آغلې محبوبه سراج او د سولې نوبل جایزه

لیکوال: عبدالکبیر حساس

313
د نړۍ پر مخ د ننني عصر تر ټولو بدمرغه توکم (پښتون) چې نږدې سل ميليونه وګړي لري او لوړه سلنه یې له خپلو لومړیو حقونو څخه برخمن نه دي. بېوزلي، کډوالي، ټولوژنه، ربړونه، لوږه، له زده کړو څخه محرومیت او لوټماري هغه ویونه دي، چې نړیوالو د دغې جغرافیوي اډانې وګړو ته تل حلال ګڼلي او د ښکېلاک هر لوی او کوچني عنصر پر دغو بېوزلو وګړو خپلې تېرې داړې پڅې کړې دي. د “لږکي پر ډېرکیو حاکم کړه او حکومت پرې وکړه.” منفور فورمول هم دلته په ځلونو د نړیوال ښکېلاک د لویو لوبغاړو له لوري د پښتنو د ځپلو لپاره کارول شوی دی؛ خو رب (ج) چې څوک د ځمکې له کرې څخه محوه نه کړي، هېڅ ځواک یې نه شي محوه کولای. د ښکېلاک جبر چې دغه ټولنه يې په لوی لاس نالوستې او محرومه ساتلې او په افغانستان کې یې د خپلو ګوډاګیو لاسوندونو په وسیله د پښتون توکم هر هغه انځور ځپلی او پېکه کړی، چې د دغه توکم د روښانه راتلونکي د ځلېدو زېری یې ورکاوه، هر هغه پښتون ځوان/پېغله یې له ګڼو تورونو سره تر بريد لاندې راوستلي، چې پر نړیوالو دریځونو یې د بریا بيرغ رپاند ساتلی و او ټولې هغه پروژې یې له بنسټه نړولي، چې د دغې خاورې د بقا ضمانت یې کاوه. لنډه دا چې خاینو لږکيو تل د پرديو په ګوډاګیتوب کې د پښتون توکم او خاورې دښمني کړې ده او ان تر دې چې د دغې جغرافیې له پېژند او نوم سره ستونزه او دښمني يې د لمر په څېر روښانه ده او نه غواړي چې دلته د لویو وګړو د برم او شان لوی هېواد شتون ولري او نړیواله ټولنه ورته په هره برخه کې ډیپلوماټیک درناوی ولري.
له ټولو ستونزو سربېره که چېرته زموږ پر بېوزله، نالوستې او محرومه خاوره یوه زړوره او لوستې مېرمن د خپل ولس د چوپړ ډګر ته رادانګي او نړيوال بنسټونه یې هم چارو ته د درناوي په پار “د سولې نوبل جایزې” ته نومانده کړي او د نوماندۍ وروستي پړاو ته هم لاره پیدا کړي، دا چاره باید د هېواد هر پتمن وګړي ته ویاړ وروبښي او د هرې ډلې، ټپلې او اند وګړي یې باید ملاتړ ته راودانګي.
خو درېغه!
په دغه ټولنه کې د تعصب، پردیپالنې او توپېرپالنې ناروغي د ځينو مغرضو او منفورو وګړو په زړونو او ذهنونو کې داسې وحشتناکې رېښې ځغلولې دي، چې د پښتون توکم د هر رښتيني زوی/لور لوړ ګامونه ورته د زغملو وړ نه دي او غواړي له هرې ممکنې لارې یې وځپي. د دوی د دغو منفورو کړنو په لړ کې دا دی، دا ځل یې “د سولې نوبل جایزې” ته وړ نومانده آغلې (محبوبه سراج) یوازې د دې په پار تر برید لاندې راوستله، چې هغه په توکم پښتنه او د پولادي امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان او ستر غازي امیر امان الله خان د کورنۍ غړې او د شاهي کورنۍ لمسۍ ده. پېژند د الله(ج) لیک او ورکړه ده، دا چې څوک چېرته او په کومه کورنۍ کې پیدا کړي، دا الهي چاره ده او هېڅوک دا چاره نه بدلولای او نه چلینج کولای شي. خو تر ټولو د لوی اند وګړي هغه دي، چې وړاندې او وروسته نسلونه یې په کارنامو ویاړ وکړي، خوشال خان خټک بابا په دې اړه څه ښه فرمايي:
نامرد فخر په نسب کا
مرد نه مور لري نه پلار
محبوبه سراج د شاهي کورنۍ هغه غړې ده، چې په خپلو لوړو اندونو او کړنو سره یې د خپلې کورنۍ او افغان ولس نوم یو ځل بیا پر نړیوال دریځ وځلاوه؛ خو په ډېرې خواشينۍ سره د افغان دښمنه کړیو (د تاجــ.کو، ازبـ.کو او هــ.زاره وو ٢٠٠ متعصبو او ناروغو لیکوالانو) نړیوالې ټولنې ته د دروغو له ګڼو تورونو څخه ډک لیک ولېږه او د تر وروستي بریده یې هڅه وکړه چې آغلې سراج ته د نوبل جایزه ورنه کړل شي، چې په دغه چاره کې بریالي هم شول.
دا کار یې ځکه وکړ، چې د آغلې محبوبه سراج په پېژندپاڼه کې توکم پښتون لیکل شوی دی، که نه؛ د شاهي کورنۍ یوه غړي هم پښتو ژبه نه ده زده او په دري ژبه خبرې کوي. خو دلته خبره د وينې ده، که موږ زر ځله خپله ژبه هېره کړو، بیا مو هم یوازې د پېژند په پار ځپي او غواړي چې په دې ډول سره زموږ خاوره، وينه او پېژند ټول د کړکېښ حافظې ته وسپاري او بیا مو په داستانونو کې داسې ياد کړي:
بود، نبود، یک قوم بود، بنام پشتون (و، نه و، یو قام و، د پښتون په نوم).
نو ای! زما قدرمن او ویاړلیه پښتون ولسه!
رب(ج) پر ځانونو حاضر او ناظر وګڼئ او مه پرېږدئ، چې خاوره، پېژند او ارزښتونه مو نور پرديپال مغرضان تر پښو لاندې کړي، اتلان او شخصیتونه مو بې عزته او پتمنې خویندې او میندې مو په نړیوالو دریځونو د دروغو په تورونو مختورې کړي. د خدای لپاره پر ځان او هېواد مو د خپل بدن د غړو په څېر وځورېږئ او له خپلو دښمنانو څخه یې زده کړئ، چې له خپل بوتل څخه څنګه اتل او له موچي څخه څنګه توپچي جوړوي؟
که ځانونه وپېژنو، خپل پېژند ته نړیوال ځواکمن او مشروع تعریف ورکړو او ځانونه د نړۍ له نورو توکمونو سره سیال کړو، هېڅ نړیوال او کورنۍ دښمن مو ځلیدونکي ستوري نه شي پېکه کولای او هر څوک اړ دي چې د متقابل درناوي په هينداره کې مو د تعامل او تعقل له عینکو څخه په لوی درناوي سره انځور وګوري.

 

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.