د اپلاتون اقتصادي عقاید

عبدالوافي نایبزی

388

د ۲۱مې پېړۍ په اقتصادي عالمانو کې مو ولاکه داسې څوک تر سترگو شي، چې لیکنه يې تاسې ته یو څه اساسي درکړي. وړمه ورځ مې د اپلاتون اقتصادي عقاید یا نظریات لوستل، راته بېخي جالب وو، دا سړی چې له قبل‌المیلاد څخه ۴۲۸ کاله وړاندې دې نړۍ ته راغلی دی، د اقتصاد په برخه کې عجیب او غریب نظریات لري:

۱. د طبقاتي سیسټم سره مخالفت:
اپلاتون به ویل، چې په ټولنه کې یوه ډله هر څه لري او هېڅ کار کولو ته زړه نه‌ښه کوي، بله ډله بیا هېڅ نه‌لري، خو باید ډېر کار وکړي، تر څو د خېټې مړولو له‌پاره یو څه ومومي او اصلاً په ټولنه کې د ټولو جنجالونو مور هم دا طبقاتي ژوند دی. اپلاتون وویل «د مالونو ملکیت باید په بشپړ ډول ختم شي» او د همدې ملکیت د ختمولو له‌پأره يې د «اشتراکیت» نظریه ورکړه او دا يې داسې تشرېح کړه، چې ملکیت او نکاح باید لغوه شي، دولتی مامورین او عسکر باید پر یو مېز سره ډوډۍ وخوري، هېڅ‌څوک باید کور او نویو شیانو څښتن نه‌وي (شخصي ملکیت نه‌وي) – یوه خبره ده، چې د اپلاتون دغه نظریه د «کميونېزم» تر نظر لاندې په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې تطبیق شوه، خو د اپلاتون کمیونېزم یوازې او یوازې پر دولتي مامورینو د تطبیق وړ وو، نه پر ټولو عامو وگړو.

۲. د کار وېش یا Division of Work:
د اپلاتون په اقتصادي نظریاتو کې د کار وېش بېخي ښکاره دی، د هغه په نظر یو سړی به اهنگرۍ سره علاقه لري خو بل سړی به له سیاست سره علاقه لري، چې د کار وېش له هم‌دغه ځایه پيلېږي، اپلاتون وړاندې ځي، وايي چې په يو هېواد کې باید د وگړیو استعداد (هغه که طبیعي وي او که کسبي) باید د حکومت له لوري رهنمايي شي، تر څو وگړي په‌خپلو چارو کې لا موفق اوسي – د اپلاتون د کار وېش نظریه بیا وروسته په ۱۷مه پېړۍ کې د اقتصاد د پلار Adam Smith له لوري «د کار وېش او تخصص – Division of Labor and Specialization» عنوان لاندې ښه تشرېح او عملي شوه.

۳. خارجي سوداگرۍ ته اړتیا نه‌شته:
اپلاتون به ویل، چې یو ښار کې باید له پنځه څلوېښت زرو ډېر کورونه نه‌وي، تر څو دوی وکولای شي، چې یو بل سره ښه وپېژني. خارجي سوداگرۍ ته اړتیا نه‌شته، ځکه که چېرته مو ښاري اقتصاد پر بېروني سوداگرۍ متکي شي او بیا یو ناڅاپه ستاسې له هغه خارجي هېواد سره په کومه موضوع اختلاف راشي او درباندې خپل تولیدات ودروي، نو څه به کوئ؟ نو ښه ده، چې د خودکفايي له‌پاره خپل تولیدات او خپل اقتصاد ولرئ.

۴. حکومت باید پر اقتصاد بشپړ تسلط ولري:
اپلاتون پر دې نظر وو، چې ټول اقتصادي سیاست باید د حکومت په لاس کې وي، تر څو د لویو اقتصادي ستونزو د پېښېدو مخ‌نېوي وشي، د اپلاتون له نظریاتو معلومېږي، چې هېڅ د ازاد بازار پلوی نه‌دی او حکومت مخاطبوي چې باید پر اقتصادي نظام بشپړ تسلط ولري.

۵. په ټوله کې اپلاتون خان د سوسیالستي جمهوریت پلوی وو، چې وروسته يې هم‌دا نظریاتو په ټولو سوسیالستي مکتبونو اغېز هم کړی‌دي، مثلا یو ځای کې وايي، چې بزگران مجبور دي، چې ځمکې وکري، دوی نه‌شي کولای چې خپلې ځمکې هم‌داسې پرېږدي، ځکه چې زیان يې بیا ټولنې ته رسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.