محمد بن زکريا رازي؛ مسلمان ساينسپوه او تکفير

ليک: غلام سرور ظهیر

454
پار: د وږي شپږمه؛ د محمد بن زکریا کليزه
دا نو هغه زمانه وه چې په روغتون/زېږنتون کې زېږېدلو ماشومانو ته د زوليک [= برث سرټيفيکېټ] ورکړه دود نه ده. دود یې څه کوې؛ د چا به څه مخ تور وو چې ۱۱۹۵کاله وړاندې به يې مېندواره مېرمن زېږنتون ته روانه کړې وه. توبه؛ هغه مهال په لرغوني افغانستان (ري) کې روغتون و زېږنتون له کومه وو؛ درسته نړۍ داسې وه لکه نننی افغانستان! خپلې خبرې ته راګرځم؛ دا دی د زکريا خان پر واده نهه مياشتې، نهه ورځې، او نهه ساعته تېر شول، خدای زوی ورکړ ــ نوم يې محمد ورباندې کېښود.
هلک چې د اوو-اتو کلو شو؛ په سوچو شو، هرې خبرې ته د شک په سترګه ګوري او تيار د طلوع د تودو خبرو خبريال دی چې په پوښتنو د سړي پر تندي خولې راماتوي. د لسو دولسو به نه وو چې لوی لوی کتابونه يې ولوستل. يوه ورځ يې استاد ملا ورته وويل:
– محمده! درس ته راشې خو چې د لمانځه وخت شي؛ ځمکه چاک شي او ته په کې ننوزې – ولې خبيثه او …
– اممم، په کور کې کار وي.
– ګوره هلکه! لمانځه ته راځه او بله دا چې خدای ښه غږ در کړی دی؛ که د سهار و ماخستن نه وي؛ دا نور اذانونه هم کوه.
– خدای دې خير کړي ملا صاحب.
– خير يې څه کوې، ارومرو راځه!
– ملا صاحب، که له زړه درته ووايم؛ له دې شيانو سره مې نه لګېږي.
– سبحان الله، دا څه کفر غږوې فاسقه!!!
– بس، خدای همداسې پیدا کړی يم.
– دا نه در سره منم؛ يا به لمانځه و جومات ته راځې، يا به دې مخ ورک کوې؛ همدا نن به دې کمپله او کتابونه ټولوې!
– دواړه در پاته دي!
هلک په دوسمال کې تاو کتابونه په تخرګ کې ونيول او د کمپلې ژرۍ يې په ګوتو کې تکيه کړه؛ نېغ کور ته راغی او کتابونه يې د کورځي سر ته ور وشرتېيل.
ماښام يې له دې شخې شولانګې پلار خبر شوو ــ ډېره هڅه يې وکړه چې د محمد د غوسې پر اور د زغم و جوړجاړي اوبه توی کړي؛ تسل ورکړي خو زوی يې له خواشينۍ سور و شين کېږي ــ دواړه پښې يې په يوه موزه کې واچولې او لوړه يې وکړه چې؛
که یوه جنت ته هم ځو، خو رښتيا خبره دا ده
زما لاره جدا ده، د ملا لاره جدا ده
محمد خپله لاره بېله کړه؛ کال دوه له پلار سره صرافۍ ته تلو راتلو مګر د پردو پيسو شمېرلو او ساتلو زړه ور وواهه. ښه يې وګڼله چې له کاکاخېلو سره زرګري زده کړي او په دې شغل کې يې تر ستونې ځان خښ کړ. د محمد له کوشينوالي له سوليزو پوهنو [= عقلي علومو] او ادبياتو سره طبعه لګېده. دی د سندارا [= موسقۍ] او سندرو لېونی مینوال وو او وخت ناوخت يې رباب هم غږاوو. دوه درې څلور کاله یې «پري رويو او سنبل ميو» ته امېلونه او پېزوانونه جوړ کړل. کله ناکله په خيال کې خپل جوړ پېزوان د خوبرويانو پر شونډو وويني ــ ځان ورته کوښې ته کړي او مست غزل وليکي. چې سر مو ډېر پرله و نه ګرځي؛ محمد ته خدای وکتل او زرګري پسې ښه ولاړه؛ د سيمي بېساری زرګر شو او بې خرته پيسې يې وګټلې. د زرګرۍ د مسلک اړتياوو (فلزاتو، اسيډو، او رنګونو کاروبار) يې خبره تر کېمياګري او کېمياپوهنې ورسوله؛ همدې کار ابوبکر محمد بن زکريا رازي يانې د کېميا پلار کړ. دا چې دې کسب کومې ګټې او څومره تاوانونه ور واړول ــ روسته درته وايم.
