شاه امان الله او د سقاو زوی

448

د افغانستان د خپلواکۍ د کالیزې په درشل کې

شاه امان الله او د سقاو زوی

همدرد ۱۸  فبروری ۱۹۲۹

لیکوال محمد علی  (په اردو ژبه )

ژباړونکی ع . رشید

اخځ :  مضامین محمد علی رح  حصه دوم ص ۳۴۹ –۳۶۱ مخونه  د چا پ کال ۱۹۴۰


محمدعلي

د لیکوال په اړه مخکنۍ یادونه :

د هند د خپلواکۍ نامتو مبارز پښتون محمدعلي چې په محمدعلي جوهرباندې هم نامتودی، د هندوستان د خپلواکۍ د لارې په مبارزه کې د ځانګړې دریځ اومقام خاوند نوم دی، چې هرڅوک یې له نامه سره آشنا دي، د شاه امان الله او د افغانستان دخپلواکۍ له پلویانواوستایوالوڅخه دی، داماني سقوط پرمهال ده په هندوستان کې ډیرې هلې ځلې وکړې چې باید شاه امان الله چاچې په آسیا کې یې افغانستان دلومړي ځل له پاره  د آزادۍ خاوندکړاواوس انګریزي استعماردخپلوشوموموخوپه خاطرظاهرآ دجهل اوغلامۍ داړندوانو (سقاویانو) اونورو انګریزي عمالود شرارت او توطیو په ترڅ کې له واکه بیواکه کړی و بیرته پرواک شي، ارواښاد محمد علی د خلافت دتحریک له لارې ډیرې هڅې وکړې چې امان الله خان بیرته په واک اوافغانستان دثبات اوپرتم خاوند هیواد شي. په دغه مقاله کې هم نوموړي پرهمدغه موضوع باندې دقیقه رڼا اچولې اوله هغوشوموموخویی پرده پورته کړې چې دانګریزي حکومت له خوا په هند کې دغازی امان الله اودهغه دواکمنۍ پرضد پیل شوې وې، لیکوال په دغه مقاله کې په ډیروبرخوکې حقایق لږپه اشارو اوسمبولونوکې تشریح کړي دي، خومطلب یې ګرد پر دغو ټکو راڅرخي چې دامان الله خان پرضد د دغې هنګامې مسوول انګریزان دي اوکوم جاهل یې چې دسقاوپه نامه دافغانستان دخپلواکۍ داتل په مقابل کې د شینوارواونوروارتجاعي بغاوتونوپه پایله کې واک ته رسولی دی یونا منلی اودیوې تاریخي سزا وړڅوک بللی دی. محمدعلي په ۱۹۳۱ کال کې په یورشلم کې له ژوند سره خدای پامانی کړی، خوترخپل مرګ دمخه یې د شاه امان الله اوله هغه وروسته یې د جنرال نادرشاه هڅې د افغانستان دآزادۍ د ژغورنې په خاطرستایلی چې هغه به هم له ګرانولوستونکوسره  په خپل وارشریکې شي .  درناوی  (رشید)

 

اصل متن :

