زړه مې بل ډول داغلی

آمنه فنا

759

مودې وشوې، زړه مې غلی
مودې وشوې، زړه مې بل ډول داغلی
مودې وشوې، زړه مې هېڅ نه راته وایي
مودې وشوې، زړه رمې د غمو پیایي
مودې وشوې، زړه مې درد په زړه کې ساتي
مودې وشوې، زړه مې نه کړي فریادونه
نه کوي راته خبرې
ترېنه هېرې دي سندرې
ته وای مړ دی، یا ګونګی دی
نه په حال، نه لیونی دی
اخی مات لکه بنګړی دی
سر یې ایښی پر زنګون دی
زما نارې نه اوري کوڼ دی
له اور سرې سلګۍ یې اورم
دا ماشوم چا مرور دی؟
چې وړې سلګۍ یې اورم
زه حیرانه ورته ناسته
دلاسه به یې په څه کړم
د کوم درد یې درمان وکړم

مودې وشوې زړه مې غلی
مودې وشوې زړه مې بل ډول داغلی
بې غزلو بې نغموو یم
بې سندرو بې ټپوو یم
ژوند مې شور او شرنګ بايللی
هدیره کې د بنګړو یم
مړوندونه مې دي مړي
احساسات مې اوبو وړي
خپل وجود کې زنداني یم
وزر ماتې او زخمي یم
وایم کاش چې دا یو خوب وي
ما وطن نه وي بايللی
روح مې تن نه وي بايللی
زه دې نه وم بې رنګونوو
بې سپرلیوو بې ګلونوو
ماپسې دې نه وي بندې
د رڼا دروازې سپینې
خدایه ته خو مې حال وینې
ښونځي کې دې زما پر څوکۍ نه وي ګرد پرېوتی
پوهنتون کې دې زما صنف خالي نه وي
زه دې نه ومه، په نه جرم محکومه
زه دې نه ومه، د ژوند له حق محرومه
زما زړه دې دومره مات او ما یوس نه وي
زما زړه دې لکه ګل په غوړېده وي…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.