د محمد شفیق شرفزي ژوند او شاعري

499

د محمد شفیق شرفزي ژوند او شاعري

( مونوګراف)  
د محمد شفیق شرفزي لنډه پېژندنه
ښویالي محمدشفیق شرفزی هغه دردېدلی او ځورېدلی افغان دی، چې دده د ژوند له لمړني پسرلي څخه ګران هېواد د پردیو د ګولیو د ږلیو ښکار شو او دده آرام ژوند راتلونکې هیلې او امیدونه د ناآرامۍ او جګړو غیږی ته ولوېدل، او راز راز بدبختیو او بد مرغیو دې هېواد او دې ملت ته خولې خلاصې کړې. ښویالي محمدشفیق شرفزی نه یواځي یو ولسي شاعر دی، بلکې ډېر ښه ژباړونکی او نثر لیکونکی هم دی او شاعري یې په مختلفو فورمونو کې د خپل ولس درد منعکس کړی دی.
ښویالې محمد شفیق(شرفزی) د محمد شرف ځوې په ۱۳۶۴هجري کال د ننګرهار ولایت، کوزکونړ(ښېوی) ولسوالۍ د خیشکو په کلي کې په یو متدینه او مجاهده کورنۍ کې زېږیدلی دی. لمړنۍ زده کړې یې د خپل کلي د ملا قاري صاحب امیر محمد او خپل تره مولوي محمدسعید چې د وخت یوجید عالم ؤ پیل کړې دې وایې( ما مې له خپل تره څخه لمونځ او د قرآن کریم لمړني درسونه په داسې شکل پېل کړل چې کله به مې تره په مسجدشریف کې د جماعت له اداء کولو څخه وزګار شو د لمونځ د دعا څخه مخکې به یې د امامت جاینماز ماته خوشې کړ او ویل به یې چې په اوچت اواز لمونځ وکړم، نو ما به هم په اوچت اواز لمونځ وایه) اوس چې فکر کوم الله (ج) دې غرق رحمت کړي د هماغې برکت و چې اوس لاقل لمونځ په درست شکل کوم او د یو چا په وړاندې په جرات سره خبرې کوم). له دې څخه دا جوتیږې چې د استاد لمړنې ښوونکی د ده خپل تره مولوي محمد سعید و. کله یې چې قرآنکریم قاري صاحب امیرمحمد څخه زده کړ، نو د نورو دیني زده کړو لپاره مولوي صاحب روح الامین ته کښناست او د خلاصې، پنج ګنج، شروط صلات، قدري، او د کنزونو د کتابونو زده کړه یې ترې حاصله کړه.
د ښوونځي لومړنۍ زده کړې یې تر څلورم ټولګي پوری د هجرت په دیار کې په پېښور کې په داسې حالاتو کې چې زموږ په ګران وطن افغانستان باندې د روسي یرغلګرو د ښکېلاک څپې په موجونو کې وو کې د سید جمال الدین افغان په لېسه کې ترسره کړي، منځنۍ زده کړې یې د کوزکونړ ولسوالۍ د توکل بابا په لیسه کې چې هغه وخت کې منځني ښوونځی و سرته رسولي، کله چې د طالبانو رژیم رامنځ ته شو( لومړنۍ دوره) نوموړي خپلې زده کړې پرېښولې او د یومړۍ حلالې روزۍ پسې سرګردانه په روز مزدورۍ پسې له کوره ووت دې وایې( زما د ښېوې په بازار کې خیاطۍ او خوراکي توکو دوکان و یو ورځ طالبان راغلل او په څه پلمه یې زه و وهلم او مجبور یې کړم چې وطن پرېږدم او له دوې وتختم همداسې مې وکړل کومې روپۍ چې راسره وې په هماغه روپو پاکستان ته ولاړم خو هلته ژوند خوند رانکړ پنځلس ورځې به مې پوره نوې تیرې کړې چې بیرته خپل هېواد ته راستون شوم او د یو ملګري سره کابل ته ولاړم او هلته د یو دواسازۍ په شرکت کې برتي شوم پدې توګه ورځې او شپې تېرېدې یوه ورځ دا خیال راغی چې همدلته کابل کې باید ښوونځی هم ولولم نو هماغه و چې ښوونځی مې پېل او د لېسې دوره مې د کابل ولایت د استاد خلیل الله خلیلی په لیسه کې په ۱۳۸۱کال کې تکمیله او له نوموړې لېسی څخه فارغ شوم).
همدارنګه استاد په ۱۳۸۸کال کې د ننګرهار عالي دارالمعلمین په انګلیسي څانګه کې شامل او په کال ۱۳۹۰ کې د نوموړې څانګې څخه فارغ او بیاپه همدې کال یعنی په ۱۳۹۰ کال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي رشتې ته لاره پېدا کړه او په ۱۳۹۲ کال د همدې پوهنځي څخه په عالي درجه فارغ شو. نوموړي استاد په (Virtual University) کی د (Social Science) په رشته کې آن لین زده کړې هم ترسره کړې دي. په ۱۳۹۹ کال کې د دارالمعلمین لخوا یې د IELTS نړېوالې ازموینې ته معرفي شو چې د سویډن هېواد د TEMP ماسټرۍ پروګرام ته بریالی شو خو دا زده کړې یې په هېواد کې د سیاسي تحولاتو له امله لا نه دي بشپړې شوي.
استاد په ۲۰۰۸ کال کې واده کړی چې تر دې دمه د درې ځامنو او درې لوڼو له نعمته برخورداره شوی دی نوموړي د خپلو اولادونو ذکر په خپلو دې بیتونو سره کړی دی:
زمــــــــــــا دژونـــــــد ډیوه ده
حسنــــــــــا او شــــــــایسته ده
بل توحید او توصیف جان دی
دزړه کورمــــې پرې ودان دی
یوسف مې لا کمکـــــــــــی دی
ښاېسته دی ګلالــــــــــــــــی دی
دوی روح زمــــــا د کـــــور دی
زړګـــــی مې پـــرې ټکور دی
چـــــــې راشم د بیدیـــــــــــانه
ډېر ستړی یم بـــــــــــــې شانه
را منډې کړی له شــــــــــــانه
تړپېږي به هرې خـــــــــــوا نه
ستـــــــــړي مه شې راته وایی
پلارجـــــــانه وه پلارجــــــانه
شیـــــــیــــنــــــه دې راوړي؟
راتـــــــــاو شـــــي خړي پړي
توصیف به ستونــــې ډک وي
ګیلـــــــې یــــــــې راته ساتلي
بس چې راتــاو درنه بچي وي
همـــــــــدغه خوشالــــــــي وي
خوندونـــــــــــــه وي مزې وي
چې اولاد د نیک صالـــــې وي
 دندې
ښاغلي ښویالي محمد شفیق شرفزي د رسمي دندو سره سره ځيني شخصي شرکتونو کې هم دنده اجرا کړې چې پدې توګه ترې یادونه کوو؛
د ۱۹۹۸کال څخه تر ۲۰۰۴کال پورې د هېواد خسرو د دواجوړولو په شرکت کې د فورمین په صفت دنده ترسره کړې
د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د نېشنل تعلیمي مرکز د مسؤل ؤ.
