پر ځپل شوي کابل د نادرشاه د سلطنت پیل یا نا در خاني

عبدالقیوم

311

    د اکتوبر په ۱۵ ورځ محمد نادر خان کابل ته داخل سو، نو مستقیماً د سلامخانې و دانۍ ته ولاړ او هلته د کابل مخور او ډېر قبیلوي مشران را ټول شوي وو. تر خبرو بیا بیا نا غېړیو وروسته (حضرت مجمددي (نورالمشایخ)) را وړاندي شو د نادرخان پر سر یې پګړۍ د تاج او جوغې په توګه ور وتړله. شک نسته چي د افغانستان په سیاست کښي انګرېزان بر لاسي وه، انګرېزانو له پخوا څخه تصمیم لاره تر امېر حبیب الله خان( د امان الله خان پلار) وروسته محمد نادر خان ته د افغانستان واګي وسپاري، دا چي امان الله خان د روشنفکرو په مرسته د انګرېزانو د میل خلاف د هیواد آزادي او استقلال اعلان کړه، ولسونو یې ملاتړوکړه، نو انګرېزانو ته وخت پکار وو، څو د امان الله  او نظام د چپه کېدو د سایس عملي کړي، انګرزانو د خپلو انجټو(نادر، وروڼواو د محبوبه سلطانې وروڼو او وراره ګانو)،  ملأ یانو او یوه غله  په خوله  امان الله خان تکفر کړي. …..

   محمد نادر خان چي د امیر حبیب الله خان د ساتونکو په منځ کې د نده ترسره کوله او بالاخره د هغه د لښکر د مشر په توګه وټاکل شو. د حبیب الله خان له وژل کېدو وروسته د محمد نادر خان خیانتونه په ډاګه شول، ځوان افغان پاچا امان الله خان هغه د عمومي ځواکونو له قوماندانۍ څخه لیرې کړ. نادرخان د خپلې ناروغۍ د درملنې په پلمه اروپا ته ولاړ او هلته یې له انګریزانو سره په همکارۍ د شاه امان الله (بنسټ ) د نوي مترقي حکومت په خلاف په د سیسو جوړولو پیل وکړ، د نورو شیانو ترڅنګ یې شاه امان الله په کفر تورن کړ او جعلي عکسونه یې ورته چاپ کړل.د شاه (ملکه ثریا) یې بې حجابه وښودل او د ملکې ثریا د بې حجابی عکسونه یې د قومونو تر منځ وویشل او یو بل جعلي عکس یې هم جوړ کړ چې ګواکي  شاه  امان الله خان د اروپا د ستر پاپ لاسونه مچوي، د محمد نادر خان او د هغه د وروڼو دا شان پلانونه د فرصت طلبۍ لامل شول. هغه عالمان چې تل به یې د برتانوي هند له حکومت څخه راشنونه ترلاسه کول ترڅو خلک د شاه امان الله  پر ضد وهڅوي. البته د امیر امان الله خان( مور او ماما ګان) نو هم د اماني دولت تخریب او کمزوری کي پوره ونډه لرل. څو پاچا پرته له جګړې او ویني تویولو تخت او تاج پریښود.

    محمد نادرخان قدرت ته ورسېدئ، ډېر ژر يې د افغان ځوانانوکوم چي د امیر امان الله خان د فکر ملګري وه پر هغوی باندي حمله وکړل. عبدالرحمن لودېن يې په ډزو ووژی. مړې يې پر خره واچوۍ، کورنۍ ته يې ور وا ستوی.  د عبدالرحمن لودین وژنه : محمد نادرخان او عبدالرحمن خان لودین د نورو میلمنو سره یو ځای د ډوډۍ مېز ته سره ناست وه، د دوی دوو تر منځ ( محمد نادر خان او عبدالرحمن لودین) خبره سره واوښته، لودین، نادرته غدار و وایه  مطلب یې دا وو چي د امان الله خان سره یې غدر کړی دی، نادر خان چي یو عصبي سړی وو، ده ته په ځواب کي هغه د غاصب  خطاب وکړه، محمد نادر خان چغه کړل چي دغه سړی لاندي تیر باران کړئ. عبدالرحمن لودین یې هلته تیر بارن کړه.  کاندید اکاډمیسن عطائي صاحب لیکلي چي دغه دبیان ماته مرحوم حاجي بازمحمد د معین خیر محمد ورور کړې، هغه  ویل یې زه د ورور سره پر دغه  د ډوډۍ خوړو د میز پر سر حاضروم. ص ۲۳۰، بیا یې د لودین له مړي سره دا ډول کړنه د بې همته د ښمن کار وي. له هغه ورځي پس د نادر خان له نوم سره د (غدار) کلمه و لیکل سول.

