توپان

لیکوال: جبران خلیل جبران ژباړه: عصمت الله زهیر

499

يوسف فخري دېرش کلن وو، چي له دنيا او ما فيها يې لاس واخست.
تنها، خاموش او د زاهدانه ژوند تېرولو لپاره يې هغه ويرانه خانقا آباده کړه،چي د شمالي لبنان د درې “قاديشا”په څنډه کي موقعيت لري.
نژدې کليوالو د هغه په اړه بېل بېل فکرونه درلودل…
چا به ويل:
“هغه د يوه شتمن او شريف ټبر وګړی دی، له يوې ښځي سره يې مينه درلوده،د هغې د بې وفايۍ له کبله يې زړه مات سو،ښار يې پرېښودلو او د هغې د هېرولو په خاطر يې يوازيتوب غوره کړو.”

چا به ويل:
“هغه د خيالونو د نړۍ اوسېدونکی يو شاعر دی،چي خپلو خيالونو او جذباتو ته د شعر او نظم رخت رغولو لپاره يې له ټولنيزو هنګامو څخه لمن را ټوله کړې ده.”
چا به دا ډول اټکلوله،چي:
“هغه يو عبادت کوونکی صوفي دی،چي له دنيا او دنياوي چارو يې مخ اړولی او دين يې قناعت بللی دی او چا به په غوڅه توګه ويل:
“هغه لېونی دی”
لاکن زه؟.زه په دا پېښه کښي يو مخيزه خاموش وم، ولي چي زه پوهېدم؛په اروا کښي څه دا ډول نازک رازونه هم مېشت وي،چي اظهارول يې د اټکلونو تر وس تېر وي.
خو بيا هم د دې عجيب و غريب انسان سره د ليدلو او مجلس کولو مي زښت آرزو درلوده،ځکه مي دوه ځلي دا هڅه وکړه،چي له هغه سره و وينم،حقيقت يې ځان ته معلوم کړم،مقصد او مدعا يې درک کړم،لاکن رډ رډکتو او له ځينو داسي ټکو پرته چي د هغه سنګدلي، سوړ هر کلی او بزرګي ورځنې جوتېدله،نور هيڅ بريا مي په برخه نه سوه.
لومړی ځل چي مي هغه و ليدلو نو يې د صنوبر له ګڼو وَنو سره په خوا کي قدم وهلو.په ډېره خوا خوږي او ښايستګي مي سلام ور واچولو، لاکن هغه به يې د سر له خوځښته بل کوم ځواب را نه کړو او بېړنی له هغه ځايه رهي سو.

په دویم ځل چي زه او هغه سره مخامخ سو،د هغه د خانقاه سره په خوا کښي د انګورود باغيچې په منځ کښي ولاړ وو،زه يې خوا ته نژدې سوم،ورځني و مي پوښتل:
“پرون د يوه چا د خولې خبر سوم،چي دا خانقاه کوم سرياني عابد په څوارلسمه پېړۍ کښي و دانه کړې وه” ولي؛ په دې اړه تاسو و ماته کوم معلومات راکولای سئ؟”
هغه زښت په ستوخه لهجه راته و ويل.
“زه نه پوهېږم، چي دا خانقاه به چا ودانه کړې وي او نه ورباندي پوهېدل غواړم!”
دا چي يې راته و ويل،نو شا يې راباندي را وګرځوله او په طنزيه لهجه يې راته و ويل:
“ته دي له خپلي انا څخه ولي په دې اړه پوښتنه نه کوې؟ هغه تر ټولو په عمر هم مشره او د دې دَرو تاريخ هم تر بل هر چا ښه ورمعلوم دی!”
زه پر دا خپل طفلانه حرکت پښېمان او پرېشان بيرته راستون سوم.
دوه کاله خو دغه ډول راباندي تېر سول،چي دا له اسرارو ډک سړی مي پر خيال او تصور غوړېدلی وو.

٢
د خزان د موسم کيسه ده:
زه د يوسف فخري له خانقاه سره خوا کښې نژدې د غرونو په درو کښي ګرځېدم، چي توپان را باندي راغی، باد سو،باران سو،تر ما دا ډول تاو سول،لکه څه ډول چي يو مست سمندر تر هغه کښتۍ تاو سي،چي پاړو يې ورمات کړی وي او بادبان يې توندي سيلۍ ورڅېرلی وي.
په داسي حال کښي مي د خانقاه لار ونيوله او له خپل زړه سره مي و ويل:
دا له خلکو د بيزاره سړي سره د ليدلو په زړه پوري موقع ده.
توپان او لانده کالي مي د زړه سوي لپاره غنيمت وبلل، ځان مې هم دا ډول د زړسوي په حالت کي خانقاه ته ور و رسولو،لا مي د دروازې ځنځير اوس ورشرنګولی نه وو،چي هغه سړی مي تر سترګو سو،چي له يوې مودې يې ما د ليدلو تمنا په خپل زړه کښي ساتلې وه.
د هغه په لاس کښي يو مرغه وو،چي سر يې زښت ژوبل سوی او وزر يې مات وو،مرغه دا ډول چوڼېدی، لکه د خپل ژوند وروستي ساعتونه چي شمېري.
تر سلام وروسته مي ورته و ويل:
“وبخښه، چي په داسي يو حالت کښي تاسو ته راغلم، لاکن څه مي کړي وای،ناوسه سوم،توپان خورا توند دی او کلی له دې ځايه زښت آزاد دی” هغه پر خپل تندي ګونځي و غوړولې او په ځيرځير يې راته و کتل..
د حقارت په ډکه لهجه يې راته و ويل. “دلته يو شمېر سمڅي سته،که دي زړه وای؛ پناه دي پکښي اخستی سوه.”