 د ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د سرف په موسسه کې د تعلیم په بخش کې د ګډو زده کړو ساحوي مسؤل په توګه دنده ترسره کړې چې ډېر ګټور خدمات یې ټولنې ته د تعلیم په برخه کې وړاندې کړي دي. د یاودولو وړ ده چې ښاغلې استاد د ګډو زده کړو د پروګرام سربېره د افغاني ملي اشارې ژبې او د بریل خط یو مجرب روزونکی هم دی.
د ۱۳۹۲ څخه تر ۱۳۹۳کال پورې په ننګرهار پوهنتون کې د افتخاري استاد په صفت دنده تر سره کړې.
داچې د استادۍ مقدسې دندې سره يې خاصه علاقه لرله دهمدې روحيي پربنا په ۱۳۹۳ کې د کوزکونړ حمایوي دارالمعلمین کې د انګلیسي ژبې استاد په صفت مقرر شو، او فعلاً د نوموړي دارالمعلمین استاد دی.
۱۳۹۶ کال څخه تر دې دمه د کوزکنړ حمایوي دارالمعلمین د امر په صفت په دنده بوخت دی.
د الله (ج) له دربار څخه ښاغلي استاد ته د لانورو بریاؤ غوښتونکې یم.
آثار یې
ښویالی محمد شفیق شرفزی درې چاپ شوي اثار لري، چې دریواړه یې نثري لیکنې دي او د مومند خپرندویه ټولنې لخوا چاپ شوي دي.
۱. ښوونیزنصاب؛ چاپ کال ۱۳۹۵ مومند خپرندویه ټولنه، کمپوز یې خپل (شرفزي) کړې، پښتۍ او ډیزاین یې ایملیار ساجد په ډېر ښکلي شکل سره کړی او د زیات لوستونکو له کبله دوه ځله چاپ شوی دی.
۲. ښوونیزه اداره؛ چاپ کال ۱۳۹۶ مومند خپرندویه ټولنه، کمپوز یې خپل (شرفزي) کړې، پښتۍ او ډیزاین یې هدایت الله عادل په ډېر ښکلي شکل سره کړی او د ۱۰۰۰ټوکو په تعداد چاپ شوی دی او په چاپي اثارو کې یې د اونۍ غوره کتاب لقب هم ګټلی دی.
۳. ښوونه او روزنه؛ چاپ کال ۱۳۹۷ مومند خپرندویه ټولنه، کمپوز یې خپل (شرفزي) کړې، پښتۍ او ډیزاین یې هدایت الله عادل په ډېر ښکلي شکل سره کړی او د ۱۰۰۰ ټوکو په تعداد چاپ شوی دی.
ناچاپه اثار:
۱. شعري ټولګه ۴۰۰ شعرونو په تعداد چاپ ته اماده دي.
۲. زما د کلي ژوند؛ ناول. چې د انګلیسي ژبې څخه یې ژباړه کړې.
۳. د ژباړې اصول. د علمي رتبې اثر.
۴. دژبې د تدریس عصري میتودونه، ژباړه.
پورته ناچاپه اثار یې د چاپ کېدو لپاره آماده دي او شیبې ورته شماري.
ګڼې علمي او څېړنیزې مقالې یې د انترنټ په مشهورو ویبپاڼو لکه تاند، دعوت میډیا او داسې نورو کې خپرې شوي.
د مقالې بېلګه:
  په خپل ځان باور پیداکول
له خپل دښمن( ویره) سره مخامخ کېدل:
دانسان ستر دښمن د هغه خپله دروني وېره ده، چې انسان د ډېرو ستونزو او کړاونو سره مخامخ کوي، د پرختګ مخه یې ډپ کوي او کومه وړتیا چې لري دغه وېره یې نه پرېږدي چې ښکاره یې کړي او ګټه ترې واخلي.
 د وېری علت پېدا کړه ( که چېرې ته د ګمارنې په وخت د نه استخدامېدو څخه وېره لرې؟ یا دا چې فکر کوې، چې د ګمارنې د مرکې په وخت به د کومۍ غلطۍ سره مخ شم؟) چې زه به د استخدام له مرکچیانو لخوا منفي ارزیابي شم، نو دا وېره ستا بیځایه ده، ځکه تا لاتر اوسه څه نه دي ترسره کړي او وېره ورته لرې، متل دی چې اوبه دې لیدلي نه دي او بډې دې ورته وهلي.
خپل ځان مه مقایسه کوه:
 دلاس پنځه ګوتې برابرې نه دي، څه غټې او څه وړې دي، هرڅوک خپل خصوصیات او ځانګړنې لري د هرچا وړتیا، ذکاوت، عادتونه او چال چلند یو تربله فرق کوي. دوه سکه ورونه یا دوه سکه خوېندې حتا که غبرګوني هم وي په خبرو، غږ، خوښه، عادت، پوهه، وړتیا او استعداد کې سره یو تربله توپیر لري، که ته خپل ځان د (سچن ټنډوکر) سره مقایسه کوې نو اشتباه کوې، داسې هیڅکله نه شي کیدای او که ته کوښښ کوې نو دابه د وخت ضایع وي. ددې پرځای هغه څه چې بل لاس ته راوړي ته کوښښ وکړه او په خپل ځان کې خپله تغیر راوړه، د ځان مقایسه کول ناامیدي منځ ته راوړي او ستا ذهن نیسي، سکون درڅخه اخلي، د انزوا په لور دې بیایې، اضطراب درکوي، ناقراره کوي دې او ذهن ته دې صدمه رسوي.
مثبت کېدل پرکټس کړه:
 ستا ذهن او دماغ ستا د وجود انجن او ماشین دی. وجود او بدن د ډېرې مثبتې انرژۍ په واسطه چلېږي نو ستا دماغ ډېر سخته دنده پرمخ وړي که چېرته دماغ مثبت حرکت کوي نو د بدن غړي هم مثبت څرخي او درسته چاره ترسره کوي، چې پدې صورت کې به ټول مثبت شیان ستا ذهن ته راځي او حافظه به دې په مثبتو لورو مشتمله شي، او په دې سره به مثبتې پېخې مخ ته راځي او د مثبتو شیانو سره به مخامخ کیږې او هره چاره به دې مثبت لوري ته درومي، ژوند به دې ښکلی او د خوشالیو ډک وي، که چيرې د کار په ساحه یا دفتر کې درسره ډېر خلک وي او ټول تاسره ښه چلند کوي نو دا د هغوې ښه چلند نه بلکه ستا د مثبت فکر زیږنده او ثمره ده نو ددې لپاره تل کوښښ کوه، چې مثبت او کامیاب خلک ځان ته الګو او مثال وګرځوې، د هغوی ژوند وڅیړه او تعقیب یې کړه. خو که ذهن مثبت لوري ته ونه هڅوو، هره چاره او کړنه به مو خرابه او د خپل ځان او نورو د نارضایت سبب به وي او د رکود په لوري به درومو.
