دهرې ټپې شاته يوه كيسه  شته

محمد اکبر کارګر

499

دپښتو ټپه دپښتو ادبياتو اوفرهنگ  يوه ستر سوغات دى . دا سوغات هم پښتو ژبه له نورو هغو بيلوي او هم ورته امتياز وركوي . پښتو ټپه بايد يوازې ديو ساده شعر او  كلام او يا عبارت په توگه ونه پيژندل شي  بلكې په همدغه كلام  كې دانسان د پټو مكنوناتو او  كله هم دپټو ارزوگانو  چې په پښتني ټولنه اوفرهنگ كې ”تابو“ گڼلي شي ، خو په ټپه كې را برسېره كيږي . ټپه يوازې يو استيتيكي  كلام نه دى نه يوازې ښايست  اوښكلا منعكسوي او نه يې پنځوي.بلكې ډېر څه لري . څو بيلگې :

راشه دا خپل تصوير سمبال كه

په ما دژمي شپه په ويښه تيروينه

دا به له ما نه پوره نه شي

چې هر ماښام دې په جرگو پخلا كومه

ماويلي زه به ورته ژاړم

جانان له كوره سترگې سرې را وړې دينه

بخته دخداې دپاره ويښ شه

څوك تر قيامته پورې نه كوي خوبونه .

ټپه تر هر څه له مخه دعشق  پيغام ليږدوي . ټپه دعشق تابلو هم ده . دعشق دغه تابلو دموسيقي په اوږو خپل خوندور سفر كوي . خو موسيقي  چې اوس د په اصطلاح ددوگم اودتحجر نظام په وسيله منع ده . نو له بلې لارې را بهر كيږي اوهغه دترنم لاره ده ، دنوى تكنالوژي په مټ  موسيقي دترنم لاره غوره كړې ده ، زياتره ځوانان په گډه ټپې په سيالي سره زمزمه كوي . تحجر له مينې اوعشق نه بيزاره دى . ځكه عشق اومينه انساني اروايي پديده ده . حيوان په مينه نه پوهيږي . يا يوه ټپه دا هم ده .

موزي په مينه نه پوهيږي + په گيډه يې موړكه تر سبا كوي خوبونه

دعشق مساله په تيولوجي يا الهياتو، عرفان او  اروا پوهنه  كې توپير لري . كله  چې انسان دواقعي عشق نه بي برخي شو نو دعشق تصور يې په عرفان كې وليده .  چې په متقابله توگه هغه ته حقيقي او دا بل ته مجازي وايي . اصلن دارواپوهني  له نظره خبره بالعكس يا سرچپه ده .

پورته ټپې يو په يوه نه شنو ، بلكې په كليت كې  په دوى كې دهرې ټپې شاته يوه كيسه شته ، دا كيسه كله په نوستالژيك ډول اوكله دتداعي اوبيا ذهن ته را تلو له لاري اوكله هم دتحت الشعور څخه دراولاړيدو  او راپورته كيدو له لاري ليدل  كيږي . هره ټپه يو ډول پراگماتيك مفهوم وړاند ې كوي  . كه له يوې خوا عملي كيسه ذهن ته راوړي ،نو له بلې خوا دروان سره تړاو لري . ناهيلي او تېر ارمان انتقال ته هم اوږه وركوي .  دلته ځيني مسايل داسې هم دي  چې دشعر په ژبه يو ايديالي مفهوم ته  تجسم وركوي ، لكه بخت چې دويښيدو ورته وايي . په هر صورت ټپه كيسه لري ، تجسم لري عملي لړۍ منعكسوي ، مينه اوعشق ځلوي اونور . كيداى شي په راتلونكي كې نور څه هم را برسېره او وشنو . خو داوس له پاره همدومره .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.