دا چي يې راته و ويل؛د مرغه پر سر يې دا ډول مينه ناک لاس را تېر کړو،چي تر دې وړاندي مي هيڅ داسي ليدلي نه وو.دا توپيرمنه ډوله رحم او سنګدلي چي مي و ليدل،نو بېخي هېښ پاته سوم.
زما لپاره زياته حيرانوونکې پېښه دا وه،چي هغه راسره دومره بې قدري ولي روا ساتي؟
هغه اوس په پوښتونکو سترګو راته وکتل،لکه چي زما ذهني اضطراب يې درک کړو،راته و يې ويل:
توپان کله هم تروه غوښه خپل خوراک نه ګرځوي،بيا ته ولي ځنې ډارېږې،چي په تاخت يې؟
په ځواب کښي مي ورته و ويل:
دا سمه ده، چي توپان له ترشګۍ سره اړيکي نه ساتي، لاکن ساړه او تازه شيان يې خوښ دي،نو ځکه زه په دې باور يم،که يې بيرته په دام کښېو تم،نو يوه خوندوره ګوله به مي کړي،تر ستوني به مي تېر کړي.
دا چي يې واورېدل،څېره يي يو څه خنده رويه غوندي سوه او راته ويي ويل.
“توپان که چېري تا د خونده ډکه ګوله وپاموي او تر ستوني دي شېوه کړي، دا به ستا لپاره د دومره لوی عزت باعث سي، د کوم چي ته هيڅ حقداره نه يې.”
ما په ځواب کښي ورته و ويل:
“دا ځکه له توپانه په تاخت دلته راغلم،چي هغه عزت زما په برخه نه سي، چي زه يې هيڅ حقداره نه يم”
د خپلي نرۍ مسکا پټولو په خاطر چي د هغه پر شونډو بې اختياره وغوړېده،اوس يې وماته شا را وګرځوله،و يوې چوکۍته يې اشاره وکړه، چي د يوې سرې انګېټۍ په څنګ کښي پرته وه. راته و يې ويل:
“پر دا چوکۍ کښېنه او خپل کالي وچ کړه!” ما ورځني مننه وکړه او دواړه کښېنستو. زه پر هغه لرګينه چوکۍ کښېنستم، چي اور ته ور څرمه وه.په منځ کښې توږلې غرنۍ ډبره پرته وه،هغه په يوه خاورينه پياله چي تېل ورپکښې وو؛ ګوتي ډوبي کړې،د مرغه پر ژوبلو وزرونو او خوږمن سر باندي يې و موږلې او بيا يې را ته و ويل:

“باد او غبار دا خوار مرغه ښکېل کړو،خوار په نيمزاله حالت کښي په غرونو را پرېوتو.”
ما په ځواب کښي ورته و ويل: “دغه ډول زه هم باد او غبار ستا پر در راپرې ايستلم،په دې تر اوسه نه پوهېږم، چي زما يې لاسونه رامات کړي دي او که يې سر راله مات کړی دی؟”

هغه زما څېرې ته په ځير ځيرکتل،وروسته يې وويل: “څومره به جالبه وای،که د انسان فطرت د مرغانو په شان وای،نوره به جالبه وای،چي توپان د انسان لاسونه او سر ورماتولای سوای،لاکن بزدلي د انسان په رګونو کښې پرته ده،توپان يې لا په خپل موج کښي ليدلی نه وي،چي په سمڅو او کونجونو بېړني ننوځي.”

د خبرو غځولو په اراده مي ورته و ويل:
مرغانو ته هغه شرف حاصل دی،چي انسانان ورځنې بې برخي دي،انسانان د هغه قانون او دود په سېوري کښي ژوند تېروي،چي خپل ځان ته يې ټاکلي دي،لاکن مرغان د دې عام او پراخ قانون سره سم ژوند تېروي،د کوم له رويه چي مځکه تر لمر ګرده چورلي.