                  تریوه کال هم یوڅه زیاته موده وشوه چې، اروپاته د اعلیحضرت شاه امان الله خان دسفرپه اړه په بمبي کې یوې ورځپاڼې ددغه سفرپه اړه خپل خیالات په ګوته کړل اوپه دغه اړه یې ولیکل چې، د حیرانتیا خبره خوداده چې یوشهزاده چې دخپل ارواښادپلار ترټولو لوی زوی نه و، دهغه له وژنې وروسته یې دهغه له کوچني ورورڅخه یوپریود افغانستان واکمني ترلاسه اوله هغه وروسته یې د بریتانیې په شان له زبردست او لوی دولت سره د مقابلې ډګرور ووت اوخپل ملک یې دهغه استعمارله پنجې څخه خپلواک کړ،اوپه عین حال کې د پردیوپرتحریک، اشاره اوسازشونوراټوکیدلي دمنګلوپه شان یاغي قبایلو دیاغيتوب په وړاندې هم بریمن شو، له هغه وروسته یې دخپلودغو بریاووپه پایله کې په ټول هیواد کې امن وامان وغوړاوه اودخپل نهه کلن واک په ترڅ کې پردې هم بریالی شوچې دیورپ پرسفر خپل نیلی زین اودخدای په نامه دې پرخپل واک اوخپلو پښو ودریږي، نن هم هغه د لوړهمت والا  ټولواکمن او پاچا له تاج اوتخت څخه د لاس پرسرکیدواعلان کړی، له پایتخت څخه په هجرت راوتلی اوله هغه ځایه څخه لرې دملک په یوه ګوښه کې ناست او دملک د بیا نیولو پرتابیا بوخت دی. په افغانستان کې ددغې نا څاپي هنګامې را منځ ته کیدل دحیرانتیا خبره ده، که رښتیاهم دغه ناڅاپي هنګامه دحیرانتیا وړنه ده نو شاه امان الله له نن څخه لس کاله دمخه دخپل پلارله وژنې وروسته، دخپل کاکا دلرې کیدواوبیاد خپل مشروروردیوې خوا ته کولوپه پایله کې د افغانستان پاچا کیدل اوبیادبریتانیې په وړاندې دآزادۍ جګړه دده د ملک اوحکومت  په اړه په خپله لکه دده د نیکه د خداداد حکومت خبره شوه چې دیولړدسیسواو پریوشمیریاغی قبایلوباندې دبري په ترڅ کې رامنځ ته شواوپه عین حال کې یې په ټول هیواد کې دامن وامان ټینګیدل اوله هغه وروسته دیورپ پرسفرباندې تلل داټول څه دحیرانتیا وړول.

       تیرکال د اپریل په میاشت کې له انګلستان څخه د رویترله خوا یوعجیب تار راغی، چې په هغه کې یې روس ته د شاه امان الله خان پرسفرباندې خواشینی څرګنده کړې وه اوله هغه سره یې یوځای دافغانستان خارجه وزیر دملکې ثریا د پلارسرداراعلی محمود طرزي اوله یورپ څخه د بیرته ګرزیدو سفرته هم اشاره کړې وه،اوویلي یې ول چې افغانستان ته دهغوله بیرته ستنیدوسره سم به په دغه هیواد کې یوه باغیانه هنګامه اوشورش رامنځ ته شي. په کوم وخت کې چې دغه تاراودغه خبردهندوستان په اخبارونوکې خپورشو، یوه چا هم له دغواخباروالاوو دا ونه ویل چې خدایه خیرکړې، د پردیو اغیارو اودسیسه کارانوغوا لکه چې بیا لنګه شوه، اوتوطیو یی رنګ راوړ.

کله چې د شینوارو اونورو قومونو هنګامه را پیل شوه، له هغه سره سم د استعماري اودهند دحکومت سازشونو ته داخبارلیکونکوپام ور واوښت اوداچغې یې پیل کړې چې له افغانستان سره د بریتانوي حکومت کوم اړیکي ول هغه باید خراب نه شي، خوکه دهند اوبریتانیا واکمنان لږخدای پرسرحاضرکړي، نوښه به داوي چې دمرض دنښو نښانو پرځای په خپله داصل مرض پروړاندې خپله مقابله پیل اودهغه دعلاج په اړه فکروکړي، د داغ په قول:

جب کوئی فتنہ زمانے میں نیا اٹھتاہے

وہ اشارے سے بتادتے ہیں تربت میری

په تیره بیاکله چې په ختیزوملکوکې نوې فتنه رامنځ ته کیږي، نوبیا دخدای ټول مخلوق د بریتانیا دروښانه قبرپرلوراشارې کوي، زه نه شم ویلای چې دهغه پایله به څه کیږي خو داڅرګنده ده چې ددغومقدمو ملزمانوته سزا ترهغو زیاته په دویم ګام کې داخبارلیکونکود تنبهه په ترڅ کې دهغوی په برخه ده ځکه چې دلته دافکرپه روښانه توګه کیږي چې دافغانستان په اوسني هنګامه کې هم د استعمارلاس په یوډول نه یو ډول خامخا  شته دی.

