د بخښنې نړېوال سازمان: پاکستان نه باید افغان مهاجر اخراج کړي

223
3 ساعتونه مخکې

نړېوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي دي چې د افغان مهاجرو د اخراج پر تصمیم دې له سره غور وکړي. د طالبانو د دفاع سرپرست وزير، د پاکستان دغه تصمیم «ظلم او وحشت» بللی دی.

د پاکستان حکومت روانه اوونۍ ادعا وکړه چې د دغه هېواد په ځانمرګو حملو کې افغانان لاس لري. پاکستان خبرداری ورکړی دی چې ټول غیر راجستر شوي افغان مهاجر دې د نومبر میاشتې تر لومړۍ پورې له دغه هېواده ووځي، چې له دې پرته به ېې جایدادونه او کاروبارونه ضبط او خپله به جبراً اخراج کړل شي.

د پاکستان حکومت په خبره، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱ اعشاریه ۷ میلیونه غیرقانوني افغان مهاجر ژوند کوي. په وروستیو کې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په سلونو افغان مهاجر نیول شوي دي.

د پاکستان دغه تصمیم د بشري حقونو سازمانو د اندېښنو سبب شوی دی؛ په ځانګړې توګه چې يو شمېر افغان مهاجر پاکستان ته د طالبانو د تعقیب او زورولو له بېرې تښتېدلې دي چې د اخراجولو په صورت کې ښايي له خطر سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوتریش، ویاند ويلي دي چې د پاکستاني چارواکو دغه اعلان، «په روښانه توګه د اندېښنې وړ یو تحول» دی.

پاکستان غیر قانوني افغان مهاجرو ته د نومبر میاشتې تر لومړۍ وخت ورکړې چې ووځي که نه جایدادونه او کاروبارونه به ېې ضبط او خپله به جبراً اخراج کړي
پاکستان غیر قانوني افغان مهاجرو ته د نومبر میاشتې تر لومړۍ وخت ورکړې چې ووځي، که نه جایدادونه او کاروبارونه به ېې ضبط او خپله به جبراً اخراج کړيانځور: Faridullah Khan/DW

ویاند ستیفن دوشاري، په نيویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وويل: «د یو اصل په توګه دا ډېره اړینه ده چې هيڅ مهاجر باید بېرته اخراج نه شي، مګر دا چې بېرته ستنېدل په خپله خوښه او باعزته وي.»

د بخښنې نړېوال سازمان هم د یوې اعلاميې په خپرولو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې افغان مهاجر دې نه اخراجوي.

د جنوبي آسیا له پاره د دغه بشري سازمان موقتې مرستيالې، نادیه رحمان، ويلي دي: «د بخښنې نړېوال سازمان د پاکستان له حکومته غواړي چې له افغان مهاجرو سره خپل تاریخي ملاتړ ته ادامه ورکړي.» دغه سازمان زیاته کړې ده چې د اخراج په صورت کې افغان مهاجر په افغانستان کې د طالبانو له تعقیب سره مخ کېدی شي، په همدې دليل دې «هغوی ته دې د اخراج له وېرې پرته د کرامت ژوند ممکن کړي.»

دغه سازمان ويلي دي چې په پاکستان کې مېشت افغان مهاجر، د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو په عالي کميسارۍ کې د راجستر کولو په پروسه کې د ځنډ او خنډونو د موجودیت په دليل او همدارنګه دريم هېواد ته د هغوی د انتقالولو له پاره فوری ملاتړ ته اړتیا لري.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزير، ملا یعقوب مجاهد، د افغان مهاجرو په هکله د پاکستاني چارواکو وروستی اقدام «ظلم، وحشت او بربریت» بللی دی
د طالبانو د دفاع سرپرست وزير، ملا یعقوب مجاهد، د افغان مهاجرو په هکله د پاکستاني چارواکو وروستی اقدام «ظلم، وحشت او بربریت» بللی دیانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د بخښنې نړېوال سازمان، د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیسارۍ څخه غوښتي چې د افغان مهاجرو په راجستر يا نوم لیکنه کې فوري اقدام وکړي او ټينګار ېې کړی دی چې د پاکستان حکومت دې د افغان مهاجرو نیول او زورول سمدلاسه ودروي.

طالبان: د پاکستان تصمیم غیرمنصفانه دی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په ناامنیو کې د افغانانو لاس لرل رد کړي او په دغه هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرو په تړاو د پاکستانی چارواکو وروستي تصمیم ته ېې غبرګون ښوولی دی.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزير د پاکستاني چارواکو دغه اقدام «ظلم، وحشت او بربریت» ښودلی دی.

ملا یعقوب مجاهد د پنجشنبې په ورځ، د پولیس افسرانو په فراغت غونډه کې وويل: «دغه تصمیم غندم. دغه تصمیم غیرعادلانه او غیرمنصفانه دی.»

تېره ورځ د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد هم پر ایکس شبکه چې پخوا په ټويتر یادېده وویل چې «په پاکستان کې له افغان مهاجرو سره چلند د منلو نه دی.»

مجاهد زیاته کړې چې پاکستاني لوری باید په دې هکله «پر خپل پلان باندې له سره غور وکړي.»

دویچه ویله

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.