اوس د هغه په سترګو کښي روڼا ښکاره او څېره يې روښانه سوه،لکه زه چي يې خپل ځيرک شاګرد و موندلم.
هغه راته و ويل:
“ډېر ښه! ژوندی اوسې،دا کوم څه چي ته وايې او دغه دي عقيده هم وي،نو انسانان پرېږده،د هغو ضعيف دودونه او ناکاره قوانين پرېږده،د مرغانو په څېر په يوه داسي ځای کښي ژوند تېر کړه،چي له ناموسِ الهْی پرته له هره څه بې برخي پاته وي.”
ما يې په ځواب کښي و ويل:
“زه چي دا څه وايم،هم ورباندي اعتقاد ساتم” هغه اوس خپل لاسونه وغوړول او په ډېره ستوخه لهجه يې راته و ويل.
“اعتقاد بېل شی دی او عمل ورباندي کول بېل شی دی. داسي ډېر خلک سته،چي خبري خو د سمندر په شاني کوي،لاکن ژوند يې د باراني اوبو تر ډنډ پراخ نه وي. خپل سرونه د غرونو تر څوکو هم هسک پاموي،لاکن ارواوي يې د سمڅو په تيارو کښي بيدې پاته وي.”
دا چي يې و ويل:
هيڅ د خبري مو قع يې رانه کړه او را څخه ولاړ سو. شا و خوا پرتې خاشې يې سره راغونډي کړې،په اوردان کښې د اچولو پر مهال يې راته و ويل:
“بوټان دي وکاږه، پښې وچي کړه،لندبل(رطوبت) انسان ته ضرر رسوي،خپل کالي دي ښه وچ کړه او هيڅ ډول خجالت مه کوه.”
زه يو څه نور اور ته ورنژدې سوم،تر لندو کاليو مي توښ ولاړېدو او هغه د خانقاه په وره کښي ولاړ غضب ناکه فضا يې په ژور تيا سره څارله. يو ګړی وروسته مي ورځنې و پوښتل:
دې خانقاه ته مي ډېره موده وسوه،چي راغلي ياست؟ هغه بې له کومي پاملرني راته و ويل:
“دې خانقاه ته زه هغه وخت راغلی وم،څه مهال چي مځکه سپېره او ويرانه پرته وه،پر سمندرونو تيارې غوړېدلي وې او روحونه د اوبو پر سرو رپېدل.”

زه نور پټه خوله سوم،له ځانه سره مي و ويل:
څومره عجيب و غريب دی دا سړی او څومره تريخ دي حقيقت ته يې رسېدل.. په کار دئ. لاکن له ده سره خبري کول او د ده د روح اسرار ته رسېدل زښته اړينه ده،نو ځکه صبر د ځان توښه کومه، آن تر دا چي د ده ستوخه ورځ او غضب په لطف او کرم اړوم.

٣
شپې خپل تور څادر پر درو باندي غوړولی وو،باد او باران دومره په زوروو،چي په زړه کښي مي را وګرځېده
چي توپان د ژوند وَډرولو او مځکه له خس او خاشاکه مينځلو ته بيرته په جوش راغلی دی.
د يوسف فخري له ما بېزاري اوس نوره په مينه او خوا خوږي بدله سوې وه.ګويا د اصل اجزاوو پاروني د هغه په روح کښي هغه اطمينان اخښلی وو،چي ځيني وختونه د عکس العمل په توګه را څرګندېږي.