په دغه لړاو د دویمي عمومي جګړې په ترڅ کې په حجازکې د فتنې اچونکو کرنل لارنس اود کراچۍ دهواباز شاه اویا د لاهورد یوشمیرپه قول « پیرکرمشاه» نومونه هم په همدغه زوراوشورکې اخیستل کیږي، چې دهندوستان سړی سړی هغه پیژني، اوپردې باوري دي چې دافغانستان په هنګامه کې هم دهغوحضراتوهڅې اوکاروایۍ یقیني دي.

دهغو سلګونه نه بلکي زرګونه کالونو اړیکو له مخې چې هندوستان اوافغانستان یې له یوه بله سره لري، نوپه دې کې هیڅ شک نشته چې نن سبا د هندوستان په ګوټ ګوټ کې دافغانستان پرمسله باندې بحثونه اوتبصرې روانې دي، په دغه ترڅ کې هرڅوک پراخباروالاوو باندې اعتراض کولای شي، ځکه کومې تبصرې او تورونه چې نن سبا دهندوستان ددغواخبارونو مخونه ورباندې ډک دي، په دغوټولوکې بیاهم خبرې، تبصرې اوتورونه ټول په یوه رنګ او یوشان سره داسې ترسترګو کیږي چې توپیریې په ډیره سختۍ سره کیدای شي.

یک ہنگامے پہ موقوف ہے گھرکی رونق

نوحہ غم ہی سہی نغمہ شادی سہی

دطرابلس او بلقان اوله بیانړیوالې جګړې اخباروالاووته څومره موضوعات ورپیدااوپرهغو بوخت شول ، له هغه وروسته چې کله دترک تعاون تحریک رامنځ ته شو،بیا پرهغه بوخت شول، له هغه  وروسته زنګ بدل شو،د نهرورپورټ بله هنګامه را منځ ته کړه، داهغه کړنې او کرنې وې چې په حجاز کې یې د سلطان ابن سعود اوهدم  آثاراو قبرونه داسې سره آب پاشی اودړې وړې کړل چې له توپان راتلو سره یوشانی وو، خوله هغې ټولې ورانۍ وروسته بیاهم یوڅه شین توب او سمسورتیا لیدل کیده، پرهندوستان زرپاشي اوپه افغانستان کې وینې تویونه یوځل بیا د بلقان او ترک اوهمداسې د عمومي جګړې یادونه تازه کوي،خوچیریوبینوا فقیر؟البته په معنوي لحاظ نه، دیورپ دهڅواوعلاج په اشاره پرقبرونو باندې ناست دی اوخپلې پښې ورباندې زنګوي، چې اخباروهم دغه حشرته د دعا پرځای دنشرملاتړلې ده، اوخپل اخبارونه یې د افغانستان پرهنګامه اوتورونوباندې چاغ کړي دي، له دغواخبارونوڅخه هیله کیږي چې دلږ وخت له پاره پردغه ټکي غوروکړي چې دا دغم ویرنه دغم هنګامه ده دا د ښادۍ کومه هنګامه نه ده، که دغم له دغې هنګامې وروسته د بلې کومې نغمې زمزمې رامنځ ته کیږي، باید ترهغوپورې په دغه برخه کې لږترلږه د ورورولۍ اوهمدردۍ روحیه په پام کې ونیول شي. ځکه چې دهندوستان بچی بچی ددغو قیاساتواواټکلونودغورپه ترڅ کې پردغه پایله اوباور ولاړدي چې دا د پردیو اواغیارو توطیه ده، اوپردغه ټکي باندې بالغیب باوردي چې دآفغانستان خپلواک بلل اودنوروله غلامۍ یې د خوندي ساتلوپه خاطرچې کومې هڅې په هندوستان کې روانې دي، هغه تراوسه پورې په هیڅ ډول کافی او بشپړې نه دي. پرهندوستان چې کومه وبا راځي هغه دیوه دایمي مرض په توګه دلته پاتې کیږ ي، لکه څنګه چې وبا راځي هغه بیا نه ځي، خوچې کله طاعون راځي هغه نوبیا پاتې کیږي اودایمي اقامت بڼه غوره کوي،خو چې کله د طاعون پربڼه انفلونزا رامنځ ته کیږي هغه نوبیا مساپره نه وي هغه هم دلته دایم استوګنه کیږي، دلته دا بلاوې لږوې چې اوس  ورپسې  ایلکشناټس او ریزولیوشنټس وباوې هم پرزیاتې شوې اوټول ملک یې ترخپل ښکارلاندې را ښکیل کړی دی.

