افغان پوهنتونونه د ښځينه محصلينو منلو ته چمتو دي

373

يو طالب چارواکي ويلي، د هيواد پوهنتونونه د ښځينه محصلينو منلو ته چمتو دي، که د «اخندزاده» امر وشي. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د نجونو پر لوړو زده کړو یې بندیز وضع کړی.

د طالبانو په اداره کې د عالي تحصيلاتو مشاور، مولوي عبدالجبار د ښځينه محصلينو په تړاو معلومات ورکړي دي. د اسوشيتد پرس خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اگست ۱۲ نېټه) وويل چې د افغانستان پوهنتونونه د ښځينه محصلينو منلو ته چمتو دي، خو په وينا يې دا په دې شرط که د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده اړونده فرمان صادر کړي.

طالبانو تېر دسمبر ښځينه محصلين له تحصيل څخه منع کړې. دغه ممانعت په نړيواله توګه د نيوکو او غبرګونونو لامل شو. دوه کاله ترمخه چې کله طالبان پر واک راغلل نو په لومړي سر کې يې پر نجونو له شپږم څخه پورته ټولګيو کې زدکړې بندې کړې. تر دې وروسته د طالبانو حکومت په يو نوي بنديز کې تر ۱۰ کالو څخه زیات عمر لرونکونجونو و ښوونځيو ته پر تګ بنديز وضع کړ. اوسمهال افغانستان د نړۍ يوازينی هيواد دی چېرې چې د ښځينه و پر تعليم بنديز دی.

«ستونزو ته د حل تر موندلو»

د طالبانو په اداره کې د عالي تحصيلاتو مسؤل وزير، مولوي ندا محمد نديم د ښځينه پر مخ د پوهنتونونو د دروازو بندېدلو پر وخت ويلي ول چې دغه اقدام يې د نارینه او ښځينه محصلينو د اختلاط د مخنيوي په مقصد کړی دی. د دغه چارواکي په آند هغه مضامين چې په پوهنتونونو کې تدريس کيږي د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي. نوموړي ويلي ول چې د ښځينه محصلينو پر مخ به د پوهنتونونو دروازې تر «امرثاني» پورې تړل شوي وي. په وينا يې په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په دې تړاو تصميم نيسي چې کله ښځينه و ته و پوهنتون ته د بېرته تلو اجازه ورکوله کيږي.

د عالي تحصيلاتو د وزارت مشاور، مولوي عبدالجبار و اسوشيېتد پرس خبري اژانس ته ويلي دي چې د «اخندزاده» په امر د ښځينه و پر مخ پوهنتونونه وتړل شول. عبدالجبار زياته کړې: «کله چې هغه (هبت الله) امر وکړي چي بېرته دې پرانستل شي، په هغه ورځ به پرانیستل شي. زموږ ټول مشران د دې (د نجونو ته د تعليم اجازه ورکولو) په حق کې دي، آن زموږ وزيران يې ملاتړ کوي.»

د عبدالجبار په وينا آخري ځل يې اوه يا اته کاله تر مخه د ملا هبت الله سره ليدلي ول. په وينا يې هغه د شورويانو پر ضد لس کلنه جګړه کې د اخندزاده سره په ګډه برخه اخيستې او د تيرو ۲۷ کالو راهيسي د طالبانو د تحریک غړی دی.

ويشل شوي نظرونه

د عبدالجبار څرګندونو يو ځل بيا روښانه کړېده چې پخپله په طالبانو کې دننه د نجونو د تعلیم په تړاو نظرونه ويشل شوي دي. که څه هم چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تل د دوی تر منځ د اختلاف خبره ردوي. طالبان په دې توګه دا هم ښيي چې دوی څومره د خپل مشر د امر تابع دي.

کله چې د ښځينه و په وړاندي د تحصيل بنديز ولګول شو، نو مولوي نديم دغه بنديز يو ميعادي او مؤقتي اقدام معرفي کړی و. نوموړي ويلي ول چې دغه بنديز به صرف تر هغه وخته وي تر څو چې دوی د ښځينه و او نارينه و د اختلاط د مخنيوي لپاره حل لارې، تدريسي مواد او د جامو اصول رامنځته کوي. په وينا يې کله چې يادې ستونزې حل شي نو به پوهنتونونه د ښځينه محلصينو په وړاندې بېرته پرانستل شي.

طالبانو د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته د تعليم په هکله هم ژمنه کړې وه چې د دوی په خبره د «تخنيکي ستونزو» د حل کېدو وروسته به يې پرانيزي.

مولوي عبدالجبار وويل چې هر څه مخکې له مخکې آماده دي، «که ښوونځی دی که پوهنتون دی. ښايي وختونه يې سره بېل وي، د هلکانو لپاره په سهار او نجونو لپاره ماسپښين په وخت وي. يا د نجونو لپاره د سهار او د هلکانو لپاره د ماپښين وخت وي.»

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.