لېونی پر بام

فیصل ځلاند

459

د ترکیې د مشهور لیکوال عزیز نسین د لنډو کیسو ټولګه (لېونی پر بام) مې ولوسته.

عزیز نسین په خټه ترکی دی، دی یوازینی لیکوال دی چې د ترکیې په سیاست یې په خپلو لیکنو کې تر ټولو ډېرې نیوکې کړي دي، د ده په ځینو کتابونو ان په ایران کې بندیز ولګېده چې باید چاپ او خپاره نشي.
د عزیز نسین د کیسو سبک طنزي بڼه لري، دی د طنز په لیکلو کې هم بې جوړې و او دې کمال یې لیکوالي لا خوندوره کړې وه. ده په خپل دې هنر د ترکیې هیواد واکمن او سیاستمداران په شرمونو وشرمول او د دوی له ظاهري څېرو ورهاخوا یې د دوی باطن هم خلکو ته بربنډ کړ.
سره له دې چې له عزیز نسین سره د ترکیې د پنځوس فیصده افرادو نه لګېده خو بیا هم دی په درویشتو جایزو ونازول شو او کتابونه یې تر دېرشو په زیاتو ژبو وژباړل شول.
“لیونی پر بام” د عزیز نسین د ١٩ داستانونو ټولګه ده، د کتاب نوم خپله د یوې کیسې نوم هم دی، دا کیسه داسې ده چې یو لېونی د بام سر ته ختلی دی، شا او خوا یې ډېر خلک نندارې ته راغلي دي، پولیس، اور وژونکي، عام خلک او …. د لیوني مور خپل زوی ته په زاریو وایي: “هله زویه! زه درنه قربان شم. هله زما شیرینه زویه! راځه راکښته شه!”
لیونی ورته وایي: “زه به هغه وخت درکښته کېږم چې د کلي ارباب مې کړئ، که مو نه کړم ځان لاندې غورځوم.”
د پولیسو قوماندان په تنده لهجه هڅه کوي چې لیونی راضي کړي، تر څو لاندې راکښته شي، ورته وایي:
“هیله کوم ګرانه ملګریه! پرېږده راکښته شه!”
لېونی خپله خبره بیا ورته تکراروي چې څو مې د کلي ارباب نه کړئ، نه در کښته کېږم.
د خلکو له منځه یو کس وایي چې ورته ووایئ: “راځه ارباب مو کړلې” خلک غوصه کیږي، ورته وایي: “لېونی نو څنګه ارباب کېدلای شي”
سړی ورته وایی چې نوره مو خوښه، هغه خو د ریښتیا نه ارباب کوو، مقصد چې راضي یې نه کړئ، نه راکښته کیږي.
د خلکو له منځه یو سړی لېوني ته ور غږ کوي: “راځه ارباب مو کړلې”
لېونی ورته وایي: “نه درکښته کېږم، که د ښاري ټولنې غړی مې نه کړئ، ځان لاندې غورځوم.”
د پولیسو قومندان ورته وایي: “سمه ده، د ښاري ټولنې غړ مو کړلې. هله نو ګرانه اوس راکښته شه چې همکاران دې په انتظار دي.”
لیونی سر خوځوي: “نه! نه درکښته کېږم، چې څو مې ښاروال نه کړئ.”
د اور وژونکې ډلې مشر، خلکو ته مخ ور اړوي: “که یې ښاروال کړو، نو څه کیږي؟!”
وروسته خپل لاسونه د قیف په څېر نیسي او په لوړ اواز وایي: “وروره راکښته شه! ښاروال مو کړلې، راځه راکښته شه او په کار دې پیل وکړه.
لیونی یې نه مني: “نڅڅ….نه درکښته کېږم، د هغو خلکو په منځ کې زه څه وکړم چې یو لېونی یې ښاروال ټاکلی وي؟!”
دوی ورته وایي:
— ښه نو څه غواړې؟
— که مې وزیر کوئ، نو بیا در کښته کېږم.
— وزیر مو کړلې، اوس نو راځه ټول درته په تمه دي.
— نه! نه درکښته کېږم، زه د هغو خلکو منځته څنګه ورشم چې یو لېونی یې وزیر ټاکلی وی.
خلک هک حیران دي، لېونی شور ماشور جوړوي: “که مې لومړی وزیر نه کړئ، درته وایم چې ځان لاندې غورځوم!”
خلک یې ورسره مني، بلاخره دی وایي: “که مو پاچا نه کړئ، ځان لاندې درغورځوم.”
خلک ورته وایي چې بس پاچا مو هم کړلې، اوس خو راځه.
لیونی: نه درکښته کېږم