هغه جګ سو،دوې ډيوې يې بلي کړې،بيا يې زما په وړاندي د شرابو ډک منګی او يو پتنوس کښېښودلو، چي ډوډۍ،کورت، د زيتون تېل او څه وچه مېوه پکښې پراته وو.هغه اوس مخامخ راته کښېنستو،زښت د لطف او مهربانۍ په انداز يې راته و ويل:
“له ما سره چي څه د خوړلو او څښلو اسباب پروت وو؛ ټول ستا په وړاندي دي،راځه راسره شريک سه.”
موږ دواړو د ماښام ډوډۍ په چوپتيا کښي سره وخوړله. د باد سرپی،د باران شرنګی مي اورېدلو،ما چي به هره ګوله راپورته کوله،د يوسف فخري څېرې ته به مي وکتل،چي د ده د خد و خال څخه د ده ذهني حالت او وجداني تلوسې او آرزو ګاني يې درک کړم.
د دسترخوان تر ټولولو وروسته يې د اوردان تر څنګ د پيتلو يوه چای جوشه را واخيستله،په دوو پيالو کي يې خورا خوندوري شنې چای واچولې.
بيا يې د سګرېتو پېکټ پرانستلو،په خورا نرم ږغ يې را ته و ويل:
“در واخله؛سګرېټ وڅکوه!!.” ما يو سګرېټ ځنې را واخيست او په دا بل لاس کښي مي د شنو چايو پياله وه، دا مهال چي مي سترګو کوم څه ليدلو؛هيڅ باور مي نه ورباندي راتلو.
زما د سګرېټ د بلولو او د شنو چايو د درو،څلورو ګوټونو کولو پس هغه خپل سر وخوځولو،لکه چي زما په افکارو پوهېدلی وي،راته و يې ويل:
“و تاته په دې خانقاه کښي د شراب،سګرېټ او شنو چايو په شتوالي حيرانتيا درېږي،تش دا نه د خوراک پر شيانو او بستره باندي هم حيرانتيا اخستـی يې، تا زه هيڅ نه ګرَموم. ته هم د دا ډېرو خلکو له ډلي يو يې، چي له خلکو څخه د ګوښه توب په خاطر د ژوند او ژوند له ټولو فطري خوندونو او عادي خوشاليو ګوښه توب يو لازمي سبب اټکلوي.”
ما په ځواب کښي ورته و ويل:
“هو! دا عقيده په غوڅه توګه زموږ په ذهن کښي غوړېدلې ده،چي د خدای د عبادت لپاره له دنيا مخ اړول دا مانا لري، چي يوازي او پرهېزګارانه ژوند دي تېر سي او د دنيا هر خوند او خوشالي دي پرېښوول سي،تش اوبه او په وښو دي ګُزاره وسي.”
هغه راته و ويل:
“د خدای له مخلوق سره په استوګنه کښي هم د خدای عبادت کولای سو،نو ځکه د عبادت لپاره يوازيتوب او ګوښه توب اړينه نه ده.
ما د خدای موندلو لپاره دنيا پرې ايښې نه ده،خدای خو مي تش د خپل مور او پلار په کور کښي نه… هر ځای مي ليدلو.
له خلکو مي ګوښه توب ځکه اختيار کړو، چي زما اخلاق د دوی له اخلاقو بېل وو او افکار مي د دوی له افکارو سره تو پير درلود.
دخلکو سره مي ټولنيزي اړيکي ځکه غوڅي کړې،چي د خپلي روح کيڼ اړخ ته اووښتونکو څرخونو کښې مي ښي اړخ ته تاوېدونکي څرخونه و ليدلو،تمدن مي ځکه پرېښود او زما په اند هغه يوه زړه بې فايدې قوي او ډاروونکې وَنه وه،چي جرړي يې د مځکي په تيارو کي غوړېدلي او ښاخونه يې آسمان ته رسېدلي وو، لاکن لالچ،بد اخلاقي،جرم او ګناه يې ګلونه وو، مېوه يې بدبختي،فکر او اندېښنې وې.
ځينو هڅه وکړه،چي پيوند يې کړي،د دې وني طبيعت تغير کړي،لاکن هيڅ بری يې په برخه نه سو،دا ډول هغوی د ناهيلۍ،ناوسۍ،او ناکامۍ په حالت کښي مړه سول.”
هغه اوس چوکۍ ته ملا ايله کړه،ږغ يې نور هم جګ سو،ګويا د کلام له تاثيره يې يو خوند هڅېدلو،د خبرو لړۍ يې و غځوله او و يې ويل:
“نا! ما د رهبانيت او عبادت لپاره يوازيتوب نه دی خوښ کړی،په دې خاطر چي عبادت د زړونو سپېڅلې ترانه ده، په ناشمېره ساندو کښي ګير پاته د دې باوجود تر خدايه رسي او رهبانيت چي دویم نوم يې پر بدن جبر کول او آرزوګاني يې وژل دي.
يوه ستونزه سته، چي زما په مذهب کښي کوم ځانګړی ځای نه لري.
خدای پاک بدن د روح عبادتځای ګرځولی دی او زموږ مسئوليت جوړېږي، چي ساتنه يې وکړو،چي دا ډول روڼ،سپېڅلي او هڅاند هم د هغه (الوهيت) قابل وګرځي،کوم چي پکښې استوګن پاتېږي.
نا!زما ملګريه!ما د زهد او عبادت لپاره ګوښه توب خوښ کړی نه دی. په دې خاطر مي خوښ کړو، چي ما له خلکو،د هغو له قوانينو،د هغو له زدکړو،له رسم او رواجه،د هغو له اندونو،کړاوونو او د هغو له رش او له کشه مي ځان ګوښه کېدل غوره و بلل..
ما يوازيتوب ځکه مهم و پامولو،چي د دغو خلکو ناولي مخونه نور ونه وينم،چي خپل روحونه و پلوري،په بيه يې دا ډول شيان رانيسي،چي په ارزښت او بيه کي څو چنده تر هغو پست پاته وي.
ګوښه توب مي په دې خاطر مهم وپامولو،چي نور هيڅ له دا ډول مېرمنو سره ليدل نه غواړم،چي په هسکه غاړه سترګي رغړوي،په شونډو کښي يې ناشمېري خنداوي ناڅي،لاکن په زړونو کښي يې هم تش يو غرض…!

ما يوازيتوب ځکه غوره وبللو،چي د هغه نيمګړو فلسفيانو د ملګرتيا ځان په ډ ډه کړم،چي په خوب د علم سيوري وويني او په دا باور سي،چي د معرفت په عالم کي ارزښت هم هغه دی،کوم چي په دايره کښي نقطې ته حاصل دی او چي کله په ويښه د حقيقت سيوری وويني،په دې عقيده سي،چي د دوی د حقيقت واړه او کامل جوهر پخپله ولکه کښي کړو.
خلوت نشيني مي په دې خاطر مناسب و بلله،چي نور د هغه ناپوهانو له تاوده هرکلي ډارېدلی وم،چي مهرباني د اړتيا تېر او بېر د بزدلۍ او غرور د عظمت يوه بڼه نوموي.
مجرد توب مي ځکه ژوند و ګرځولو،چي روح مي د دې دولت لرونکو سره په اوسېدلو اوسېدلو نوره ستومانه وه،چي په دا خيال دي لمر ستوري او سپوږمۍ د دوی له خزانو راخېژي او د دوی په جېبونو کښي پرېوځي.
د هغه رهبرانو مي نور زړه را ډک سو،کوم چي د قوم د آرزوګانو سره لوبېږي.
سترګي يې په طلايي غبارونو او غوږونه يې په مترنم ټکو ور ډکوي،د هغو پادريانو زښت تنګ سوی وم،کوم چي خلکو ته نصيحتونه کوي.خپله هيڅ وخت عمل نه ورباندي کوي او له هغو د داسي شيانو د غوښتلو هيله څرګندوي،چي د خپل نفس څخه يې هيڅ وخت طلبولای نه سي.