د پیړیوپه اوږدو کې شاعرانود پاچاهانوپه دربارونوکې دومره دروغجن تعریفونه اوقصیدې نه دي ویلې اونه دومره له نامردانوڅخه دمردجوړولو تعریفونه چا اوریدلي اویا ترسره کړي لکه چې دیوه کاندید په اړه اودهغه دشخصیت په اړه نن سبا دلته ترسره کیږي. دهغه شریف خاندان والا چې پلرونه او نیکونه یې په ذاتی توګه د درناوي اواحترام وړوو له هغوی څخه ځان غړوي اودخپل یوه امیدوار په خاطر کورپه کورګرزي اوخوله یې په چاپلوسۍ خلاصه کړې نه ورټولیږي، دا شوه د ایلکشنټس وبا اوس راشه د روزلیوشټس حال اوقال واوره کوم چا چې د (تجویز) له پاره د روزلیوشن انګریزي لفظ وضع کړی ، هغه به له شکه پرته دانګریزقام په شان دعملي کارکونکی په څیرلوړانسان وي، ښه به پوهیږي چې ترڅو دکوم انسان یا انسانانو ټولون هوډ په هوډ سره ونه شي،ترهغه وخته به یې یوه مرحله هم ترسره نه شي، کیدای شي هغه داسې فکروکړي چې ګواکي دکارتجویز یی شوی دی، چې دهغه له مخې باید دکوم انسان یا انسانانو کوم جماعت برابراوجوړکړي، همداده چې په دغه ترڅ کې هوډ په هوډ اود تجویز برابرولو نومونې له یوې بلې سره مرادف فکرکیږي، د « رزلیوشن» لفظ هم په همدغه هدف وضع کیدای شي، خو له دې بیا دا څه ښکاري چې په همدغه پلمه به پریوه قام باندې ډډه لګیږي اوځان به په دغه پلمه له سمندره هغې خوا ته رسوي، دخدای پر۳۱ کروړه مخلوق به خپله حکمراني چلوي د نورو ژبې به غبي ورته ښکاري اوخپله ژبه به پرکند ذهنه اودخرابې حافظې پرخاوندانوباندې زده کوي، اوپه همدغه شان به د « روزلیوشن» لفظ دهندوستان په ۱۹۰۰ مایلواوږدوالي او ۱۵۰۰ مایلو لنډوالي په هره کوڅه اومالت کې اوریدل کیږي، چې دلته یې معنا په قراني اصطلاح نه (عزم الامور) کیږي اونه هم خپلواکه اراده ، یوازې دڅوالفاظواوڅوکرښو اوپاڼو تعبیراومعنا چې چټیات اود چټیات ویونکو هڅې چې یوازې همدغه ۳۱ کروړه ولس غلام کړي بل څه اوبله معنا نه ترې اخیستل کیږي. دغه ته د روزلیوشناټس وبا ویله کیږي چې  په هغې کې نن د افغانستان دهنګامې لړۍ هم پرهره خوا په خبرونواوتورونوبرسیره د رزلیوشن په چغواوبغاروکې هم د خلکو غوږونه کاڼه کړي اوترهغو پورې رسیږي، چې زیاتره تورونه اوتوطیې یې د باوراواعتماد وړهم شوې دي.

