بغاوت

عبدالغفور لیوال

465

زُهد شو زولانه زنځیر، ازاد انسان ته ولویده
عشق مستانه رند و ، د ریا زندان ته ولوېده

څوک یم؟ څه یم؟ څه به شم؟ سوال، هیچاته کیلي نه شو
زنګ‌وهلی کولپ شو او د شېخ ایمان ته ولوېده

ګوره که ترې خلاصه شي لمنه د باور، ربه!
لاس د تور ملا د سپین امام ګریوان ته ولویده

مرګ د ایمان سوال شو او دونیا د دوزخ سره لمبه
ژوند لکه مات لاس غاړې د هر افغان ته ولویده

اوښکه د لیلا یې د بیابان سراب کې ورکه کړه
مړی د مجنون له تندې شړک باران ته ولویده

مست د ستورو موج و، ستا جلوه شوه د سپوږمۍ بېړۍ
زړه مې شو ساده ماشوم او ډنډ اسمان ته ولوېده

ته یې کړې پیدا په داسې ځای کې چې چا نه لیدې
بل منصور د بل یو «اناالحق» ګومان ته ولوېده

قُل چې ساقي ووې د قدح قیام ته «قد قامت»
خُم د سرو شرابو په سجده جانان ته ولوېده

مست و د لېوال نظر د یار په شونډو تم نه شو
څاڅکی د شرابو د یاقوتو کان ته ولوېده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.