يوازيتوب مي ځکه د خپل ژوندون مرکز و پامولو،چي تر ننه د انسان له لاسه و ماته داسي يو شی نه دی را رسېدلی،چي قيمت دي يې ما په خپله خوښه نه وي ادا کړی. ما ګوښه توب په دې خاطر خپل مقصد و پامولو، چي له دې لوی پراخ او ډاروونکي تعميره مي نوره کرکه راپارېدلې وه،کوم چي دنيا يې (تهذيب او حضارت) نوموي.
هغه تعمير چي د صنعت او نقاشۍ د کمالاتو آئينه او د انساني کوپړيو پر کوړه ودان سوی دی،د يوازيتوب تلوسه ځکه راپکښي و زېږېده،چي په يوازيتوب کښي د روح او فکر زړه او بدن لپاره ژوند دی.
ما په دې ويرانو ځنګلونو کښي ځان ته کور ځکه خوښ کړو،چي د لمر روڼا،د ګلو وږمې او د ويالو سندري لري.
ما دا غرونه ځکه خپل استوګن ځايونه وګرځول،چي دلته د سپرلي بې دردي،د ګرمۍ لېوالتيا،د خزان ترنم نوازي او د ميني اراده پرته ده.
دا نړېدلې خانقاه مي په دې هيله ودانه کړه،چي د مځکي له پټو رازونو سره بلدتيا او د خدای له يادګارونو سره اشنايي مي موخه وه.
اوس هغه چوپ سو،ساه يې لنډېدله، لکه يو دروند بار چي يې د سره ايسته سوی وي.
اوس د هغه په سترګو کښي عجيب و غريب جادوګري ځلاوي ځلېدلې او پر څېره يې د عزتِ نفس ارادې او قوت موجونه په نڅاسول.
ما تر ډېره د يوې ځانګړي خوشالۍ په غېږ کښي د هغه څېرې ته کتل. زه په دې نور هم خوشاله وم، چي د کومو پټو خبرو معلومولو آرزو مي له يوې مودې په زړه کښي ځنګوله،اوس هغه ټول پر ځای او حق دي،ولي ته نه پوهېږې،چي د ټولنيزو نا خوالو کوم تشخيص تاسو وړاندي کړلو راته،دا ډول څرګنده سوه،چي تاسو بشپړه طبيب يا ست او د يوه طبيب سره هيڅ نه ښايي،چي د رنځور تر روغتيا يا مرګ وړاندي د رنځور له علاجه منکر سي،دنيا ستا غوندي خلکو ته زياته اړتيا لري،دا به له انصافه وتلې وي،چي ته ټولني ته د ګټي رسولو استعداد لرې او بيا هم لمن ورځني ژغورې؟.
هغه اوس ښه تر ډېره و ماته په ځير ځير وکتل او بيا يې د نا هيلۍ او خواشينۍ څخه په ډکه لهجه راته و ويل:
د خپل زېږون له پيله د طبيبانو دا خواهش پاته سوی دی،چی رنځور له رنځه و ژغوري.
دا ځکه ځينو پکښي نشتر او ځينو پکښي دارو راوړل، لاکن درېغه ټول در ټوله بې له کوم اميد او بري پرته مړه سول.
کاش! د زمانې د ګردشونو دا رنځېدلی رنځور خپل لړلی بستر ټينګ نيولی او په خپلو زَړو زخمونو يې قناعت کړی وای،خو داسي نه ده. هغه له خپله څادره لاس راباسي او هر هغه څوک تر غاړه ونيسي،چي د رنځور پوښتني ته راغلی وي،لاکن کومه خبره چي مي زيات لېونی کوي او ويني مي په رګونو کښي خوټکوي؛ هغه دا ده،چي دا خبيث رنځور يو وارخو طبيب و وژني او وروسته پښېماني ورباندي څرګندوي،خپلي سترګي پټي کړي،د زړه سره و وايي. رښتيا هم دا کامل طبيب و.”
نا؟ وروره!په دنيا کښي څوک هم د انسان سره هيڅ ښېګړه نه سي کولای. څه ډول چي يو بزګر “هغه که هر څومره ماهر او عقلمند هم وي” په مني کي کرونده نه سي رېبلای” ما په ځواب کښي ورته و ويل:
ښاغلې! د دنيا د خزان موسم پر وتلو دی،ورپسې ښکلی زړه وړونکی سپرلی را روان دی،چي ګلونه به پکښې و غوړېږي،په باغونو کښي به رنګونه ونڅېږي او ويالې به په درو کښي سندري زمزمه کړي.”

