د بست ښار د تسمیې وجه

مصطفی سالک

314

ډیرکی تاریخ پوهان په دې باور دي چې د بست ښار ( اوس په هلمند کې ) د جوړیدو مخینه تر اسلامه مخکې زمانې ته ورګرځي ، لیکي چې دا ښار ( بستور ویری) جوړ کړی و، بستور د ابو القاسم فردوسي په شهکار اثر شاهنامه کې یوه اتله او جنګیالۍ څیره ده.

پذیره نیامد مرا او را کسی
بکشت از تگینان لشکر بسی

همی کشتشان بی مر وبی شمار
وزان سوی دیگر گو اسفندیار

کیان زاده آن پهلوان پور را
چو سالار چین دید بستور را

کزین سان همی نیزه دادند زدن
به لشکر بگفت این شاید بدن

ازاد پوهنغونډ ویکیپیډیا د فارسي د یو شمیر لغتنامو له مخه لیکي :
(( بست ) بست ویري مرکب نوم دی چې له بست او ویري نه رغیدلی دی، چې په اوستا کې د سیند مانا لري ، چې هماغه د شاهنامې د ګشتاسب وراره دی )

لغتنامو بست ویری له دوو کلیمو ( بست ) او ( ویري ) جوړ نوم بللې خو یوازې (بست )یې په سیندګي مانا کړی ، خو د ( ویری ) مانا یې نده شوې.
ښايي له همدې کبله پوهاند عبدالحی حبیبي دې نومونې ته د شک په سترګه کتلي او په خپله مقاله ( بست و لشکرګاه او رواق بست ) کې پوښتنه راپورته کړې ده نومړی لیکي :
( که د یو شمیر لیکوالو د وینا پر بنسټ بست له بستوي او بست ویري اخستل شوی ویري نو ویري وروستاړی څه مانا ؟ او ولې حذف شوی دی ؟ )
د وروستاړي د حذف پر اړه باید ووایم چې د وخت په تیریدو سره د نړۍ د ټولو ژبو په ګڼ شمیر نومونو او فعلونو کې لنډون او اختصار راتلل یوه طبیعي چاره ده ، د بیلګې په ډول د اوسني ( سوات ) یو لرغونی نوم ( سواستو ) و، چې اوس له ( ت ) مخکې ( س ) او ترې وروسته ( و ) توري حذف شوي دي.
او له بست سره تړلی وروستاړی ( ویري ) کلیمه په تړلي ډول تر اوسه نه ده مانا شوې خو فارسي لغت ( ابادیس ) یې ماناوې په ځانګړي ډول داسې لړ کړې دي.
( فریاد، ناله، ادراک، استنباط، درک، فهم، هوش، به خاطرسپاری، حافظه، یادگیری، میل، ویار، هوس )
ړومبۍ دوه ماناوې ( فریاد ) او ( ناله ) دي. څرګنده شوه چې ( ویري ) د اوستا هغه کلیمه ده چې اوس هم په پښتو ژبه کې په خپله اصله مانا د ( ویر ) په بڼه کارنده او خوندي ده ، نو چې بست – بستور دریاچه مانا لري نو له دې وروستاړي سره یې مانا شوه ( غږاند سیندګی ) چې یو تر بله تړون لري او څرګنده مانا ورکوي.
او د بست ښار کلا ته مخامخ هم د هلمند او ارغنداو سیندونه یو بل سره یو ځای کیدل چې خامخا به یې فریاد ( غږ ) درلود، چې دې له دې کبله ښايي
( بستور ویري ) دا ښار په خپل نوم نومولی وي. او ښايي دا ځکه چې بست د بست ویري د نوم مانا ته ورته دی، بست ویري په اوستا کې غږاند سیند دی او د بست ښار د کلا مخکې هم دوه سیندونه یو ځای کیدل چې خامخا به یې فریاد ( غږ) درلود.
پوهاند حبیبي له یوه بل لیدلوري هم په دې نومونه شک کړی او لیکلي یې دي.