    انګرېزانو د خپل پلان برابر کار کاوه څو د خپل یو بل پوخ اجنټ منلو ته د عامو افغانانو ذهنیتونه  تیار کړي. پس له هغه چي سقاو ووهل سو، بیا هم مسأله په دغسي سادګي ختم نشوه، بلکي عکس العمل یې درلود او محمد نادر خان هم دغه ټکي ته د اول څخه انګرېزانو متوجې کړی  وو، نوځکه یې  قبلي تیاري ورته نیولې وه. یوازي یو شمېر د اماني دورې روښانفکرانو دغه نوی دولت (د نادر خان حکومت)نه  تخریشا وه.  د دې روشنفکرو تخریش ډېر غښتلی نه وو، نو ځکه د نوی دوحکومت پاملرنه د کابل شمال ته وه، د محمد نادر خان حکومت ته  لویه ستونزه دا وو چي په ۱۹۳۰م کال  په جون کي د شمالي هغه قومونه چي د حبیب الله (کلکاني) په پاچهي کي یې لوی ګټي تأمین وې په غټ قوت قیام ته را وپاڅیدل. نادر شاه یو ځل بیا هغو قبایلو ته چي د سقاو څخه یې د کابل د نجات په لاره کي له ده سره مرسته کړې وه مخ ور واړاوه او له هغې خوا د(۲۵) زرو کسو په شمېر قبایل  پر را خوشي شول او ډېر ژر یې امنیت قایم کړه خو مالي او ځاني تلفات یې ډېر وه.

  A history of Afghanistan By Baskakoxe p.226

    د اماني دورې روشنفکرانو پر نادرخان هیڅ اعتماد نه لاره بلکي هغه ته یې د یو توطیه ګرشخص په سترګه کتل. ص۲۲۱ نادر خان په ۱۲۸۲ هـ ش کال کي د ډګروال په رتبه د امیر حبیب الله خان د ساتني د ار دلیانو قوماندان سو، کله چي نادر خان د امیر حبیب الله سره د هند په سفر ولاړ له سفر وروسته هغه د ګارد قوماندان شو او د جنرال رتبې ته ورسېد. د 1290 کال د منګل په پاڅون کې، کله چې هغه 25 کلن وو، هغه په ​​دې وتوانید چې یاغیان د خبرو اترو او جګړې له لارې تسلیم کړي. له هغه وروسته، هغه نائیب سالار سو، بیا یې د اعلی سرقوماندان لقب ترلاسه کړ او د سویلي غاړې د امیرانو لپاره یې یو ښوونځی جوړ کړ چې په هغه کې د سویل د لویانو او لویانو زامن شامل وو.

    سرداریحیی خان دوه زامن درلوده  چې نومونه یې (سردار محمد یوسف خان او سردار محمد آصف خان) وو. سردار محمد یوسف خان له دریو میرمنو سره واده وکړ او له لومړۍ میرمنې یې یوه لور(محبوبه سلطان) او درې زامن هر یو محمد نادر، شاه محمود او شاولي وه. محمد نادر خان په ظاهره آرام، متین، د نظم او دسپلین خاوند، مدبیر قومندان وو، خو په عین زمان کي سخت انتقام جویه او د قهر په وخت کي سره لدې چي نه یې په رنګ، نه یې آواز او نه په حرکاتو کي تغیر راتۍ خو د کوبرا مار په شان یې خپل خصم واهه. ص ۲۸۱.