 که له شاه امان الله سره په دغه زوراوشورکې دومره خواخوږي ترسره کیدای شي چې په افغانستان کې د بریتانیا د مداخلې مخنیوی وکړای شي، نوبیا کیدای شي د وبا دخوریدو مخنیوی هم وشی. خونن سبا دلته هرشخص اوهرڅوک له اټکلوڅخه کاراخلي او له حقیقت څخه له سره نا خبره دي، زما خپل قیاس تردغو تورونواو افواهاتو اوتردغو روزلیوشنو ورهغه خوا دادی چې په دغه اړه ترټولومهمه خبره دانګریزانوله پاره داده لکه چې روسي پوځ دخپلو تیاریوپه ترڅ کې په ډاګه اعلان کړې چې که د بریتانیا یو سرتیری اوسپاهي هم دافغانستان پرخاوره باندې قدم کیږدي دا به روس دخپل ځان په وړاندې دجنګ اعلان وګڼي اوخپل پوځ به افغانستان ته وردننه کړي.

دویمه رښتیا خبره زما په وړاندې د دیوان چمن لال صاحب د پوځ د برتي کولو خبره ده چې غواړي له دغې لارې له شاه امان الله سره په عزم اوجزم سره مرسته وکړي خو زما له پاره دا په خپل وارزیاته د باور وړ خبره نه ښکاري، ځکه ما ته دافغانستان دغه حالت چې د پنجاب پرهندوانویې لړزه ورګډه کړې ده، دغه حالت که افغانستان استوګنی دی، یاهم د کوم بل ولایت اویاهم علی برادران وي دوی دغه تورتړي چې دوی دکابل امیرپرهندوستان باندې واکمن کیدو ته رابولي،چې دکابل هغه امیربه شاه امان الله خان صاحب اویا کوم بل څوک وي ، کله چې د ۱۹۲۷کال په دسامبرکې ما دمدراس د کانګریس او دکلکتې د مسلم لیګ په غونډو کې چې هغه دهندواومسلم د یووالي په موخه جوړې شوې وې په ډیره عاجزانه توګه د مولوی جی د یووالی د وینا ستاینه اوملاتړوکړدهغو په پای کې چا ګاندي جی ته دا ترغوږ ورتیره کړه چې ګواکي ما نعوذ بالله ذالک مالوی جي ته سجده کړې ده، ددغه ثمرنوبهار تر خوریدو څو ورځې دمخه شاه امان الله خان اویاهم د تخت وارث دلته بمبی ته را ورسید، زموږخلافت والود الله اکبرد نارو په پورته کیدو سره هغوی خپله داومنله دهندواومسلمانانو ترمنځ هسې هم ډیروینې تویې شوې په دغه اړه ترټولو ښه خبره داشوه د شوکت صاحب د ډلوپه ګډون یوه ګډه غونډه را وبلله نوآیا دداسې غونډې په جوړولوکې د افغانستان اویاهم په بمبی کې دنورواوسیدونکولاس و، په بمبی کې د دیوان چمن لال دهندو ډلې دبې دردي نښې زما ترسترګولاندې تیرې شوې  چې زیاتي ته یې په دغه اړه اړتیا نشته، حضرت شاه اسمعیل شهید په هندوستان کې د انګریزانوخلاف جهاد کول غوښتل، خود مصلحت له مخې یی په سرحد کې د سیکانودغلامي خلاف جنډه پورته کړه، کاشکي چې زموږ مکرم چمن لال صاحب دافغانستان کې د سقاو له زوی څخه دآزادۍ پرځای په پنجاب کې د انګریزانود ازادۍ په خاطرد پوځ ټولول اوبرتی کول  پیل کړي وای لکه چې د شیخ سعدي خبره ده :

