په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري

آصف بهاند

317

د لوږې څونامي

یودېرشمه برخه

«په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري

        (یونیسف)

دا موضوع ډېر ځلې په تاریخ کې تکرار شوې ده چې د سیاسي ډلو ټپلو، گوندونو، مسلح ډلو، دولتونواو… تر منځ د تضادونو په اړودوړ کې عام خلک متضرره کېـږي، په افغانستان کې په دې ورستیو څه کم پنځوسو کلونو کې دا ظلم پر خلکو روان دی او تر ټولو لویه تعدي بیا دا ده چې دواړه دوښمنې ډلې ځان سلامت او مقابل لوری ملامت گڼي. اوس هم د افغانستان پر سیاسي ستیژ باندې همدا غملړلې ډرامه روانه ده، لوبغاړي خپل کار کوي ضرر یې عامو خلکو ته رسېـږي.

د افغانستان پر اوسېدونکو باندې د لوږې څونامي همدې سیاسیونو راوستې ده. هره سیاسي ډله له مسؤلیته تښتي، ځان سپین باز ښیي خو مقابل لوری ملامت او تورکارغه ترسیموي. دا سیاسیون یا مړه کېـږي، یا له خپلو لوټ کړو شتمنیو سره یوه ارام ځای ته ورځي او فیسبوکي مبارزه پیل کوي؛ خو عام خلک د دوی د تېروتنو په بل کړای شوي اور کې سوځي او د همغو ظالمانو استازي خلکو ته وايي چې همدا به مو نصیب وي.

پر افغانستان باندې د امارتي واکدارانو د حاکمېدو له ورځې، د لوږې څونامي څپې نورې هم مرگونې شوې دي، د خلکو د فریادونو د اورېدلو لپاره څوک نه شته او دا فریادونه عرش ته لېـږل کېږي.

په همدې څو نږدې تېرو ورځو، کله چې طالبان له ټولې نړۍ سره ښکر په ښکر شول، د لوږې څونامي د یادو څپو د ډېرېدو وړاند وینه وشوه او داسې اټکل کېده چې د نورو نړیوالو خیریه مؤسسو تر څنگ به د ملگرو ملتونو ټولې اړوندې ادارې خپل فعالیتونه په افغانستان کې ودروي، خو داسې ونه شول. د خوړو نړیوالې اداره د خپل فعالیت د غځېدو خبر ورکړ.

د افغانستان څونامي ځپلو وگړو ته دا یو ښه زیری کېدای شي چې د خوړو نړیوالې ادارې د طالبانو له سختدریځه کړنو سره ـ سره وویل چې:

«د خوړو نړیوال سازمان: د طالبانو له ځپونکو بندیزونو سره افغانستان کې کار ته دوام ورکوو

دې ښه خبر ته په اشارې سره، د تاند په یوه رپوټ کې داسې راوړل شوي دي:

«تاند:( جمعه ، د غویي ۸ ) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام غواړي چې د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو د پارونکو بندیزونو له دوام سره سره په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

د یاد شوي پروګرام د افغانستان د څانګې مشر ژیاو وی لیم برلین ته د سفر پر مهال وویل چې دغه سازمان له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لري.

د هغه په ​​وينا، بشري مرستې د ښځو، ماشومانو او معيوبينو په ګډون د ډېرو زيانمنو شويو خلکو لپاره حياتي ارزښت لري.

نوموړي همداراز د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې په ترڅ کې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې په دغه هېواد کې بشري ناورین شدت موندلی دی.

د “لي” په وینا، که څه هم په افغانستان کې د بشري مرستو له لارې د قحطۍ مخه نیول شوې، خو لا هم میلیونونه افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

طالبانو له څه مودې راهیسې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځینه وو د کار منع کولو ترڅنګ، دوی ته د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د کار کولو اجازه هم نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي چې ښځو ته د بیا کار کولو اجازه ورکولو لپاره خبرې روانې دي.

هغه وايي: “ښځينه کارکوونکي د خوړو د نړيوال پروګرام يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د دې ادارې ٢٧ سلنه کارکوونکي ښځې دي.”

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشر هم د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې د خوړو نړیوال پروګرام تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د ۹۰۰ میلیونو ډالرو بودیجې کمښت لري.

 تر دې مخکې د دغه سازمان چارواکو په افغانستان کې د قحطۍ او لوږې په اړه خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان خلکو ته د غوښتل شویو مرستو یوازې یوه کمه برخه ورکړل شوې ده.

عام خلک طالب مشران ګرموي، چې په افراطي سیاستونو یې نه یوازې افغانستان منزوي کړی او بې هویته کړی؛ بلکې خلک یې د فقر په آخره کرښه درولي او د نړیوالو له بشري مرستو یې هم په تدریجي ډول محروموي.

څه موده مخکې د سیګار په یوه راپور کې طالب مشران تورن شوي وو، چې د نړیوالو بشري مرستو له دوام سره، د دوی خیټې لویې شوي، خو افغانان لا نور وږي شوي دي.»

د لوږې څونامي په راتگ سره، د افغانستان پر خلکو داسې حالت راغلی دی چې کېدای شي د دونیا د نورو خلکو لپاره د باور وړ نه وي، دا به د ځینو مرفع هېوادونو د وگړو لپاره د نه منلو وي چې یوه کورنۍ دې د خپلو نورو ماشومانو د خېتې مړولو لپاره خپل یو اولاد د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي. داسې هم شوي دي چې د بیوزلو کورنیو کوچنیان په ډېرانونو کې د نورو پاتېشونې او غورځول شوي خوراکي توکي خوري:

دا کار په افغانستان کې په سلگونو ځلې شوی دی. همدا اوس ډېری خلک خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای، اولادونه یې ډېر ځلې په وږی نس څملي. چې کار نه وي، لاس دې تش وي او اولادونه دې ډوډۍ درنه غواړي، ته به څه کوې، حللاره څه ده؟

اوس چې بیا په دوحه کې ملگري ملتونه د افغانستان په باب یوه غونډه جوړوي، سره له دې چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا خپلې خبرې او پرېکړې کړې دي، خو بیا هم ولیدل شي چې هلته نړیوال زموږ د هېواد د وضعې په باب څه پرېکړې کوي او نړیوالې خیریه مؤسسې به د وږو خلکو د تشو خېټو په باب څه تجویز نیسي، لا مالومه نه ده.

د نړیوالو دې دا په یاد وي چې یونیسف ویلي دي چې:

«په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري!»

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.