توماس هابز څه ویل غوښتل؟

بریال حبیبی

516
هابز، فلسفه هغه ګټوره پوهه بولي چې د علت و معلول له روښانولو سره سروکار لري؛
دده په باور طبیعي او سیاسي فلسفې دواړې سودمندې دي، خو فلسفه، الهیاتو ته نه ورګډېږي؛ ځکه د الهیاتو موضوع هغه روحاني و غیرمادي واقعیت دی، چې زموږ په فهم کې نه شي راتللای؛ دی زیاتوي:
تاریخ او ستورپوهنه هم د فلسفې برخې نه دي؛ ځکه فلسفه یوازې او یوازې د مادې په ځانکړنو او لاملونو راګرځي.

هابز د مادې په اصالت د باور له مخې انسان یو ډول ماشین بولي او په روح هم باور نه لري؛ دده په خبره انسان یو طبیعي موجود او د طبیعت یوه برخه ده او طبیعت هم له یوه ماشیني و مکانیکي مفهوم ورآخوا بل څه نه دی.

توماس هابز
د هابز فلسفه کې تر ټولو مهم ټکی د حرکت مفهوم دی؛ د ګالیله فزیک کې وښودله شوه چې د نړۍ اصلي و دایمي ځانګړنه حرکت دی او دې نظریې د هابز په نظریاتو خورا ډېر اغېز کړی؛ دده په باور نه یوازې دا چې طبیعت، ځمکه او آسماني اجرام د حرکت د قوانینو پر مټ توضیح کېدلای شي، بلکې سیاست و ارواپوهنه هم ددغو قوانینو تر سیوري لاندې دي.
خو ولې د هابز، سیاسي تصور له ارواپوهنې نه راوځي؟
په اړه یې ویل کېږي چې د نوموړي ارواپوهنه هم پر مادیت ولاړه ده او د یو بنیادم رفتار د هغه د انفعالاتو حاصل ګڼي او د انفعالاتو پایله بیا هغه غبرګونونه یادوي چې انسان یې له خارجي توکو نه د رامنځته کېدونکو حرکاتو په وړاندې ترسره کوي.
هابز وایي چې تر ټولو غالب انفعالات له غیرطبیعي مرګ نه وېره او واک ته د رسېدلو میل دی؛ دی زیاتوي چې دغه دوه انفعالات په انسان کې د نوموړي د تر ټولو بنسټیزو سائقو تجلیات دي او په ټوله کې ورته د نفس صیانت هم ویلی کېدلی شي.
د هابز په باور ټول بشر  یو ډول  نه یو ډول د نفسي صیانت د غریزې یا طبیعي حق درلودونکی او د دغې انګېزې اغېز هغومره پراخ دی چې انسان ځان ته دا حق ورکوي، هر هغه کار ترسره کړي، چې دی د خپلې ځاني بقاء لپاره ورته ضرورت لري؛ د بېلګې په توګه:
پر نورو واک چلول، له منځه وړل او یا یې د شتمنیو ترلاسه کول.
د هابز له آنده انساني ټولنه تل د حرکت په حال کې ده او  انسان هم همېشه له یوې موخې نه بلې هغې ته حرکت کوي؛ د انسان لپاره د آرامي په نوم کوم څه شتون نه لري او د ژوند ماهیت له یوې غوښتنې نه بلې غوښتنې ته حرکت بللی کېږي؛
همداسې هرې موخې ته رسېدنه، کومې بلې هغې ته د رسېدلو لپاره یوه مقدمه ده او د واک ترلاسه کولو اړوند د انسان په میل هم همدا قاعده حاکمیت لري.
انسان د قدرت په ترلاسه کولو نه مړېږي، بلکې له شته قدرت  سره سره د نور په موندلو پسې مټې را بډ وهي او آرامي نو یوازې په مرګ کې ترلاسه کوي.
هابز د حواسو د ماهیت او فعالیت په شننه کې هم د حرکت له مفهوم نه ګټه اوچتوي او لیکي چې:
کوم کیفیتونه چې موږ یې په بېلابېلو مواردو کې حاصلوو، ټول ذهني او ددغو ذهني مواردو، واقعي علتونه بیا د توکو عیني حرکتونه دي؛ دی وايي:
حسي ادراک یوازې او یوازې د هغې مادې نمود وړاندې کوي، چې د حرکت په حال کې ده؛
له همدې امله ویلای شو چې د معرفت له بهیر نه د هابز تحلیل د تجربې پر اصالت ولاړ دی؛ په دې مانا چې ټول ذهني مفهومونه، د حسي تجربو پایلې او په ظاهره له حس سره اړیکه نه لري، بلکې له تجربوي مفاهیمو سره د یو ډول پیوستون او یا د هغوی له تداعي نه حاصلېږي.
هابز، ژبې ته پخپلو مطالعاتو کې ځانګړی اهمیت ورکړی؛ نوموړی د ژبې استعمال له ذهني مرحلې نه لفظي مرحلې ته د وینا انتقال بولي او لکه ویلیم اوکام خبره یو ډول هغه نخښه یادوي چې په توکو د دلالت لپاره اختراع شوې ده.
هابز نومونه یا الفاظ په لومړنیو او دویمي مفاهیمو وېشي او د ډبرې، لرګي، پېشو، انسان او… غوندې کلیمې یې لومړی او لکه د نوع، جنس او فصل غوندې هغه یې دویمي ډول یادوي.
هابز دې ته په کتو چې حکومت د یوه کس یا د یوې ډلې د څو کسانو او یا د هماغې ډلې د ټولو کسانو په لاس کې دی، په دریو ډولونو وېشلی؛ دی وایي:
په پورتنيو دری واړو ډولونو کې چې قدرت له هر چا سره وي، د خلکو استازي بللي کېږي؛ خو که چېرته د خلکو استازی یو وي، حکومت سلطنتي؛ که ټول حاکم وي، حکومت یې دیموکراتیک او که د چارو واګې د یوې ډلې له څو کسانو سره وي، حکومت یې اشرافي بللی کېږي؛ نوموړی د حاکمانو او د هغوی د انتخاب په اړه زیاتوي:
۱ـ ځینې حاکمان هغه مهال قدرت ته رسېږي، چې یوه ډله خلکو هغوی ته د قدرت په انتقال موافقه کړې وي او؛
۲ـ ځینې بیا هغه دي، چې په زور و نظامي ځواک واک ته رسېدلي وي؛ دی د دویمي ډلې په اړه لیکي:
دغه ډول حاکمیت هم یو ډول اجتماعي او مشروع قراداد دی؛ خو دا ډول حکومت د یوه ملت د افرادو ترمېنځ نه، بلکې د غالبینو و مغلوبینو ترمېنځ رامنځته شوی وي.
پای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.