 [  هغه پاچا چي پر قرآن عظیم باندي لاس ږدي خو پرخپله لوړه ونه درېدی، هغه پاچا چي د حکومت اکثره چاري وخپلو وروڼو او خپلوانو ته په لاس ورکړې، هغه پاچا چي یو شمېرخلگ یې بې له محکمې قتل یا زنداني کړه، هغه پاچا چي د کابل بالاحصار چي انگرېزانو ویران کړی وو بیا جوړ کړ، هغه پاچا چي د روسانو سره یې د امیرامان الله خان د دورې د سرحداتو په رابط قرار داد ومانه، هغه پاچا چي د مرکزي آسیا پر مجاهدینو او مهاجرینو یې شلیکونه وکړل، هغه پاچا چي د کوهدامن او کوهستان ډېر خلگ یې بې محکمې په قتل ورسول، هغه پاچا چي د شورا او عیانو مجلسونه یې تأسیس کړل، هغه پاچا چي د شورا یو وکیل یې د ساده انتقاد کولو په تور دیارلس (۱۳) کاله زنداني کړ، هغه پاچاچي د طب فاکولته یې تأسیس کړه، هغه پاچا چي په مکه مکرمه کي یې د افغانستان د حاجینانو له پاره “حاجي خانه” تهیه کړه، هغه پاچا چي د یوه زده کونکي له لوري په قتل ورسېدی] پاچهانو څه کول؟ ص۵۸۴

په (۱۹۲۹) م کال د محمد نادر شاه د سلطنت دوره شروع سوه.

     د قسم او تعهد لیکلوپه اساس امیرحبیب الله خان او ملگري یې شاه محمد نادر خان ته  تسلیم سوه، کله چي نادر خان ته پېش کړل سوه، نادر خان و حبیب الله ته داسي وویل، ښه حبیب الله خانه! په افغانستان کي  د دومري ویرانۍ او قتلونو څخه ستا مراد څه وو؟ حبیب الله خان(کلکانی) په دې و پوهېدی چي داسي پوښتنه د هغې لوړي سره چي نادرخان کړې او پر قرآن(م) یې امضأ را ته کړې وه، فرق لري، داسي جواب یې ورکړه:” تر هغه وخته چي ما اختیار در لودی هرشی چي مي د افغانستان  خیر باله اجرأ کړه! اوس چي ته د افغانستان اختیار داره سوی یې هرشی چي د افغانستان خیر بولې اجرأ یې کړه! پاچا محمد نادر ورته وویل چي اوس ولاړ سئ څو ورځي استراحت وکړئ بیا به ګورو!”

    د تسلمېدو په لسمه ورځ د عقرب د میاشتي پر یولسمه باندي محمد نادرخان  هغوی جبیب الله کلکانی، حمید الله ورور یې، سید حسین د جنگ وزېر، ددربار وزېر شېر جان، د پکتیاد جبهي قوماندان محمد صدیق، د کابل والي محسین، عبدالغنی کوهدامنی، محفوظ د جنگ دوزارت معین دا  ټول و وژل.

    د امیرامان الله خان د دورې اکثره طرفداران اعدام یا زنداني کړه. بیا یې دریمه گروپ دغه نظامیان  جنرال پینن بېگ، میرزا اکبر،امرالدین،عبدالطیف، محمد نعیم، عېسی، تازه گل، سلطان محمد، محمد حکیم، احمد شاه،  دوست محمد، سید محمد بیله محکمي اعدام کړه.

همداسي محمد نادرشاه خان د امیر امان الله خان د دورې اکثره طرفداران اعدام، زنداني یا فرار کړه.

 سمدستي یې د شمالي له خلگو څخه (۷۰۰) تنه د اشرارو په نوم ونیول او بیله محکمي څخه یې  هغوی ووژل. د محمد نادر شاه او هاشم خان له لاسه اوضاع دومره حساسه شوې وه چي وایي د محمد هاشم خان په زندان کي داسي بندیان هم وو چي په دوسیه کي یې لیکل وو” در چوک کابل با هم پًس پًس مې کرد”.

نادرخان خپل ورور شامحمود خان ته امر وکړه چي  قطغن ته ولاړ سی د مرکزي اسیاد مسلمانانو د مشر ابراهیم بیگ پلویان ټول ووژني شامحمود د ابراهیم بیگ په طرفداری ډېر افغانان ونیول او بیله محاکمي ووژل. کتابونه لیکي چي یو ځل شامحمود خان د نادرخان ورور په خان اباد کي وو، حکومتي افسرانو (۳۰) تنه اسېران ورته را وستل، شاه محمود خان د لاس په اشاره افسرانو ته امر وکړه چي ټوله ووژني هغو دده امر تطبیق ټول یې ووژل.