تېر د حاضر سره فرق کوي:
فکر وکړه چې تا تېر کال د یوې دندې درخواست کړی ؤ او پکې ناکام شوی وې او همدا فکر اوس هم کوې، نو پخوا او اوس سره توپیر کوي خو تا ستا پخوانۍ وېره او ناراحتي دې ته نه پرېږدي چې بیا درخواست وکړې او ذهن دې دې ته اماده دی چې منفي سوچ او د ناکامۍ نتایج درته وارله واره درکړي، فلهذا که ناکامي په ذهن کې وساتې تا به پرمختګ ته پرېنږدي او راحت ته به دې صدمه ورسوي.
خپل ځان سره ښه کوه (ارزښت ورکوه):
که د سل ډالرو نوټ ته وګورو چې په اصل کې یونوعه کاغذ دی، چې کېدای شي ډېر داسې نور کاغذونه موجود وي لکه د خولو وچولو کاغذ، نو که د یو عادي کاغذ فکر پرې وکړو او راوایخلو او خپلې خولې پرې وچې کړو او بیا یې په کثافت دانۍ کې ختا کړو، خو که یې ارزښت ته وګورو نو شاید ډېر په احتیاط سره یې وساتو، نو همدارنګه که موږ خپل ځان ته خپله ارزښت ورنه کړو او خپل ځان ته حقیر فکر وکړو نو بل څوک هم همدا فکر کوي او ارزښت نه درکوي
تاته رب د ملایکو مقام درکړ
ته دې خپل ځان په خپله ګاؤ خر کړې
موږ باید خپل ځان درک کړو او ارزښت ورته ورکړو، نورو سره په مینه او خوشالۍ ناسته پاسته وکړو او په خپل ځان وویاړو او ووایو چې:
– زه ډیر ښه یم
– زه ډیر ښکلی یم
– زه ډیر لایقه یم
– زه هر کار کولای شم
– زه بااستعداده یم او….
نو که دا فکر ولرو پس د نورو مقابل کې به هم با ارزښته ښکارو او د احترام واجب به شو او په دې سره به مو وجدان او ذهن ورځ تر بلې لکه د ګل په څېر غوړېږي او د راحت په لوري به ځي.
هڅکله څوک پوره او کامل نه وي انسان تل نیمګړی دی، نو کوښښ وکړئ چې خپل ځان ملامت نه کړئ او په یوځل ناکامۍ سره زړه ونه بایلئ او بیا بیا هڅه وکړه.
   د ښویالی محمدشفیق شرفزی د شعرونو فورم
         ښویالی محمدشفیق شرفزی په مختلفو فورمونو او یا شکلونو کې شاعري کړي ده. خو زیاته برخه یې ولسی شاعري ده او خپله یې هم ویلې، چې ولسي شاعر دی په ولسي شعرونو کې یې داسې شعرونه هم شته چې د فورم له مخې یې پیژندل ګران کار دی یانې ډېر او مختلفو شکلونو کې یې ویلي دي. خپله فورم یا د یو شعر شکل عبارت دی د یو ادبی اثر وړاندی کول په ځانگړ ي فورم یا قالب کې د هماغه اثر یا شعر شکل گڼل کېږی لکه: غزل، بگتۍ او داستان.
    غزل
        ښویالی محمدشفیق شرفزی په غزل کې هم ډېره ښه او ساده شاعري کړي ده، چې مخکې له غزل بېلګو څخه غواړم د غزل په اړه یو څه ووایم چې غزل څه قسم فورم دی: غزل د پښتو شاعرۍ تر ټولو توانا او ورځ په ورځ ځوانیدونکی صنف دی او ډېر لیکل کیږي. ډیر خلک ورباندې شاعري زده کوی. اسانه هم دی او ښه غزل لیکل تر ټولو ګران کار هم.
        غزل د غزلَ یغزلُ نه ماخوذ دی چی د ځوانو جینکو، هلکانو او یا ښځو سره خبرو ته ویل کیږی. د ښکار کیدو په وخت د هوسۍ د حسرتونو انتها ته هم ویل کیږي.
غزل د شعر هغه صنف دی چی وزن او قافیه لری. ردیف ورسره کله وی او کله نه. خو که وی نو د سر نه تر آخره به یو ردیف تکراریږی بدلیږی به نه. که قافیه پکی نه وی نو غزل نه دی او که وزن پکی نه وی شعر نه دی. په پښتو، عربی، اردو او فارسی شاعری کی وجود لری.
       دغزل لومړی بیت ته مطلع ویل کیږی چی د راختو ځای ته ویل کیږی. غزل هم همدلته پیل کیږی او راخیژی ځکه ورته مطلع وایی. ښه مطلع ایښودل د ښه شاعر خصلت وی. ورپسی بیت ته اول بیت ویل کیږی. وروستی بیت ته مقطع یا د ختمیدو ځای وایی. دلته شاعر خپل نوم یا تخلص ذکر کوی. د غزل د هربیت مفهوم (تخیل) جدا وی. د بیتونو کمه اندازه یی پنځه او زیاته یی پنځلس ده خو دا حتمی نه ده. که کوم غزل مطلع ونلری نو نیمګړی غزل ورته وایی او که مقطع ونلری او پنځه بیتونه پوره وی نو غزل بلل کیږی. یعنی د شاعر نوم یا تخلص ذکر کول ضروری خبره نه ده. له قصیدی سره یی توپیر دادی چی په قصیده کی د سر نه تر آخره یوه موضوع وی خو د غزل په هر بیت کی جدا خیال بیان شوی وی. په غزل تنقید داسی کیږی چی یو یو بیت وړاندی کیږی او ملګری پری تنقید کوی او دهغه فنی او فکری قوت ارزوی. که ټول غزل په یو وار تنقید ته وړاندی شی او هر ملګری پری د خطبی غوندی خپله رایی وړاندی کوی نو ښه نه کوی او د غزل مختلف اړخونه نه شی رابرسیره کولای.
ردیف لرونکی غزل بېلګه
       د غزل د فورم هغه بڼه ده، چې د قافیې تر څنګ ردیف هم ولري. ردیف هغه یوه یا څو کلمې دي چې تر قافیې څخه وروسته په یوه شکل او تر ډېره زیاته حده په یوه مانا تکرار راځي، دا وګورﺉ.
