دولسم (ب)

مهرتاج

291

نسبت عامو ورځو ته نن ډېره ناوخته او لمرخاته له خوبه بیداره شوه.
اوفف دومره ستړی او دروند خوب لا مې هم سر گنگس دی لکه يوه پېړۍ چې ویده پاتې شوې وي او تر راوېښیدو وروسته هر څه بدل شوي وي.
پر مخامخ دیوال راځړېدلي ساعت ته يې نظر شو، له بسترې يې ځان لکه د برق وغورځاؤۀ ځان سره لگیا شوه، ډېره ناوخته شوې ده ..دبره…
نن په ښوونځي کې دومره لوی او مهم کلکسیون هم لرو. مخ ته یې څو لپې اوبه واچولې پرته د غاښونو له برس کولو يې له المارۍ نوي پنجابي گلابی رنگه او ورسره همرنگ گلابي بوټونه راواخیستل ویښته يې په بيړه ،منظم، همرنگ لبسيرين يې پر شونډو تېر او څو پشه عطر یې پر غاړه پش کړل. سپین څادر نماز يې ورسره پر سر سره د سپین دستکول يې اوږې ته واچو، یوازې موبايل يې پۀ کې کېښودۀ د مېز له سره يې په خپلو لاسونو ابدل شوي ټټرونه، نانځکې او نور صناعي توکي همداسې پاکټ کې له ځانه سره واخیستل د کور له وره ووتله… په چټکو گامونو مخ په ښوونځي روانه وه چې له شا لورې يو چا په کڅوړه شوي وويشته، مخ يې پسې وگرځاوه ، له څهرې يې وپيژانده؛ په لاسي کاغذ د جمهوري دوري يوتن چاپلوس مدني و فرهنگي فعال و پر فیسبوک ورسره فرند . هغۀ نۀ پیژنده ځکه په مستعاره نامه وه خو دې د فیسبوک د پروفایل له انځور) څخه وپیژند .. له ځانه سره وبنيده .. دا حرکت یې نو څه مانا ؟ فکر کوم پر فیسبوک د نجونو په نامه د شاعري ترڅنگ یې په لارو کوڅو کې له نجونو سره داسې چلند هم دنده ده؟! نور نو ځنې څه تمه کيدلی شي، بلا مې ورپسې …
لاره کې يې هغه د “همیشه بهار” راډیو “ثنا ” هم ولیده، ماشاء الله نهه خويندي دي، خو ورور نه لري. ځان يې پرې ناگاره او ډډه ځنې وکړه اوس به څه ورسره په کیسو بوختېږي، سره له دې چې ناوخته کړې يې هم ده.
قدمونه يې لا گړندي کړل خو تېزه نه شوه تللې ځکه د نوي بوټونو سایز یې لږ لوی و. له ځانه سره لگیا وہ کاش نه وی مې پر پښو کړي، بېرته به مې بدل کړي وای یو قلم او د یاداښت کتابچه مې هم له ځانه سره نه ده راخیستې دومره په بیړه نو څوک له کوره وځي . هم بل ځای نه خپل ښوونځي ته روانه يمه له کومې یوې به یې راواخلم مهم په کلکسیون کې گډون او ځان رسول دي. خه خیر هسې د ښوونځي دروازې ته په رسېدو امنیت ټینگ نیول شوی او پرته له کارت چاته د داخلید و اجازه نه ورکول کېده اوه زه خو کارت هم نۀ لرم، دننه به چا ته زنگ وکړم مرسته به ځنې ځنې وغواړم چې بهر ولاړه او څوک مې دننه نه در پرېږدي.

