پروین ملال فیض زاده

یوسف هیواد دوست

499

د افغانستان پخوانی راډيو تلويزيون او افغانفلم پياوړې فرهنګي څېرې.

پروین ملال فیض زاده د راډیو تلویزیون غوره پروګرام جوړونکې او منلې شاعره
***************************************************
ما له ګرانې خور پروین فیض زاده سره لا هغه وخت پېژندل چې کابل پوهنتون کې محصلین و . زما دغه ګرانه خورکۍ چې
وروسته بیا په راډیو تلویزیون کې زموږ همکاره شوه لا په پوهنتون کې د ادبي او ژورنالستیک کرکټر خاونده وه .ښه شعر به یې وایه او له راډیو افغانستان سره یې قلمي همکاري درلوده .ما څو ځلې ورته وویل چې راډیو ته ورشي ، خو یو وخت د هماغه دور د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي مجید سربلند ته چا د پروین جانې تعریفونه کړي ول نو ځکه خو پروین جانې ته یې ویلي و چې موږ په راډیو تلویزیون کې تاسو ته اړتیا لرو او فکر کوم د ۱۳۵۸ کال ورستي وختونه ول او که د ۱۳۵۹ کال پیل چې آغلې پروین جانه راډیو ته راغله او د راډیو د روزنې په اداره کې یې کار پیل کړ .د ادارې مدیر نومیالی ژورنالیست او نطاق ښاغلی رشاد بهیر و .پروین فیض زاده لا کله چې کندهار کې وه د ( طلوع افغان ) له ورځپاڼې سره یې همکاري درلوده .کله چې راډیو ته راغله نو چا ګمان نه کاوه چې هغه دې په کار کې ډېره تکړه وي ، نو بهیر صیب ورته د ( ترانه ها و سخن ها ) پروګرام امتحاني ورکړ چې له شکریه جانې ضیا سره یې یوځای دا خپرونه جوړوله .ما ( یوسف هیواددوست ) خپله د دغې خپرونې متنونه هم کله کله لیکل او ډېر ځله یې نطاق هم وم ، خپرونه به مستقیمه په ژوندۍ بڼه خپرېده ، په خدای باور وکړئ چې د پروین جانې او شکریه جانې په پرودیسرئ دغې خپرونې ډېر محبوبیت ترلاسه کړی و.له هغې وروسته د ادارې مشر رشاد صیب او نور چارواکي په دې پوه شول چې خدای ښه او با استعداده ژورنالیسته په لاس ورکړې او زما ښه په یاد دي چې څه موده وروسته بهیر صیب ورته اظافه کاري هم ومنله چې دهغې د ډېر کار له امله د سیاسي او اجتماعي خپرونو اداره لا هم غوره شي.څه موده وروسته د راډیو د هنر اوادبیاتو د ادارې یو شمېر پروګرام جوړونکو لکه ارواښاد نصرالله حافظ ، مصطفی هاشمي ، زرین انځور ( هغه وخت زرین ګردیوال ) او د دې ادارې مشرانو ورته وړاندیز وکړ چې نوموړې ادارې ته ورشي ، هلته چې ورغله سره له دې چې د ( شومه دم انګازې ) د خپرونې له لارې د هغې د شعرونو د نشر له امله ټولو همکارانو ښه پېژندله ، خو کله چې یې کار راپیل کړ ،د غوره برخه اخيستنې له امله ډېر ژر ټولو ورته شاباسئ وایه .،لس کاله یې په راډیو تلویزیون کې کار وکړ او په دغه موده کې یې د ( ترانه ها و سخن ها )، ( جمعه او زموږ ډالۍ ) ،( از هر چمن سمنې ) ، ( د ژوند لاره ) ، (راډیویي مجله ) ، ( د بوډۍ تال ) ، او یو شمېر نورې خپرونې په پوره بریالیتوب سره جوړولې .د ۱۳۶۲ز کال د لیندۍ پر ۱۸ نېټه یې د هیواد له غوره ژورنالیست او د هغه وخت د راډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو د ادارې له عمومي مدیر ارواښاد سیدجان ملال سره واده وکړ چې له بده مرغه دغه ګران فرهنګي شخصیت ( ملال صیب ) د ۱۳۶۸ ز کال د لیندۍ پر ۲۶ نېټه په مهاجرت کې وفات شو . ( انا الله و اناالیه راجعون ).
محترمه خور پروین ملال د افغان غږ له راډیویي مجلې سره په مرکه کې موږ ته داسې زیاته کړه : (( ما دهغه وخت د را ډیو تلویز یون د ماحول نه ډيره زده کړه کړی. ځکه چې هغه وخت را دیو تلویزیون کې د ادب او هنر لویو او منلو څېرو کار کاوه. زه ډیری ښي خاطری لرم د رادیو تلویزیون د هغه وخت د فنی او مسلکی کارکونکو نه.په رښتینی ډول چې ډیر صمیمی او پاک ماحول یی و. په پاکستان کې د مهاجرت او څه وخت تیریدو وروسته په ۲۰۰۵ کال کې په کرا چې کي د افغانستان د اسلامی جمهوریت په جنرال قونسلګری د تجارتی آتشی د غړی او بیا په ۲۰۰۷ کال کې په همدغه قونسلګری کې د فرهنګی آتشی او د ۲۰۱۰ کال د د ۲۰۱۴ کال تر اوایلو پوری په پیښور کې د افغانستان د اسلا می جمهوریت د فرهنګی اتشی په حیث رسمی دنده ېې هم پر مخ وړله…)) .آغلې پروین ملال اوس په انګلستان کې اوسي او تل مدام په فرهنګي ویاړلو چارو لګیا ده .د ګرانې خور پروین ملال په باب که کتابونه هم ولیکو نو لږ دي ،موږ د پخواني راډیو تلویزیون ټول همکاران تر اوسه هغې ته ستر درناوی لرو .الله دې روغ صورت او نیکمرغه ژوند ور په برخه کړي .
( یوسف هیواددوست ـ له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو )

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.