بېلګه:
دلته ژوند دی سرګردانه په اغزو ده زندګي
ناآشنا لور ته روانه په سلګو ده زندګي
امیدونه زندۍ شوي دلته هیلې وژل کېږي
په سور اور باندې ولاړه په لمبو ده زندګي
خدایه کوم عزاب کې ګیریم ترې ولې نه خلاصېږم
سا مې ستونې ته راغلې په وتو ده زندګي
ورځې شپې سبا کوم د رڼا په تکل پایم
لاره ورکه یې له مانه د راتلو ده زندګي
بدن غړي یې لیلام کړل د شرمخو په بازار کې
بې وسۍ دغه نارې کړې چې په څو ده زندګي
څه به یې ژوند وي شرفزیه چې وي لرې له جانانه
څوک چې خواکې د صنم وي د هغو ده زندګي
بله بېلګه:
پـــــــــه خوب ویده دی که مړ شوی دی اواز نه کوي
دبخت شاهین مــــــې موده کېږي چې پرواز نه کوي
لــــــــــــــه کلي جوړه هدیره شوله، چوپتیا خپره ده
راشِد مُرشِد سره صحبت د راز و نیاز نــــــــه کوي
هـــرڅوک په خپله لاره پایي او هم ستايي خپل ځان
لـــــــــــــه ملکوت د جبروت طمعه همراز نه کوي
پـــــــــــــــــــه پشکال کې زه باران ته استسقاء کومه
درحمتونو در بسته دی هیڅ اغـــــــــــاز نـــــــه کوي
شفیفه! تـــــــــــا چـــــــــــې به یې ناز د سر په سترګو
وړلو اوس شو ښاغلی هغه، زما او ستا لحاظ نه کوي
بله بېلګه
پـــــــه سترګو کی یی رڼی رڼی اوبه وو په خندا
راوتي د یـــــــــو مور له زخمی زړه وو په خندا
شبنمـه ورکوه ګلاب ته سترګو کې مړی اوښکی
د تـــــــــږ ي ګل په څیر یی وچ باڼه وو په خندا
په سره اور کې ستي شول پتنګان د نور په طمع
راغلي د تـــــــــــــــــــورتم له بیلتانه وو په خندا
په څنډه د پــــوړني یی خپلی پاکې کړلی سترګی
یتیمی پـــــــــــــوری کړی چې رانجه وو په خندا
پرون مــــــــــــې په بازار کی عحیبه صحنه لیدله
د غم په چوک کی ناست ځوان او زاړه ووپه خندا
تنی نـــــــــــــه پریکړی ورته سر لاس کی نیولی
ولاړ ورته جلات لاس پــــــــــه چاړه وو په خندا
دقبر سوال ځواب کی ورتــــــــــــه ووایه شفیقه!
غمونو نــــــــــــــــــه دنیا کی ښه ماړه وو په خندا
بې ردیفه غزل:
         هغه غزل دی، چې ردیف ونه لري او پر قافیه پای ته رسېدلی وي. او دغه شکل د شعر ته د قطعه فورم هم وایې.
بېلګه:
انګور تاک غوندې بارېږه مه په بل
مشکلاتو کې د ځان سیوری کړه مل
نصېحت اوره همېش د بزرګانو
نېغه لار ټاکه او ځه کوه مزل
نیت صفا ساته د ژوند په کاروبار کې
چارې وړه مخکې د خدای په توکل
د ګور شپه کله ده چا په کور کې کړې
مرګ در رسي چې دې کله وي اجل
جس او مېس سره جدا کړه ملګرتیا کې
په یوه یې واخله خو مه یې پلوره په سل
د ایرو سلایي سترګو له رانجه کړه
په ډېران کله موندلی شې کجل
د شفیق غوندې مېن شه شرفزیه!
چې اغزو منځ ته ورځي ښکلوي ګل
۱۴۰۱/۶/۱۸
بله بېلګه:
چنارچنار ځــوانـــــــــان د رانه یوړل زورورې
راځه چې شو پخـــولا نوره ای ســـولې مرورې
کینه او نفـــــرت پرېـــږدو راځه چې سوله وکړو
د سولې په اسمـــــــان کې کړو ازادسپینې کفترې
د تورو خولې کږې کړو د ټوپک میلونه مات کړو
او شپېــــلۍ کړو ترینه جوړې پرې ووایو سندرې
سولـــــــه کې جانـــــانــــــه ابادي او خوشالی ده
کلـــــــی به ابــــــادشی او تـــــازه به شی ګودرې
ورځـــــــــــــم شفیق ته وایمه چې ومو کړه اشتي
خفـــګان به نوره ونکړو په خپل ژوند کې هیچرې
بله بېلګه:
نه یــــــم معتاد په میو، نه دې غواړمه زه بنګه!
رنــــګ دې ورکوه بیا راته ونه ګورې بدرنګه
آرامه زنـــــدګي مې کړه، نه غم و نه خفګان و
نــــه وېره وه د بم چېرې، نه تېښته وه له جنګه
نــــه ویر او واویلا وه، او نه کونډې یتیمان وو
نـه ځوان مو بې مستۍ و، نه مو پېغله بې لونګه
خــاموش شو ترنم، د غزل ستونی دې خپک کړ
کیــف نه اخلو ربابه! ستا له هغه ښکلي شرنګه
نــــــــه وران وو مکتبونه، نه وو سوي کتابونه
نه ماتې موچوکۍ وې،نه وه خونه د درس ړنګه
هـــــــــــرڅوک خپل مرادونو ته شفیقه! رسېدل
مسجد مـــــو بې ملا نه و، زیارت مو بې ملنګه
       څلوریزه
        ښویالي محمدشفیق شرفزي په څلوریزه فورم کې هم شاعري کړي ده.مخکې له دینه چې د ښویالي محمدشفیق شرفزي د څلوریزې بیلګه وړاندې کړم غواړم د څلوریزې په اړه یو څه ولیکم،چې څلوریزه څه ډول فورم ده.رباغي هم هغه شعري فورم دى، چې له عربي څخه پښتو ته راغلى دى. دا فورم څلور مسرې لري، له ځينو استثنايي حالاتو پرته چې په هغه کې کېدى شي د درېيمې مسرې يوه څپه د قافيه والو مسرو تر څپو کمه يا زياته شي، په ټوليز ډول د ټولو څلور واړو مسرو د څپو شمېر سره مساوي وي. د رباعي لومړى بيت مقفى وي، درېيمه مسره يې قافيه نه لري او د څلورمې مسرې قافيه يې د مطلعې قافيه تعقيبوي.د غزل په شان په څلوريزه کې هم رديف اختياري وي، خو کله چې د رباعي په مطلع کې رديف راوړل شو څلورمه مسره کې به ضرور بيا هماغه رديف تکرارېږي.
په پښتو کې د بېلابېلو څپو په شمېر رباعي ويل شوي، خو لس څپيزې څلوريزې په کې زياتې دي. دا رباعي اکثره په تول تللې دي. هغه رباعي چې لس څپيزې دي، هره مسره يې داهنګ له مخې تقريباً پر دوو برخو وېشل کېږي. پنځه څپې يې يوه خوا او پنځه يې بله خوا په تول تللې وي.
د لوى خان (خوشال بابا) هغه رباعيات چې د يو ځانګړي کتاب په بڼه د (خوشال رباعيات) په نوم د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوي او شمېر يې تقريباً (١٥٠٠) رباعياتو ته رسېږي، تقريباً په سلو کې ٨٥ څلوريزې يې لس څپيزې دي.