په کېميا کې د رازي تر ګردو لوی او ارزښمن کار دا وو چې توکي [= مواد] يې ډلبندي کړل. بيا يې توکي په دوو برخو؛ جوړښتي او پنځيزو [= طبيعي] ووېشل او همداراز د دوی پر ازمېيښتوني [= لابراتواري] ځانګړنو يې ځان پوه کړ. ارومرو به دا پوښتنه درته پيدا شوې وي چې په دې برخه کې د رازي لرېبانه [= لارښوونکي] او استادان څوک ول؟ خدای که خبر يم! خو په درځنو درځنو مصري، يوناني، او سکندري پوهنيزې خبرې يې په کېميا/کېمياپوهنه کې ليدل کېږي. هرګوره، د جابر بن حيان پر پلونو يې پل ايښی دی او وايي چې دی مې استاد دی. هو، د شاګردانو په اړه يې دومره درته ويلای شم چې محمد بن يونس، ابن قارن، يوسف د یعقوب زوی، او ابولحسن طبري ګوړه ورته ايښې وه.
رازي د مادې د جوړښت په اړه د «جزء لایتجزّا» خبره کوله چې پېړۍ پېړۍ يې دوام وکړ ــ خو ښه شوه چې روسته رد شوه.
رازي د کېمیاوي تعاملاتو په ترځ کې سُرکه توليد کړه؛ ګڼ شمېر تېزابونه لکه د ګوکړو تېزاب/سلوريک اسيډ، اسيډ نېټريک او سلطاني تېزاب، قلويانې/نوشادر، او الکول يې کشف کړل؛ فلزات يې ډلبندي کړل او د هغوی د استحالې خبره يې ډېره په ځغرده وکړه؛ د پټکري له ژوندي کولو څخه يې فلز رامنځ ته کړه؛ سېماب، ارسينک، او د خدای بلا نور فلزونه او فلزي الياژونه يې وپېژندل؛ د ميسو او اوسپنې د ويلولو اسانې لارې چارې يې را دبره کړې؛ د تېلو بېلابېل ډولونه يې چاڼ کړل؛ رنګه ښيښې يې جوړې کړې او … هغه د خپلو تجربو په لړ کې له سوډا، ګليسيرينو، پټاس، د سوډيم، پوټاشيم، المونيم له کاربونيټونو سره بېخي ملګرتيا جوړه شوه.
دا چې د رازي زړه و ذهن له کېميا سره تړلی وو؛ کرۍ ورځ به دی وو او د کېميا څېړنې او ازمېينې _ له کارځي و ازمېيښتځي به يې شنې لوخړې او تروې ډوډزې لټېدې. همدې په ځانګړې توګه د سېمابو لمبو او تند بوی یې سترګې ور رنځمنې کړې. کله چې ډاکټر ته ورغی؛ په دې يې سر خلاص شو چې اصلي علم خو د ډاکټرۍ دی او په کېميا يې خوشې چټي سترګې ړندې کړې ــ نو يې علي بن رَبَّن طبري ته د شاګردۍ ګونډه ماته کړه او په لږه موده کې دومره غټ ډاکټر شو چې د سيمې لوی لوی ‌ډاکټران به درناوي ته ورتلل. څه وخت چې د رازي؛ جالينوس ته پر خصنتينو دړد شول نو د هغه پر اصولو يې کلکې نيوکې وکړې _ د دې برخې د ډېرو پوهانو په سترګو کې مغرور او ناپوهه ښکاره شو. خو ده ویل چې له نيوکو مې موخه د ناسمو خبرو سمول دي. وبښئ که خبره راڅخه لږ ستوغه او بحث کوڅه‌يز شوی وي.
