انلاین سوداګري، افغانستان، فرصتونه او ننګونې

لیکواله : نازنین مومند

492

که ووایو په افغانستان غوندې هیواد کې د هرې نوې پدیدې لپاره مارکیټ ډیر ښه اماده کیږي نو ډیره مبالغه به مو نه وي کړي ځکه چې موږ یې ډیرې بیلګې لرو او تر دې حالته ورسیږو چې اصلي تولید کوونکي هیوادونه زموږ دې عمل ته ګوته په غاښ کیږي.
په همدې لړ کې د انټرنیټ او انلاین لارې د راکړې ورکړې بیلا، بیل فارمټونه رامنځته شول او په چټکۍ سره یې وده وکړه بدبختي دانه ده چې موږ د کاروبار له یو نوي ډول څخه فایده اخیستل پیل کړل بدبختي داده، چې څوک په یوه کار نه وي پوه ولي یې را پیلوي او پکې تر دې حده رسیږي چې له خپلې هستۍ او نیستۍ دې پکې خلاص شي.
یوه بله خبره چې زه یې تل یادوم، موږ افغانان په هر څه کې ډیر افراط او تفریط کوو چې له ټولنیز، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي چارو رانیولې تر مذهبې چارو د افراط او تفریط ښکار شوي یو.
په لنډو لارو د پیسو ګټل یا یو دم ډیرې پیسې پیدا کول زما په فکر یوه ډول ناروغي ده، چې ډیر خلک پرې اخته دي او داسې فکر کوي، چې یو دم به ډیرې پیسې پیدا کړم یا هم دې په ډیرې اسانۍ او بغیر د کومې ستونزې دې زه ډیر ژر مالداره شم او تر دې لا ډیره بدبختي دا شي، چې زموږ شاوخوا دا فکر بیا دومره وده وکړي، چې بل څوک یې دومره په شدت تقلید شروع کړي چې اصلي سړی پکې حیران دریان پاتې شي او خبره تر رقابتي ډګره ورسیږي.
دا خبره مې ځکه وکړه، چې د انلاین کاروبار او په اسانه د پیسو ګټلو بازار دومره ګرم شو، چې تقریبا د هر ځوان هیله شوه چې فلانکي نفر په یوه ورځ درې سوه ډالر وګټل زه څه بلا وهلی یم او همدا له یو بل څخه مخکې کیدل پدې تیزۍ سره د تاواني کیدو په مانا دي.
که ووایو، لالچ انسان تاواني کوي نو حقیقت همداسې ده، ځکه چې همدا لالچ وي چې د ژر مالداره کیدو او په اسانۍ د پیسو ګتلو فکر وده کوي او د جنون تر حده رسیږي.
د هر کاروبار او معاملې لپاره د ځای، خلکو او اوصولو په نظر کې نیولو سره پریکړه مهمه ده که موږ ځیر شو او له خپل ځان نه وپوښتو چې، د انلاین کاروبار لپاره په افغانستان کې څومره زمینه برابره ده، ایا زه ددې وړتیا لرم چې د انلاین کاروبار په دومره سخت مارکیټ دې وچلیږم، زموږ حکومت دداسې یو کاروبار په اړه له اړونده کمپنۍ سره تفاهم کړې؟ او په لسګونه نورې داسې پوښتنې.
که نورې خبرې یو طرف ته کړو یوازې همدومره له ځانه وپوښتو چې موږ په نړیوال مارکیټ کې ددې وړتیا لرو، چې انلاین سوداګري دې وکړو نو د انلاین سوداګرۍ نوي فیصده کاروونکو به ځواب نه وي ځکه موږ په مسلکي لحاظ په ډیرو کمو مواردو باندې هم نه پوهیږو او همدا نه پوهیدل یو ډول تاوان دی چې په ډیر ژر راتلونکې کې ورسره مخامخ کیږې.
انلاین سوداګري پیژندنه
د انلاین سوداګرۍ په تعریف کې راځي؛ هر هغه راکړه ورکړه چې په بریښنایي ډول ترسره شي آنلاین سوداګري ګڼل کیږي یا د بریښنایي توکو پر مټ د راکړې ورکړې معاملې ته آنلاین سوداګري ویلی شو