 په (۱۹۳۳) م کال کي یوه ورځ محمد نادر خان غلانبي چرخي ته احوال ورکړه چي راسه ښه هوا ده چي چکر ووهو. غلانبي خان چرخي د خپل کاکا زامنو نایب سالار جان باز او جنرال شېر محمد سره یو ځای نادر خان ته راغلل، نادرخان عسکرو ته امر وکړ چي غلانبي خان دا لته په وهلو راته مړ کړی، غلانبي خان یې دا لته په وهلو وهلو کي مړ کړه، بیا یې جانبار او شېر محمد دواړه د خپلو زامنو سره ټول بندیان کړه. دا یو څو مثالونه وه د دې کورنۍ  د وژنو کيسې ډېري دي. پاچهانو څه کول؟(۵۸۴) صفحه.

    محمد نادرد محمد یوسف زوی ديحی خان لمسئ د سلطان محمد طلائی کړوسئ او د پایند محمد کوسئ وو. دهند په د رېره دون یاهرادون کي په کال۱۸۸۳م یا۱۲۶۲هجري کال سره سمون لري زیږیدلی دی . سلطان احمد طلائی د سردارپاینده محمد خان د هغواولادنوڅخه وو چي تاریخ لیکونکو ورته د پیښاوری وروڼو نوم ورکړی دئ ځکه دوی هلته په پیښاورکي او سېدل. سردار یحی خان ته  انگرېزانو په یو ښه اب وهوالرونکې ځای کي د ژوند شرا یط برابر کړي وه د هغه او لادونه او لمسیانوته يې د افغانانو پر ضد د انگریزانوپه گټه روحیه ورکړل، ځکه امیرمحمد یعقوب خان گند ومک د معا هدې امضاته سرداریحی خان د انگرېزانو په د ستور و لمساوه. سرداریحی او سردارذکریا د افغان او انگلیس ددوهمي جگړې پر وخت د انگرېزانو په گټه د افغانانو ضد خپل کار وکړی .

   د سردارمحمد یوسف شپږ زامن وه لکه:محمد نادر، محمدعزیز، محمدهاشم، شاه ولی، شاه محموداو محمدعلی. ددې کورنۍ  ټولو  انگرېزی تذ کرې (تابیعیتونه) لرل او  ټولو غړو يې د انگرېز په حکومت په خاصه په ارد وکي نظامي رتبې لرلې. لکه :سردارسلیمان په سواره نظام کي شا مل وو، سردار فتح محمد خان ذکریا د کوټوال په صفت، محمدعزیز خان د شاغا سي په توگه، نا درخان په توپچي کي د غنډ مشر او په شاهي گارد کي کار کاوه، هاشم خان رئیس د سروس وو، شاولي خان سرخان اسپور وو، احمد شاه خان اصفي سر منبرا سپوروو، شا محمود خان سرجماعه پوران ها وو. دوی ټوله کورنۍ د انگرېزانوکران له ډیره وخته وه.

   محمد نادرخان خو د انگرېزانو لخوا د امیرحبیب الله د پاچهۍ پر وخت د پاچهۍ د پاره کاندېد وو. بیا د ښاغلې امان الله خان د پاچهۍ د له منځه وړلو د پاره،  انگرېزا نود یحی خان او ذکریا خان د  ټولو  او لادو څخه په خاص ډول نادرخان څخه زیاته استفاده کوله څو په نتیجه کي بریالي هم سول .

دې کورنۍ پوره درویشت، ۲۳کال د هند په  انگرېزي عسکري قشلو کي ژوند کړي وو. او په انگرېزی پونډ او مصرف لوی سوي دي .