رازي چې دېرش کلنۍ ته ور نږدې شو له زرګرۍ سره يې مخه ښه وکړه. د کېمياپوهنې څېړنې او ازمېيښتونه يې د درمل رغونې او درملنې لپاره پر خوا ور ماتې کړې چې د مسلمان ډاکټر، کېمياپوه، او فيلسوف د شهرت انګازې له بلخه تر بغداده او له مروې تر سمرقنده ورسولې. چې لږ موده روسته يې د بغداد و «ري» د روغتونونو بسنټونه کېښول او مشرتوب يې پر غاړه واخيست. د رازي له عباسي اميرانو سره راشه درشه پر ملګرتيا واوښته ــ تر دې چې د ري حاکم؛ منصور بن اسحاق ته يې «المنصوري فی الطب) وليکه او ډالۍ کړ. همدرانګه د طبرستان حاکم يې په «الطب الملوکي» ونازاوو. د رازي په اړه دا کيسه په هر کلي و جومات کې کېږي چې کله په بغداد کې د «معتضدي» روغتون جوړېدو نو، ځای يې رازي ورته غوره کړ. هغه د ښار په بېلابېلو برخو کې غوښه کېښوده ــ په کوم ځی کې چې غوښه روغه رمټه پاتې شوه؛ هلته يې روغتون ساز کړ. په روغتون کې يې د اړينو برخو سره سره د ارواپوهنې او اروادرملنې څانګه هم رامنځ ته کړه. کله چې عباسي خليفه؛ معتضدي ومړ؛ ده ته هم نور بغداد خوند نه ورکاوو، «ري» ته ولاړ او نور ژوند يې هلته د ري په روغتون کې تېر کړ.
رازي د مينه‌والو، ملګرو، او مشتريانو تر څنګ؛ په سلګونو څه چې په زرګونو مخالفان او دوښمنان هم درلودل چې مخالفانو يې دا ويل رازي کافر او له دينه اوښتی دی. هرګوره؛ ابوريحان او ابن سينا دا تورنه بابېزه ګڼي.
رازي د ژوند تر پايه لوستل او لیکل وکړل؛ ان تر دې چې سترګې يې ورباندې ټپې ړندې کړې. البېروني وايي چې رازي په يوولسو بېلابېلو برخو لکه طبابت، پنځ، منطق، ریاضي، ستورپوهنې، کېميا، او الهياتو کې شاوخوا ۱۸۵ کتابونه وکښل چې سم نيمايي يې پر ډاکټرۍ دي او هر څلورم کتاب يې د کېميا په اړه دی. ځينې يې د نښيرونو [= اثارو] شمېر تر ۲۳۰ هم اړوي. دا خبره ډېره ارزښمنه ده چې د رازي کتابونه داسې نه ول لکه زموږ د پېر د لیکوالو/پوهانو چې له پاړسو يې ګوډومات را وژباړي، پوښتۍ یې ور بدله کړي ــ پر تندي يې پر ډبلو تور ور ولیکې چې ليکوال؛ ډاکټر پوهاند پلانی [شرمېدلو!]. بلکې ويل کېږي چې د رازي د کتابونو لويه ځانګړنه دا وه چې تر ده وړاندې پر دې موضاعاتو داسې کتابونه نه وو ليکل شوي؛ او هر څه د ده خپلې څېړنې او موندنې وې. له تاسو دې پټه نه وي؛ په هغه پېر کې د رازي ډېری نښيرونه لاټين، عبري، او ګڼو اروپايي ژبو ته وژباړل شول.
د رازي فلسفې ته په کتو؛ داسې ويل کېږي چې په دې برخه کې ارستو ته ډېر ور خوږ وو او د اپلاتون، ډيموکراټيس، او فيثاغورس ګڼ اندونه و واندونه يې راخپل کړي دي.
رازي د شيانو د پيدايښت په اړه په جار وايې چې په نړۍ/پېنۍ [= کايناتو] کې ابداع ناشونې ده او دا ګرسره خره خبره ده چې د يوه شي پنځوال [= خالق] دې له نشت څخه را دبره کړل شي!
راځم اصلي ټکي ته؛ موږ تاسو ته د بل چا په ګروهه [= عقيده] او مېرمنه کې خبرې کول ډېر خوند راکوي _ رازي پينځګروهې [= پر پينځو قديمي شيانو لکه خدای، نفس، هيولا، مکان، او زمان] عقيده درلوده. که لېوالتيا لرئ؛ د رازي «العلم الالهی و به قولی در فی القدماء الخمسه» ولولئ.
