم ، فکر کومه چې مينې وريندار دې کوم څه ورته وويل هغه یې هم ووهله .
اسمان ته مې وکتل ، ځای ځای یو نیم ستوری پکې ځلېده ، په ګيله منو سترګو او په ګيله منه ژبه مې په داسې حال کې چې ستونی مې غریو نیولی وو ، او سترګې مې ډکې ولې الله ته وويل !!
ته ولې چپ یی ؟ تا زما دکوچنيو وریرونو د معصومو سترګو د اوښکو خاطر هم ونکړ ، ته د هغو چغو په پورته کېدلو چې ټولې کوڅې اورېدلې دي هم چپ وي ، تا د هغو زورورو او ظالمو لاسونو ننداره په چپه کوله چې زما په ناروغې مور او کمزورې ورېندار پورته کېدل ، ولې ؟ ولې ؟
ازموینه دې ډېره اوږده نشوله ؟ نور ترکومې ؟ سوال مو وکړ ، هرڅه مو وپلورل ، نوم بدې شومه نور څومره ؟ موږ دې هم بنده ګان يو ، ولې هیڅ نه وای ؟ دا خلک ولې ژوندي په ځمکه نه ننباسې ؟
روزبینې او راضیې ترور په ټينګار زه ددوی کور کې پاتې شوم ، ټوله شپه وېښه وم ، او د بام له سره مې د خپل ویجاړ او تالا شوي کور ننداره کوله ، زه د‌يواځیني عادل خدای دې بنده ګانو او د‌هغه له لوري د‌ رالېږل شوي مهربانه پېغمبر دې امتیانو ته په سوچ کې ومه‌، چې څنګه دومره بې انصافه او ظالمان کیدلی شي ، خو هیڅ مې په وس پوره نه وو ، زه بې وسه وم او د فریاد اورېدلو مې هیڅوک نه وو ، له روزبینې مې د قلم او کتابچې غوښتنه وکړه ، او پخپله ددوی د کور د دوهم پوړ هغې کړکۍ ته نېږدې په څوکۍ کېناستم چې زموږ کور ترې ښکارېده ، کله به مې فکر د خپل کور د انګړ په منځ کې د مڼې هغې ونې ته شو چې ماپکې د ماشومتوب خواږه ټالونه خوړلي وو ، او کله به مې فکر د کتابچې سپینو پاڼو ته کړ چې ما د تېرو شویو پېښو په لیکلو تورَولې .
دا هرڅه لکه يو خوب وو ، هغه هم داسې خوب لکه خواږه زهر ، چې دې زهرو به لومړی خوله خوږوله خو وروسته به یې کولمې سره څېرلې ، او ژوند ته به یې د پای ټکی اېښوده .
داچې سبا به څه کیږې ، ژوند به مې بیا په کوم پیچومي وربرابروي نپوهېږم ، خو زما ټوله اندېښنه به زما کورنۍ ته وي ، خو زه بیا هم له خپل مهربانه رب ، د ناچارو چاره ګر ذات څخه دا غواړم چې ورور مې بېرته په وجود روغ شي ، خپلو اولادونو او خپلې ناروغې مور ته راوګرزي او يو ځل بیا د کوچني او نازولي غورځنګ هغه اوازنه چې هېواد ته به یې په چغو ويل !!! ( پلال لاغی ، ماته پاپر راورل، تاته یې نه راکوم ) د کور له انګړه راپورته شي ، خو چې زما دا ارمان به پوره شي او کنه دا به پرېږدو د سبا تر رڼا خورېدلو پورې .
زړه چاودون ، بې چاره ګي او زینت
زینت ۔ زینت ۔ زینت
د کوم سبا په اړه چې زینت پورته لیکلي دي هغه سبا کاش هیڅکله نه وای راغلی ، د هغه سبا نه مخکې چې کومه توره تیاره خوره وه کااش هیڅکله نه وای رڼه شوې ، هغه سبا به زموږ او ستاسې لپاره رڼا وله ، روښنايي به وه او هیلې به وې خو ، دا سبا ددو کسانو د ژوند پای وو .
په هغه سبا چې کله د جوماتونو اذانونو د خاموشې ځمکې خاموشي ماته کړه ، مور مې زه او زینت له خوبه راپاڅولو او يو ځای مو لمونځ وکړ ، مور مې د سهار چای په تیارولو پسې پورته شوله ، زه د کتاب په لوستلو بوخته شوم ، خو زینت هماغسې په جانماز ناسته او تلاوت یی وکړ ، په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدلې اوږده دعا وکړه او له کوټې بهر ووتله .