دلته واضح ده چې په غیري حضوري ډول راکړه ورکړه ترسره کیږي چې نه تولیدات، نه خدمات او نه هم لاسته راغلې سرمایه په نږدې راتلونکې د لمس وړ ده.
دلته به یوازې د وضاحت لپاره ووایم چې هغه انلاین راکړه ورکړه چې په پرمختللو هیوادونو کې ترسره کیږي او هغه راکړه ورکړه چې په افغانستان کې ترسره کیږي اصلا د پرتلې وړ نه ده او نه هم دا سوداګرې د انلاین سوداګرۍ په نوم وړاندې شي.
ځکه دلته د لومړنیو توکو، د ژوند د اړتیاوو او بیخي ډیر د ضروري توکو لپاره معامله نه ترسره کیږي بلکې دلته یوازې ته په فزیکي ډول پیسې ورکوي خو تاته ټول در کول کیدونکي امتیازات یوازې په ډیجیټل دي او د لمس کیدو وړ نه دي شاید ځینې کسان ادعا کړي چې موږ په حضوري ډول امتیازات او نغدې پیسې ترلاسه کړیدي هو بلکل دا امتیازات بل هیڅ شی نه دي بلکې هماغه ستا مخکې لیږل شوې پیسې دې چې اړوندې ادارې ته دې لیږلي دي.
د سټاک او ونډو ، بانډونو پېرل او پلورل. متقابل فنډونه، با اعتباره لیکونه ، انلاین بولۍ او د امنیت نور ډولونه د انلاین پانګوونې په ډول پېژندل کېږي چې بیا دا ټوله راکړه ورکړه د برېښنایی سوداګري په نوم یادولی شو. په ټوله کې دا او نور مالومات که څه هم په انلاین شکل او لیکنیزه بڼه کې پیدا کولای شې، خو د نورو معلوماتو لپاره اړینه ده چې د مسلک اړوند خلکو سره پرې مشوره وکړئ او همدارنګه هغه خلک چې انلاین سوداګري یې کړې یا هغه فارمټ آنلاین سوداګري چې تاسې یې اوس ترسره کوئ یا یې د ترسره کیدو اراده لرئ، تجربه لري ترې وپوښتئ.
په افغانستان کې د انلاین سوداګرۍ لپاره فرصتونه
زموږ پورته ‌ذکر شوې خبرې پدې مانا نه دي، چې موږ دې په ټوله کې آنلاین سوداګري رد کړو او داسې نظر دې وړاندې کړو چې په افغانستان کې د آنلاین سوداګري لپاره زمینه نه ده برابره بلکې زموږ تاکید په دې دی، چې هیوادوال مصؤنه راکړه ورکړه ولري او په ټوله کې د سوداګرۍ د ټولو فارمټونو د پلي کیدو لپاره په دولتي کچه کار وشي او د تطبیق په موخه یې ګړندي ګامونه واخیستل شي چې دا به په افغانستان کې د آنلاین سوداګرۍ په ترویج او وده کې مفید تمام شي دا اوس هم په ډیرو برخو کې د آنلاین سوداګرۍ د بیلا بیلو فارمټونو څخه کاراخیستل کیږي او ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی خو بیاهم هغسې چې پکار ده ترې استفاده نه کیږي.
دلته به یوه یادونه وکړم چې ډیری اندیښنې چې په اوس وخت کې را پیدا شوې دا نه دي چې په ډیجیټلایز ډول دې راکړه ورکړه اغیزه منه شي بلکې دادې چې د آنلاین پانګونې د نوي فارمټونو لکه ( کیو نیټ، اومیګا پرو، فورسیج ) په اړه د تضمین کومه اداره او ترتیب نه شته دی نو همدا برخه چې د آنلاین پانګونه کې زموږ هیوادوال له ستر خطر سره مخامخ دي او دا خطر ځکه یقیني دی چې موږ پدې تړاو هیڅ ډول دولتي، سیمه ایز او نړیوال تضمین نه لرو.
په اوس او راتلونکې کې د آنلاین سوداګرۍ او پانګونې لپاره په افغانستان کې ډیره اړتیا ده او پکار ده چې د راکړې ورکړې له فزیکې پیاوړتیا سره آنلاین برخه هم قوي او د ډیرو لاسته راوړنو شاهدان و اوسو.