رازي پر خدای ج او سرباندې‌پنځ [= ماوراء الطبیعت] ګروهمن وو. د دينپوهانو (متکلمانو او فيلسوفانو) ځکه ور سره ورانه شوه او د سړي غاړې ته يې د زندقۍ/کفر زندۍ ور واچلوله چې ده په «فی النبوّات و فی حِیَل المُتنبّیین» او «في نقض الاديان» په ځغرده ويل چې خدای ج ټولو انسانانو ته يورنګه عقل ورکړی دی چې پر مټ يې اسانه کولای شي چې ښه و بد، ګټه و زيان، رښتيا و درواغ وپېژني. نو، دې (نبوت) ته له سره اړتيا نشته [استغفرالله] چې خدای ج دي د انسانانو د لارښوونې او لېرنبي لپاره بل انسان ته د نبوت دنده ورسپاري ــ د پیغمبرۍ خبرې يوازې او يوازې د څښتن په پته د درواغو دوکانونه دي چې د انسانانو تر منځ جګړې او وينې‌تويونې ته لار پرانيزي او دا کيسې او ماملې له آره دا د خدای له رحمت و حکمت سره په ټکر کې چاره ده. ورور ته مې وويل شه چې رازي پر معجزو  هم شک درلود؛ معجزې د تېرايستلو ديني افسانې بولي. ويل کېږي چې پر دې بېلبرې [= موضوع] یې د خدای‌بلها پاڼې تورې کړې او پنډ پنډ کتابونه وکښل. دا چې د هغه وخت دينپوهانو او پاچاهانو داسې انګېرله چې ګواکې دا ډول کتابونه خلګ له ګروهو خلاصوي او الحاد خپروي. نو، يې ټول له منځه يوړل. د رازي په مهم کتاب «الحاوي» له ځينو خبرو داسې انګېرل کېږي چې مسلمان دی. داسې ګومان کوم چې هغه وخت په پوهنيز [= علمي] ډګر کې منفي سيالۍ او رسنيزې جګړې ښه په درز کې روانې وې لکه د مفتي منير شاکر او هغو نورو ملايانو او همدارنګه د رازي په نوم له ګڼې ليکنې او کتابونه له فېک ادرسونو خپاره شوي دي چې «مخاریق الانبیاء» ما ته په رازي پورې تړل شوی کتاب ښکاري. بله خبره دا؛ رازي په سرباندې پنځيزو [= مېټافيزيکي] لينو کې ډېرې ژورې ګوتې وهلې چې د ډېرو ما وارو او پوهانو سر نه ورباندې خلاصېد ــ کېدای شي دې خبرې هم د تکفير د ګړنګ سر ته ورلنډ کړی وي [الله تعالی ښه پوهېږي]. درېيمه دې هم ور پسې وي؛ په روسته پاتو او نالوستي ټولنو کې تابوګان په نه خبره جوړېږي؛ دا چې رازي او ابن سېنا د هغه وخت ځينې فيلسوفان او پوهان رټلي او د نيوکو تر بريد لاندې کړي ول ــ ارومرو به د هغو فيلسوفانو پليونو او مينه‌والو پر کونه بده لګولې وي. په هره توګه؛ هغوی چې پر رازی د بې دينۍ ټاپې لګوي؛ دا هم وايي چې دی د اسلامي نړۍ لومړنی کس دی چې په ليکني او ويني دواړو ډولو يې پر اسلامي ګروهې، باورنو، او لرليد يې نيوکې کړې دي.
 د رازي د مرګ په اړه کره او رڼه مالومات ها زموږ د پېښوري ليکوالانو په ژبه لا تر دې دمه په تيارو کې دي. ځينې کتابونه ليکي چې علماوو پرېکړه وکړه چې رازي کافر دی او دا کافر دې دومره په خپلو کتابونو پر سر سر ووهل چې يا ومري او يا يې هم کتابونه څيرې شي  _ والله اعلم! په هره توګه؛ سړي په ۳۱۱/۳۱۳ کې په ري يا بغداد کې پور پرې کړ خو مړی او ژوندی/قبر يې ورک دی.
د رازي ځينې ويناوې:
• نړۍ بد ځای دی او له کړاونو ډکه ده  ــ عقل او فلسفه يې يوازنۍ د ژغور لاره ده.
• څوک چې له مرګه ډارېږي او ډېر په دې اړه سوچ کوي ــ هر ځل ورباندې يو مرګ تېرېږي؛ مانا بیا او بيا مري.
• انسان بايد په څه شي پسې ډېر و نه نښلي او ډېر د شهوت پر نيلي سپور نه شي. څومره چې مو وس کېږي؛ شراب لږ څښئ او له نوږيزو [جنسي] اړيکو ځان ساتئ ــ هو، که چاره نه وه؛ نو بیا خو چاره څه ده؟!
• دا چې خدای ج عالم، عادل، او مهربانه دی؛ نو، بايد وګړي د خدای پر مخلوق مهربانه واوسي، پوهنه ترلاسه کړي هغه که «مباح وي که فرضي»، د خلګو تر منځ او په چارو کې له اعتداله کار واخلي. درواغ، غوسه، تکبر، بخل، او وېره د دوو روپو متاع نه ده.
ياداښ: د ليکنې لپاره سلګونه بېلابېلې پوهنېزې او څېړنيزې سرچينې کتل شوې دي چې دلته يې يادول پر لوستونکو غمېږي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.