لمر په تیندکونو د تورو غرونو له څوکو راپورته کېده او د ځمکې ګوټ ګوټ ته یې ځان رساوه ، چې په همدې وخت کې د کلي خاموشي دريو ډزو ماته کړه ، دا ډزې زموږ له کوره درې کوره وړاندې د زینت دوی په کور کې وشوې ، چې په دې سره د مڼې له هغې ونې چې د زینت دوی په انګړ کې ولاړه وله مرغۍ هواته والوتلې او يو څو پاڼې له ونې د ځمکې په لور په غورځېدو شولې .
ما خپل لاسونه چې د‌لوښو وینځلو په مایع ککړ وو زر زر پاک کړل ، پرته له دې چې مورته ووایم په منډه له کوره ووتم ، سرتور سر او لوڅې پښې نیغه دزینت دوی انګړ کې ودرېدم ، داسې یوه چغه مې له خولې ووتله چې اوس ( درې میاشتې وروسته ) مې هم هغه چغه له ذهنه نه وزي .
د روزبینې او راضیې ترور په ټينګار زه ددوی کور کې پاتې شوم ، ټوله شپه وېښه وم ، او د بام له سره مې د خپل ویجاړ او تالا شوي کور ننداره کوله ، زه د‌يواځیني عادل خدای دې بنده ګانو او د‌هغه له لوري د‌ رالېږل شوي مهربانه پېغمبر دې امتیانو ته په سوچ کې ومه‌، چې څنګه دومره بې انصافه او ظالمان کیدلی شي ، خو هیڅ مې په وس پوره نه وو ، زه بې وسه وم او د فریاد اورېدلو مې هیڅوک نه وو ، له روزبینې مې د قلم او کتابچې غوښتنه وکړه ، او پخپله ددوی د کور د دوهم پوړ هغې کړکۍ ته نېږدې په څوکۍ کېناستم چې زموږ کور ترې ښکارېده ، کله به مې فکر د خپل کور د انګړ په منځ کې د مڼې هغې ونې ته شو چې ماپکې د ماشومتوب خواږه ټالونه خوړلي وو ، او کله به مې فکر د کتابچې سپینو پاڼو ته کړ چې ما د تېرو شویو پېښو په لیکلو تورَولې .
دا هرڅه لکه يو خوب وو ، هغه هم داسې خوب لکه خواږه زهر ، چې دې زهرو به لومړی خوله خوږوله خو وروسته به یې کولمې سره څېرلې ، او ژوند ته به یې د پای ټکی اېښوده .
داچې سبا به څه کیږې ، ژوند به مې بیا په کوم پیچومي وربرابروي نپوهېږم ، خو زما ټوله اندېښنه به زما کورنۍ ته وي ، خو زه بیا هم له خپل مهربانه رب ، د ناچارو چاره ګر ذات څخه دا غواړم چې ورور مې بېرته په وجود روغ شي ، خپلو اولادونو او خپلې ناروغې مور ته راوګرزي او يو ځل بیا د کوچني او نازولي غورځنګ هغه اوازنه چې هېواد ته به یې په چغو ويل !!! ( پلال لاغی ، ماته پاپر راورل، تاته یې نه راکوم ) د کور له انګړه راپورته شي ، خو چې زما دا ارمان به پوره شي او کنه دا به پرېږدو د سبا تر رڼا خورېدلو پورې .
زړه چاودون ، بې چاره ګي او زینت
زینت ۔ زینت ۔ زینت
د کوم سبا په اړه چې زینت پورته لیکلي دي هغه سبا کاش هیڅکله نه وای راغلی ، د هغه سبا نه مخکې چې کومه توره تیاره خوره وه کااش هیڅکله نه وای رڼه شوې ، هغه سبا به زموږ او ستاسې لپاره رڼا وله ، روښنايي به وه او هیلې به وې خو ، دا سبا ددو کسانو د ژوند پای وو .
په هغه سبا چې کله د جوماتونو اذانونو د خاموشې ځمکې خاموشي ماته کړه ، مور مې زه او زینت له خوبه راپاڅولو او يو ځای مو لمونځ وکړ ، مور مې د سهار چای په تیارولو پسې پورته شوله ، زه د کتاب په لوستلو بوخته شوم ، خو زینت هماغسې په جانماز ناسته او تلاوت یی وکړ ، په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدلې اوږده دعا وکړه او له کوټې بهر ووتله .