هغه اوس يو سوړ اسوېلی واخيستو،تندی يې ګونځي کړو،په غمګينه لهجه يې راته و ويل:
“کاش! چي و ماته دا څرګند وای، چي څه خدای پاک د انسان ژوندون “موخه مي زمانه ده” له خپل واړه تعلقات سره په دغه موسمونو کښي وېشلي دي،چي د خپل رفتاراو تسلسل له کبله د عادي موسمونو سره مشابهت لري؟ولي زرګونو کلونو پس پر مځکه باندي داسي يو انسان جماعت را څرګنديدلای سي،چي د روح او رښتينتوب له اصولو سره به سم ژوند تېروي؟
څه داسي وخت به هم راسي،چي د انسان به عزت او بزرګي پکښې په برخه سي،د ورځي د روڼا او د شپې د اطمينانه برخمن د ژوندون په ښي اړخ کښي به کښېنې؟
څه دا خوب به يې تعبير و مومي. ولي دا خوب به هغه مهال خپل تعبير ته رسېږي،چي کوم ګړی مځکه د انسانانو په غوښو خپله لوږه او د هغه په وينو خپله تنده سړه کړي؟
اوس هغه ولاړ سو او خپل ښی لاس يې آسمان ته جګ کړو،لکه د دې عالمه سېوا د يوه بل عالم په لورچي اشاره کوي؛ هغه راته و ويل:

“دا دنيا د لېوني خوب دی او دا خانقاه د داسي خوبونو ځای نه دی. ولي؛ زه يې له انګڼ او هم يې د کونجانو له هر يوه،يوه شي سره په يقيني توګه بلد يم. يوازي دانه د دې غرونو له هر يوه کاڼي سره عادي يم. زه دا حقيقت د يقين تر بريده تسليموم،چي زه موجود يم او د وجود په ژورتيا کښي لوږه او هم تنده لرم.
دا حق لرم،چي د ژوند په خوراک او څښاک کښي هغه لوښی وکاروم،چي په خپل لاس مي رغولی دی،هم دا يې علت وو،چي د خلکو مېلمستاوو او غوړېدلو دسترخوانو ته مي شا کړله او اوس به تل هم دلته مېشت يم.”

اوس هغه د کوټې په منځ کښي قدم وهلو او ما دا مهال د هغه د خبرو،د هغه د اسبابو او علتونو په اړه خپل د فکر نيلی ځغلولو،کومو چي د ده په وړاندي د انساني ټولني دا رنګ عکس راکښلی وو،چي کږې وږې کرښي يې درلودلې او يا يې تور داغونه درلودل.
آخر چي مي دا ورته و ويل:
هغه نور و درېدلو. “زه ستا د خيالونو او هم دي د مقصدونو ډېر زيات احترام لرم،لاکن زما په علم کښي ده او علم د افسوس پيلامه ده،چي ستا د ګوښه توب له کبله دې قسمت رټلي قوم يو داسي وګړی له لاسه ورکړو،چي قوم ته يې د ګټي رسولو او ويښولو توان درلودلو.”
اوس هغه خپل سر خوځولو او راته و يې ويل:
“دا قوم هم د نورو قومونو پشان دی،ولي چي ټول خلک له يوه فطرته زيږېدلي دي،تر منځ که يې کوم توپير سته هم؛ هغه يې تش د خارجي منظرونو توپير دی، کوم چي هيڅ حقيقت نه لري. پر دغه اساس د مشرقي قومونو بدبختي په اصل کښي د ټولي نړۍ بدبختي ده. کوم شی چی ته د مغربي ودي سره تعبيروې؛ هغه د بې پايانه غرور يو پراخ سېوری دی اوبس!
فرېبجن به تل فرېبجن پاته وي،د يوه حال ويونکي که نوکان و کاږې،که يې خوله ور وګنډې؛حال ويونکی به وي.
د ورېښمو جوړ لباس که واغوندي،په محلونو او حرم سرايونو کښي که مېشت سي؛درواغ رښتيا نه سي نومېدلای.
په اورګاډو کښي کښېني او که په الوتکو کښي والوزي؛ خيانت په امانت نه سي اوړېدلای.

غلامي،د ژوند غلامي،د ماضي غلامي،د اصولو، خصلتونو او د لباس غلامي،د مَړو غلامي،غلامي به غلامي پاته وي،پرته بې له دې که يې څېره ورنګوې او يا يې لباس ورتغير کړې! غلامي به غلامي پاته وي.
څه وسوه،که خپل ځان په آزادي نوموي هم.

“نا! زما ملګرې! مغرب تر مشرق زښت ترقي يافته دی او نه مشرق تر مغرب زيات زوال خوړلی دی.
په دواړو کښي هيڅ توپير نسته،پرته له دې چي د يوه لېوه يا کوم بل ځناور تر منځ شتون لري.
ما د ټولني ځانګړي منظرونه وليدل،تر هغو وَډر مي ازلي انصاف خوښوونکی ناموس تر سترګو سو،چي بدبختي،غلامي او جهالت په يوه درجه کښي څاري، يوه قوم ته پر بل قوم فضيلت نه وربخښي، دا چي يو ټبر پرېږدي؛ پر بل ظلم نه کوي.”

