نظم

محمد اجمل کریمي

444
د قبره وچه لکړه شوم خبر یې؟
هر سړي د درد دسمال را غاړې کړی.
نڅوي یې را په وچو وچو خاښو.
زمانې پسې شمال را غاړې کړی.
حال مې مه غواړه که حال غواړې شېرینه!
په رګ رګ کې مې لړم لړم ده وینه!
ښه تازه ګلاب خوشبو وم په څرۍ کې.
د شبنم په وصل مست وم زندګۍ کې.
آن په ځان کې وم شیدا پخپلو کړنو.
له چا کم نه وم په رنګ او هم په بوۍ کې.
زه ترې ورک وم؟که له ما ورکه وه مینه!
په رګ رګ کې مې لړم لړم ده وینه!
ته راګورې نه زه نه یم د ماتلې.
ځمکه اور ده را کباب یې کړلې تلې.
د خپل ځان د غولَوَلو په خاطر مې.
سرې سکروټې دي په لاسو کې نیولې.
توان طاقت لکه لوګی راڅخه ځینه!
په رګ رګ کې مې لړم لړم ده وینه!
چې را ګیر یم ستا د مینې دایره کې.
رانه پاتې دي لالونه په ایره کې.
ماته کټ مټ خپل احساس مخې ته راشي.
چې مرغه هم کله ګورم پنجره کې.
ترخه زهر رانه جوړ دي له ګبینه!
په رګ رګ کې مې لړم لړم ده وینه!
له جوماته دي نارې د خوشحالیو.
خلګ ناست دي په هوس او په مستیو.
عشق دي زده د پتنګانو له ټولۍ شي.
چې ړنګ بنګ شي را کباب په ډېوګیو.
هسې نه چې راوتلې یو له دینه.
په رګ رګ کې مې لړم لړم ده وینه!
ستا د مخ روښنایي نه راته رسیږي.
په تیارو کې رانه لارې غلطیږي.
“کریمي”په ورځ کې څو ځله ورکیږي.
چې به غېږي ته داستا کله رسیږي.
ته مې واخله!هره لاره مې کړه ریڼه!
په رګ رګ کې مې لړم لړم ده وینه!
محمداجمل (کریمي)
جمعه/Apr 28,2023

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.