مُلا ته د جنۍ خبرې

کلیوال

428

ولی دی  تش زما  لیــدو بانـدی اودس  ماتیـږی

کلي کی یوځل او په ښار کی، یو په لس ماتیږی

څومره ضعـیف څومره ناتوانه شوی ملا صاحبه

چی دی اودس د جنکو، د بوټ په کړس ماتیـږی

زمونږ اړیکې وی دی ښارکی لکه خویندې ورونه

اوس اودسـونه ولی ژر،  لکه وچ خـس ماتيــږی؟

مخ به می پټ کړم خو په رنګ د جاموڅه وکړمه

ستا خو زما د جامـو رنګ ته، هـم هـوس ماتیږی

مُـلا صـاحــبه! بنــدیزونه  په  مـونږ  مه  لـګــوه

که موراو خوردرسره نه وی، بیا دی وس ماتیږی

یا په فرمان لور زیـږول  بنـد کړه  حرام یی کړه

شی به څرګند چی څنګه دا، د زور جرس ماتیږی

جوړد فرعون غوندی نه ، جوړ محمدص غوندی شه

لکه فرعـون چی شـو مات، داسی هر کس ماتیږی

حکـمـراني په جبـر نه شـی، په تـدبیـر سـره شـی

د بی تـدبیـره حکـمـران ، هـر بنــدو بـس  ماتیــږی

سپتمبر/۳/۲۰۲۳

ایجکس – تورنتو – کاناډا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.