د التباس تر بريده مي په حيرانتيا سره ورته و ويل:
“هو! باطل دی؛ دا تمدن او هم يې واړه منظرونه.
باطل دي دا واړه ايجادات او اختراعات څه دي؟
پرته له دې نقاصو چي عقلونو ته يو دروغجنه تسلا ورځني رسېږي. حالانکې هغه په اضطراب او پريشانۍ کښي ګير پاته وي او دا د واټنونو غفلت،د غرونو او دَرو همواري او پر فضا باندي غلبه د څه ده؟.
پرته له هغو لګېدلو مېوو چي سترګي په ډکېږي او نه زړه په مړېدلای سي،نه اروا اوج ته رسولای سي.
پاته سوې؛ هغه معماوي او کيسۍ کوم چي په علومو او هنرونو سره تعبيرېږي،ګويا زرين تناوونه دي، چي انسانان يې په ځلاوو او شرنګي هوسېږي،په خپلو پښو کښې ګرځوي؛بلکې دا هغه پنجرې دي،چي انسان د عالم زېږون په پيل کښي د کيشوانو او غېڼګو څخه ودانول راپيل کړي وو،په دې هيڅ نه پوهېدلو،چي د دې واړه کاريګرۍ حاصل به يې تش دا وي،چي خپلي موټي به په دا پنجرو کښي بنديواني ګوري.
هو! د انسان دا ټولي کارګزارياني،واړي موخي،برياوي، ټولي جنګ جګړې او دا واړه آرزوګاني دروغجني دي.

هو! د دنيا هر يو شی دروغجن دی او د ژوند په واړه چټلياتو کښې له يوه شي پرته هيڅ بل يو شی د روح د رغبت، ميني،شوق او لېوالتيا وړ نه دی.
دلته تش يو شی دی…”

ما ورځني پوښتنه وکړه، ښاغلې! هغه کوم يو شی دی..؟
هغه يو ګړی پټه خوله وو،وروسته يې لاس پر ټټر باندي کښېښودلو،سترګي يې پټي کړې،په څېره کښي يې ځلا او تازګي و غوړېدله،په ريږدېدونکي او خواږه ږغ يې راته و ويل:
“هغه د روح ويښوالی دی،هغه يو تصور دی،چي د بېهوښۍ او ناخبرۍ په ساعتونو کښي د انسان پر احساساتو ناڅاپه يرغل وروړي او د سترګو بصيرت يې ور روڼوي.
ژوند د انسان لپاره په سندرو کښي نغښتی،په رنګينو حلقو کښي را ايسار،د مځکي او پراخي فضا تر منځ د يوه نوراني څلي په څېر ولاړ ښکاري، هغه ضمير دی، چي د وجود د لمبو يوه لمبه ده، ناڅاپه په روح کښي بل سي او هغه خس او خاشاک ايرې کړي،چي روح يې له څلورو اطرافو ګير ساتلې وي،سرپی يې سي او په پراخه فضا کښي لاهو سي.
هغه يوه جذبه ده،چي د انسان پر زړه باندي نازلېږي او هغه حيرانتيا او هېښتيا اخستی و درېږي.
هر هغه شی بې حقيقته ورته وايسي، چي د ده په خلاف وي. د هر هغه شي څخه بد وړي،چي له ده سره ملګرتيا نه کوي او د هر هغه چا په ضد د بغاوت ناره پورته کوي،چي د ده په رموز او اسرار نه پوهېږي.
هغه يو پټ لاس دی،چا چي زماله سترګو پرده پورته کړه،ما خو د خپلو عزيزانو دوستانو او هېواد والو سره يو ځای ګډ ژوند تېرولو،چي يوه ورځ مي له خپله زړه څخه د حيرانتيا او پرېشانۍ په حالت کي و پوښتل:

“دا خلک څوک دي،چي راګوري او زما لور ته د راکتونکو حيثيت کوم دی؟زه دوئ څه ډول پېژنم او دوئ مي چيري ليدلي دي؟ زه په دوئ کښي څه لپاره استوګن يم او له دوی سره ناسته پاسته مي څه لپاره ده. په څه خاطر له دوی سره ږغېږم؟
زه په دوی کښي پردی يم او که دوی په دې کلي کښي نابلده دي،کوم چي ژوند زما لپاره ترتيب کړی او کيلۍ يې و ماته راو سپارلې.”
هغه اوس د څه ساعت لپاره پټه خوله سو،لکه چي د تېرو وختونو يادونو يې په حافظه کي هغه تصويرونه او نيم کښه انځورونه تازه کړل،چي اظهارول يې دی نه خوښوي،بيا يې خپل لاسونه و غوړول او قرار يې وويل.
“دا دی؛ هغه کيفيت چي څو کلونه وړاندي راباندي غوړېدلی وو،دنيا مي خوشي کړه،بدخوابي تېرول،د فکر له جذبې او چوپتيا څخه د خوند اخستلو لپاره دې ويران ځنګل ته راغلم،داچي يې راته و ويل،نو د شپې د ژوري تيارې څارلو لپاره د خانقاه ورَه ته رهي سو،ورَه ته چي نژدې سو،هغه چيغي کړې،لکه توپان ته چي مخاطب وي.