پر اوسني وخت د څلوريزو بل بشپړ کتاب چې زموږ په لاس کې دى، هغه د (پسته اور) په نوم د هېواد د نوميالي شاعر محمد صديق پسرلي د څلوريزو مجموعه ده. په دې اثر کې څه کم (يوزر) څلوريزې راغلي، چې ټولې لس څپيزې دي. د استاد قيام الدين خادم اکثره څلوريزې هم لس څپيزې دي.
يوه بله خبره چې د رباعي يا څلوريزو په باب د ياد وړ ده، هغه داده، چې عام ولس او په ځانګړي ډول ځينې سندرغاړي رباعي هغه ډول شعر يا نظم ته وايي چې معمولاً د پند، نصيحت او اخلاقي مسايلو په باب ويل شوي وي او په موسيقۍ کې يې سندرغاړي تر غزل او يا کومې بلې سندرې دمخه وايي او په همدې موقع کې د اورېدونکو د ذهن پاملرنه ځانته راجلبوي. دلته يوه تېروتنه رامنځته کېږي؛ هغه دا چې اکثره سندرغاړي تر اصل غزل او سندرې دمخه کم شعر لولي هغه اکثره د مانا د انتخاب له مخې وي، نه د فورم له مخې. څرنګه چې په رباعي کې هم ډېر زيات اخلاقي، ديني، او نور مسايل راځي، نو دوى اکثره هغو شعرو ته چې دا موضوعات په کې بيان شوي وي، هغو ته رباعي وايي، سره له دې چې که د فورم له مخې هغه غزل هم وي. دلته ددې يادونه په کار ده، چې دا رباعي يا څلوريزه هغه رباعي نه ده، چې عام ولس يا سندرغاړي يې په کومه مانا او بڼه استعمالوي.
بېلګې:
څلوریزه
چــــــــــــــې مدام وایي په خوله الله الله
مسلمان نه دی چې زړه کې وپ ګمراه
تــــــــــــــل مدام به شیطانت کوي د بل
هسې لاس کې یــــــــې تسبیح وي د ریا
څلوریزه
چـــــې ماښام شي راپېدا شي په خنداشي
د خـــــــــــوښۍ سندرې وایي په نڅا شي
د میلمه او د کـــــــــوربه قصه کی نه دی
ډیر شخ سترګي دي یار ستا د کلي ماشي
         قصیده
          قصيدې ته په پښتو کې (بوللـه) وايي. خپله قصيده عربي کلمه ده. په لغت کې (قصد کړاى شوي) ته وايي. په عربي اصطلاح کې هغه شعر و چې د بيتونو شمېر به يې تر ١٦ يا ١٧ کم نه و او دا نوم د قصد له مصدره جوړ شو، چې معنا يې استقامت او اتصال، سموالى، برابري او سوچه توب وو
دا هغه شعري فورم دى، چې د غزل په شان د سر لومړى بيت يې مقفى وي. د نورو بيتونو د هر بيت دويمه مسره يې قافيه ولري او د مطلعې قافيه تعقيب کړي. قصيده په شکل او جوړښت کې له غزل سره چندان توپير نه لري، توپير يې دادى، چې د غزل د بيتونو شمېر له ٥ څخه تر ١٥ پورې وي او د قصيدې بيا له ١٦ څخه تر دوو سوو يا تر دې هم زياتو بيتونو پورې دى. پخوانۍ قصيدې له مانيز پلوه هره يوه اکثره پر درېو برخو وېشل شوې دي:
د قصيدې لومړۍ برخې ته تغزل يا تشبيب وايي چې په هغې کې شاعر تر اصلي موضوع دمخه د طبيعت ستاينه کوي. د قصيدې دويمه برخه د هغې اصلي موضوع ده. دا برخه له تغزل يا تشبيب نه وروسته پيلېږي او په دې کې شاعر د خپل ممدوح ستاينه کوي. د قصيدې درېيمه برخه دعائيه بولي چې په هغې کې شاعر د خپل ممدوح لپاره د خداى(ج) له دربار نه د بښنې او هوساينې غوښتنه کوي.
په اوسنيو قصيدو کې پورتني نورمونه چندان په پام کې نه نيول کېږي. د غزل او ځينو نورو شعري فورمونو په شان، په قصيده کې هم رديف اختياري دى، خو که مطلع کې راوړل شو، نو په نورو دويمو مسرو کې يې راوړل حتمي کېږي. قصيدې دوه شکلونه لري، يو هغه ډول دى، چې رديف نه لري او بل هغه ډول دى، چې رديف ولري. د پښتو لومړۍ معلومه لاسته راغلې قصيده په هغه شکل کې راځي چې رديف نه لري.
بېلکه:
یــــــــوه ورځــــــــــــــې تصادف تلم په چکر
دځــــــــــونـــانو پــــــــــــــه بنډار شوم برابر
دســلیک علیک نــــــــــــــه بعد شومه مجبور
چـــــــــــــې په خــوا کې یې زه کېنم مختصر
ځـــــکه دوی مـــــــــــــــې دمکتب انډیوالان و
بېچاره و ُ د خپل ژونــــــــد نــــــــــــــــه مرور
دعلت مــــې تـــــــــــــــرې پوښتنه ځینې وکړه
مالــې ولــــــــــــې م په زنګون ایښې خپل سر
ولــــــــــــې داسې لــــــــه ټولنې مرور یاست
ولـــــې داسې پـــــــــــــه زړګی ښکارﺉ پرهر
بېکارۍ مــــــرض کــــــــــــې واړه ګرفتار و
دهــــــــر یـــــــــو تر شا قیصې وې لکه غر
ویلې دې وخت کې به هغه څوک کامیاب وی
چې تعلیم سره یې په خوا کې یی زور او زر
واسطو او د رشـــــــــــــــــوت دور راغلې
هــــــــــــــر ارګان ډک له فساد دی سراسر
هــــــــــــــــر مرجع له مو اسناد دي رسولی
کـــــــــــــــه مو وګماري څوک په کوم دفتر
لــــــــــــــــــــــــه هرلوری ناامیده یو راغلی
اوس نو مونږ تــــــــــــه دا ځای پاتې دی بهتر
دی خبرو کــــــــــــــــې یو غږ کړو ای ملګرو
تــــــــــــــاسې خو پوې هستۍ چې یم زه انجېنر
ځۍ چې جــــــــوړ کړو هغه غره پل سر یوکور
ښــــــــــــــه خــــــــــواری به پکې وکړو په هنر
غـــــــــــــــــــره د بېخ نه به سرک ورله جدا کړو
او پـــــــــــــــــــــــــــــــه غاړو به یې وکرو نختر
هلته جــــــــــــــــــــــــــوړ به کړو باغونه د ګلانو
په چمن کې به کېنو هــــــــــــــــــــــــــــر مازیګر
په دې وخت کې یو ملګی یــــــــــــــــې ورغږ کړ
دګــــــــــــــــــــــــــــاونډ له ګوره موږ ته دی خطر