لمر په تیندکونو د تورو غرونو له څوکو راپورته کېده او د ځمکې ګوټ ګوټ ته یې ځان رساوه ، چې په همدې وخت کې د کلي خاموشي دريو ډزو ماته کړه ، دا ډزې زموږ له کوره درې کوره وړاندې د زینت دوی په کور کې وشوې ، چې په دې سره د مڼې له هغې ونې چې د زینت دوی په انګړ کې ولاړه وله مرغۍ هواته والوتلې او يو څو پاڼې له ونې د ځمکې په لور په غورځېدو شولې .
ما خپل لاسونه چې د‌لوښو وینځلو په مایع ککړ وو زر زر پاک کړل ، پرته له دې چې مورته ووایم په منډه له کوره ووتم ، سرتور سر او لوڅې پښې نیغه دزینت دوی انګړ کې ودرېدم ، داسې یوه چغه مې له خولې ووتله چې اوس ( درې میاشتې وروسته ) مې هم هغه چغه له ذهنه نه وزي .
زما پخپلو سترګو هیڅ باور نکېده ، لکه میخ وچه کلکه ځای پرځای ودرېدلم ، د هغې صحنې په لیدلو سره نېږدې وه چې سترګې مې بهر راووزي ، له مانه څو قدمه وړاندې زینت او مور یې په سرو وینو کې لت پت پرتې ولې ، څنګ ته یې دزینت هغه یو سترګی تره په داسې حال کې چې د وسلې خوله یې د خپلې پګړۍ په شمله پاکوله ولاړ وو ، او د منافق پڅېر یې سترګې ځلېدلې ، د انګړ په بله خواکې د کوټو مخې ته د زینت ورېندار له خپلو دواړو زامنو سره چې له چغو او سورو یې غوږونه ګڼېدل ولاړ ول ، د تازه بهېدونکو سرو وينو سر دروازې ته نېږدې کوچني لښتي ته چې اوبه پکې بهر کوڅې ته وتلې راووت .
د‌ زینت مور کله چې د هغې لېور غوښتل ددې يواځینۍ او بې ګناه لور په ګولۍ وولي د هغه مخې ته درېلې وله ، او د ډېرو زاریو ، منتونو نه وروسته چې هغه نه پشا کېدله یوه ګرمه ګولۍ یې د‌ سینې منځ کې سړه شوې وه ، کله چې‌ زینت غوښتل په لګېدلې مور ورټیټه شي یوه ګولۍ یې د‌ زړه په سر او بله یې په کیڼ اړخ کې خښه شوه او دوه قدمه وړانډې خپلې زړې مور ته مخامخ په کلکه ځمکه راړنګه شوه ، لکه ځمکه چې په حرکت راغلې وي ، اوزه یې د‌‌ زېنت مخې ته وروستې ومه ، هغه لا ژوندۍ وله ، د سترګو تورو کسو یې ورو ورو خپل ځای سپینو ته پرېښوده ، او زینت په کمزوري اواز همدا ويل چې !!!
زه بد لمنې نه یمه .
د زینت ښي لاس د‌ هغې د زنې لاندې وو ، او په مړاوو سترګو یې کله خپلې مړې مور او کله به یې خپلو کوچنيو ورېرونو ته کتل ، هرڅه بې روحه وو ، داسې حس کېدله لکه د قیامت شپیلۍ چې وهل شوي وي ، او نړۍ لوټه لوټه لمنځه ځي ، د زینت سر د هغې له لاسه لاندې په وینو ککړې ځمکې ته راړنګ شو ، او په اخر ځل یې د ورور په ويلو روح له تنه والوت ، او د دوو تنو ( مور او لور ) غبرګې جنازې قضا مازدیګر په داسې حال کې چې پرته له يوې ښځې او دوو کوچنيو هلکانو خپلوانو د کلي نارينه وو او ښځو د کلي هدېرې ته وروړې ، او دواړه مور او لور د تورو خاورو لاندې شوې .
درې اونۍ وروسته هرسهار وختي به زموږ له کوڅې يوه ځوانه ښځه چې زړه شکېدلې څادري به یې په سر وله له کوڅې وتله او قضا مازدیګر په داسې حال کې چې له سوال کولو څخه به ستړې ستومانه راستنه شوه د زینت دوی په کور به ورننوتله .
په دې کور کې اوس درې تنه وو ، د زینت نیم مړ ژواندی ورور ، وریندار یې او اته کلن وراره یې هېواد چې خپل کشر ورور غورځنګ یې د کور په کرایه کې ترې دکور خاوند بېل کړی وو .
                             ” پای “

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.