دوستان را کجا کنی محروم

تو که با دشمنان نظر داری

دسقاو زوی حبیب الله

همدا اوس له پیښورڅخه خبرراغلی دئ چې دصوبه سرحد دخلافت کمیټې ترانتظام لاندې هلته یوه غونډه شوې چې په هغې کې یې دهندوانوله دغې همدردۍ اوخواخوږۍ څخه مننه کړې ده، زه  له دغو وروڼوڅخه دا پوښتنه کولای شم چې ایمانا په ډاګه ووایي چې دوی پردغې همدردۍ باندې د زړه له کومي باورمن دي او داهمدردي به په رښتیا هم د افغانستان دآزادۍ اوترقۍ له پاره وي، زه داهم په ډاګه  پوښتنه کولای شم چې آیا دا دعلی حُب دی او که دمعاویه دوستي؟ دا همدردي څنګه له هغه چا سره کیدای شي چې دهغه په زمانه کې افغانستان آزاد شو، دهغه په وړاندې له سلطنت څخه دمرستې لاس لنډیږي،دهغه په وړاندې دمشرورور د لرې کولو اندیښنه له هغوحضراتوسره رامنځ ته کیږي چې هغوی کله هم دافغانستان آزادۍ نه غواړي اوهڅه یې داده چې افغانستان هم باید لکه هندوستان همداسې غلام پاتې شي، اوداچې هغوی چې سم دم پردې باوردي چې دغه سړی هم لکه مصطفی کمال غوندې د دین دښمن اودشریعیت د توهین کولوپه نیت دی، دغوخلکوچې دهغه وروریې له کابله ویوست، هغه خو لږترلږه په خوله په شریعت ټینګارکاوه اوځان یې دشریعت پلوی باله.

ترکومه چې زما خپله رایه ده زه په ډآګه داخبره اعلانوم چې ما ته آزادي ګرانه ده، دا که هغه د یوه اسلامي هیواد وي اویاهم دکفرستان دکومې برخې وي، زه دجاپان په آزادۍ باندې هم خوشالیږم، دچین په هراړخیزډول آزادۍ ته هم خوشالیږم اوهیله مند یی یم، همداسې دنیپال د ازادۍ غوښتونکی هم یم داسې لکه چې افغانستان د شاه امان الله په زمانه کې آزاد اوخپلواک شو.

ماپه دمشق کې دیوه نصراني اخبار« الاحرار» دا عبارت ولید زړه مې باغ باغ شو:« څنګه ته هغه غلام کوې، په داسې حال کې چې دهغه مورهغه ازاد زیږولی دی» داځکه چې دغه عبارت د یوه سوچه مسلمان د رسول اکرام (روحی فداه) خلیفه حضرت عمر دیوه مسلمان ګورنر دتنبهه اوتوبیخ په خاطرهغه ته ویلی و.

که افغانستان له هره پلوه کافرهم وي، زما داسلام داغوښتنه اوهیله ده چې زه دهغه دآزادۍ غوښتونکی یم نه د هغه د غلامی اواستعباد ، له همدې امله دغه هنګامه چې نن په افغانستان کې روانه ده که زرترزره پای ته ونه رسیږي زه ډاریږم چې دغه آزادي به هم لکه دهغه دحکومت په شان ختمه شي، که دشاه امان الله دتاج اوتخت له منځه تلل له دې امله وي چې هغه به دشریعت په درناوي کې ګام نه وي اوچت کړی، اودهغه ځای ناستی یوازې دالله دکلمة الله په  ویلوسره پرتخت خیټه اچولې نوبیا د اعلیحضرت له مخالفینوڅخه باید دا په ډاګه وپوښتل شي چې دپردیودغلامۍ په منلوسره به شریعت باقي پاتې شي؟  په افغانستان کې په خپله شریعت ټینګولواوساتلوته ترهرڅه دمخه اشد ضرورت دی،څودغه هنګامه زر ترزره ختمه شي، اوداکارپه هغه شان اوهغه نیت سره کیدای شي چې په کابل کې اوسنی حکمران اودهغه ملاتړي په تمامه معنا قلع قمع اوله منځه لاړشي اواعلیحضرت شاه امان الله اودهغه پلویان اویا دواړو ترمنځ جوړجاړي په جدي توګه رامنځ ته شي.

