«زه یم لور، د خوار وطن»

 آصف بهاند

326

«زه یم لور، د خوار وطن»

(په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو ستونزه)

بیا له تعلیم څخه د افغان نجونو د محرومولو ستونزه او بیا د دې حق د غوښتنې لپاره یو سوله‌ایز غږ، خو دا ځل غږ د دریو هنرونو په یوه ټولگه کې یوځای شوی او داسې رسا راوتلی دی چې د تل لپاره به له تعلیم د محرومو افغان نجونو د حق غوښتنې غږ وي.  د شعر، موسیقۍ او یوه خواږه غږ پر مټ.

د افغان بچیانو نیمايي برخه له خپلو اساسي حقونو (تعلیم) څخه محرمول داسې غمیزه ده چې تر سترو څونامیگانو نه هم خطرناکه او ورانونکې ده. څونامي په څو شېبو کې راځي، ورانی کوي او ورکېـږي؛ خو له تعلیم نه د نوي نسل محرومول داسې ورانونکې زلزله ده چې د بدن د ورانولو ترڅنگ د یوې ټولنې د فکر ماڼۍ هم داسې ورانوي چې څو نسلونه یې بیا نه شي ودانولی.

په افغانستان کې له دوو کلونو راپه دېخوا زموږ د وطن نجونې او ښځینه له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه راگرځول شوې دي او دا د هرې افغان کورنۍ لپاره داسې ورانونکې غمیزه ده چې نه یې خوب ته پرېـږدي او نه ارام ته. د دې ناروا پر ضد له هماغه پیل نه غږونه اوچت شوې دي، کله په نرمه ژبه او کله په تنده ژبه، کله کور دننه ــ کله له افغانستان څخه بهر خلکو خپل غږونه جگ کړي دي او د خپلو اولادنو ــ خویندو د حقه حقوقو غوښتنه یې کړې ده، کله په عادي او ساده بڼه او کله د هنر په جامه کې. د هنر په جامه دا ځل د شعر هنر، د غږ هنر او د موسیقۍ هنر لاس سره یو کړی دی او د افغانستان له زدکړو د محرمو بچیانو مظلوم حالت یې په مستند ډول داسې انځور کړی دی چې د حقایقو د بیان تر څنگ یې خپل غږ  په داسې هنري او مستند ډول انځور کړی دی چې په لیدلو او اورېدلو سره د تیـږې په شان زړونه هم ویلې کېـږي:

د سندرې نوم: د افغان خویندو غږ

سندرغاړی: ساجد خان

 شاعر: سعید شینواری

دا سندره مې د لومړي ځل لپاره د گران ارشاد رغاند په فیسبوکپاڼه کې ولیده، څو ځلې مې واورېده او په هرځل لیدو یې کړم ـ کړم شوم. د وطن ورانې کوڅې او له ښوونځی او تعلیم نه محرومې نجونې مې لښکر ـ لښکر له مخې تېرې شوې او د دردېدلي ولس د مایوسۍ په سوځنده څپو کې لاهو شوم.

https://www.youtube.com/watch?v=8PvLsQfM3pM&ab_channel=HeelaTV

په سندره کې د ویل شوي شعر، شاعر نورولي سعید شینواری نومېـږي. د ښاغلي ارشاد رغاند په قول: «نورولي سعید شینواری زموږ د ځوان نسل له مشهورو ژورنالیستانو او شاعرانو څخه دی. هغه په پښتو ادبیاتو کې د ماسټرۍ تر سطحې زده کړې لري. د «زهرکده» په نوم مشهوره شعري ټولګه لري، چې ځوانانو کې ډېر مینه‌وال لري او ټولګه یې له چاپ وروسته زر له بازاره نادرکه او څو ځله چاپ ته یې اړتیا پیدا شوه.

سعید شینواری په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان له تر ټولو مطرح او پُر مخاطبه خبري سرچینو څخه دی. هغه د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته هم څه موده د طلوع نیوز تر ټولو مشهوره سیاسي خپرونه«تودې خبرې» چلوله، چې د توندو بحثونو له امله شرایط پرې سخت او هېواد پرېښودو ته اړ شو.