    دوی د نن ورځي د مهاجرو په شان چي په پاکستان، اېران، آمريکا او نور جهان کي دي هغسي نه وو چي هرڅه باید په خپل مټ او کار پیداکړي بیا يې مصرف. دوی د کاروبار یا کوم مسلک او پوهي خلگ نه وه  د انګرېزپه ډوډۍ رالوی سوي وه. په دغه کال چي دا کورنۍ کابل ته راغله، ددې کورنۍ ځوانان د محیط او خلگو څخه بیگانه وه . په هندی او انگرېزی ژبويې څه نیمگړی زده کړي لرلی. د افغانی ژبی، کلتوراود هرڅه سره نا اشناوه. یوازي يې په خپلو کي ژوند کوئ. د ولس او اجتماع سره نه سوای گډېدلای. که څه چي ځیني خلگ د امیرعبدالرحمن د مرگ په هکله لیکي چي خپل وارث او د مينځي څخه پیدا زوی يې حبیب الله خان ورته د اوبو په عوض یو گیلاس زهر ورکړل.

د عبدالرحمن خان مړينه او د حبیب الله خان نوي پاچهې، اساساً د انگرېزانو نوکری او د هغوی مهربا نې وي، چي دهنده راوستلی سردارانو ته په حکومت کي ښه مقامونه ورکول سول په داسي حالت کي چي ددوی نه پښتو ژبه زده وه او نه فارسي. د کورنۍ نورغړي يې پرېږدی، محمد نادرسم د م جنرال د دربارد ساتونکو د غونډ قوماندان سو.

    د بیرته راستنیدو په لومړیو اونیو کې، دوی څو څو ځله د علیمردان په باغ کې له امیر سره لیدنه وکړه. د همدغو لیدنو په ترڅ کې د یحیی خان دوو زامنو او لمسیانو د امیر په زړه کې ځانګړی ځای وموند. د جنرالانو د کورنیو سرچینو په وینا، امیر “سردار (سردار یحیی خان) ته وویل  تاسوته انګرېزانو په هند کې یو لوی باغ د اوسېدو له پاره در کړی وو، زه ډاډه یم چې ستاسو کورنۍ د علیمردان باغ له لاسه ورکوی د علي آباد قلعه ودانوم  چې د باغ تر څنګ موقعيت لري او پاکې اوبه لري، ما ستاسو د اوسېدو لپاره  دغه ځای ټاکلی او ځانګړی کړی دئ.

    اما اکادمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب لیکي: ” د نادرخان کورنۍ د امیر عبدالرحمن خان تر مرګ وروسته په هغه کال چي امیر حبیب الله خان مفرورین بیرته هیواد ته را وبلل د ۱۹۰۱ په وروستیو میاشتو کي کابل ته راغلل”. امیر حبیب الله خان د نادر خان پلار او تره (یوسف خان او آصف خان) خپل مصاحبین و ټاکل، چي وروسته دا کورنۍ د مصاحبیونو په نامه یادېدله.

     د امير عبدالرحمن خان له مړينې وروسته سردار محمد يوسف او سردار محمد اصف د سردار حبيب الله خان خوا ته ولاړل او له امير حبيب الله خان سره يې خبرې د دې لامل شوې، چې دوی د امیر حبیب الله په دربار کي لوی مشاورین سول.له هغه وخته چې د سلطان محمد خان زوی سردار محمد یحیی خان د سرو زرو(طلائي) په نوم پیژندل شوی وو، دا کورنۍ د سرو زرو په نوم یادیږي. د امان الله خان د حکومت له وخته د انګرېزانو کوښښ داو، چي پدې هیواد کښي خپل یو نوکر واک ته ورسوي. کاندید اکا دمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب لیکلي: کله چي امر امان الله خان د خارج په سفر کي وو، د هیواد په بیلا بیلو برخو کي تخریب کارئ او ښورښونه کیدل، د ساري په توګه په شمال کښي د ښورښ اوازه پورته سوه، بیا د امان الله خان مور هلته ورغله او هغوی ته یې پلو وړاندي کړځو یې مؤقتي آرامي راوسته، د دغي او نورو نارآرامیو عاملین د امان الله خان دمور قومیان(بارکزیان) وو.ص۱۸۶

   د حبیب الله  هغه خام ټکي چي انگرېزانو ته ښه معلوم وو. موږ وهغه ته په پښتوژبه کي نوم نه لرو، په فارسي کي ورته، زنکه  باز وایي. ژر امیرحبیب الله خان د نادرخان پر ښایسته خور چي هغه وخت په  انگرېزي او هندی جامو کي گرځيدل د حبیب الله  څخه زړه یووړۍ تر سترگويې ښه راغله هغه يې د ځان ماینه کړل.