اوس له هغوحضراتوڅخه چې هره ورځ غونډې جوړوي، اود اوږدو ویناووپه ترڅ کې پریکړه لیکونه صادروي پوښتنه کوم چې دیوان چمن لال صاحب چې کوم پوځ دغداروملایانوپرخلاف تیارکړی چې دا به پرکابل ورخیژوي په دغه اړه ماته په بمبي کې افغانی قنصل صاحب چې زما د ډیلی دقیام پرمهال کندهارته واستول شو اوزما د بمبی د قیام پرمهال هلته بیرته را ستون شوما ته په تکراري ډول سره  داخبره کړې چې سردارعلی احمدجان په خپله ځان د کابل دواکمن په توګه نه بلکه دخپل عمه زوی شاه امان الله په پلوي د کابل پرلورد پرمختګ له پاره تیاروي، په جلال آباد کې چې کوم حشرجوړشو، له هغه موعبرت وانخست، تاسې اوس هم دا فکرکوئ دشاه امان الله مخالف یوازې هغه بهشتی اړوندان دي چې په محض اتفاقی توګه یې په دوکې سره پرقرآن باندې یوڅه لیکلي اوخپاره کړي دي ؟ دوی هم هغوی دی چې دوه زره ټوپک اوڅوزره ګولۍ یې دشینوارودګوشمالۍ په نامه ترلاسه کړې، پرحربیه کالج اووسلتون یې ډاکه واچوله اوهرڅه یې په خپل لاس کې ونیول، هغه (شاه امان الله خان) یې نه یوازې کندهارته وشاړه بلکی هغه یې دتاج اوتخت په پریښودو باندې هم مجبورکړ، نه یوازې هغه بلکی دهغه ورورچا چې په څرګنده یې شریعت لمانځه اودرناوی یې کاوه، هغه یې هم کندهارته په استولوباندې نا چارکړ.

 اوس خوموږټولوته دا په ډاګه شوه چې نه یوازې ټول، بلکی د قبایلو اکثر سرداران له شاه امان الله خان سره دي، نه یوازې محمود طرزی صاحب دهغه شهزادګۍ ملکه ثریا،دعنایت الله خان میرمن هم له دوی سره په دغه کاروان کې شریک اوبرخه وال دي، خوپه څنګ کې یې دسلطنت وزیران لکه سردارمحمد خان (محمود) سردارعبدالهادي خان اونورد بیلابیلولاملوپه خاطرله ده سره کندهارته له تګه بې برخې شول، کیدای شي داسې وي، خوله نښونښانوڅخه دغه امرلږترلږ له شک سره مل دی. په هرحال په دی کې بیاد شک څه نشته چې دوی له اسلام سره دمینې اوخلوص اویاهم استعماری بډورشوتوښکارشول اویاداچې دخپلومریدانو؟ له نذراونیازڅخه بې برخې شول اویاهم دیوه متمدن اوترقي منونکی حکومت دخرڅونوبوج و چې افغانستان یې له پریشانیوسره مخامخ کړاودشاه امان الله خلاف شول. خوداهم یقیني ده چې شاه امان الله خان تراوسه هم پرافغانستان باندې کلک اغیزاواثرلري، دهمدغه اثراواغیزپایله  ده چې شاه امان الله خان له تاج اوتخته دلاس پرسرکیدوله اعلان څخه دمخه یوفرمان جاري کړچې پرهغه باندې دیوشمیرعلماوواومخورو لاسلیکونه هم ول، په هغه کې پاچا دیوشمیرسمونواواصلاحاتوبیرته اخیستل هم اعلان کړي ول، له ما څخه چې کله په بمبي کې قنصل صاحب داخبره واوریده هغه سخت حیران شو اوراته  ویې ویل چې داسې کوم فرمان نه دی صادرشوی، یوازې اعلیحضرت دا وعده کړې وه چې هغه به دخپلو هیوادوالو پرشکایتونوباندې غوروکړي،اوکه چیرې دهغوکوم یود شریعت خلاف کړنوپه باره کې وي هغه کړنې به د دوی په خوښه  منسوخې کړي،دملایانوپرضد داعلیحضرت کیدل،اودهغواغیزتراوسه هم پرافغانستان باندې ډیراغیزناک، ګټوراویقیني دی، خوزه له هغومسلمانانو( دهندوانو دهمدردو) چې هغوملایانوته کنځلې کوي،پوښتنه کوم چې تاسې دهغوملایانود ځپلوپه خاطر پوځ تیارکړی دی اود شاه امان الله دمرستې چغې وهئ نوبیا ولې تراوسه د یوچا دیوه ځواک دمصلحت په هیله ناست یئ،تاسوکه په دغه اړه دمصلحت غوښتونکي واست، نوبیا په دغه اړه کنځلماري دمصلحت تګلاره کیدای شي ؟