سعید اوس په جرمني کې ژوند کوي او د مهاجرت له ستونزو سره- سره د افغانستان کولتوري ودې ټولنې له ادرسه هم فرهنګي فعالیتونه کوي، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې د مراسمو په شانداره نمانځنه کې یې جوت نقش درلود.

د هغه د شاعرۍ یولوی خاصیت د خوشال بابا د شاعرۍ په شان د پښتنو په نقد؛ په ځانګړي ډول له ښځو سره یې د ناوړه چلند په غندلو او له پوهې سره یې په نه لېوالتیا څرخي.

عشقي شعرونه هم پریمانه لري، چې سوځند دي. هغه په ځوانو شاعرانو کې د خپل رنګ شاعري کوي، شعر یې له ورایه پېژندل کیږي…»

د ښاغلي نورولي سعید شینواری دا شعر مې د سندرې له متن نه ولیکه، خو د ځینو بیتونو، د ځینو کلماتو  تلفظ باندې مشکوک وم، نو مې بیا هم له رغاند صاحب نه مرسته وِغوښته چې که د شعر اصل متن پیدا کړي چې زه په دې مقاله کې خوندي کړم، هغه هم د دایمي مهربانۍ له مخې دا لاندې متن راولېږه:

زه یم لور، د خوار وطن

په تیارو کې بندیوانه یم

نه مې حق مني، نه ژوند

د ملا په اند نادانه یم

د رڼا هیلې مې مري

چرته لاړه شم حیرانه یم؟

جنت ـ جنت ـ وطن شو هدیره

*****

د وطن سرود و لمر

منحوس تندر نیولي دي

تمبې د مکتبو

سپیرو زنګو خوړلي دي

وطن شو هدیره

مرغۍ ترې کوچیدلي دي

جنت  ـ جنت، وطن شو هدیره

*****

ټیکری د قام د لور

سپېره شمال ترې وړی دی

بیرغ د قام د ننګ

په سرو وینو لړلی دی

ملا په ګل وطن

د اور تخم کرلی دی

جنت ـ جنت ـ وطن شو هدیره

*****

خواږه سپرلي

د تېښتې په تکل کې دي

د غاړې هار

کارغان رانه په چل کې وړي

نغمې د ژوند

لګیا دي په کابل کې مري

تغمې د وخت

ولاړې په ګوګل مې دې

جنت ـ جنت ـ وطن شو هدیره

جنت ـ جنت ـ وطن شو هدیره

*****

زه یم لور د خوار وطن

په وجود مې پښیمانه یم

له مکتب، له کار، ژوند

زه محرومه له رڼانه یم

زه یم ستورې د سبا

خو پرېوتې له اسمانه یم

جنت ـ جنت ـ وطن مې هدیره

په «د افغان خویندو غږ» نومې سندره کې درېواړو هنرونو په ډېر قوت سره خپله مقدسه دنده ترسره کړې ده، شعر ښه سوځنده او د واقعیتونو بیانوکی دی، موزیک ډېر ښکلی او استادانه تنظیم شوی دی او سندرغاړي ساجد خان هم په خپل ښکلي غږ کې داسې زمزمه کړی دی چې د شعر حق یې هم ادا کړی او د شعر پیام یې د خپل ښکلي غږ په څپو کې تر هراورېدوکي پورې وررسولی دی.

د شاعر غږ خو د زمانو او ولسونو غږ وي او هرڅه په سپینه وایي پرته له ډاره یې په جگ غږ سره بیانوي. په پاسني شعر کې هم ښاغلي نورولي سعید شینواری داسې ستونزې راسپـړلې دي چې د ټول ولس درد او ستونزې ده او په دې ډول یې خپل غږ او د زړه خبر تر هېوادوالو او نړیوالو پورې رسولې دی.

د بحث وړ سندره (د افغان خویندو غږ) په لاندې لینک کې لیدلای شئ:

https://www.youtube.com/watch?v=8PvLsQfM3pM&ab_channel=HeelaTV

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.