لنډیز
لومړی: زموږ په وطن د انلاین سوادګري لکه د کیو نیټ ، فورسيج او اوميګا پرو لپاره هيڅ قسم زمينه نده برابره شوې ،او که چيرته برابره هم شي نو بايد دولت لخوا تضمين شي زموږ په ژوند کې هیڅ داسې ستر تصمیم به نه وي نیول شوی تر څو دې موږ په هر لحاظ ځان مطمین نه کړو. دغه رقم انلاين کاروبارونه هم دي تر هغي چې چا ضمانت نه وي کړي پرې باور ونه کړئ.
دویم : هيڅ کوم نړيوال تضمين انلاين کاروبار لپاره نشته په انګلستان او امريکا کې پرې بنديز لګول شوي دي .
‎هغه هيوادنه چې په ډير ښه ټوګه خلک په ارامې کې ژوند کوي دولت خپل وګړي د داسي تاوانه ته هیڅکله نه پريږدي
‎دريم: زموږ هیوادوال شاید په ځینو تصویري او ډیجیټل معلوماتو باندې باور وکړي چې ښه مثال یې دا دلیل دی چې دا پلانکی شرکت ویب سایټ لري اویاهم په کوم بیروني هیواد کې یو نا معلوم اپارتمان د خپل دفتر په ډول معرفي کړي چې دا ډول ډیر ساده او اسانه کار دی حتی کولی شو په سل ډالرو ښه ویب سایټ ولرو .
‎څلورم :د ادم زيږيدو څخه ترننه پوري ګټه په معلومه لاره خلکو ترلاسه کړي ده مثلا دوکاندار جنس په سل اخلي په تا په دوه سوه خرڅوي ګټه يې د مشتري د جيب څخه پيدا شوه که د دنيا هر رقم کاروبار وي نو د ګټي راتللو منبع معلومه ده اوس انلاين کاروبارونه څنګه درته پيسي دوچنده دري چنده کوي او ته پکې په ډالرو ګټه کوي ولې په څه علت تاته دومره ګټه درکوي تا ورته نه مزدوري کړي ده نه ورته په دفتر کې کار کړي دي نه ورته کوم بل کار کړي اوس د پيسو چاپ ماشين خو یې نه دی لګولی اوس د دوه چنده دري چنده ګټي پيسي کومې لاري راځي؟ .
پنځم: بل کس په معرفي کيدو سره څنګه درته ګته درځي پانګه اچونه هغه کوي او په مفته کې پيسي ته ترلاسه کوي لطفا لږ فکر وکړئ شرکت ولې تاته مفته پيسي درکوي داسي ده لکه يو کس چې کور جوړوي چوک ته لاړ شي يو کس د مزدوري په بست کې ګماري خو درته ووايي چې يو بل مزدور هم راوړه تاته به زه اضافه پيسي نوري هم درکړم.
شپږم : تر هغي چې په پوره توګه په انګليسي کمپوټر او خاصه توګه نيټورک مارکيټنک برخه کې ليسانس ماسټري او د کار کولو تجربه ونلري نو په هغه طرف هم ور تاو نشئ نيټورک مارکيټنک دومره ساده اواسانه ندی چې دولسم پاسان هم پکې ځان ورسوي اوس نجار کولاي شي چې په کمپوټر کورس کې د کمپوټر زده کړي صنف ته درس ورکړي.؟
اووم : ماشومتوب کې به ګيمونه ډير کړي وي د تليفون په صفحي درته څومرې ډير امتياز او پيسي راتللي په وياړ به خپل ملګري ته وويل چې په فلاني ګيم کې دومره پيسي وګټلي اوس کیو نیټ ، اومیګا پرو او فورسيج هم همدا ګيم سيستم ده تاته په سيستم لوي مبلغ ښايي خو عملا په لاس يو کاغذي پيسه هم نلري او په ډیجیټل ډول سرمایه لرل په افغانستان غوندې هیواد کې د لمس کیدو وړ کیدل معجزه ده.
نو ځوانه د معجزه په لټه کې مه اوسه او قراره خپل ژوند وکړه،مخکي له دې چې غرق شي.

لیکواله د اقتصاد او نړیوالې سوداګرۍ فارغ التحصیله ده.

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.