موږ که جــــــــــــــــــــــوړ کړو د میوو او ګلو باغ
ماشومـــــــــــــــــــــــــان به یې شکوی زمونږ انځر
بــــــــــــــــــــــل ورغبرګ شو ویلې وروره برادره
ځﺉ چـــــــــــــــــــــې ورشو او مشران یې کړو خبر
واړه لاړل مخامخ کور یـــــــــــــــــــــې ټک ټک کړ
د کور مشر تــــــــــــــــــــــــــــــه یې کړلې ګیلې سر
ستــــــــــــــــــــــــــا بچی راځي شکوی زمونږ ګلونه
تــــــــــــــــــــــــــــــابه واړوی دوی مونږ سره په شر
کور والا شولو هک پـــــــــــــــــــــــــک هر پله ګوری
ویلې کوم پلو مـــــــــــــــــــــــــو کور دی کوم مو در
ویلې شته نــــــــــــــــــــــــــه دی خو هلته یې جوړو
وقایه له معاجې نــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه وی بهتر
بیابه څه تاسره هــــــــــــــــــــــــــروخت لانجې کړو
بیا بــــــــــــــــــــــــــــــــه څه وېشو وربشې او جودر
ځینې وخت کـــــــــــــــــــــــې چې داخوب رښتیا کېدلې
ډېــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرو خلکو به لرلې همسفر
پــــــــــــــــــــــــــــه نیشه کې چې د چرسو ماڼۍګوری
موندې نـــــــــــــــــــــــــــــــــه شی په ريښتیني دا منظر
ای شفیقه! په ژړا تـــــــــــــــــــــــــــــرینه راستون شوم
هـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــریوغږیی غوڅولم په ځیګر
      ازاد شعر
        په پښتو شاعرۍ کې د ازاد شعر څو ډولونه تر سترګو کېږي. په دې مانا چې پښتو بشپړ ازاد شعر تر څو پړاوونو وروسته دې شکل ته رسېدلى دى. دلته به د ازاد شعر څو بېلګو ته اشاره وکړو. هغه ډول ازاد شعر، چې د دوديز شعري فورمونو په چوکاټ کې نه وي راغلي، په شکلي ډول په کې يو څه بدلون راغلى وي. ځينې مسرې يې له قافيې ازادې، لنډې يا اوږدې وي، په نورو اکثرو مسرو کې قافيه راغلې وي، خو دا قافيه په مسرو يا بيتونو کې يو شان نه وي، څو څو مسرې يا څو بيتونه په خپل منځ کې مشترکه قافيه لري، بيا بېلې مسرې ورپسې لوېږي او په دې ډول يو بند جوړوي. په دې ډول نظم کې اکثره مسرې تقريباً يو متحد وزن تعقيبوي. يانې له ځينو وړو مسرو پرته د نورو اکثرو مسرو د څپو شمېر سره برابر وي. په دې ډول فورم کې د ځينو بندونو د مسرو تر قافيې وروسته کېدى شي رديفونه راغلي وي او ځينې هم کېدى شي هېڅ رديفونه ونه لري. په پښتو ژبه کې ټاکلي شمېر نظمونه او شعرونه په همدې او يا دې ته ورته فورم کې ويل شوي دي. د نيمه ازاد شعر دا فورم يا ډول عام نه دى، بلکې د کارونې ساحه يې ځانګړې او خاصه ده.
بېلګه
زه دې ستا اوښکی شم
چې د زړه نه دی را ووځم
او په سترګو کی دی وګرځم
بڼو کی دی دمه شمه
او بیا لکه
د هلمند د سولې کاروان
د څاڅکو یو قطار شم
اننګو په سر دې تیر شم
او بیا ستا د وچو
او پتري نیولو شونډوته
ملحم شم
او همدلته ومرم
او همدلته ومرم
        د ښویالي محمدشفیق شرفزي د شعر فکر او محتوا
        ښویالي محمدشفیق شرفزی هم د فکر او محتوا له پلو په مختلفو مضمونونو کې شاعري کړي ده. ژبه، خيال، فکر، احساس، موسيقي او آهنگ د شعر مهم توکي دي او کومه وينا چې له دغو توکیو جوړه وي، شعردی. نو مضمون يا موضوع هغه يو توکی دی چې د شعر هيأت کې جوته ونډه لري. په دغو توکيو کې د فکر خبره شوې. فکر به ضرور څه شي باندې کېږي؛ فکر به ضرور د ژوند او چاپیریال د څه برخې باره کې وي؛ فکر به ضرور د شاعر د ژوند څه خبره يا تجربه باندې متمرکز وي. نو هر هغه څه باندې چې فکر او غور کوو، هغه زموږد شعر موضوع ده.
     کوم شی چې د ادبي او هنري اثر عمر اوږدوي، هغه د فکر عنصر دی چې د موضوع په بڼه ځان څرګندوي. يوازې د ټکنيکونو رعايت يو اثر نه شي جاوېدانه کولی. د هنري اثر وجود په مضمون يا موضوع ودان دی. د هنر نور عناصر يې د پيغام ارائه کولو کې لاس کوي. خو د موضوع انتخاب او د موضوع د ارائې له پاره د مناسب صنف انتخاب هم ډېر زيات مهم دی. ښه خواړه دې وي، خو چې لوښی يې صفا سوتره، ښکلی او مناسب نه وي، خوند به ځنې وانخيستای شو. البته، د خوړو د متقاضي اشتها هم دلته يو شاخص دی. شعر هم همداسې دی. پخوا هم د شعر مینه والو د شعر موضوع د شعر پر نورو اجزاؤو لومړۍ بلله او زياتره به ورباندې بحث کېده. اوس هم د شعر مینه وال د شعر يا هنري اثر د لوستو يا نندارې په وخت کې دې باندې هم فکر کوي چې د اثر خاوند څه ویل غواړي. دغه د”څه ویلو” مطلب موضوع ده چې له قديمه د ښه شعر مهمه او اساسي برخه ګڼل شوې ده. اوسنيو نقادانو کې البته فرمولسټان د څه ويلو پر ځای د څنګه ويلو توصيبه کوي. د دوی په نزد، خبرې واړه زړې دي. فقط د ارائې او بيان انداز يې له شاعر نوي کېده غواړي.
          یانې ټول بیلا بیل ټولنیز، اقتصادي، کلتوري، عناصر، مفاهیم، مفکورې، واقعیتونه، احساسات او خاطرې که په عشقي، حماسي یا په بله هره بڼه ؤاوسي د پنځول شوي اثر مضمون بلل کېږي. غواړم د فکر او محتوا له مخې د ښاغلې ښویالي محمدشفیق شرفزي ځینې بیلګې وړاندې کم کنه ښاغلي ښویالي محمدشفیق شرفزي شعرونه یې په مختلفو مضمونونو کې ویلې دي.
