ټپې د پښتو ژبې لرغونی شفاهي ادب

شرر ساپی

564

د تـنبل غــږ دې لـيـونـی کـــړم
خاورې دې مـه شه د اوږدو ګوتو سرونه

ټپې د پښتو ژبې لرغونی شفاهي ادب دی، ټپي د خپل طبیعي جوړښت، روانتیا، عاطفې او نفسیاتي انځورونو له مخې په ژبه کې لومړی مقام لري، لکه څنګه چې په ټپه کې د ویناوال نوم نه ښکاري همداسې یې په کې ستړیا هم نه لیدل کيږي، ځکه چې معنا خپلې سپینې اوږدې ګوتې په لفظونو پسې غځولي او وړ لفظونه یې راخیستي اوبیا یې اغوستي دي. پورتنۍ ټپه یوه له همداسې طبیعي ټپو څخه ده.
د ټپې خام مواد، تنبل، غږ، لیونی، خاورې، د اوږدو ګوتو سرونه.
ټپه کې موسیقي شرنګیږي، د تنبل غږ هم ورسره مل شوی دی، یو بې مسئولیته رنګین ژوند یې زیږولی، چې د دغه ژوند هیله ستر خوشال هم کړې ده:
راشه لیونی شه چې دې نور خلک غمخور شي
څو چې خودي کاندې غم به لا درباندې زور شي
د غزل بابا یې هم هیله کړې:
داسې جنون را چې لیوني ورته پسخیږي.
د خوند او لذت وروستۍ شیبه په جنون تعبیر شوې.
ټپې د ښځینه جنس د عواطفو او مشاعر تصویرونه دي، خو د دې خبرې مفهوم دا نه دی چې نارینو په کې د خپلو عواطفو څرګندونه نه ده کړې، دغه ټپه د نرینه نفسیاتو څرګندوی ده، تنبل یا چمبه نجونې وهي، ډول نارینه وي، د چنبې غږ د نجونو په څېر لطیف دی، دا ویش هم د ټپې په څیر طبیعي راغلی، چې چنبه یې نجونو ته ورکړې، په لومړۍ مصرعه کې د یوې ښکلا توصیف او انځور دی چې د سامعې د حس پر مټ یې اورو، د سامعې حس له باصرې نه له یوه اړه غښتلی دی، ماشوم چې کله زیږي لومړی غږ اوري، د غږ د مصدر پیدا کول اسان دي، خو د باصرې حاسه موږ ډیر ځله تېر باسي، په دغه ښکلا یې غوږونه مین شوی، مینه یې جنون ته رسیدلی، او دا هر څه د سترګو په رپ کې تر سره شوي. یو ړوند عربي شاعر بشار وایي:
يا قومى اذنی لبعض الحی عاشقة
والاذن تعشق قبل العين احيانا
اي ولسه! غوږ مې په یو چا مین دی او کله ناکله غوږ له سترګې مخکې مینیږي.
کله چې اوریدونکی دغه زړه راښکونکی غږ اوري او د ده روح ته تسکین وربخښي، نو غواړي چې همیشه دا غږ واوري، او د غږ تلپاتېدو لاره د غږ د جوړونکي تلپاتیدل دي، نو بې اختیاره یې دعا ذهن ته راځي، د دعا لپاره په لفظونو پسې ځان نه ستړی کوي بلکې دعا په خپله د ځان لپاره لفظونه پیدا کوي، د تل پاتېدو دعا یې کوي، نه وایي (چې مړه نه شې)، نه وایي چې (تل ژوندۍ اوسې). که څه هم د دواړو کلیمو حقیقي معنی یوه ده، بلکې وایی ګوتې دې خاورې مه شه، خاوره لومړی یادوي، ځان ورته د دغې ښکلا مخ ته ډېر کمزوری ښکاره شوی، ځان ورته هیڅ معلوم شوی، نو همدغه هیڅ(خاوره) یې په جوهر اړولې، خو بیا یې هم نه دی ویلي چې بدن دي خاورې مه شه، ګوتې یې یادې کړي، ښایي چې د دغه ګلبدن د خاورې کېدو حقیقت ورته وهم ښکاري، جز(ګوتې) یې یادې کړی او مراد ترې کل ( ټول بدن)دی، د ګوتو لپاره یې مناسب ستاینوم اوږدوالی راوړی چې له اوږده واټن نه د چنبې د غږ له اوریدو سره نېغ په نېغه نفسیاتي اړیکه لري، په ګوتو یې بیا هم زړه نه دی شوی نور هم راټیټ شوی چې دا د شاعر نفسیاتي حالت ښه څرګندولی شي، د ګوتو څوکې یې یادې کړي، چې همدا د ګوتو څوکې په دعا کې داسې خوږه مبالغه او لطافت دی چې په زړه کې د بیا اوریدو تلوسه راپاروي.
په هره لنډۍ یو کتاب لیکل کیږي، خو د اوږدو مقالو لوستوال کم دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.