د ښوونکي او زده کوونکي اړیکې مانا او مفهوم د اعتبار له مخې د انساني ژوند ستنه بللی شي، هغه ستنه کومه، چې ژوند ته مانا او مفهوم له ښکلې رنګونو ترکیبوي. یو ښه ښوونکی د زده کوونکي ښه اخلاق او اعتماد تر بلندیو رسوي، هغه د زده کوونکي روح او روان، کړنې او کردار ته اخلاقي عمل ورکوي. ښوونکی او زده کوونکي یو له بل سره کلکه تعلیمي رابطه لري. د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ د عزت احترام او متقابل درناوی د پوهې او معرفت د یوې خزانې په څېر وي، چې راتلونکي نسلونه ترې هم ګټه اخلي. ښوونکی خپل ټول ژوند د زده کوونکو روزلو او سالمې تربیي لپاره وقف کوي.
ښوونکی د هغه پېلوځې نوم دی، چې خپلځان په اور سوځوي او چاپېریال روښانه کوي. په خپل ځان تنده او لوږه تېروي، خو زده کوونکي دې ته نه پرېږدي، چې د تندې او لوږې احساس وکړي.
یو ښوونکی په عین وخت کې دوه دندې پرمخ وړي یو داچې د یو ښوونکي په صفت په ټولګي کې ولاړ وي تدریس کوي او خپل مضمون ته په هر صورت د پوره چمتوالي سره راځي او په اعلی شکل تدریس وړاندې کوی، تر څو یې زده کوونکي درس سره علاقه وښایي او په دلچسپۍ سره درس واخلي. او بله داچې د علم او پوهې په ډېرولو کې خپل کردار ادا کوي او پدې ښه باور لري، چې زده کوونکي یې هره خبره ښه په غور سره اورئ او د نوي مالوماتو سره کور ته ستنېږئ. دارنګه ددوی والدین هم ډاډه دي، چې اولادونه یې د روښانه راتلونکي لپاره په زده کړو بوخت دي.
زما خواهش دا دی، چې خپلو زده کوونکو ته د نصابي تعلیم سره سره مختلف ټولنیز او اجتماعي مسائل ور زده کړئ ترڅو مو نوی نسل پدې پوه وي، چې په ټولنه کې څرنګه ژوند وکړي او څرنګه د یوې ټولنې مخکښو اشخاصو کې راشي.
موږ ټول په یوه ټولنه کې ژوند کوو او یو شان مساوي حقوق لرو خو داسې ښکاري، چې زموږ د ټولنې بډایه خلک داسې نه دي. د هرې ټولنې د تشکیل بنسټ له یولړ اصولو سره ایښودل شوی وي، چې د بنیادي او اساسي برخې درجه یې ورته ورکړې وي. او د همدې په رڼا کې خپل روزمره چارې پرمخ وړي، چې په نتیجه کې د یو ښکلي ژوند مانا ترې جوړېږي. که تهداب مضبوط جوړ کړې نو منزل ته رسېدل په اسانۍ سره کېږي.
ښوونه، روزنه او تهذیب له دولت، قومیت، نصب او منصب د تشکیل له عمله تېرېږي او د پرمختګ په طرف خپل سفر پېلوي د دې نظریې په تائید له غربي نړۍ څخه علاوه نورو وړو وړو هېوادونو هم قدم ایښی، چې اوس د نړۍ له سیالو هېوادونو په قطار کې شمېرل کېږي. زموږ نوي نسل هم له دې ډول زده کړو سره خورا علاقه ښایي او ډېری یې عملاً پر زده کړو بوخت دي، چې د ګران هېواد نوم او نښان یې نړېوالو ته ځلولی دی. له بله پلوه په تېرو څلورو لسیزو کې مو هېواد د جنګونو ډګر وو، چې په سبب یې زموږ ځوان نسل د تعلیم په ډګر کې وروسته پاتې شوی. همدا د سوچ او فکر خبره ده، تاسې به دا خبره محسوس کړې وي، چې زموږ د نوي نسل په ذهنونو کې د پرمختګ پر ځای د شاتګ او منفي فکر ځای نیولی دی (بلخصوص په اوسنیو شرایطو کې) له کوره بهر بوختیاوې یې هم د اندېښنې وړ دي. په ښوونځي کې هم، چې ورته ګورې زړه نا زړه به وي، له ټولګي څخه یې د لوبو میدان جوړ کړی وي، نو ددې په کتو ښوونکی ډېر زړه ماتی شي ځکه هر ښوونکی دا غواړي، چې ښه زده کوونکي ولري تر څو یې په راتلونکې کې د اعزاز او سر لوړۍ سبب شي.
که تاسې د ځینو نامتو عالمانو، لیکوالو او شاعرانو لکه سید جمال الدین افغان، ګل پاچا الفت او داسې نورو پوهانو کتابونه لوستي وي نو تاسو ته به د ملت او قوم د تشکل پر فرق په آسانۍ سره پوهېدلي وئ. که موږ یو موټی شو، د خپلځان په اړه قضاوت وکړو او د خپل درون صلاحیتونه په درست شکل اداره کړو ، سیاسي، مذهبي، لساني، ټولنیز او بلخصوص تعلیمي مسائلو کوم انبار، چې نن سبا مو پر سر دی، ددې په احسنې طریقې په ګډه سره د حلولو لارې پېدا کړو. د اختلافات او تبقاتي جنګ ته د پای ټکی کېږدو. ټولې قومي فېصلې په مثبت فکر سره وکړو. نوي ځوانانو لپاره د هغوی د قابلیت، صلاحیت او هنر مطابق هغوی ته د کار او روزګار زمینې برابرې شي، خپلو کې د محبت او خلوص له احساسه ډکه رویه اختیار کړو، چې په نتیجه کې به یو موټی او واحده ټولنه ولرو او دا ګډوډ او سرګومه حالت به د خوښۍ پر ژوند بدل شي او د پرمختګ لوري ته به مو د ژوند یون حرکت وکړي.
د انسانیت درجې وپېژنئ تاسې، چې له کوم سیز فیضیاب او برخمن یاست ( یعنې علم، مال دولت، اخلاق، شهرت….) دا پر نورو هم پرزو او ووېشئ، ترڅو راتلونکي نسلونه ترې ګټه واخلي او خپل راتلونکی پرې نېکمرغه کړي.
Comments are closed.