“دا يوه تلوسه چي د روح په تَل کښي رازېږي؛کوم څوک چي يې پېژني؛هغه يې د خبرو په وسيله نه سي اظهارولای او چي څوک يې پېژني نه؛هغه يې تر قيامته په رازونو پوهېدلای نه سي.!”

٤
يو ښه ګړی يې د فکر په ټال او د توپان له چيغو نارو سره تېر سو. يوسف فخري به کله په کوټۀ کي قدم وهلو او کله به په ورَه کښي و درېدلو. غضبناکي فضا ته يې په ځيرسره کتل،لاکن زه پټه خوله ناست وم،د هغه روحاني څپې مي حسولې او د هغه قولونه مي په حافظه کښي ځنګول،دا مهال مي د فکر موضوع،د هغه ژوند او د يوازيتوب هغه خوندونه او کړاوونه “چي د ده په ژوند کښي نغښتي پراته وو” شپه چي نيمه تېره سوه،هغه مي څنګ ته و درېدلو او تر ډېره يې راته کتل، لکه په حافظه کښي چي د هغه چا خد و خال خوندي کول غواړي،چي ده ورباندي د خپل يوازيتوب او ګوښه توب راز څرګند کړی دی.
آخر يې د سکون په ډکه لهجه راته و ويل:
“زه دا مهال په توپان کښي ګرځېدو ته بېرون ځم، دا مي يو عادت ګرځولی دی،چي په دوبي او هم په مني خوند ورځني اخلم. دا ونيسه! سګرېټ او د چايو چایجوشه.. که دي شرابو ته زړه وو،نو په دا منګي کي پراته دي.
ګوره!تلتک او بستره په هغه کونج کي پراته دي،که چېري خوب درغلو؛ قراربيده سه.”
دا يې راته و ويل او يو خيرن تور کوټ يې په غاړه کړو، په خندا يي راته و ويل:
“زه هيلمن يم، سهار د تګ پر مهال به ور و تړې،ولي چي يبا به زه ټوله ورځ د صنوبر د ګڼو ونو په منځ کښي تېروم.”
هغه اوس د ورَه پر لور رهي سو،د يوې اوږدې همسا اخستلو پر مهال يې راته و ويل:
“که دي چېري د خانقاه په څنډو کښي توپان بيا راګير کړي، ګوره؛ چي دلته په راتګ کښي هيڅ ځنډ و نه کړې او زه دا هيله څرګندوم،چي ته به له توپانه ډارېدل نه، مينه کول زده کړې.
ښه ده، ښه شپه درته غواړم!.” دا يې و ويل او بيړنی رهي سو. زه د خانقاه په ورَه کښي و درېدم،تر ډېره مي پسې کتل،چي آخر ځي کوم لوري ته…
لاکن نور هغه تيارو زما له سترګو نهام کړو، خو تر ډېره مي د هغه د پښو سکاسه اورېدله.

٥
سهار سو،توپان درېدلی دی،وريځي بيرته سوي دي.
د اطرافو غرونه او ډاګونه د لمر په روڼا کښي لمبېدلو، ما د خانقاه ور وتړلو او په خپله اروا کښي مي د دغه معنوي ويښتيا يو ژور اغېز را اخستی او راستون سوم، کوم چي يوسف فخري زښت په شدت سره د اظهار په وسيله راباندي څرګند کړی وو،لاکن کوم ګړی چي آبادۍ ته را نژدې سوم؛ټول خلک مي روان و ليدل او د هغو ږغونه چي مي واورېدل،نو ودرېدم،د خپل زړه سره مي وويل:
بې له شکه د روح ويښتيا د انسان لپاره زښته اړينه ده، ولي چي هم هغه د هستۍ موخه ده،نو بيا څه له تمدن د خپلو بېلو لباسونو او بڼو له رويه د روح د ويښتيا پيلامه نه سوه؟
موږ له موجوده حقايقو څه ډول انکارېدلای سو،ولي چي وجود درلودل يې په کار د لوېدلو بشپړه دليل دی. امکان لري،چي موجوده تمدن يو نړېدونکی (عرض) وي.
لاکن ابدي ناموس (اعراض) يوه زينه ګرځولې ده، چي پوړۍ (مطلق جوهر) ته و رسېږي، تمامي سي، تر دا وروسته مي بيا کله هم د يوسف فخري سره ليدل نه دي سوي،ولي چي د ژوند اړتياوو زه د هغه خزان په موسم کـي د شمالي لبنان څخه په يوه ګوښه هېواد کي مېشت کړم،چېري چي توپان بد رنګ او بد خونده دی، لاکن هلته د تجرد د جنون يو ډول سته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.