مکتبۍ

ذبیح الله احساس

264
مورې کميس کې مې پاولي مه ټومبه!
غږ يې زما په زړه کې هيلې وژني
زه عادت شوې د مکتب ساده جامو کې يمه
که د پاوليو له شوخۍ سره دې روږدې کړمه
که د ژوند دغسې مستۍ سره دې روږدې کړمه
که ناڅاپي خدای مهربانه شي نو
زما مکتب بېرته زما د هيلو زنګ ووهي
بيا هسې نه چې د مکتب د جامو
ساده لمنه راته خوند رانکړي
مکتب به زه نه پرېږدم
او د پاوليو په شکولو به مې زړه نه کېږي
نه نه، بنګړي به راته نه يادوې
زما قبولې دي، دا تشې لېچې
موږ ته مکتب کې د بنګړيو اجازه نه وه هېڅ
زه د ښکلا له دغه رنګ سره عادت نه يمه
هو زه هم زړه لرمه!
د مومن خان او شيرنۍ نکل مې اوس هم ياد دی
زه د بنګړيو د يو شرنګ په تاثير ښه پوهېږم
خو که مې لېچې د بنګړيو په شرنګ روږدې کړلې
او هلته زما د مکتب ور خلاص شي
بيا به دوه زړې يمه
چې اوس بنګړي مات کړمه
او که مکتب پرېدمه؟
زما خوږې زما زړه سواندې مورې !
زه هم پوهېږمه سبا اختر دی
خو زه نکريزې ايښودلی نه شم
مکتبۍ جونې تا ليدلي چېرې سره لاسونه!؟
زه په هر څه پوهېږم!
زه د نکریزو په ښايست خبره
زه د نکریزو شپې ارزښت پېژنم
زه مې په زړه پوهېږم
خو که لاسونو مې شول روږدي د نکریزو په رنګ
او دغه رنګ مې ژوند ته بل رنګ ورکړ
او که اختر راباندې زېری د مکتب وکړي وای
نو بيا لاسونه پرې کړم
او که مکتب پرېدمه؟
پرېږده باران ووري
ږلۍ دې هم ورپسې وشي ډېره
لارې دې دومره خټې خټې شي چې
د تګ پرې هېڅ ډول امکان نه وي
لاندې چې ځمکه لکه پورته چې اسمان نه وي
پر ما يې څه!
زه به له کوره نوره چېرې ځمه
مکتب ته هسې هم ما نه پرېدي څوک
زه د سړي د لاس کوتره يمه
په شته وزرو بې وزره يمه
خو زه به هېڅ نه وايم
ان چې ښېرا ته مې هم زړه نه کېږې
همدې ښېراوو مينه ووژله
همدا ښېراوې لکه اور شوې کتابونو ته مې
چې هرې پاڼې به يې لارې راښودلې راته
چې څنګه واچوم اوبه د ژوند ګلونو ته مې
زه د تورسرو د ښېرا په تاثير ښه پوهېږم
ښېرا په خوله نه راځي!
دعا به چاته وکړم؟
د ميزان ۱۴مه، ۱۴۰۲لمريز

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.