— نور نو څه غواړې پاچا مو هم کړلې؟
— نه در کښته کېږم، ما به امپراتور کوئ، ګني ځان له دغه ځایه لاندې غورځوم.
خلک له لاندې په چیغو ورته وایي: “سمه ده، امپراتور مو هم کړلې! ته زمونږ امپراتور شوې، هله نو اوس خو راکښته شه”
لیونی: “زما په څېر امپراتور ستاسو په منځ کې څه وکړي؟ نه! نه درکښته کېږم.”
— ښه نو اخېر ته څه غواړې؟! مونږ څه وکړو، ته ووایه چې هماغه کار ترسره کړو؟
لېونی د بام له سره ورته وایي:
–زه امپراتور یم؟
لاندې خلک په یوه غږ ورغبرګوي:
— ته امپراتور یې
لیونی:
— زه اوس امپراتور یم، که زړه مې وغوښتل در کښته کېږم، که یې نه غوښتل همدلته پاتې کېږم، نه درکښته کېږم.
د پولیسو قومندان ته غوصه ورځي، وایي: “پرېږدئ چې ځان وغورځوي، څه به وشي! یو لېونی چې کم شي، ژوند به مو ښه شي.”
د خلکو له منځه یو سپینږیری راپورته کیږي، وایي اجازه راکړئ چې زه یې درته راکښته کړم.
ټول ورته وایی چې راکښته یې کړه.
سپینږیری لیوني ته په ډېر درناوي وایي: “ښاغلی اعلیحضرت امپراتوره! ایا خوښه مو ده چې شپږم پوړ ته تشریف راوړئ؟!”
لیونی په جدیت وایي: ډیر ښه
د شا له دروازې شپږم پوړ ته راکښته کیږي، د کوڅې خلکو ته د شپږم پوړ له کړکۍ ګوري.
سپینږیری بیا ور غږ کږي: “د زور خاونده! ایا د ښاغلي مبارک شوق نه دی چې پنځم پوړ ته راکښته شی؟!’
لیونی: “تشریف دروړم”
خلک حیرانیږي، سپینږیری لېوني ته چې له پنځم پوړ څخه د خلکو ننداره کوي، بیا مخ ور اړوي: ” ښاغلی امپراتوره! ایا د دې قصد نه لرئ چې درېیم پوړ ته تشریف راوړئ؟!”
لیونی ځواب ورکوي: ” هو، هو تشریف دروړم.”
لېونی د دریم پوړ په کړکۍ کې راښکاره کیږي، اوس داسې خبرې نه کوي، لکه د بام په سر یې چې کولې، اوس دومره په جدیت غږیږي لکه د ریښتیا چې پاچا وي.
سپینږیری ورته وایي: ” دلوړ عظمت خاند امپراتوره! په خپلو قدمونو مو دویم پوړ ته ښکلا نه ورکوئ؟!”
لېونی: ولې یې نه ورکوم، دویم پوړ ته هم په خپلو قدمونو ښکلا ورکوم.
لېونی دویم پوړ ته راکښته کیږي، سپینږیری بیا ورته وایي: “ایا ښاغلی اعلیحضرت نه غواړي چې لومړي پوړ ته تشریف راوړي؟”
لېونی کوڅې ته راکښته کیږي، اوس نو د خلکو په منځ کې دی، نېغ د سپینږیري خوا ته ورځي، ورته وایي: ” ته هم عجیب سړی یې؛ لېونی چې لېونی وویني نو خوښ یې شي.”
وروسته د قوماندان لور ته ورځي او ورته وایي: هله ژر کوئ لاسونه او پښې مې راوتړئ او دارلمجانین ته مې واستوئ، اوس په دې وپوهېدې چې له یوه لېوني سره څه ډول چلند وشي؟”
پولیس لیونی ورسره بیایي. د کوڅې خلک سپینږیري ته وایي:
— ښاغلیه دا تاسې څه ډول کار وکړ؟
— ښه نو دا دومره اسانه هم نه ده، څلوېښت کاله مې په سیاست کې کار کړی دی.
سپینږیری سوړ اسویلی باسي، وایي: ” اخ که په پښو کې مې زور وای، زه هم پورته ختلم، بیا به هېچا هم نه شوای کولی چې له هغه ځایه مې راکښته کړي.”

د عزیز نسین ډېرې لیکنې او کیسې سیاسي اړخ لري خو ښه والی یې دا دی چې طنزي دي.
په دې ټولګه کې پاتې نورې اتلس کیسې هم په لوستلو او فکر کولو ارزي. د ښاغلي عزت الله شینواری دې کور اباد وي چې دا کیسې یې پښتو ته راژباړلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.