     هغه د کونډي د زوی په فلم کي د منان ملگري خبره د ه چی د کونډي زوی ته وايې:”په کابل کي هم سیلونه دی هم تماشې، پام به دې نه وي چي خرچ سرويس به درته ود رېږي، خرچ دروا زه به د رته خپله خلاصه سي، د واره به په چوکي کي کيني او يوه پیغله به دې څنگه ته کښني درته وبه خاندې” او دگونډي زوی وايې ښه نور. منان ورته جواب وايې نور نوڅه، بس نورنو خبره خلاصه ده.

حبیب الله چی د نادر خور وکړل بس نور خبره خلاصه سول په پاچهۍ کي محمد نادربرلاسي سو. څه وخت چي د حبیب الله د بد وکړونو او استبدا دپر ضد دننه په درباری کورنۍ کي د پټ حزب د جوړېد وکار شروع سو محمد نادرخان هم د خپلو با دارانو، انگرېزانو په مشوره او هدایت ځان په دې نهضت کي شامل کړي. د دې پټ حزب مشری د حبیب الله خان زوی امان الله خان، عین الد وله او سردارنصرالله خان دامان الله خان د ورور پر غاړه وه. محمد ولی خان بدخشانی، شجاع الد وله خان غور بندي، ميرزمانخان بدخشانی، محمد یعقوب خان، سميع خان، محمدابراهیم خان، عبدالغزیزخان، فضل محمد خان مجددي او سپه سالار نادرخا ن. وروستي د وه نفره د پټ حزب سره ملگرۍ خود وه مخی خلگ وه.

   البته علاوه پر دغو یاد کړل سوو، لوړو چوکيو لرونکواشخاصو یو شمير زیاتونوروهم د امان الله خان سره پټ لاس د رلودئ. چي د وخت په حکومت کي يې غوښنه برخه لرل. غبارلیکي په پښتو:” په داسي حال کی چي په وروستیوکي ویل کیدل، چي په دغه ورځ د پاچا د ماهي پخولو د مخصوص کړايې په غوړوکي خوب راوړونکې ماده اچول سوې وه. او دشپې شجاع الدوله هغه دخوب پر بستر مړکړی . اما څه وخت چي شجاع الدوله دپاچا د خوب دخیمې څخه دباندي راوتئ، د امنیتي ساتونکي له طرفه ونیول سوو، په دغه گړي سپه سالارنادرخان راورسېدی او شجاع الدوله يې خوشي کړی، او ساتونکي يې چپ کړی’. ص ۳۰.

   نو څنگه چي امان الله خان په کابل کي ځان پاچا اعلان کړی. هلته په لغمان کي نصرالله خان ځان د پاچا په نوم ونوماوه. ، نوامان الله خان، محمد نادرته وظیفه سپاری چي جلال اباد ته ولاړ سي عسکری قواو ي دې ته تېاری کړي چي دامان الله خان د حکومت سره بیعت وکړي. اما کله چي محمد نادرخان عسکری قشلی ته ورسېدې هلته يې د غرضه ډکي خبري وکړې. او تلاش يې داووچي دامان الله او نصرالله داختلا ف څخه د ځان په گټه څه وکړې.

   البته د شمس المشایخ مجد دي سره په تفاهم يې دا کار کاوه . خوعسکرود محمد نادرخان هیله ونه منل. په درېمه ورځ چي امان الله خان دا ستقلال اعلان وکړې، د لته غلام رسول هراتی د جلال اباد دنظامي قواو مشری پر غاړه واخیستل، نصرالله خان او محمد نادرخان يې د واړه بندي کړل. او دامان الله خان د حکو مت ملاتړيې وکړې. هلته لیري په هرات کي د محمد نادرخان ورور هاشم خان نظامي قوماندان وو،  محمد سلیمان خان والي چي یود محمد نادر وروراو بل د کاکا زوی هم د محمد نادرپه شان عمل کاوه .

