تورخم کې نښته؛ جګړه درېدلې او خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

286

په تورخم ښار ګوټي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د رامنځ ته شوې نښتې له کبله ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

‏د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون په تورخم ښارګوټي کې نښته تائید کړې او په وینا یې، لومړی پاکستاني لوري ډزې کړي او دا مهال جګړه درېدلې ده.

ښاغلی بدلون زیاته کړې، چې تر اوسه د ځاني او مالي زیانونو په اړه جزیات نشته.

نښته نن غرمه مهال هغه وخت رامنځته شوه چې افغان لوری د پوستو په جوړولو بوخت وو او دا چاره د پاکستاني لوري له غبرګون سره مخ شوه.

په ټولینزو رسنیو کې یو شمېر ویډیو ګانې خپرې شوې چې ښیي امبولانسونه په پر له پسې ډول د پېښې له ځایه ټپیان لېږدوي.

بل لورته ځایي سرچینې وایي، چې په دې پېښه کې دوه امنیتي کسان هم وژل شوي خو تر اوسه چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.