ارواښاد شمس الدين قلعټکی

637

نن مې د خپل کتابتون ‌کتابونه لټول چې په دې لړ کې مې سترګې پر يو ډېر‌مهم او غوره کتاب سترګې ولګېدې چې کلونه مخکې زما ګران ملګري او تکړه فرهنګي ښاغلي عبدالملک پرهیز راته ډالۍ کړي و .
دغه ارزښتناک اثر د هېواد نامتو فرهنګي شخصيت ،لزکوال،تاريخ کښوونکی ،شاعر او ژورنالیست ارواښاد استاد سرمحقق عبدالله جان بختاني خدمتګار په ۱۳۲۳ کال کې ليکلی .
په اثر کې د افغانستان يو ډېر نامتو فرهنګي شخصيت ارواښاد شمس الدين قلعټکی معرفي شوی .په دغه اثر کې د قلعټکي صاحب د معرفۍ په لړ کې د امير حبيب الله خان له وخته بیا د سردار محمد داود خان تر وخته د هماغه پېر د ډېرو نورو سياسي،فرهنګي شخصيتونو څخه هم يادونه شوي ده.
خو د شمس الدين قلعټکی په باب د کتاب په بېلا بېلو پاڼو کې د هغه د ژوند ،زده کړو او دولتي او فرهنګي کار او هڅو په باب په تفصیل سره خبرې شوي .
ارواښاد شمس الدين قلعټکی دکوز کونړ د قلعټک د کلي اوسېدونکی و.په ۱۲۶۸ل کال کې د محمد اکرم ماغزو په کور کې زېږېدلی دی ،اکرم خان بیا د ملک محمد شفيع زوی دی .د دوي کورنۍ منوره او لوستی کورنۍ ده او اصلا دغه کورنۍد غوري شاهانو له سلسلی ده نو ځکه خو اولاده يې تر اوسه ځان ماغزو ګڼي.
ارواښاد شمس الدين ملکزی لیکوال،ژورنالیست او د ملي افکارو شخصيت و چې لومړنی رسمي کار يې د امير شهيد حبيب الله خان په وخت کې د په کوهدامن کې د حاکم د وکيل په توګه راپيل کړ. او د نورو رسمي دندو تر څنګ يې د ( اتحاد مشرقي) د جریدې د مسؤل مدير په توګه هم بريالی کار کړی دی .د غازی امان الله خان ،نادر خان اعليحضرت محمد ظاهر شاه او سردار محمد داود خان سره يې له نږدې آشنايي درلوده او ارواښاد قلعټکي ته د یو با نفوذه قومي مشر په توګه کتل .
مرحوم قلعټکي ډېر پیاوړی قلم درلود .د نورو لسګونو مقالو او ويناوو تر څنګ يې دوه مهم آثار هم خپاره شوي چې
. صدای کرياب
– ملکه سبا
شمس الدین خان قلعټکي په هېواد کې د ( ويښو ځوانانو) له ملي- فرهنګي جريان سره هم له نږدې اړيکې درلوده او تل د بېوزلو په باب يې فکر کړی .
څلور ځامن يې دي :
– عبدالقدوس پرهیز
– صلاح الدين غورواي
– سميع الدين شنبی
– رفيع الدين ملکزی
له نېکمرغه موږ سره په ډنمارک کې د ارواښاد شمس الدين قلعټکي لمسی ښاغلی عبدالملک پرهیز ( د ارواښاد عبدالقدوس پرهیز ځوی) هم تشريف لري چې د يو فعال لیکوال او ژورنالیست په توګه کار کوي .
په پای کې عرض کوم چې د دغه کتاب لوستل د هر فرهنګپال افغان لپاره ضروري ګڼم چې د نويو معلوماتو څخه ډک اثر دی
د ارواښاد شمس الدین قلعټکي روح دې ښاده او جنتونه یې ځای .
د دغه کتاب د ليکوال او د ستر فرهنګي شخصیت او پر موږ حقداره استاد ارواښاد سرمحقق عبدالله جان بختاني خدمتګار اورا دې هم ښاده وي او يادونه يې تلپاتې .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.