هغه د شهپورخان تره خیلی افسر لخواو نيول شول. بند یان يې کابل ته راواستول . امان الله خان نصرالله عمري بندي کړې څوپه بند کي مړسو. مگر محمدنا در خان يې د هغه د خپلي ميري د نادرد خوراو خپلود و خوند و چي د محمد نادرخان وریندار گاني وي په خوا هش دارگ په شمالی برخه کي د بندي په نوم د څه وخت لپارد خلگو د نظرلیري کړل . د محمد نادرخورچي دامان الله ميره وه، ډېرکار وکړې، دامان الله خان د وې نوري خوندې يې وخپلو د ونورووروڼوته ورواده کړی. وشاه محموداو شاو لي ته. امان الله خان د نادرد کورنۍ سره واخښل سو.

   نا در او د هغه وروڼه ترپخو اهم غښتلی سول. حتی محمد نادر وزیرد فاع سو د وزارت پر وخت يې خپل ټول بد بین په د سيسو ووژل. محمد نادرخان دامان الله خان داصلاحی پروگرام  مخالف وو. په خارجي سيا ست کي يې کوښښ دا وو چي امان الله خان بیرته دانگریزانو سره نژدې کړي. هلته اصلاح غوښتونکو، محمد ولی خان او محمود طرزی، د خپلو ملگروسره کوښښ کوئ چي امان الله خان د انگرېز څخه لیري وساتي. امان الله خان د کور دننه په یوه عجب او خطرناک حالت کي راگیروو. یوې خواته محمود طرزی چي دامان الله خان خُسرهم دی، او نوراصلاح غوښتونکي، بلی خواته محمد نادرخان، د نادرخان خوراو دامان الله خان ميره، دامان الله خان د وې نوري خوندي چي د نادرخان د دو وروڼو ښځي وي او مړونو يې. د کورنۍ فضاو رته گډه و ډه کړيوه.

   په امانی د وره کي محمد نادر ترخپل توان اضا فه د امان الله خان او د هغه د پرگرامو ضد د سيسي او پروپا گندونه وکړل. څو په۱۹۲۴م کي د افغانستانه لیري پاریس ته د سفير په توگه وا ستول سو. نا درد انگرېزانو دهدایت برابر کار کوي. سفارت يې خوشي کړی په پاریس کي يې په هغو پیسوځانته کور رانیوې چي ددې وطنه او سفارته يې غلا کړی وې. که نه د هند څخه خودی په یو پطلانه کي راغلي وو. هغه د تکفیراعلاميه چي دامان الله خان پر ضد دسقاويانو لخوا پخش سول د نادر ورورشاه محمود خان او د هغه د کاکا زوی احمد شاه د واړوامضأ کړې وو.

   تاج محمد پغمانی يې په توپ کي والوزاوه، فیض محمد باروط سا زيې په توپ کي والوزوی. او په سلهاو نور يې ووژل، بند یان يې کړل او فرار يې کړل. نا درخان کله چي په۱۹۲۱ قدرت د ځان حق وگنی ن ويې پخواني جنرال بیک خان، مرزامحمداکبرخان، آمرالدین خان، عبداللطیف خان کوهاتی، عیسي خان قلعه سفیدی، تا زه گل خان لوگری، سلطان مراد خان مراد خانی، محمد حکيم خان چهار د هیوال، احمد شاه خان کند ک مشر، دوست محمد خان غنډ مشرپغانی، سيد محمد خان کنډک مشرکندهار ی، بیله محکمي او پوښتنی ووژل.

    ځکه دا ټول دامان الله طرفداران او د محمد نادرمخاليفین وو. د محمد نادرخان په پاچهې کي. دسقاو د زوی او د هغه د ۱۳ – دیرلسو تنو ملگرو يو ځای وژنه. په دې ډول چي قران مجید، قسم، وعده، افغانیت يې ټول په کي متضررکړل. “واو فوابالعهدان العهد کان مسؤولا” اسرأ /۳۴. ترجمه” پر خپل عهد او پیمان چي د خدای (ج) او یا خلگوسره مو کړی دئ وفا وکړئ، ځکه په ورځ د اخیرت ستاسي څخه پوښتنه کېږي “نو په ښکاره باید وويل سي، چي قران (م )ته نه احترام د عقیدې او ایمان د نه لرلوپه معنی دی. پر قول نه درېد ل، د پښتونولۍ او افغانیت څخه د وتلو په معنی. د غلام نبی خان چرخي او د نوموړی د کورنۍ د ډېرو غړو وژنه او بندي گری، د مشروطه غوښتنکودغور ځنگ د غړووژني او په هیواد کي چي څه د نوي فکر خاوندان راپیدا سوي وو هغه يې ټول په د سيسو سره له منځه وړل.