ترکومه چې له آثارو اوقراینوڅخه ښکاري،داټول اټکلونه اوقیاسونه دي چې کارتراخیستل کیږي، (داکثروخلکو دتبلیغ علم هم هغه خبرونه اودرواغ خپرول دي هغه چې زموږبریتانوي قیدیانوقیدخانې ته راکول کیږي) له هغوڅخه په ډاګه کیږي چې له دواړوخواووڅخه تیروتنې شوې دي، چې له یوې خوا ډیرې اوله بلې خوا کیدای شي لږې وي، دافغانستان اوسنۍ هنګامه کله هم ترهغه وخته پای ته نه رسیږي ترڅوچې دهغه هیواد واکمن اورعیت دواړه د زړه له کومي توبه وباسي اود زړه له کومي له شریعت سره سمو وعدوته وفادارپاتې شي اودهغو په سرته رسیدوکې جدوجهد اوهڅې وکړي، دافغانستان آزادي هغه مهال پیاوړې کیدای شي چې هلته اسلامي حکومت پیاوړی اودهغه په استازیتوب ذمه واراستازي کندهارته هم لاړشی،هلته هم ټول د اسلامي شریعت دعملي کیدو له پاره دې ته تیارکړي،څودمسلمان په لاس دمسلمان وینه تویونه بنده شي. زه اوس له خارجه سکرتر سرډنیس بری څخه خواشینی نه یم بلکې ما ته یې دیوه امید نښه راکړې ده چې باید د خلافت وفد پردغه آیه چې « انما المومنون اخوة فاصلحو بین اخویکم » باندې دعمل کولوجوګه شي، زما د هند له حکومت څخه داهیله ده چې :

من نمی ګویم زیان کن یا به فکرسود باش

ای زفرصت بې خبر درهرچه باشی  زود باش

معنا داچې دافغانستان داوسنۍ ستونزې وروستۍ پایله داستعمارله پاره په ګټه ثابته شوه، خوبد نظمي به ترهغوپاتې وي ترڅوچې استعمارته دخپلوناوړو موخودخوریدو په خاطرلاهم د نشراوتبلیغ دریځ اغیزمن ثابت شي. دوی باید پردې پوه شي چې افغانستان باید دافغانستان اواسلام د ګټې په خاطر نه بلکی داستعماري ګټو دخوندي ساتلوپه خاطروژغورل شي، دافغانستان بدنظمي اواوسني هنګامه باید زرترزره نوره پای ته ورسیږي. مخکې تردې چې واوره را پریوزي اوبیا دپوځونوله پاره لاره خلاصیږي باید دخلافت پلاوی کندهارته ورسیږي، اوله هغه وروسته باید کابل ته، پرکابل باندې حکومت هم باید دهوایي جهازونوڅخه کاروانخلي، که یوځل د پوځونوکاروایي پیل کیږي اودجګړې د ډول غږ پرهره خوا انګازي خپروي، نوبیا به د حضرت ناصح چغه څوک اوري، هغه هم په افغانستان غوندې جنګیالي ملک کې، هغه مهال که بیا دخلافت پلاوی هم هلته ځي دهغه به څه ګټه پرته له دې چې دهندوستان مسلمانان ترظلم وستم لاندې وځوریږي په تیره بیا چې سوله ییزه تګلاره هم ونه څاري څه وي؟ نن سبا د (دیخنۍ څپه) هم دکریم خدای له لوریه د رحمت یوه نښه ده چې لاهم واوره پرته ده اود جګړې د اورمخه یې نیولې ده. خدای دې وکړي چې زموږ له ځوښه ډکو مقررینو اومحررینو پرژبواوقلموباندې باندې لږترلږه دومره سیوری راخورشي ترڅوچې په افغانستان کې یوځل بیا امن اوامان ټینګیږي.

د آزادۍ او اسلام جنډه دې هلته دتل له پاره آزاده رپي !،

وما توفیقی الابالله علیه توکلت والیه انیب

د لومړۍ مقالې پای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.