( بلاذري د عربي جنګي مشر عبدالرحمن بن سمره په اړه د خواش وادي او قوزان بست تر قطع کولو وروسته لیکي چې دې فاتح بست په زور سره ونیو ورپسې یې د رزان خلک مغلوب کړل، خکش ته راغی په رنج کې یې جنګ وکړ) پوهاند صاحب وروسته خپله تبصره کوي او لیکي ( دا پیښې د ۳۶ ق – ۶۵۶ میلادي نه وروسته شوې دي، له دې سیمو خواش همدغه خاش او خاشرود دی خشک همدغه کشک نخود او رخج د ارغنداب وادي ده، خو د قوزان په مانا تر اوسه نه یم پوه شوی چې څه ته وايي که پر دې اړه څوک څه ویل لري مهرباني دي وکړي اکاډمۍ ته دې ولیکي )
خو ماته داسې ښکاري چې د اسلامي لښکر له خوا دا فتح شوی سیمې ټولې د اوسني افغانستان په سویل کې نه دي بلکې ګڼ شمیر یې له سرحد اخوا په اوسني ایران کې راځي.
خاش :
خاش په لرغوني سیستان کې چې د هلمند سیند شاوخوا او ښکته برخو ته ویل کیده ، اړتیا نشته چې له ( خاش ) خاشرود جوړ کړو ځکه چې په اوس هم ایران خواته سیمه کې ( خاش ) نومی ښار په خپل زاړه نوم سره پاتې دی.
رنج :
حبیبي صاحب د نورو سیمو نومونه کړی خو ( رنج ) یې پري ایښی خو څرګنده ده چې ( رنج ) د افغانستان اوسنی زرنج ښار دی چې دا هم له یادوو شویو سیمو سره تړلې او ورسره نزدې پرته ده.
رخج په رښتیا هم د ګڼو لیکوالو په باور همدغه د ارغنداو وادي ده مانا دا چې د سیستان له سیمو یې پیل کړی و، او تر ارغنداوه سیمې یې نیولی چې له هلمند سره نښتې سیمه ده.
قوزان :
پوهاند صاحب لیکي چې قوزان یې ونه پیژنده او که څوک پیژني مهرباني دي وکړي اکاډمۍ ته دې خپل نظر ولیکي. حبیبي صاحب ښايي ځکه په قوزان ځان ناخبره کړی ، چې د اوسنیو جغرافیو تر اغیز لاندې راغلی ښکاري او او اوسني ایران ته نه دی اوښتي.
د قوزان ښار پاتې شونی هغه کلی دی چې د ایران په ( تربت حیدریه ) سمه کې اوس هم په همدغه نوم موجود دی.
په مشهوره فارسي لغتنامه ده خدا کې ددغه کلي پر اړه راغلي چې د تربت حیدریه په لاندنیو کلیو کې راځي ، ځمکې یې له کاریزونو خړوبیږي ، مشهور محصولات یې غلې ، پنبه او وریښم دي، د خلکو کاروبار یې کرکیله او ټوکر اوبدنه ده، د وسیدونکو شمیر يې ( ۴۰۱) کسانو ته رسیږي د ګاډو تللو لپاره سړک هم لري.
لکه چې ومو ویل اوس قوزان د ( تربت حیدریه ) سیمه ده چې اوس په ټوله کې د مشهد برخې دي او دا ولایت د افغانستان له هراته د سویلي ولایتونو تر بریده پروت دی دا چې دا سیمه هم له نورو یادو شویو سیمو سره د ځنځیر د کړیو په څیر تړلې ده نو د شک ځای په کې نه پاتې کیږي.
نو د څیړنې پایله مو دا شوه چې د بست ویري د نومونې پر اړه د حبیبي صاحب شک د اندیښنې وړ نه دی، او بستور ویري همدغه بست دی، چې د شاهنامې له بستور ویري سره تړاو لري.
**
پای
**

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.