   دعبدالرحمن خان د نوم سره د مستبد ورستاړی او د محمد نادرد نوم سره د غدار روستاړی باید هميشه ولیکل سي، که ونه لیکل سي نو گناه به وي ځکه ده دوی د واړو اعمال د بشریت، اسلام، پښتو او افغانیت مخالفي کړني وکړې.

     خوعبدالخالق ته دي خدای (ج) جنتونه ورپه برخه کړي چي هغه يې په قتل ورساوه بل سيد کمال ته چي د سی شنبی په ورځ د جوزاد میاشتي پر ۱۶په۱۳۱۱ هجري، شمسي کال کي هلته لیري په برلین کي، د سرداري کورنۍ یولټ، ټنبل، عیاش، مغرورد محمد نادرغدارمشر وروراو د لیوني سردارداؤد پلار سردارعزیز د خپلي لرونکې توفنگچي پوا سط ددې نړی څخه ورک کړې. سردارعزیزهلته په برلین کي هغه افغانی محصلین چي د غریبو کورنیوڅخه به وه، سردارعزیز به هغوی په دې نوم “بچه های د ولک ودنبک “بلل، سيد کمال د غریبی کورنۍ څخه وو. فریزرتتلر انگرېزی سفيرپه خپل کتاب افغانستان کي لیکي:”د۱۹۳۲م د جون په مياشت کي یو افغان محصل سيد کمال، خپل سفیرعزیزووژی. اوداسي يې په محکمه کي وويل: په خپل دې عمل سره مي دا وښول چي موږ افغانان دانگریزانود نفوذ څخه نفرت لرو او راباندي حاکمه کورنۍ ددوی مزدوران دي، چي یويې همدا دی عزیز و”.

لیکونکئ: آفرین پرهغه مورچي داسي بچی يې زیږاوه. پر ۱۶ د عقرب په کال ۱۳۱۲ه، ش د عبدالخالق هغی تفنگچې کار و کړې چي ده دغلام نبی خان چرخي د مورڅخه وړې وه. او داتفنگچه اصلا دغلام نبی خان وه. و گورئ حقیقت التواریخ۵۲۲ص.

    د نادر خان قتل ډېر ترخه عواقب درلودل، خو یوه د تعجب خبره داده چي یو کال وړاندي په همدغه د نوامبر په (۸) تاریخ په همدغه دلکشا په چمن کي غلانبي خان چرخي د محمد نادر شاه په امر تیر باران شو او یو کال وروسته په همدغه نوامبر په (۸) ورځ په هم هغه محل کي محمد نادرشاه په قتل ورسېد، د غلام صدیق خان چرخي د غلام نبي خان د ورور زوی  عبدالغفار صدیق په یوه مقاله کې چي د سراج مجلې د ۱۳۷۴ کال په ګڼه کې چي د اېران په قم کې چاپ شوې په ۲۲۱ مخ کي چي  عبدالخالق د نجات د لیسې د (۱۱) صنف زده کوونکی د خپل بادار غلانبي خان په انتقام مي محمد نادر شاه وواژه.  د افغانستان دوهم اساسي قانون ته یوه کتنه. مخ ۸۳۰  ځیني لا وایي چي  د غلام نبي میر مني عبدالخالق ته ویلي وو چي دغسي یوه تاریخي نښانه پرېږدې چي د غلانبي خان قاتل باید په هم هغه ورځ او هم هغه محل کي په قتل ورسېږي. ص ۲۲۲

    د دې سرداري کورنۍ دیوه غړي هم پښتوزده نه وه، نه يې هم غوښتل چي زده يې کړي هغه څوک چي خپل ژبه هیروي، خپلي ژبي ته په سپکه گوري، په سپکه کتل همدا دی چي نه يې زده کول. څوک چي په خپل وطن کي وي، هلته ژوند کوي، د مملکت پاچهې يې په لاس کي وي، او بیا يې هم خپل ژبه نه وي زده، نو د هغو اشخاصواصلاً وینه او مینه د واړه پر دی وي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.