       حماسي
       ښاغلي ښویالي محمدشفیق شرفزي داسې شاعري هم کړي ده، چې فکراو محتوا یې حماسي رنګ لري خپله حماسي نظم هغه مضمون او محتوا دی، چې پخواني او اوسني حماسي مسایل، د اتلانو کارنامې، مېړانې او سرښندنې په کې بیان شوې وي.
بېلګه:
د وطن اتلان
په دې غرونـــــــــــو کې زمریان مونږه لرل
ښـــه باتـــــــــــوره شاه ځلمیان و مونږه لرل
ســـــــــرخندنـــــــــــه یې څرګنده په جهان وه
د نــــــــــــړۍ ســـــــــــــــتر اتلان مونږه لرل
د اغیـــــــــــــار لــــــه تیر او توغه بې پرواو
فـــــــــــــاتحـــــــــــان د هندوستان مونږه لرل
جــــــــــــزایل او توبخانې مــــــــــو خپل لرلې
امپراطــــــــــــــــور د ټول جهان و مونږه لرل
پـــــــــــــــــــــــه اتلو د وطن مو کړل ویاړونه
د احمد بابا لمسیان، مـــــــــــــــــــــــــونږه لرل
چـــې ویده دي او که هیر یې کړو تاریخ خپل؟
ددې خـــــــــــــــــــــاورې خادمان مونږه لرل
تش د نــــــــــــوم نه به یې شفیقه! په لړزان وو
هسې رنــــــــــــــــــــــــــګه افغانان مونږه لرل
بله بیلګه
پستې شګې وې سیندغاړه شرشره وه
زه هم ستړی وم همدلته مې دمه وه
خوشبویي د سیند د ښکلي طبیعت وه
شنو اوبو خوله کې خندا د محبت وه
موسقي د طبیعت وه غږېدله
د اوبو زړه کې بکره نڅېدله
ټول اسمان د زمکې تل ته و راغلی
تا به ویل ګنې اوبو کې لمر ختلی
پدې وخت کې د سیند منځ ته مې نظر شو
ناګهانه مې نظر په یو بشر شو
یو تنکی زلمی اوبو دلته راوړی
کوم بې رحمه په مرمیو و ویشتلی
تورې زلفې یې په مخ خورې ورې وې
لاتر اوسه په خندا یې شونډې سرې وې
لکه څوک چې وي راغلی له حبابه
د محبوب دیدن یې کړی وي سیرابه
د مرګي نه و تنکی و لا زلمی و
لکه ګوتې نه ولېدلی چې غمی و
واو، طوې، نون، یې په چپ لاس کې و لیکلی
تر ماښامه هیچا نه وو پېژندلی
په مسجد کې ټولو غږ کړ نااشنا دی
دا دچا دی، دا د چا دی، دا د چا دی
۱۳۹۹-۴-۲
       انتقادي
        د ښاغلي ښویالي محمدشفیق شرفزي په شعرونو کې انتقادي شاعري رنګ هم لیدل کېري. خپله انتقادي نظم مضمون هغه ډول مضمون دی، چې د ژوند د مختلفو برخو په اړه داسې نېوکې کوي چې د ژوند د یوې برخې یا د یوې مسلې ښې او بدې خواوې په ګوته کړي وي اوسي، چې ښاغلي ښویالي محمدشفیق شرفزي هم په خپلو هېواد والو باندې انتقاد کړې دی. هغه پدې اړه ځینې شعرونه ویلي چې بیلګې یې دلته ستاسې درانه حضور ته وړاندې کوم.
بیلګه:
چې په مسجد کې انتحار دی، خدایه چېرته لاړ شو؟
د مسلمان ســــــره یې کار دی، خدایه چېرته لاړ شو؟
دې مـــــــدرسې ته به کوچنیان سبق ته نه راځي نور!
چې ښوونځي ته هم اخطار دی، خدایه چېرته لاړ شو؟
له وینــــــــو رنګ کالو کې لمونځ کله قبلیږ ي دچا!
هره ورځ هرخوا انفجار دی، خدایه چېرته لاړ شو؟
لار او کوڅه کې له خپل سیوري، هم ویرېږي خلک
دهرچا زړه کې د بم ډار دی، خدایه چېرته لاړ شو؟
ملا بــــــــــــه نکړي نور زموږ د جنازې لمونځونه
! په ملا یی کړی دا اقرار دی، خدایه چېرته لاړ شو؟
د افغانانو پــــــــــــــــه وژنه کیف د ژوند جوړوي!
په دې یې کړی افتخار دی، خدایه چېرته لاړ شو؟
لاسونـــــــــــــه لپه کړه شفیقه! په زارۍ شه رب ته
له وسه وتی د سرکار دی، خدایه چیرته لاړ شو؟
بله بېلګه
خدمت می که ونه کړ بیا می نیسئ له ګریوانه
اوس مه کوی ناځوانه
نو رایه راله راکړئ چی شم لاړ تر پارلمانه
اوس مه کوئ ناځوانه
خدمت به مو کومه زه دشپی وی که د ورځی
د نر وی که د ښځې
مشکل به مو رسومه هر مرجع ته په اسانه
اوس مه کوی ناځوانه
دتیر ځل پارلمان خلک خو ټول ګنده بغل وو
د یوبل جیب ته غل وو
بس ټول پیسه خوري وه له وزیر تر قومندانه
اوس مه کوی ناځوانه
زه نه یمه فاسد خو بل چی کاندی فسادونه
نو خود به لمسیدونه
له تا سو نه خو نه! زه پټیدم به له خپل ځانه
اوس مه کوی ناځوانه
سرک او مکتبونه هم لاری پلچکونه
د لوی جومات فرشونه
جوړکړی زما شرکت وو څومره ښکلي او ارزانه
اوس مه کوی ناځوانه
تیر ځل انتخاباتو کی راغلی وم دې دیری ته
او هغه هدیری ته
په مړی او جوندی کی زه مخکښ یم د هرچانه
اوس مه کوی ناځوانه
اصب ظالم بدماش می بدی اسیږی پالمان کی
په ټول افغانستان کی
جهاد به شرو کومه داځل زه له خپله ځانه
اوس مه کوی ناځوانه
نو ټوله ورځ یی ستړی کړله خوله په تقریرونو
شفیقه! په سوالونو
چی رایه راته ټوله کړئ د کور او کلي خوانه
اوس مه کوی ناځوانه
ازمایلو ازمایل بیا تش د وخت ضایع کول دي
ځانونه غولول دي
که پوی یی بس دی اوځمه زه نور له دې داستانه
اوس مه کوی ناځوانه
      دینې
       ښاغلي ښویالي محمدشفیق شرفزي په دینې برخه کې هم شاعري کړي ده او د دین په اړه شعرونه او مناجات ویلي دي. دینې شعرونه او شاعري هغه شاعري ده، چې شاعر په خپلو شعرونو کې د نظم متن د دیني مسایلو، آحکامو، وعظ، تبلیغ او عرفان د پیروانو په اړه مسایل څېړي.