د انتظار په ځای کې د گڼو هلکانو ترمنځ یوازینۍ جلکۍ دا ولاړه وه، هر یو به د کتار له اخره د دې ترڅنگ په يو نۀ يو پسې څټ را اوږدوۀ یوه نه یوه خبره به يې پلمه کوله، دا هم متوجه شوه، چې دوی په اصل کې دا څټ په ما پسې را اوږدوې پوښتنه کول يې غرض نه وي. او دې لیونۍ ته وگوره چې د لیوانو ترمنځ بېخاره ولاړه ده. همداسې د دروازې په لور رهي شوه دروازه کې يې متفاوت لباس ته په کتو امنیت والا و ورباندې د یوې زده کوونکې نه بلکې کومې بهرنۍ معززې مېلمنې گمان وکړ هېڅ يې ورڅخه ونه پوښتل نه یې هم د داخلېدو کوم ممانعت وکړ، برعکس مودبانه یې ورته گیټ پر مخ خلاص او په عزت دننه بدرگه کړه. په داخلیدو سره د ښوونځي په حويلۍ کې لکه لار ورکې مرغۍ ودرېده، سر ورباندې وگرځيد، دا گړۍ خپل ښوونځي کې ولاړه وه. بيا لکه نوې په سد راغلې له ځانه سره په خبرو شوه: زما ټولگی کوم لوري ته دی؟ تۀ نو څرنگه زده کوونکې يې چې د خپل ټولگي له موقيته خبره نه يې؟ اوه راياده شوه؟ پس له دوه کاله کورونايي قرنطين” او وروستي دوه کاله د نجونو پر ښوونځيو د تگ له بندیز چې ښوونځي ته او ځينې يې حتی پر سینه لاس راته ږدي، مودبانه چلند راسره کوي؟ دا څه روان دي؟!! اوه زما خدایه! اوس پوه شوم ؛ نوي خلک راباندې د یوې بهرنۍ هيحاتې گمان کوي، ځکه احترامانه چلند راسره کوي او زاړۀ استادان چې په قهرجن نظر راگوري؛ علت يې زما رنگه د اصولو خلاف گلابي لباس او لبسيرين دی، چې ولې د ښوونځي يونفارم تور کالیو) خلاف او په سينگار کې راغلې يمه؟!
خجالته شوه، ژر يې د ټیکرې پيڅکې پسې ورو لاس ښکته کړ په منگولو کې يې د ټیکرې پيڅکه مچوړه او شونډو ته په داسې حال کې ورپورته کړه چې څوک ورپوه نۀ شي غلې يې شونډې پاکې او ځان ملامت کړ.
له ځانه سره کرل او رېبل ،کوي ښا نو استادانو ته به څه پلمه کوې چې ولې په دې لباس کې راغلې هغه هم امتحان ته بې قلم و کتابچې؟
بهانه به وکړم و به وایم چې بل چیرته په مېلمستيا تللې له هغه خایه مستقیم دلته راغلې يمه اوه، تندي ته يې بيا ټک ورکړ، زه خو کلکلسیون ته راغلې وم او نن امتحان دی؟ دا ناڅاپي امتحان نو له کومه شو؟ پرته له مالوماتو په کې گډون کول، چې لا له مضمون هم خبره نه یمه څه خېل امتحان ورکوې؟
دا امتحانونه له کومه شو؟ ما نو درس کله ویلای؟
دا ځل بیا ژر ورياد شو چې ښوونځي خو بند شوي وو، نجونې يوازې امتحانونو کې گډون کولای شي او هسې هوايي امتحانونه وركوي.
خیر په هر صورت “دیر اید درست اید ” حدالقل له امتحانه خو به نه پاتې کېږم .
څومره ډېر بدلون راغلی دی، زما ټولگی کوم لوری دی او زه کوم ټولگي کې يم؟
پر حافظه يې زور راوړ .. هو راياد شو، “دولسم (ب) ” کې وم..
هو، هو … دولسم (ب) … له يو چا یې وپوښتل سرمعلم ورباندې نظر او ټولگي ته سيخه کړه، د ټولگې په موندلو بیا د ندامت احساس ورولوید، زما رنگه لکه د بهرنۍ مېلمنې لباس او ټولگيوالې لکه د سولې کوترې اه څومره شرموونکې ده ..لا به نور څه وينم او څومره سپکې به له استادانو اورم.
خیر خدای راوستي پېښه ده تېښته ترې نـۀ شي، اوس ورځه امتحان مهم دی. اما زه خو امتحان ته چمتوالی هم نه لرم؟ په دغو اندېښنو کې يې سترگې په اولنمره “سيلۍ ” ولگیدې. اها، د سيلۍ ترڅنگ به کینم که په کوم څه نه پوهېدم مرسته به ځنې وغواړم. د ټولگي په غولي دوې بنگالی هیحاتانې ولاړې دي، چې په پښتو نه پوهېږي.
ـ می ایم کمین میم؟
ـ يس
دوېیمې ته، هیلو میم
ـ هيلو …
سرښوونکی ورته متوجه او سر تر نوکه يې له نظر تېره کړه بيا يې د دې له خولې په پیښه ناک انداز ورته کړل، هیلو میم. میم لږ دیخوا..؟!
ـ سلام استاد
ـ وعلیکم السلام، ته څوک یې؟
ـ استاد، زه د دې ټولگي يو تن زده کوونکې يمه!
ـ ماشاء الله، ماشاء الله .. اغلې شهزادگۍ! مخکې له دې خو ما تۀ دلته کله نه يې ليدلې، ريښتيا ريښتيا وايه د کوم چارواکي لور او چا له کومه ځایه هوايي راليږلې يې ها؟ ـ ریښتیا وایم ،استاد، زه په همدې ټولگې کې يمه د حاضري په
کتاب کې مې هم نوم کتلی شې؟!
ـ هن در واخله دا د حاضری کتاب او دا ته، پخپله یې وگوره! ـ اوه په دې کې خو په ریښتیا هم زما نوم نشته افف دا څه روان دي اخر ؟؟
اولنمرې راغږ کړ، استاد دا زموږ ټولگيواله نه ده، خو زه يې پېژنمه، “څانگه ” نومېږي؛ کله ، چې زه په اول ټولگې کې وم دا جیگو صنفونو کې او نماینده وه.
استاد، ښااا، يانې ته لا هم دولسم (ب) کې پاتې شوې يې؟
سر يې په دواړو لاسونو کې ونیوۀ … انااا، نا هرگز، زه خو یوۀ تن با استعداده زده کوونکې وم، زه خو اوس حتى له پوهنتون هم فارغه او ليسانس يم.. او هو ريښتيا استاد زه په ډېر ښه معاش هم په يوۀ ښه اداره کې کار کوم.. دا څه روان دي. په داسې حال کې چې سر يې لا هم هماغسي په دواړو لاسونو کې نیولی او غوږونه دپ کړي ول غږېده، دا څه راسره کېږي… دا هر څه، څه دي…؟؟؟
چې په همدې کشمکش کې له کېڼ لوري یو بل ډبل غږ واورېدل شو؛ په بښنې سره، د دې وروستيو بدلونونو له لامله دي . خوارکی خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی دی کله کله یې حافظه کار پرېږدي.. اوس هم ممکن یوازې د ښوونځي ادرس او دولسم (ب) ورياد وي، دا چې د ژوند سره يې څومره مزل کړی او څومره تغيرات راغلي دي، ځنې هېر شوي.. یو څوک مرسته ورسره وکړئ، چې تر کوره يې ورسوي…..

پای

Sunday, 13 Aug, 2023

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.