د تاریخ ليکنې په برخه کې د ډاکټر مبارک علي هڅې د ځانګړې مننې او ستاینې وړ بلل شي‌

مقتصد ستړی

624
د انسان د تکامل د اصولو له مخې، د هغه ماضي، حال او راتلونکې له يو بل سره تړلي دي او یوازې د تیرو تجربو او اوسنیو فعالیتونو په نښلولو سره خپل روښانه راتلونکی جوړولی شي چې دا له تاريخ څخه په سمې ګټې اخيستنې سره ممکن ده.
په داسې حال کې چې په تحصیلي بنسټونو کې باید هرڅه په پټو سترګو ومنل شي له دودیزې تاریخ پیژندنې څخه انحراف خورا ستونزمن کار بلل شي، په همدې تنګ او زنداني چاپېريال کې ډاکټر مبارک علي په ډېره زړورتيا سره وکولای شول چې د خپل کار په جریان کې د رسمي رواياتو او د هغو په رڼا کې د ليکل شويو کتابونو موضوعيتوب او د تاريخي حقايقو سره په تضاد کې هغه تفصيلات رابرسېره کړي چې په عامه توګه حرام بلل شوي وو، نه يوازې دا بلکې ډاکتر مبارک علي د يو متبادل تاريخ په لیکلو کې رښتينې او بې پرې هڅه وکړه او همدغه یوه وجه ده چې نوموړی تر ستاینې ډېر غندل شوی دی.
ډاکټر مبارک علي
ډاکټر مبارک علي د پاکستان يو تاريخپوه او عالم دی، په هند کې زېږېدلی او د تاريخ په بېلابېلو موضوعاتو کې یې تر سلو زیات کتابونه لیکلي دي.
مبارک علي په ۱۹۶۳ ز. کال کې د حيدرآباد له سندهـ پوهنتون څخه د تاريخ په څانګه کې ماسټري او په المان کې یې د روهر پوهنتون نه په همدې برخه کې دوکتورا هم کړې ده.
د تاريخ په ډګر کې د ډاکټر مبارک علي خدمتونه تفصيلي تحليل او تبصرو ته اړتيا لري، خو که په لنډه توګه يې د لنډيز کولو هڅه وکړو، نو ويلای شو چې د هغه علمي کار څو مهمې ځانګړنې لري چې لومړۍ ځانګړنه یې د تاریخ لیکلو له دودیزو نمونو څخه دهغه بغاوت دی؛ له بده مرغه چې زموږ علمي بنسټونه د هر ډول نوي فکر او مفکورې له پیدا کولو څخه معلول دي او په ټول تدريسي چاپېريال کې د پوښتنې کولو کلتور بیخي نشته او یا هم که چیرته یو زده کوونکی سوال پورته کوي په هغه بېلابېلې ټاپې لګول کېږي چې په دې توګه یې د فکري ازادۍ مخه نیولې او د ولې کلمه یې مطلق حرامه ګڼلې ده.
د ډاکټر مبارک علي د کار دويم د پام وړ اړخ دا دی چې دی د تاریخ موضوع د پاچاهانو او نورو واکمنانو په ذکر پورې نه محدوده وي او لکه د نورو تاریخ لیکونکو په څېر د واکمنانو او پخوانیو مشرانو د هر مشروع او ناروا اقدام دفاع نه کوي.
د بېلګې په توګه یې د خپلې دوکتورا په څېړنيزه مقاله کې چې د مغلو د دربار په اړه یې لیکلې او همدارنګه د مغلو واکمنانو په ځانګړې توګه اکبر او جهانګیر بادشاه باندې د هغه په لیکل شویو‌ مقالو او لیکنو کې چې د هند د وېش پر مهال د همغه وخت د سياسي رهبرۍ په اړه چې د يو او بل د پلويتوب پر ځای یې د خپل فکر او قلم بې پريتوب ثابت کړی د یادونې وړ بلل شي؛ ډاکتر مبارک علي د واکمنانو او سیاسي مشرانو د موضوعاتو څخه دباندې په خپلو څېړنو او پلټنو کې د ټولنې د بېلابېلو برخو د کردار ترڅنګ په خپلو موضوعاتو کې د ټولنې مظلومې طبقې ته د لومړیتوب په ورکولو سره د انسانانو د عادتونو او غوښتنو پر بنسټ د تاریخ موندنې په هڅه کې ټولنیز تاریخ ته په اهمیت ورکولو سره داسې تاریخي موضوعات ولیکل چې په حقيقت کې هم باید د تاریخ لیکنې برخه وګرځول شي.
د ډاکټر مبارک علي بله لويه ځانګړنه دا ده چې دی د هرڅه په ليکلو کې ځان يو عام لوستونکی ګڼي، که څه هم هر لیکوال حق لري چې د خپلو لوستونکو په اړه قضاوت وکړي خو ځینې لیکوالان د یوې محدودې حلقې لپاره لیکل کوي چې د هغه د ذهني کچې سره برابر وي، که چیرې یو لیکوال په خپله موضوع کې ماهر وي، فکر کوي چې د هغه د کچې متخصصین کولی شي د هغه نظریات درک او تبصره ورباندې وکړي، دا ډول لیکوالان د هغو خلکو پروا نه کوي چې د دوی د مهارت له کچې سره برابر نه دي او له نظریاتو څخه یې استفاده کوي، بلکې دوی یوازې دا غواړي چې سم او مستند لیکل وکړي او د ځان په څیر خلکو ته یې ورسوي، خو ځينې داسې لیکوالان هم شته چې په خپله موضوع کې د بشپړې لاسرسۍ او په هغه کې له روانو بحثونو سره د بلدتيا سربېره په خپله موضوع کې د سختو تخنیکونو او جملو د کارونې څخه چې د عامو لوستونکو لپاره د پوهیدو وړ نه اوسي ډډه کوي، چې دغه لويه ځانګړنه د ډاکتر مبارک علي په ليکنو او مقالو کې له ورايه څرګنديږي او د تاریخ له عامو او خاصو لوستونکو سره د مطالعې او زده کړې په برخه کې خورا ډېره مرسته کوي.
که څه هم د ډاکتر مبارک علي په ليکنو کې چې اکثریت یې د برصغیر په واکمنانو او د هغوی په کورنیو پورې اړه لري د پښتون وطن، بلوچستان، سندھ، پنجاب او بیا بنګال کې د پښتنو د ملي غورځنګونو یادونه نه ده شوې خو د تاریخي ليکنې په ځانګړې لار کې د نوموړي له هڅو څخه سترګی نشې پټېدلی.
په پای کې د تاريخ ليکني په برخه کې ډاکټر مبارک علي د خدمتونو د ستاينې ترڅنګ باید یادونه وکړم چې د دې ستر حقیقت په اساس چې د انسان پرون او راتلونکی یو له بل سره تړلي دي، دا د هر هوښیار انسان دنده ده چې د تاريخ څخه په سبق اخیستنې سره په خپل نن کې د غوره راتلونکي لپاره ژوند او مبارزه ترسره کړي.
په درنښت

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.