بېلګه:
زما سبک د زندګۍ او هـــــــــره چاره
کــــــــــــــړې په سمه برابره کردګاره
شفاعت مې کړه نصیب د محمد (ص)
په قیامت مې محروم نه کړې له دیداره
ګناهـــــــــــــــــونو نه مې وساته په امن
دژوند کړه مې کړه سمبال په سمه لاره
ضــــــــــلالت او رذالت نه مې و ساته
هــــــــــم مې بچ کړه ددې دهر له مکاره
خجالت مـــــې په دارېنو نه کړې ربه!
هــــم روښانه مې برزخ کړې له انواره
مــــــــــــا شفیق دواړه لاسونه لپه کړي
مستجابه کړه دعــــــــــــا مې له درباره
۱۳۹۷/۸/۲۹میلادالنبي ورځ
بله بېلګه
د خوږې نامې د زار شم محمده (ص)
ګرد خاک دې د دیار شم محمده (ص)
ســـرلوړی به دې دنیا کې زما دا وي
مشــــــــرف دې په دیدار شم محمده
یــــــــو ارمان لرمه دا راته پوره کړه
مـــــــــــــلاقي دې د مزار شم محمده
ستا د ښار دا جنتي هوا چې نوش کړم
ســــــــر تر پایه به سرشار شم محمده
زه شفیق د کـــــوزکنړ نه در روان یم
بـــــــس؛ ستا د امر انتظار شم محمده
صل الله علیه والسلم ۱۳۹۶-۹-۹
        اخلاقي
         ښاغلي ښویالي محمدشفیق شرفزي په اخلاقي برخه کې هم شاعري کړي ده او د اخلاقو په اړه شعرونه او نظمونه ویلي دي. اخلاقي شعرونه او شاعري هغه شاعري ده، چې شاعر په خپلو شعرونو کې د نظممتن یوې ټولنې د افرادو د روزنې او سمې لارې ته د دوی د لارښونې اړونده بحثونه کوي.
بېلګه:
پـــــــــــــــه ټولنه کې وی رنګ رنګ انسانان
څوک ادیب وی څوک ډاکتر وی څوک دهقان
دهـــــــــــــــــــــرچا لاره و مسیر خداجدا وی
څـــــــوک اغزي کری په لار کې څوک ګلان
څــــــــــوک کوی په خلکو رنګا رنګ ظلمونه
خــــــــوند ترې اخلی او راحت یې وی وجدان
دنـــــــــــــــــــــــــااهلو ملګرتیا کې وی غمونه
چـــــــــــې ترې ځان ساتی همدوی دی عاقلان
دنجات لاره دارینو کــــــــــــــــــــــــــې یوه ده
هغه لاره ده دعلم او عـــــــــــــــــــــــــــــرفان
زه شفیق به یې بېتونو کـــــــــــــــــې تل ستایم
چــــــــــې مخلصه خپل وطن ته وی کوم ځوان
بله بېلګه
تــــه د کور عزت یی پېغلې ته د پلار شمله یې
تــــه دورور غرور یې پېغلې ته د کور پرده یې
ګــــــرځـــه په حیا او د پښتو په دروند لباس کې
تـــــــــــــــــــــه د کــــــورنۍ او د ټولنې آینده یې
ستـــا د کورنۍ عــــــــــــزت، تا پورې تړلی دی
تـــــــــــــه د مستقبل او ماضي ټوله اسطوره یې
دلته سترګــــــــې وږې دي د خلکو، درنې پېغلې!
دلته سپــــــــــــک نظرو له، ته سپکه بادیوه یې
دنن په بــــــــــــــــــزرګانو باندې څه باور پکار!
دوی په سپین لباس کې پېغلې! ستا حیا ته غله یي
شته دی ځینې خلک چې؛ د هوس په باد سواره وي
دوی لپاره تــــــــــــــــه د سات تېرۍ یو وسیله یي
څنګه چــــــې ټولنه وي شفیقه! هسې یې خلک وي
څنګه چــــې وي ژرنده بس هماغسې یې اوړه یي
پايله
دغه مونوګراف چې  د ښاعلي ښویالي محمدشفیق شرفزي ژوند او شاعري په موضوع باندې مشتمله ده چې ما د خپل مونو ګراف دموضوع لپاره انتخاب کړې ده.
په پيل کې مې د شاعر په ټاټوبي رڼا اچولې ده بيامې د شاعر په لنډې پېژندنې او زده کړې باندې يو څو کرښې تورې کړې دي ورپسې مې د ښاعلي په شاعرۍ يوڅو خبرې کړې دي. وروسته مې د ده په چاپ او ناچاپه اثارو ته هم اشاره کړې ده او د دې تر څنګ مې د ده په اشعارو کې ځينې شعرونه ترې د نمونې په ډول ر اخيسې دي.
داچې ښویالي محمدشفیق شرفزي د هغو شاعرانو د ډلې څخه دى چې ژبه يې خوږه، قلم يې تېز او په شعرونو کې انتقادي، عشقي، حماسي او تصوفي رنګ غالب دى خو د شعر تر څنګ د نثري لیکنو او ژباړې په برخه کې هم د پوخ قلم خاوند دى نوځکه مې د مونوګراف بحث ته ځانګړې کړې ده. ددغې ټاکلې اندازې ليکنې سره زما په پوهه کې زياتوالى راغى او په اينده کې مې دڅه ليکلو طرزاو طريقه ياده کړه. د دغې ليکنې لپاره ما ډېر ماخذونه وکتل چې د ډېرو موضوعګانو په اړه مې معلومات ترلاسه کړل اوهم مې د ليک نښو په مراعت کولو کې پوهه پيداکړه، نو داچې دا زما لمړۍ لیکنه ده نو هرومرو به ځینې اشتباهات لري دا به مالپاره د ویاړ ځای وي، چې که چېرته مو پکې کومه غلطي ولیده ما پرې خبر کړې پدې سره به مو ماسره ددې په اصلاح کې مرسته کړې وي.
                                  په درنښت
ماخذونه
۱ــ ازمون، لعل پاچا. (۱۳۹۴ل). پښتو ازاد نظم.جلال آباد: ختیځ خپرندویه ټولنه.
۲ــ افغاني، سمیع الدین. (۲۰۰۹م). پردیس خیالونه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
۳- بېنوا، عبدالروف. (۱۳۸۳ل). ادبي فنون. کابل: پښتوټولنه.
۴ــ جلال الدین.(۱۳۷۸). په پښتو ادب کې مثنوي پیدایښت. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
۵- شرفزی، محمدشفیق.(۱۳۹۷). ښوونه او روزنه. ننګرهار. مومند خپرندویه ټولنه.
۶- شرفزی. محمدشفیق ۲۰۱۸. تاند. مقالې.
۷- شرفزی. محمدشفیق. ناچاپه شعري ټولګه.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.